د کينډۍ خبرې اترې:بټن

ددې ريډايرکټ د ړنوگولو څه ضرورت دی؟--عثمان خان||خبرې اترې 13:34, 7 ډيسمبر 2015 (UTC)

کله چې يو مخ په بل نوم وگرځي نو هغه بل مخ خوشې پروت وي. هغه کې بل څه نه وي پرته له دې چې هغه باندې کلېک کول بېرته هماغه نوي نومېدلي سرليک ته مخ گرځېدنه وي. دا چاره اکثراً د ليکنو شمېر په ناسمه توگه ډېروي. هر هغه نوم چې غير ضروري وي او خلک يې نه ليکي د بېلگې په توگه هېڅوک بټن نه ليکي کله چې په پښتو د يوې تڼۍ غوښتنه کوي، نو بيا د دې ډول سرليکونو ضرورت هم نشته. په همدې خاطر ړنگول يې د ليکنو شمېر بې ضرورته ډېر نه ښيي او همداراز په ړنگولو کې يې د سيستم او يا نورو کينډيو په کوډونو اغېزه هم نه لري. نو په دې خاطر دا ډول ليکنې بايد ړنگې شي. --ANBI (خبرې اترې) 13:42, 7 ډيسمبر 2015 (UTC)
ډاکټر صېب لومړۍ خبره خو دا چې دا کينډۍ ده او کينډۍ ليکنو شمېر نه زياتوي، دوېمه خبره دا که مثال په توگه څوک بټن په نوم کينډۍ نه هم کاروي نو بيا دي هم هغه پکې وي ځکه چې ويکيپېډيا يو کاغذي کتاب نه دی چې مخونه به پکې ختم شي ، که مونږ په زرگونو مخونه هم جوړ کړو خو ځای نه ختميږي، او بله خبره دا چې ريډايرکټ هم د ليکنو شمېر نه زياتوي او که مثال په توگه يو څو مخونه شمېر زياتوي نو بيا هم پدې کې بد څه نشته د ويکيپېډيا مخونه به زيات شي، مخونه زياتيدلو سره مخونه ختميږي نه۔ په درنښت--عثمان خان||خبرې اترې 13:49, 7 ډيسمبر 2015 (UTC)
عثمان خانه فکر کوم زما په مقصد و نه پوهېدې. زما مقصد دا نه دی چې دا يو کاغذي کتاب دی. دا مې هم مقصد نه دی چې ووايم چې د ليکنو شمېر به مخونه ختم کړي. زه څه نا څه په کمپيوټري تخنيک بلد يم او په دې پوهېږم چې يوه ليکنه څومره حجم لري او په دې زه هم او ته هم او ډېر نور خلک هم پوهېږي چې دلته په ميليونونو مخونه خوندي کولی شو پرته له دې چې د ځای د کمښت ستونزه راپېښه شي.

زما مقصد دا دی چې ويکيپېډيا د شمارنو (Statistics) لپاره ځانگړي مخونه لري چې هلته بيا د ويکيپېډيا Depth يا ژوروالي باندې اغېزه کوي. کينډۍ هم په شمار کې اغېزه لري. د کينډيو لپاره ځانگړی شمار دی. ډېرې مخ گرځونې بيا خلک ورانپوهاوي سره مخ کوي، مخ گرځونې ځانته د کارولو وخت او ځای لري. د بېلگې په توگه که چېرته د پښتو ژبې يو نوم لکه ډوډۍ چې په نورو گړدودونو کې روټۍ او يا مړۍ هم ورته وايي وليکو نو بايد دا ټول يوې ليکنې ته مخ گرځونه ولري. دا ځکه چې دا ټول نومونه په يو مفهوم او مانا اخيستل کېږي. که موږ د نورو ژبو په نومونو دلته مخ گرځونې جوړې کړو دا به ډېره گډوډي راولي او سيستماتيک حالت به نور هم پېچلی کړي. د مثال په توگه که موږ د چينايي ژبې د ډوډۍ په نوم او يا هم کومې بلې ژبې يو نوم باندې يو مخ جوړ کړو او بيا يې پښتو ته مخ وروگرځوو نو دا به ډېر بېځايه کار وي. دا ځکه چې په نړئ کې خو زرگونه ژبې دي او د هغو ټولو ژبو لپاره دلته مخ گرځونې جوړولو مقصد به څه وي. جوړولو ته يې اړتيا ځکه نشته چې هره ژبه ځانته يوه ځانگړې شوې ويکيپېډيا لري او که هر څوک وغواړي چې ډوډۍ ته په بله ژبه څه وايي نو په څنگپټه (sidebar) کې د ژبې لاندې په هره ژبه چې کېښکاږي نو خپل غوښتلی نوم به په لاس ورشي. --ANBI (خبرې اترې) 14:18, 7 ډيسمبر 2015 (UTC)

و "بټن" مخ ته وروګرځي.