د یهودانو خلاصون


د یهودانو خلاصون په ګڼ‌شمېر اروپایي هېوادونو کې یو بهرنی (او دننی) غورځنګ ؤ. د دغه خوځښت موخه د یهودانو د ګڼ‌شمېر حقوقو ترلاسه کول او د هغوی د بېواکۍ پر وړاندې مبارزه وه – لکه: د یهودانو ونډه، چې د اروپایي یهودانو لپاره ټاکل شوې وه او د برابرۍ او مدني حقوقو وړ وګړو په توګه د یهودانو په رسمیت پېژندل. دغه بهیر کې د ټولنو دننۍ هڅې هم شاملې دي ترڅو یهودان هم د هېوادوال په توګه په ټولنو کې مدغم کړل شي. یاد خوځښت په تدریج سره د ۱۸مې زېږدیزې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې په لاره واچول شو.[۱]

د یهودانو خلاصون د روښانتیا پېر څخه وروسته او د یهودانو له روښانتیا پېر سره هم‌مهال ؤ. بېلابېل هېوادونو پخواني پرخیز هغه قوانین چې د یهودځپنې په موخه، په یهودمېشتو سیمو کې پلي کېدل، فسخ او یا هم بدل کړل. مخکې تر خلاصون، ډېري یهودان په استوګنیزو مېنو کې له پاتې ټولنې څخه ګوښه کړل شوي وو؛ خلاصون، د هغه مهال اروپایي یهودانو ستر ارمان ؤ، چې په خپلو ټولنو کې یې، نورو سترو ټولنو کې د ګډېدلو او د پراخو لوړو زده‌کړو ترلاسه کولو په موخه کار کاوه. وروسته له‌دې چې یهودانو بشپړ مدني حقوق ترلاسه کړل، ډېري د اروپایي مدني ټولنې سیاسي او فرهنګي فعالان شول. هغو د انګلستان او امریکا په څېر، نورو هغو هېوادونو ته کډه وکړه چې لا ښه ټولنیز او اقتصادي فرصتونه یې وړاندې کول. ځینو اروپایي یهودانو سوسیالیزم او ځینو نورو یې صهیونیزم ته مخه کړه.[۲][۳][۴]

مخینه سمول

یهودان، د اروپا د تاریخ په اوږدو کې، له ګڼ‌شمېر بندیزونو سره مخ وو. د ۱۲۱۵ ز کال د لاترانو د څلورمې شورا راهیسې، مسیحي اروپاییانو به یهودان او مسلمانان اړ کړل چې ځانګړي کالي واغوندي (د بېلګې په توګه: یهودان به اړ وو ترڅو «یهودي خوله» په سر او «زېړ نښان» پر کالیو ولګوي)، ترڅو له مسیحیانو سره یې توپیر وکړای شي. پر خپلو مذهبونو باندې عمل کول یې تحدید شوي وو او اړ وو ترڅو ځانګړي تحلیفونه او لوړې وکړي. کومو هېوادونو کې چې به رایې کارېدلې، یهودانو د رایې کارولو حق نه‌درلود؛ یهودان، له ناروې، سویډن او سپانیا په څېر ځینو هېوادونو څخه، د ۱۵مې پېړۍ په وروستیو کې، وشړل شول، او په رسمي توګه، پر ننوتلو باندې یې بندیز لګېدلی ؤ.

په کال ۱۷۹۰ ز، په متحده ایالتونو کې، ولسمشر جورج واشنګټن د یوه لیک له لارې بیان کړه چې یهودان په امریکا کې، خپل مذهب باندې د عمل کولو حقوقو په شمول، له نورو واړو امریکاییانو په څېر، له یوشان برابرو حقوق څخه برخمن دي. سره له‌دې، یهودي تبصره کوونکي وایي چې ان تر ۱۸۴۵ ز کال پورې په ځینو سیمو کې به یهود هېوادوال په لوی لاس له سیاسي منصبونو څخه ګوښه کېدل. په حقیقت کې، امریکایي یهودانو سیاسي حقوق په ۱۸۰۰ ز لسیزه کې او مدني حقوق په ۱۹۰۰ ز لسیزه کې ترلاسه کړل.[۵][۶][۷]

د ۱۷۹۱ ز کال د سمپټمبر پر ۲۸مه، د فرانسې له اوښتون څخه وروسته، دغه هېواد کې یهود وګړو خلاصون وموند. هغه مهال په فرانسه کې ۴۰،۰۰۰ یهودانو ژوند کاوه او لومړني کسان وو چې د خلاصون له امله له رامنځ‌ته شویو فرصتونو او ننګونو سره مخامخ شول. د فرانسوي یهودانو ترلاسه شوې مدني برابري، نورو اروپایی یهودانو لپاره یوه بېلګه وګرځېده. یهودي وګړو لپاره نوي فرصتونه چمتو شول، او د برابرۍ دغه لړۍ یې کرار، کرار د نړۍ نورو برخو ته هم وغځېدله. هالنډ په ۱۷۹۶ او ۱۸۳۴ ز کلونو کې، یهودانو ته له غیریهودو سره مساوي حقوق وروبخښل. ناپلیون له فرانسې بهر خپلو اروپایي فتح شویو سیمو کې یهودان ازاد کړل (د لا زیاتو معلوماتو لپاره «ناپلیون او یهودان» ته مراجعه وکړئ). یونان په ۱۸۳۰ ز کال کې یهودانو ته مساوي حقوق په پام کې ونیول. خو دا هومره غټه خبره نه‌وه، تر هغو چې د ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ په نیمایي کې د اوښتونونو په پایله کې، یهودي سیاسي غورځنګونو په لویې بریتانیا، منځنۍ او ختیځې اروپا کې د دولتونو د قانع کولو لپاره هلې‌ځلې پیل کړې ترڅو یهودانو ته برابر حقوق ورکړل شي.[۸][۹]

د خلاصون غورځنګونه سمول

د یهودانو د خلاصون غورځنګ لومړني پړاوونه د هغو ټولیزو خوځښتي هڅو یوه برخه وه چې د اقلیتي پوړ د ازادۍ او حقوقو ترلاسه کولو په موخه ترسره کېدلې. په‌داسې حال کې چې دا یو غورځنګ ؤ، خو په ورته مهال کې د برابرو حقوقو په لټه کې هم ؤ. نو له‌دې، امله د خلاصون غورځنګ به یو اوږد بهیر ؤ. د یهودانو لپاره د مساوي حقوقو مسأله په بېلابېلو هېوادونو کې اساسي قوانینو او مدني حقوقو له غوښتنو سره ګنډه خوړلې وه. د هاینریچ هاینه، یوهان یاکوبي، ګبریل ریسر، بېر ایزاک بېر، او لیونل ناتن روچیلد په څېر یهودي سیاستوالو او روښاندو، نه یوازې په ځانګړې توګه یهودانو ته، بلکې د ټولو لپاره، د خپلواکۍ او سیاسي ازادۍ ترلاسه کېدلو په موخه، عمومي غورځنګ کې ونډه واخېستله.[۱۰][۱۱]

سرچینې سمول

  1. Barnavi, Eli. "Jewish Emancipation in Western Europe". My Jewish Learning. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ettinger, Shmuel. "Jewish Emancipation and Enlightenment". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Socialism". Jewish Virtual Library. American-Israeli Cooperative Enterprise. 
  4. Beauchamp, Zack (14 May 2018). "What is Zionism?". Vox.com. Vox Media, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Washington Letter". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ نومبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Leeser, I. "Jewish Emancipation," 1845, The Occident and American Jewish Advocate, vol III, no 3, http://www.jewish-history.com/Occident/volume3/jun1845/emancipation.html
  7. Sorkin, David, Jewish Emancipation, Princeton University Press, 2019
  8. "Emancipation". Jewish Virtual Library. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Paula E. Hyman, The Jews of Modern France (Berkeley: University of California Press, 1998), pp. 17–18.
  10. Sharfman, Glenn R., "Jewish Emancipation", in Encyclopedia of 1848 Revolutions
  11. Nicholas, de Lange; Freud-Kandel, Miri; C. Dubin, Lois (2005). Modern Judaism. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 30–40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-926287-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)