محمدزی صيب سلامونه!

تر هر څه وړاندې په ويکيپېډيا کې ستاسې هرکلی کوم. بيا دا چې تاسې هم د نورو ګډونوالو په شان غواړۍ چې په ويکيپېډيا کې ليکنې خپرې کړۍ. نو زه به له تاسې وپوښتم چې تاسې د کومې څانګې سره پزړه پورتيا لرۍ؟ ستاسې زده کړې او د زده کړو څانګه مو کومه يوه ده؟ تاسې داسې وکړۍ چې لومړی د خپل ځان په اړه په ويکيپېډيا کې يو څه مالومات وليکۍ. بيا تاسې کولای شی چې د خپل مسلک په اړه په ويکيپېډيا کې ليکنې خپرې کړۍ. د دې تر څنګ تاسې کولای شی چې د افغانستان د بېلابېلو جغرافيايي سيمو، کلو، نامتو ځايونو او هر هاغه څه چې تر اوسه پورې په ويکيپېډيا کې نه وي خپرېدلي، خپاره کړۍ. تاسې کولای شی چې خپله ونډه د ليکنو تر څنګ د انځورونو او ويډيوګانو په بڼه هم ترسره کړۍ. ويکيپېډيا يو ډېره لويه او پراخه پروژه ده چې د لوستو پښتنو په زيار او کوښښ به څه ناڅه پرمختګ وکړي او مېنځپانګه به يې لويه شي. خو شرط دا دی چې ټول پښتانه لږ لږ، په سيستماتيک ډول د يو څه ليکلو او خپرولو تابيا وکړي. که چېرته تاسې خپل ملګري د ويکيپېډيا په ليکلو و هڅوۍ دا به مو د ويکيپېډيا سره لويه مرسته کړې وي.

د دم مهال لپاره بايد د ويکيپېډيا د لارښود مخونه وژباړل شي تر څو هر څوک د دغې وېبپانې په کارولو بلد شي. نو که چېرته تاسې په دې څانګه کې مرستې کولای شی نو دا به مو لوی کار کړی وي.

بريالی اوسۍ.

--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 13:20, 1 اکتوبر 2010 (UTC)