د کينډۍ خبرې اترې:په خبرونو کې

د دې کينډۍ د جوړېدو خو ښه کار شوی، خو دا هره ورځ د نوو خبرونو خپرول او تازه کولو دنده به يې اوس څوک په خپله غاړه اخلي. او د کره او موثقو خبرونو د خپراوي ننگونه به يې څوک کوي؟ موږ بايد وپوهېږو چې خبر په ټولنه کې ډېر ځواک لري. بد خبر ټولنه کې لوی بدلون راوستلی شي. ښه خبر ټولنه خوشاله کوي، خو يو ډول خبرونه دي چې تبليغي يا پروپاگندي خبرونه دي چې د ځانگړو موخو لپاره د خلکو ذهنونه ټکني کوي. دا ډول خبرونه يوازې د گټو (شخصي، سياسي، مذهبي، کلتوري او تاريخي) د ساتنو لپاره ترسره کېږي. د مثال په توگه يو پاکستانی به د پاکستان په گټه او د افغانستان په تاوان خبرې وکړي او يا هم برعکس، خو دا کار به د دې لپاره کوي چې پاکستان په ښه توگه وستايل شي چې د حقيقت څخه به ډېر لرې وي. او ضرور نه ده چې پاکستانی دا کار وکړي، کېدای شي چې يو افغان هم ورته چلند وکړي او يا د يوې بلې ډلې، هېواد، گوند، نظر خاوند د خپلو ادعاوو د ثابتولو پخاطر ناسم خبرونه خپاره کړي. دا يوه لويه ننگونه ده. او د دغسې ننگونو پر وړاندې څه کولی شو. زه په اوسنيو وختونو کې په پښتو کې د خبرونو د خپرولو پلوی نه يم. موږ کولی شو چې د ويکيخبرونو د پروژې د پياوړتوب لپاره هلته خبرونه خپاره کړو. پښتو ويکيپېډيا بايد د ناسمو خبرونو د خپرولو او يا هم د پروپاگندي نظرياتو د خپرولو پر ځای، چې د دغې وېبپاڼي علمي حيثيت ته تاوان رسوي، او پښتانه ترې گوښه کوي، پر علمي ليکنو او مقالو تکيه وکړي او هغه ډول ليکنې چې په ځانگړي توگه په پښتنو کې ناندرۍ، تاوتريخوالی، تربگنۍ او بې اتفاقۍ رامېنځ ته کوي مخنيوی يې وشي. په لومړي مخ کې د غوره ليکنو چې دلته د ټاکلې ليکنې تر سرليک يوه برخه ټاکل شوې، پلوي يې کوم. خو بيا هم دا ډول ليکنې هره ورځ بايد نوې شي او سرليک يې د (ټاکلې ليکنه) څخه (د نن ورځې غوره ليکنه) ته واوړي. دا ځکه چې دا ډول ليکنې يوازې د يوې ورځې لپاره وي. بله اهمه خبره دا چې د نن ورځې غوره ليکنې چوکاټ بايد د لومړي مخ ښي لور ته واوړي (اوس د مخ کيڼ لور کې دی). دا په دې خاطر چې لوستونکي ته تر هر څه دمخه په لومړي مخ کې د همدې ليکنې د لوستلو سپارښتنه وشي او په هر مطلب يې چې لومړی پام ځانته راواړوي نو هماغه به ولولي. که څه هم چې د ويکيپېډيا د ليدنمخ لپاره داسې يوه ليکبڼه غوره شوې چې د کړۍ داره گاف پرځای گ ښکاره کوي، خو دا په دې مانا مه اخلئ چې گنې تاسې ځانونه په خپل هماغه پخواني کړۍ داره گاف عادت کړئ. دا ځکه چې په ځينو ځايونو کې د ويکيپېډيا ټاکل شوې ليکبڼه نشته او په هغه مهال کې به د نورو ليکبڼو په مرسته چې عربي او پښتو ملاتړ لري ليکلنې هماغسې ښکاري چې څنگه ټايپ شوي دي. او دا چاره به کړۍ داره گاف نور هم مروج او عام کړي، چې په واقعيت کې يو غلط کار دی. نو په دې توگه مې له ټولو ليکوالو او سمونگرانو څخه غوښتنه دا ده چې دې توري ته پام ونيسي. --ANBI (خبرې اترې) 23:54, 10 مارچ 2015 (UTC)

همغږې او موافق! سمول

بیاباني صېب سلامونه!

ستاسو هره سپارښتنه، سلا، امر... په سر سترگو!

دلته زمونږ مشر یاست چې څنگه مو خوښه وي ان شاءالله هماغسې به کېږي.

د خبر برخه خو مو ځکه دلته واچوله چې دا افغانان اکثریت سیاسي مسائلو سره لیوالتیا لري. یو نیم خبر ورته سیاسي، مگر ۸۰ سلنه همدا هڅه کوو چې چېرې کوم ویب سایټ یا ټلویزیون کې د بیارغاوي، سمون او پرمختگ خبر پیدا کړو. چې دا خبره کېدای شي د خبرونو له لړلیکه جوته شي.

د نن ورځې غوره لیکنې لپاره هم باید د ویکي غوره لیکنې، په تېره بیا د هر شخصیت د زوکړې یا مړینې تلین په پلمه غوره کول مو هیله ده. ددې کینډۍ نوم به هم له خیره بدل کړو. کیدای شي د ورځې غوره لیکنه د څو ورځو آن اونیو لپاره هم پرېښودل شي! لکه نورو ویکي کې هم دا ترسترگو کېږي.

--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 20:42, 11 مارچ 2015 (UTC)

و "په خبرونو کې" مخ ته وروګرځي.