قدرمنه وروره ډېر خوښ يم چې په ويکيپېډيا کې زياتونې کوې خو يوه خبره په پام کې ولرۍ چې تاسو لومړی خپل ځان دلته ثبت کړۍ تر څو ستاسو لپاره يو نوم ځانګړی شي او په هماغه نوم خپلې ليکنې خوندي کړۍ. بله خبر دا چې ستاسو نوم به ستاسو په پېژندويي کې مرسته وکړي او درېمه خبر دا چې بيا مونږ کولای شو ستاسو سره د ليکنو په اړه بحثونه وکړو.

بس دغه يو وړانديز مې ومنۍ.

ډېره مننه په درنښت احمد نجيب بياباني ابراهيمخېل

سلامونه سمول

زما نوم سبت وو خو اوس ېې نېټه پوره شوې او زه بېرته خپل په اسل نوږم نشم راننوتلای ځکه زه بې نومه ليکنې کوم، همداسې بې نومه هم چې څه د وسې وي ليکم ېې. مننه

سلامونه سمول

ګرانه وروره يو ځل بيا سلام!

قدرمنه که چېرته تاسو ځان ثبت کړی وي او خپل پټنوم مو هېر کړی وي نو تاسو خپل هېرشوی پټنوم په برېښناليک کې بېرته ترلاسه کولای شی. خو شرط دا دی چې تاسو بايد د ثبتولو په مهال خپل برېښناليک هم ثبت کړی وي. ددې لپاره چې خپل پټنوم ترلاسه کړی نو داسې وکړۍ چې سيستم ته د ننوتلو پرمهال خپل کارن نوم وليکی او بيا د پټنوم په برېښناليک کې لېږل تڼۍ کېښکاږه، پدې ډول به تاسو خپل يو نوی پټنوم ترلاسه کړی.

که چېرته مو خپل کارن نوم هېر کړی وي نو د هغه لپاره داسې کړنې دي

ښي لورې په مينيو کې د اوزاربکس په خوښونو کې په ځانګړې پاڼې کلېک وکړی او بيا تر دې وروسته په لړليک کې په user list کلېک وکړی او هلته به تاسو ته په ويکيپېديا کې د ثبت شوو غړو ټول نومونه ښکاره شي، په هماغه نومونو کې خپل نوم وموندی.

که چېرته کومه بله ستونزه وي نو لطفاً يادونه يې مه هېروی.

په درنښت