زلمی سالار

زلمی سالار بارګزی د کندهار يو روشنفکره ځوان دی. ښاغلی زلمی سالار چې په معروف ولسوالۍ کې په کال ١٣٦٨ کې زيږيدلی دی دده غور نيکه حاجې داود خان چې په لومړيو کې د معروف او ارغسان ولسوال او بيا د امير عبدالرحمن خان پر مهال د فوځ سپاه سالار وو د بارګزو د ملکدينزو د ښاخ سره تړاو لري ده ابتداېه زده کړې د بارګزو د ابوکلا (لنډۍ) په کلې کي کړيدي آن په کوچنيوالې کي ېې د فضلې (ځيرک) نوم خپل کړی وو د تدريس پر مهال ېې ټولنيزو کارونو ته زياته پاملرنه درلوده چې د خپلو ملګرو په واسطه ېې ډيری ټولنيز او عام المنفعه کارونه ترسره کړل لکه په معروف کې دمرکزې جامع اونورو مساجدو رغول د برمو او د بيلابيلو پروژو منظورول.

د انګليسې ، کمپيوټر او مکتبې زده پرمهال ېې لا پر بيلا بيلو ملکې بستونو لکه د ډنډ د مخابراتو او تکنالوژۍ د مدير او په ټاکنو کميسون کې د همدې ولسوالۍ د دټاکنو ساحوې ناظم په حيث دندې اجراء کړيدي چې وروسته ېې نظامې علومو ته مخه کړه د کابل د افسرۍ تر اکاډمۍ وروسته ېې په روسيه (مسکو) کې هم د خپلې رشتې درسونه تعقيب کړل او ملکې ليسانس يې د ميرویس نيکه له پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی ښاغلی زلمی سالار پخپله سيمه او قوم کې زيات محبوبيت لري او تل ېې د بيوزلو لپاره د خيريه بنسټونو او دولتې ادارو څخه پخپلو هڅو مرستې راټولي کړي دي چې ښه مثالونه ېې په کال ١٣٩٦ کې د بولدک زرګونو کورنيو ته دمرستو رسول دې همدارنګه ښاغلی زلمی سالار د کندهار په معروف ولسوالي کې يو باب جامع مسجد چې د 1500 تنو لمونځ کوونکو ظرفيت لري جوړ کړ دا مهال ٦ اولادونه لري او د وطن د خدمت تر څنګ د هغوی روزنه هم ور د غاړې ده .

د زلمې سالار ملګری حاجې مطیع الله بارګزی .

0700543354