السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.


-- Af420 اړیکه ۱۱:۴۱, ۱۰ جولای ۲۰۲۰ (ہ ن و)

د غصب پيژندنه: په لغت کې : غصب په لغت کې د ( اخذ المام المتقوم الغیر ظلماً و عدواناً) ژباړه: غصب په لغت کې په ظلم او زور سره د يو چا څخه د مال اخيستلو ته وايي. په اصطلاح کې: د متقوم او محترم مال اخیستل دي، پرته د مالک د اجازې څخه په داسې ډول سره چې د ده لاس ور څخه لنډ کړي د تعریف شرحه: په پورتني تعریف کې څو نقطې مهمې دي چې په لاندې ډول ترې یادونه کوو. ۱: مال باید متقوم وي: ټول هغه مالونه چې په اسلامي شریعيت کې متقوم دي د غصب موضوع تشکيلوي او کوم مال چې متقوم نه وي لکه شراب او خنزير د غصب موضوع نه تشکيلوي. پوښتنه دا ده چې شراب او خنزیر خو هم مال دی نو ولې د غصب موضوع نه تشکیلوي ځواب دا دی چې دا سمه ده چې شراب او خنزیر مال دی خو په اسلامي شریعيت کې ارزښت نه لري او هر شی چې ارزښت ونه لري د غصب موضوع نه تشکيلوي. ۲: مال باید محترم وي: نو د هغه مال غصب چې محترم نه وي غصب مه شمېرل کیږي لکه د حربیانو مال. د حربیانو مال خو مال دی خو ولې اسلامي شریعیت غېرې محترم ګڼلی دی. ۳: د مالک د اجازې پرته: د مال په اخيستلو کې به د مالک اجازه نه وي، که چيرته د مال په اخيستلوکې د مالک اجازه وي نو بیا د غصب جرم نه مطرح کيږي ۴: مال به د مالک له لاسه وتلی وي: په دې اړه د فقهاوو تر منځ اختلاف دی امام ابو حنیفه رح وایي چې کله مال د مالک له لاسه لاړ شي نو د غصب جرم تحقق پيدا کوي مګر امام شافعي وایي چې غصب هغه وخت منځته راځي چې مال د غاصب په لاس ورشي پورته ذکر شوې څلور نقطې د غصب د تحقق لپاره شرط ګڼل کيږي. همدارنګه د جزا کوډ په ۷۱۵ ماده کې هم غصب تعريف شوی دی. د جزا کوډ ۷۱۵ ماده:

د اعتبار وړ سندونو د درلودلو یا د قانون د حکم پرته د دولتي او خصوصي، د عامې او خاصو یا وقفي ځمکو تصرف، تصاحب استقاده انتقال، رهن، تضمین، اجازه یا کرایه د ځمکې غصب پيژندل کيږي

د جزا کوډ ۷۱۵ مادې تحلیل: د جزا کوډ ۷۱۵ مادې د غصب په اړه تعریف کړی دی چې ځينې مهم نقاط پکې ذکر شوي دي چې عبارت دي له: ۱: د اعتبار وړ سندونه : د اعتبار وړ سندونه عبارت له هغه سندونو څخه دي محکمه ور باندې استناد کوي او تزویر پکې نه وي شوی چې په دې اړه د مدني قانون ۹۹۲ داسې صراحت لري. د مدني قانون ۹۹۲ ماده:د رسمي سندونه محتویات چې د دې قانون په ۹۹۱ ماده کې ذکر شوي دي حجت ګڼل کیږي خو په دې شرط چې په هغې کې داسې تزویر ښکاره نه شي چې په قانون کې توضيح شوی وي. نو د دې مادي له رویه هغه اسناد چې تزویر پکې نه شوی مثبته اسناد یا د اعتبار وړ اسناد بلل کيږي او قاضي ور باندې د حکم د صدور په وخت کې استناد کولای شي. ۲:د قانون حکم: هغه مجوز سند دی چې یو چا ته په یو معین ملکیت کې د تملک یا تصرف اجازه ورکوي ۳: وقفي ځمکه: هغه ځمکه ده چې د عامه ګټې او خیریه چارو په منظور د واقف له ملکیت څخه بهر او د موقوف علیه په ملکيت پورې اړه نه لري. رهن: هغه عقد دی چې د هغې له مخې د یو مال قيدول د بل مال په مقابل د هغې د يوې برخې يا ټولو څخه ممکن وي. تضمین: هغه تعهد دی چې د قانون په حکم او د داین او مدیون له توافق سره سم د دوی تر منځ د دېن د ورکړې او يا حاصلو په وخت رامنځته شوی وي. د غصب حکم: غصب درې ډوله حکم لري چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو ۱: د غصب اخروي ګناه :که یو سړی سره له علمه چې په دې پوهيږي دا د ده مال نه دی او بیا هم پکې نوموړی شخص مداخله کوي او مال له ځان سره وساتي نو اخرت کې ورباندې نيول کيږي ۲: د غصب د مال مستردول: که چېرې مال د غاصب په لاس کې وي نو مستردول يې ور باندې لازم دي او د مستردولو مصارف هم د غاصب په غاړه دي ۳: که غاصب د غصب مال له مېنځه یوسي: د مال د تاوان په ورکولو مکلف شوی دي که مال مثلي نو مثل به یې ورکول کيږي او که مثلي نه وو نو بیا به یې قېمت ورکول کیږي. د غصب تحریم: د غصب حرمت په قرانکريم، د نبي کريم ص احاديثو او د امت په اجماع باندې ثابت دی ۱: قرانکريم: ولا تاکلوا اواموالکم بینکم بالباطل وتدلو بها الی الحکام لتاکلوا فریقا من اموال الناس با الاثم و انتم تعلمون. ژباړه: مه خورئ په خپل منځ کې يو د بل مالونه په ناحقه سره شرحه: په پورتني ایات مبارک د بالباطل د لفظ په تفسیر کې علماوو ليکلي دي چې د بالباطل لفظ اطلاق په غلا، خيانت، فریب، او غصب ټولو برخو ته شامېلدای شي ځکه چې دلته د باطل لفظ عام راغلی دی نو دلته ترې زمونږ هدف د غصب تحریم دی ۲: د غصب تحریم په نبوي احادیثو کې: له حضرت سعید ابن زید رض څخه روایت دی چې رسول الله ص فرمایلي دي: که چېرته څوک د چا څخه یوه لويشت ځمکه په ظلم یعنې غصب سره واخلې، الله ج به د قیامت په ورځ د همدې ځمکې برابر تر اوومې ځمکې پورې ورته په غاړه واچوي. ۳: اجماع: دوکتور وهبه الزاحیلي په الفقه السلامي و ادله په ۶ جلد ۴۷۸۷ مخ کې داسي ليکلي دي : د غصب په تحریم باندې علماوو اجماع کړې ځکه چې غصب ګناه يې کبیره ده اګر که غصب شوی شی د غلا د حد نصاب ته هم ونه رسیږي. د غصب متشکله عناصر: د غصب ځانګړي متشکله عناصر عبارت دي له ۱: قانوني عنصر ۲: مادي عنصر ۳: معنوي عنصر

۱: قانوني عنصر: د قانوني عنصر مفهوم او معنا دا ده چې یو عمل اسلامي شریعیت او د جزا کوډ د جرم په توګه ګڼلي وي او په وړاندې يې مجازات پيش بيني کړي وي لکه د غصب په برخه مونږ هم د اسلامي شریعیت او هم د جزا کوډ دواړه دلایل ذکر کړ لکه د غصب د تحریم په اړه د د بقرې سورت ۱۹۹ نمبر ایات او همدارنګه د ابو سعید رض روایت شوی حديث او د مسلمانو اجماع د غصب په تحریم مو ذکر کړل او همدارنګه د جزا کوډ په ۷۱۵ نه تر ۷۱۹ مادو پورې موارد ذکر شوي دي چې د غصب په تحریم دلالت کوي. مادي عنصر: د مادي عنصر په اړه پوهيږو چې د يو عمل اجرا کول او يا ور څخه اهمال یا امتناع دي خو د غصب مادي عنصر اکثرا د يو اجرایي عمل په واسطه منځته راځي په لنډ ډول که ووایو چې د غصب مادي عنصر په غېرې منقولو اموالو کې په اجرايي شکل اجرا کيږي. نو د دې لپاره چې په دې موضوع باندې ښه پوه شو نو په لاندې نقاطو باندې رڼا اچوي. ۱: د مرتکب عمل: غصب هغه جرم دی چې د یو مادي او مثبت عمل د اجرا په اساس د یوې ځمکې د مالک په خپله ځمکه کې د تصرف د حق ممانعت او مزاحمت کوي. په دې معنی کله چې یو شخص په يوه ځمکه کې قانوني حق ونه لري یا دا چې د ملکيت لپاره د قانون حکم یا د اعتبار وړ سند نه لري خو بیا هم نوموړی شخص په نوموړې ځمکه کې تصرف وکړي لکه په ځمکه کې يو څه وکري او يا پرې تعمير جوړ کړي يا یې په خپل ملکيت کې داخل کړي یا ترې نه استفاده وکړي یا یې خپل ځان ته انتقال کړي يا یې بل چا ته انتقال کړي یا همدغه ځمکه بل چاته په رهن يا ګروۍ ورکړي یا دا چې په دولتي يا شخصي حساب کې په تضمين کې ورکړي يا يې چا ته د لنډ يا اوږد وخت لپاره په اجاره ورکړي او یا یې چا ته په کرایه ورکړي دا ځمکې عمومي يا خصوصي یا دا چې دولتي يا شخصي ځمکه وي. ۲: موضوع د جرم: د غصب موضوع معمولاً غېر منقول اموال وي. لکه ځمکه چې زراعتي وي، ځنلګونه، څړ ځایونه، باغونه، د اوبو سر چينې، لکه کوهی، کاریز، چينې، خوړونه، حوضونه، او نور ملي پارکونه، غرونه ، رغونه، دشتې، املاک چې دولتي يا غېرې دولتي وي، تعمیرات او داسې نور تشکليوي ۳: مال باید د بل چا ملکیت وي: د اموالو پر ضد د جرایمو له جملې دا لازمي ده چې مال به په بل چا پورې تعلق ولري او که چا پورې تعلق ونه لري نو بیا خو د هغه مال اخیستل مباح دي د مثال په ډول: که چېرته يو سړی خپله زراعتي ځمکه څو کاله د کښت او کر څخه منع کړي په دې صورته د غصب جرم منځته نه راځي او که پردۍ ځمکه د کښت څخه منع کړي بیا د غصب جرم منځته راځي. ۴: د جرم نتیجه: د غصب د جرم نتيجه به دا وي چې چې د بل چا په غېرې منقول مال کې به يې په زور او تهدید مداخله کړې وي او هغه مال به يې په زور د مال د خاوند د عدم رضايت په صورت کې پخپله قبضه کې راوستی وي که چېرې د غصب جرم د داسې تجاوز او زور په اساس منځته راوړي چې سلاح ور سره وي نو په دې صورت کې د مجازاتو شدت منځته راوړي او د غصب د جرم د مادي عنصر له مخې يو مستمر او استمراري جرم دی تر څو پورې چې د غصب اموال ور سره وي د نوموړي جرم مادي عنصر استمرار لري. د غصب د جرم معنوي عصر: غصب د قصدي او عمدي جرایمو له جملې څخه دی او هر وخت چې مرتکب د نوموړي جرم اجرا په ارادي ډول شروع کړې وي ماهيت د حرمت یې درک او نتيجه يې هم غوښتې وي.

د غصب مجازات:

د غصب د مجازاتو په اړه د جزا کوډ ۷۱۶ او ۷۱۷ مادو کې ذکر شوی دی:

۷۱۶ ماده: (1) د ځمکې د غصب مرتکب د ځمکې پر استرداد برسېره په لاندې توګه مجازات کيږي ۱: په هغه صورت کې چې د ځمکې ارزښت تر ۳۰۰۰۰۰ پورې وي په قصير حبس ۲: په هغه صورت کې چې د ځمکې ارزښت له یو ۳۰۰۰۰۰ څخه زيات تر ۱۰۰۰۰۰۰ میلیون پورې وي تر دوو کلونو پورې په متوسط حبس ۳: په هغه صورت کې چې د ځمکې ارزښت له یو۱۰۰۰۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰۰ مليونه پورې وي تر دریو کلونو پورې په متوسط حبس ۴: په هغه صورت کې چې د ځمکې ارزښت له پنځه مليونه افغانيو څخه زيات وي، تر لسو کلونو پورې په طویل حبس (۲): د ځمکې د غصب د جرم مرتکب مکلف دی چې د قطعي حکم تر صادرېدو له نېتې څخه د دریو مياشتو په ترڅ کې، غصب شوې ځمکه تخليه کړي او د ځمکې او د مکليت د ادعا سندونه د هغې قانوني مالک ته تسلیم کړي (۳): هغه شخص چې غصب شوي ځمکه یې پلورلې وي مکلف دی د حکم د صادرېدو له ڼېټې څخه د غصب شوې ځمکې بيه پيرېدونکي ته ور کړي (۴): هغه شخص چې غصب شوې ځمکه په اجاره يا کرايه ورکړې وي، مکلف دی د حکم د صادرېدو د نېټې څخه د دریو مياشتو په ترڅ کې له اجارې يا کرايې څخه را پېدا شوی منفعت د ځمکې مالک ته ورکړي. (۵): که چېرې غصب شوې ځمکه يا عامه يا وقفي ملکيت، د سرپناه (کور) د جوړولو لپاره پر بل یوه پلورل شوي وي مرتکب په دې فصل کې درج د ځمکې د غصب په مجازاتو بر سېره د دولت خزانې ته د اخيستل شوو پیسو پر ورکړې هم مکلف دی. (۶): که چېرې د غصب له امله، ځمکه ويجاړه يا هغې ته زيان رسېدلی وي. مرتکب مالک ت د وارد شوي زيان په جبران هم محکوميږي، د وارد شوي زيان مقدار او د هغې پېسې د اهل خبره په واسطه چې د محکې لخوا ټاکل کيږي محاسبه کيږي. (۷): د ځمکې د غصب د جرم مرتکب مکلف دی ځمکه مسترده کړي او د هغې ځمکې د ملکيت د ادعا سندونه باطل ګڼل کيږي. ۷۱۷ ماده: د ځمکې د غصب جرم د ارتکاب له لاندې حالاتو څخه په يوه کې مشدده پيژندل کيږي، مرتکب د دې فصل د مرتکبه جرم د مجازاتو په اکثر حد محکوميږي. ۱ـ له زور، اجبار، اکراه، ارعاب يا تهدید څخه په استفادې يې صورت موندلې وي. ۲: غاصب د اړوندو دولتي ادارو لخوا د شفاهي يا کتبي اطلاع اخطار باوجود، د غصب شوې ځمکې تصرف ته ادامه ورکړي. ۳: د ځمکې د غصب لپاره د يوه يا له يوه څخه د زياتو اشخاصو ته دستور ورکول. امر کول تمویلول يا اړويستل.





ماخذونه: ۱: القران الکريم ۲: نبوي احاديث ۳: د عدلي وزارت . (۱۳۹۶). د جزا کوډ. پرلپسې نمبر(۱۲۶۰) د فوق العاده ګڼه ۴: د عدلي وزارت. مدني قانون، دويم ټول حق ۵: درانی واثق، احمد ګل، (۱۳۹۷) د جزا اخصاصي حقوق. يار خپرندويه ټولنه ۶: صديقي برهان الدين، (۲۰۱۶). توضيح المرام شرح پښتو مجلة الحکام. جيد مکتبه رشیدیه ۷: د حقوقي ليکنو بورډ کابل پوهنتون،(۱۳۸۷) د حقوقي اصطلاحاتو قاموس.کابل افغانستان