د کمپیوټري ویروس تاریخچه

(له د کمپیوټر وایروس څه شئ دي؟ نه مخ گرځېدلی)

ویروس په کمپیوټر کې وړو وړو پروګرامونو او کوډونو ته وايي. او کله چې کمپیوټر ته داخل شي کمپيوټر د کاره غورځوي او پکې موجوده ډیټا ته زیان رسوي او یا یې له منځه وړي.

د کمپیوټري ویروسونو تاریخچه (History of Computer Viruses) سمول

په امریکا کې د لومړي ځل له پاره په سیکورټي فورس (Security Force) دفتر کې یو کارکوونکی چې نوم یې جینبرلن (Jenbarlan) نومیده یو ویروس جوړ کړ او د لومړې ځل له پاره یې په همدې دفتر کې وکاراوه چې تقریباً ۸۰ کمپیوټرونو ته یې د نیټورک له لارې انتقال کړو. او د دې ویروس په وجه تقریباً (۱۶۸۰۰۰) زیات او کم ریکارډونه له منځه ولاړل. کله چې د دې دفتر مشر خبر شو چې معلومات یې د جینبرلن په واسطه د ویروس په جوړولو او انتقال سره ختم شوي دي. نو جینبرلن یې د دندې څخه ګوښه کړ. په همدې ډول جینبرلن ته د کمپیوټر په دنیا کې د ویروس د استاد لقب ورکړل شو.