رایټ وروڼه (رایټ برادرز)

رایټ وروڼه (رایټ برادرز)
رایټ وروڼه (رایټ برادرز)
رایټ وروڼه (رایټ برادرز)

د شخص معلومات
عملي ژوند
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رایټ وروڼه - ارويل (د ۱۸۷۱ کال د اګست ۱۹مه – د ۱۹۴۸ کال د جنورۍ ۳۰مه) او ویلبر (د ۱۸۶۷ کال د اپرېل ۱۶مه – د ۱۹۱۲ کال د مې ۳۰مه) د هوايي چلن دوه مخکښ امریکايان وو چې عموماً د نړۍ د لومړۍ بریالۍ موتور لرونکې الوتکې پر اختراع، جوړولو او پرواز مشهور وو. دوی د ۱۹۰۳ کال د ډسمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د شمالي کارولینا د کیتي هاوک په سوېل کې ۴ مایله (۶ کیلومتره) لرې د رایټ فلایر په نامه د یوه پیلوټ په ملتیا د یوې پیاوړي او درندې الوتکې لومړنی کنترول شوی او ثابت په خپل نامه کړ. همدا راز دغه دوه وروڼه لومړني کسان وو چې د الوتکو کنټرول یې اختراع کړ چې په ثابتو وزرونو یې پرواز کولی شوای. [۱][۲][۳]

په ۱۹۰۴ – ۱۹۰۵ کلونو کې دغو وروڼو خپل دغه الوتونکی ماشین د اوږدو او ایروډینامیک پروازونو لپاره رایټ فلایر ۲ (Wright Flyer II) بڼې ته پراخ کړ او ورپسې يې لومړنۍ رښتینې الوتکه جوړ کړه چې وزرونه یې ثابت وو او دوی (Wright Flyer III) ونوموله. د دغو وروڼو بریالیتوب د درې‌محوره کنترول سیستم جوړول وو چې له پیلوټ سره یې مرسته کوله تر څو الوتکه په سم ډول کنترول شي او خپل تعادل وساتي. دا طریقه د ثابت‌وزر الوتکو په ټولو ډولونو کې د سټنډرډ په توګه پاتې شوه. ویلبر او اوریل د خپل هوايي چلن د کار له پیله «د پرواز ستونزې» ته د حل په توګه د پیلوټ د کنټرول لپاره د باوري مېتود پر جوړولو تمرکز کاوه. دغه مېتود د نورو هغو متخصصانو له کار سره د پام وړ توپیر درلود چې د قوي ماشینونو پر جوړولو یې ټينګار کاوه. رایټ وروڼو په کور کې د یوه کوچني باد نل په کارولو سره د پخوا په پرتله دقیق معلومات راټول کړل او دغه کار مرسته ورسره وکړه چې وزرونه او کارند څرخونه طراحي کړي. د لومړنۍ امریکايۍ اختراع په توګه دوی د الوتونکي ماشین د اختراع ادعا نه کوله، بلکې د ایروډینامیکي کنترول یو داسې سیستم و چې د الوتونکي ماشین سطحې یې کنترولولې.  [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

دغو وروڼو اړین میخانیکي مهارتونه د اوهایو په ډايټون کې په خپل دوکان کې د چاپ په ماشین، بایسکل، موتورونو او نورو ماشین الاتو د کلونو کار په پایله کې ترلاسه کړل. له بایسکل سره د دوی سروکار د دوی پر دغه باور اغېز وکړ چې ګواکي د الوتونکي ماشین په څېر یوه ناپایداره نقلیه وسیله په تمرین سره کنترولېدای شي. له ۱۹۰۰ کال راهیسې بیا د ۱۹۰۳ کال په پای کې د دوی تر لومړنيو قوي پروازونو پورې دوی ډېرې بې ماشینه الوتکې وازمویلې چې د پیلوټانو په توګه د دوی مهارتونه هم ورسره ډېر شول. د دوی د پلورنځي کارکوونکی « چارلي ټیلور» د دوی د ټیم مهم غړی شو او د خپلې الوتکې لومړنی انجن یې د رایټ وروڼو په نږدې همکارۍ جوړ کړ. [۱۱]

د الوتکې د مخترعانو په توګه د رایټ وروڼو حالت د بېلابېلو لورو د متقابلې ادعا لامل شوی. د دې برخې د لومړنیو ډېرو سیالو ادعاوو پر سر جنجالونه شته. د ډيټون د هوايي چلن د میراث د ملي تاریخي پارک مؤرخ «اېډوارډ روچ» استدلال کوي چې هغوی په‌خپله لوستي انجنیران وو چې یو کوچنی شرکت یې اداره کولی شوای، خو د مخ پر ودې هوايي چلن پر صنعت د برلاسي لپاره یې سوداګریز مهارتونه یا لازم خویونه نه‌لرل. [۱۲]

لومړنۍ کاري مخینه او څېړنه سمول

دواړه وروڼه له لېسې فارغ وو، خو ديپلومونه یې نه وو اخیستي. په ۱۸۸۴ کال کې له ریچمونډ اینډیانا څخه د اوهایو ډایټون ته، چې دوی د ۱۸۷۰ کلونو په جریان کې هلته اوسېدلي، د دوی د کورنۍ ناڅاپي لېږد د دې لامل شو چې په ښوونځي کې تر څلور کلن درس وروسته ویلبر ونه‌توانېږي خپل دیپلوم ترلاسه کړي. دا ديپلوم یې تر مړینې وروسته د ۱۹۹۴ کال د اپرېل میاشتې په ۱۶مه نېټه د زوکړې په ۱۲۷مه کلیزه کې د یاد ژوندي کولو په توګه په نامه شو. [۱۳]

د ۱۸۸۵ کال په پای یا د ۱۸۸۶ کال په لومړیو کې ویلبر او ملګرو یې پر یخ د سکي لوبه کوله چې د هاکي لرګی یې پر مخ ولګېد او د مخې غاښونه یې مات شول. هغه تر دغه وخته پورې غښتلی ورزشکار و، که څه هم ټپونه یې دومره سخت نه وو، خو نور یې لوبو ته شا کړه. ده غوښتل په ییل پوهنتون کې زده‌کړې پیل کړي. خو د دې پر ځای یې راتلونکي څو کلونه په کور تېر کړل. ده په دې موده کې د خپلې مور پالنه کوله چې «سېل» ناروغي یې لرله، د پلار په کتابتون کې یې پراخه مطالعه کوله او له پلار سره یې په هغو وختونو کې مرسته کوله چې د برېډرن په کلیسا کې به یې بحثونه کول.

ارویل د زده‌کړو په دویم کال لېسه پرېښوده او په ۱۸۸۹ کال کې یې د چاپ کاروبار پیل کړ او د خپل ورور ویلبر په مرسته یې خپله مطبعه جوړه کړه. ویلبر هم په مطبعه کې ورسره شو او دواړو وروڼو په مارچ میاشت کې د «وېسټ سایډ نیوز» په نامه اونیزه پیل کړه. په خپرېدونکو ګڼو کې یې ارویل د خپروونکي او ویلبر د اېډېټر په توګه څرګند شول. د ۱۸۹۰ کال په اپرېل میاشت کې دوی دا خپرنیزه «د ایوېنېنګ ایټم» په نامه ورځپاڼې ته بدله کړه، خو یوازې څلور میاشتې يې دوام وکړ. وروسته یې بیا پر تجارتي چاپ تمرکز وکړ. د دوی یو پېرودونکی د ارویل ملګری او ټولګیوال «پل لورنس ډانبار» و چې د یوه مخکښ افریقايي‌الاصله امریکايي شاعر او لیکوال په توګه یې نړیوال شهرت خپل کړ. رایټ وروڼو د لنډې مودې لپاره «ډايټون ټاټلر» اونیزه چې ډانبار یې اېډېټر و چاپ کړه. [۱۴]

په ۱۸۹۶ کال کې د هوايي چلن په برخه کې درې مهمې پېښې وشوې. په مې میاشت کې د سمیټسونین انستېتیوت مشر ساموېل لنګلي په بریالیتوب سره د بخار په زور بې‌پیلوټه ثابت‌وزره الوتکه وازمویله. د دغه کال په منځ کې د شیکاګو انجنیر او د «اوکټاو چانوټ» د هوايي چلند چارواکي څو تنه را ټول کړل چې د میشیګان د سمندرګي په غاړه د ریګي غونډیو پر سر بېلابېل ډوله بې‌ماشینه الوتکې وازمویي. د دغه کال په اګسټ میاشت کې «لیلینټال» د خپلې بې‌ماشینه الوتکې په سقوط کې مړ شو. دغه پېښې د رایټ وروڼو په ذهن کې وې، په ځانګړې توګه د «لیلینټال مرګ». رایټ وروڼو وروسته د هغه مړینه د پرواز په اړه په څېړنو پورې د دوی د جدي لېوالتیا د پیل په توګه یاده کړه.[۱۵]

ویلبر وویل: «له شک پرته لیلینټال له لویو لومړیو جوړوونکو څخه و او نړۍ یې ډېره پوروړې ده.» په ۱۸۹۹ کال کې ویلبر د سمیټسونین انستېتیوت ته لیک ولکیه او د هوايي چلن په اړه د معلوماتو او انتشاراتو غوښتنه یې وکړه. دوی په همدې کال د «سر جورج کیلي، چانوټ، لیلینتال، لونارډو ډاو وینسي او لانګلي» پر کارونو میخانیکي او په هوايي چلن پورې اړوند ازمېښتونه پیل کړل. [۱۶][۱۸]

کورني پروازونه سمول

د ۱۹۱۰ کال د مې میاشتې په ۲۵مه نېټه «هافمن پریري» ته په بېرته راتګ سره ارویل دوه ځانګړي پروازونه وکړل. لومړی ځل ویلبر د مسافر په توګه په شپږ دقیقه‌يي پرواز کې له هغه سره لاړ. دا یوازنی ځل و چې رایټ وروڼو له یو بل سره ګډ پرواز وکړ. دوی دواړو له خپل پلار څخه د پرواز اجازه واخیسته. له خپل پلار سره یې وعده کړې وه چې هېڅکله به ګډ پرواز نه‌کوي تر څو بله غمیزه رامنځته نه‌شي او ډاډه شي چې یو ورور د پاتې ازمېښتونو لپاره پاتې کېږي. وروسته بیا ارویل خپل ۸۲ کلن پلار په شاوخوا اووه دقیقه‌يي پرواز کې یووړ او دا د هغه د پلار په ژوند کې یوازنی برېښنايي هوايي چکر و. الوتکه نږدې ۳۵۰ فوټه (۱۰۷ متره) لوړه شوه، په داسې حال کې چې زوړ پلار یې پر زوی غږ وکړ: «لوړه شوه، ارویل، لوړه شوه!».

د اختراع د ثبت حق سمول

رایټ وروڼو په ۱۹۰۳ کال کې د خپلې اختراع د ثبت غوښتنه وکړه خو رد شوه. د ۱۹۰۴ کال په جنورۍ کې د اوهایو د اختراع د ثبت وکیل «هنري ټولمین» استخدام کړ او د ۱۹۰۶ کال د مې میاشتې په ۲۲ مه نېټه دوی ته د متحدو ایالتونو «په الوتونکو ماشینونو کې د نویو او ګټورو پرمختګونو» د اختراع حق ورکړل شو.[۱۹]

سرچينې سمول

  1. "The Wright Brothers and the invention of the aerial age". National Air & Space Museum. Smithsonian Institution. مؤرشف من الأصل في August 13, 2015. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite conference
  3. (په March 19, 1999 باندې). Flying through the ages. BBC News.
  4. "Inventing a flying machine – the breakthrough concept". The Smithsonian Institution. د اصلي آرشيف څخه پر January 17, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 5, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Wagging Its Tail". The Wright Story – Inventing the Airplane, wright-brothers.org. مؤرشف من الأصل في October 21, 2014. د لاسرسي‌نېټه March 5, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Aviation: From sand dunes to sonic booms". U.S. National Park Service. مؤرشف من الأصل في June 10, 2015. د لاسرسي‌نېټه March 5, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Padfield, Gareth D.; Lawrence, Ben (December 2003). "The birth of flight control: An engineering analysis of the Wright brothers' 1902 glider" (PDF). Department of Engineering. The Aeronautical Journal. The University of Liverpool: 697. مؤرشف (PDF) من الأصل في May 23, 2015. د لاسرسي‌نېټه January 23, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Howard 1988, p. 89.
  9. Mortimer 2009, p. 2.
  10. "Flying machine". May 22, 1906. US Patent 821393. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Taylor, Charles "Charley" : National Aviation Hall of Fame". www.nationalaviation.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Roach, Edward J. The Wright Company: From Invention to Industry. Athens, Ohio: Ohio University Press, 2014. کينډۍ:ISBN, page 2.
  13. Waynet Facts and Fun Information Wayne County, IN. Retrieved July 5, 2015
  14. Paul Laurence Dunbar (2003). "What Dreams We Have – Chapter 4". National Park Service, nps.gov. د اصلي آرشيف څخه پر August 15, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Van Cleve bicycle that the Wrights built and sold." U.S. Centennial of Flight Commission, 2003.
  16. "The Wright brothers – fore-fathers of flight". National Air & Space Museum. The Smithsonian Institution. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Crouch (2003)[۱۷] Chapter 10: "The year of the flying machine" and Chapter 11: "Octave chanute".
  18. "Flying machine". May 22, 1906. US Patent 821393. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)