افغان اقتصادپوه او ځوان ماسټر مختار احمد احسان (انګلیسي Mukhtar Ahmad Ehsan) په ۱۹۹۳ زېږدیز کال په کندهار کي د حاجي عبدالطيف کاکړ په روڼ انده کورنۍ کي نړۍ ته سترګي روڼي کړي دي.

د نیکه نوم يې حاجي عبدالخالق کاکړ دئ. 

مختار احمد په خورا لږ وخت کي د هالنډي ژبي تر زده کړي وروسته د نيدرلېنډ د تعلیمي سیسټم د vwo عالي برخي دوهم کال ته بريالی سو.

په پنځو کالو کي يې د نيدرلېنډ په Schoter Scholengemeenschap نومي ښوونځۍ کي د vwo د بريالیتوب سند ترلاسه کړ.

لومړی د بچلر یا لسانس ډيپلومه يې په هالنډ کي د امستردام پوهنتون د اقتصاد له پوهنځۍ څخه ترلاسه کړې ده . دوهمه د بچلر یا لسانس ډيپلومه يې د امستردام پوهنتون د سلوک او ټولنیزو علومو پوهنځۍ د ښووني او روزني له څانګي څخه ترلاسه کړې ده .

په دې سره یې په رسمي ډول د [استاد] لقب خپل کړئ دئ او اقتصاد مضمون کي درس ورکوي.

د ماسټرۍ ډيپلومه يې د امستردام پوهنتون د اقتصاد له پوهنځۍ څخه په نړیوال اقتصاد کي ترلاسه کړې ده .

په دې سره يې د هالنډ پر تعلیمي معیار برابر د [دوکتوراندوس] لقب هم ترلاسه کړ. 

دغه راز يې د اروپا په بېلابېلو هيوادونو کي د افغانستان په اړه په بېلابېلو کلتوري غونډو او علمي سيمينارونو کي ګډون کړئ او په لراوبر ډاټ کام کي یې د برېښنايي کتابتون د مسؤليت تر څنګ په يو شمېر نورو ویبپاڼو کي ژباړي، ليکني او ځيني شعرونه هم خپاره سوي دي. علاوه پر دې يې په ۲۰۱۳ز کال کي د لراوبر ويبپاڼي ځانګړې "څېړنيزه لړۍ" هم چلول. علاوه پر دې اکثره وخت د لراوبر ویبپاڼي له لاري هیوادوالو ته د اقتصادي او علمي موضوعګانو اړوند لنډي په زړه پوري ويډيوګاني خپروي چي مینه وال يې د لراوبر د يوټیوب پر چېنل کتلای سي.

په پښتو او هالنډي دواړو ژبو ژباړي کوي . په انګريزي او جرمني ژبو هم ليک او لوست کوي.

تر اوسه يې لس بېلابېل آثار ژباړلي يا ليکلي دي چي څلور يې چاپ سوي، شپږ يې ناچاپ، خو چاپ ته چمتو دي.

چاپ سوي آثار يې: اول: زما سوی - ژباړه دوهم : فټبالر – ژباړه او زیاتونه درېیم: کره کي سپی – ژباړه او زیاتونه څلورم : سره زر – ژباړه او زیاتونه

ناچاپ آثار يې  : اول : د نړۍ اووه عجایبي - ژباړه دوهم : درې ماشومان او یو ستوری - ژباړه درېیم : خلاصه کړکۍ - ژباړه څلورم : د کلي هوښیار - لیک پنځم : غربي پُل صراط او مهاجرت، څېړنیز اثر – ژباړه او زیاتونه شپږم : د مسابقې غټي بلاګاني – ژباړه

لانديني دوه آثار يې تر لاس لاندي دي، کار پر کوي : اول : د نوبل جایزه او ګټونکي يې دوهم : رښتینې شهزاده ګۍ

...