مېرمن رابيا يوه پښتنه نجلۍ وه، چې د کندهار د هلمند د رود په غاړه د "بست" په تاريخي ښار كي چې اوس يې "كلابس" بولي او سېدله. د پښتنو په هم هغه آزاده هوا كي روزلې سوې او لويه سوې وه. دا دكلابس د مشهور پاچا اسلم خان (چي كيسه يې په پښتنو كي بېخي ډېر شهرت لري) معاصره وه او د دې پلار د اسلم خان پاچا وزير و. د اسلم خان زوى فتح خان (چي د ده داستان د ملي افسانو او تاريخي نكلو څخه بلل كيږي او زموږ د ادبياتو يوه مهمه برخه اړه ورباندي لري) پرمېرمن رابيا مين سوى و، او مېرمن رابيا هم زړه پر بايللى و، څو په آخره كي رابيا د ده معشوقه او نجل و بلله سوه.

د دې مېرمني ژوند د (900 هـ) په حدودو كي ټاكلاى شو چې د فتح خان د ژوند هم دغه دوره وه. دې پښتنې نجلۍ پر ملي لحن او وزن اشعار ويل چې پښتو يې "ملي نارې" بولي دا نارې ډېري خوږې او موثري دي، مگر هو د هغه چا په نزد چې پښتني روح ولري او يا هم ورسره آشنا وي. موږ د نمونې په توگه د دې مېرمني څو اشعار راوړو:

(1)

رابيا د فتح خان معشوقه هم لكه د پښتنو نوري مېرمني او نجوني په ټولو جگړو كي د خپل مين سره ملگرې وه، او دا يوه توريالۍ او مېړنۍ پښتنه وه چې د فتح خان په كيسه كي مهمه برخه لري.

هغه وخت چې فتح خان د هند خواته ځي نو پر خپلي معشوقې (رابيا) داسي ناره كوي او پوښتي يې چې را سره ځې كه يه؟ كه پوڅي د رابيا خولگۍ مي پوڅي

فتح ځي د هند ولور ته گل رابيا مي ځي دلې اوسي

رابيا د خپل گران مين په ځواب كي داسي له غروروه ډكه ناره كوي:

گــه ځـوړانـدي ځـوړانـدي د گـرنـگ سترگـي ځـوړانـدي

فتح ځي د هند ولور ته د غه گل رابيا مي ځي تر ده د وړاندي

(2) يوه شپه چې فتح خان له جنگه ستړى، ستومانه راغئ نو بيده سو، سهار وختي د ستړيا له امله نه سواى را كښېنستلاى نو رابيا ناره پر كوي او وايي چې كه ته جنگ ته نه ځې نو زه دايم سپرېږم:

سر، د سره، سره پلنگه لوړ كه فتح خانه

رابيا گلي، گلى پونده كړ سپره سوه!

                      (3)

هغه وخت چې پښتانه ملگري او فتح خان جنگ ته آخرنى پلا ځي نو، نو مېرمن رابيا په څه تاثر او جذابيت د فتح خان آس (كرنگ) ته خطاب كوي: د فتح كرنگه نال، نال به دي زرين كړم

كه دي دا وار فتح راوړ زما امېل به دي د غاړي لونگين كړم.