د ښکاري ضد تطابق

د ښکاري ضد تطابقات (په انګلیسي: Anti-predator adaptations) هغه مېکانېزمونه دي چې د ښکار کېدونکو یا طعمه کېدونکو ژوندیو موجوداتو سره د ښکارځنو هغو پر وړاندې د هغوي په ثابته مبارزه کې د مرستې لپاره د تکامل له لارې رامنځته شوي دي. د حیواناتو د عالم په لر او بر کې، د دغې مبارې د هر پړاو لپاره تکامل کړی دی، چې نوموړي پړاوونه له پېژندل کېدو څخه ځان خوندي ساتل، د یرغل دفع کول، د تهدید پر وړاندې جنګېدل، او د نیول کېدو پر مهال له تېښتې څخه عبارت دي.

د دفاع لومړۍ لیکه د بڼې بدلولو، تقلید، ارتدادي انتخاب (apostatic selection یا د منفي فرېکوینسۍ اړوند انتخاب)، یا د شپنۍ ګرځېدا په څېر میکانېزمونو له لارې له تشخیصېدو څخه د ځان خوندي ساتلو څخه تشکیل شوې ده.

له بلې خوا، ښکار کېدونکي حیوانات ښایي خامخا د خبرداري د رنګ (aposematism) په واسطه د یوې پیاوړې دفاع د شتون د اعلانولو له لارې، د هغو حیواناتو د تقلید له لارې چې دا ډول دفاع لري، د یرغل کوونکي د هک پک کولو له لارې، ښکاري ته د داسې سېګنال ورکولو له لارې چې تعقیب ارزښت نه لري، د غولولو له لارې، د دفاعي جوړښتونو لکه د نېش د کارولو له لارې او په یوه ډله کې د اوسېدو له لارې د یرغل دفع وکړي. سره له دې چې په یوه ډله کې د لیدل کېدو احتمال ډېر زیات دی، د ډلو غړي د پوره هوښیارۍ، د ښکاري د ګیج کولو، او له دې احتمال سره چې ښایي ښکاري په یو بل فرد باندې یرغل وکړي، د ښکار له لږ خطر سره مخ کېږي.

د ښکار کېدونکو موجوداتو ځینې نوعې د ښکاریانو پر وړاندې د مقابلې توان لري، چې دا کار له ځان څخه د کیمیاوي موادو پاشلو له لارې، د ډله ییزې دفاع له لارې ، یا د زهري موادو د پاشلو له لارې تر سره کوي. زیاتره حیوانات د دې وړتیا لري چې د چټکې تېښتې، په هغوی باندې له یرغل کوونکي څخه د چابکو ځغاستلو یا د هغه پر وړاندې د غوره مانور له لارې وتښتي.

په نهایت کې، ځینې نوعې د دې وړتیا لري چې ان له نیول کېدو وروسته د هغوی د بدن د ځانګړو غړیو په قرباني کولو سره وتښتي: چنګاښان خپله پنجه غورځولی شي، په داسې حال کې چې لټکان یا کړبوړي خپلې لکۍ غورځولی شي، او په اغلب ډول د ښکاري پام په کافي اندازه غلطولی شي تر څو ښکار (طعمې) ته اجازه وکړي چې تېښته وکړي.

له پېژندل کېدو نه د ځان خوندي ساتنه

سمول

له لید څخه بهر پاتې کېدل

سمول

حیوانات ښایي د ښکاري حیواناتو له لید څخه په بهر اوسېدو سره ، که هغه په غارونو، سوریو کې وي او یا د شپې د ګرځېدا له لارې وي، ځانونه له ښکار کېدو څخه خوندي کړي. د شپې ګرځېدا د یو حیوان هغه چلند دی چې د شپې له خوا له فعالیت سره او د ورځې له خوا له خوب کولو سره تړلی دی. دا کار د پېژندل کېدو څخه د خوندیتوب رفتاري بڼه ده چې له لید څخه تېښته (crypsis ) بلل کېږي او د حیواناتو په واسطه له ښکاري حیوان څخه د ځان د خوندیتوب یا د ښکار کېدونکي (طعمې) د تقویې په پار کارول کېږي. د ښکار خطر رفتاري پرېکړو ته په بڼې ورکولو کې د اوږدې مودې لپاره مهم پېژندل شوی دی. د بېلګې په توګه، د ښکار دغه خطر په اواز ایستونکو اسمان څکالو کې د ماښام د راختو د وخت په تعیینولو کې له خورا اهمیت څخه برخمن دی. که څه هم چې د روښانه وختونو په بهیر کې  وختي لاسرسی د اسانه اذوقې د لاسته راولو اجازه چمتو کوي، اما همداراز د اسمان څکاليو بازانو او اسمان څکالیو باښو له له لوري د ښکار له خطر سره مل دی. چې دا امر د ماښام د پوره راختلو پایله رامخې ته کوي، کوم چې د دوو متضادو غوښتنو تر منځ یو جوړ جاړی دی. د شپنۍ ګرځېدا یو بل تطابق په کانګرویي مږو کې د لېدل کېدو وړ دی. دوی په نسبتاُ خلاصو استوګنځایونو کې په اذوقه پسې ګرځي او د سپوږمۍ د رڼا پر وړاندې په غبرګون کې د خپلو غاري ځالو څخه بهر  خپل فعالیتونه کموي. د پوره سپوږمۍ په بهیر کې، دوی خپل فعالیتونه هغو ساحو ته چې نسبتاً متراکم پوښښ لري، لېږدوي تر څو په دې توګه  اضافي روښنایي جبران کړي.[۱][۲][۳][۴][۵]

بڼه بدولونه یا استتار

سمول

کېموفلاژ یا استتار د پټېدو لپاره د موادو هر ډول ترکیب، رنګ امېزي، یا روښنایي کاروي تر څو د ليدو په واسطه د یو ژوندي موجود تشخیص سخت شي. کېموفلاژ په ځمکنیو او سمندري حیواناتو دواړو کې عام دی. کېموفلاژ له زیات شمېر بېلابېلو لارو څخه ، لکه د چاپېریال سره د شباهت له لارې، د ګیج کوونکې رنګ امېزۍ له لارې، د سیوري د ضد په واسطه د سیوري د حذف له لارې یا د روښنایۍ د جبران له لارې، د ځان سینګارولو، له لید څخه د تېښتې د چلند له لارې، یا د پوستکي د نښو او رنګ د بدلولو له لارې لاسته راوړل کېدی شي. د شمالي امريکا د هموارې لکۍ لرونکي ښکرور کربوړي په څېر حیواناتو د خپل سیوري له حذفولو او له ځمکې سره له مبهم کېدو سره تکامل موندلی دی. د نوموړو کربوړو بدنونه پلن یا خولم دي او څنګونه یې د څنډې خوا ته نري شوي دي. د بدن دغه بڼې او ورسره سپین رنګه فلسونه چې د بدن د اړخونو په امتداد کې یې موجود دي، نوموړي کربوړي د دې جوګه کوي تر څو خپل سیوری په اغېزمن ډول پټ کړي. له دې څخه علاوه، نوموړي کربوړي خپل پاتې سیوري په ځمکه کې د ځان منډلو له لارې پټوي.[۶][۷]

قیافې ته تغییر ورکول یا بالماسکه

سمول

حیوانات کولي شي چې د نه خوړل کېدونکو شیانو بڼې ته په اوښتلو سره له څرګند ليد څخه ځانونه پټ کړي. د بېلګې په توګه، پُتو چې د سوېلي امریکا یو مرغه دی، معمولاً په یوه ونه باندې په داسې قانع کوونکې بڼه ناست وي چې لیدونکي ته د یوې څانګې د ماتې ټوټې سره ورته برېښي، په داسې حال کې چې د کالیما (Kallima) په نامه یو شاپرک کټ مټ د یوې رېږېدلې پاڼې په توګه ښکاري.[۸][۹]

ارتدادي انتخاب

سمول

یوه بله لاره چې یو ښکار ښایي په یوه څرګند لید کې له یرغل څخه خوندي پاتې شي د نوموړي د اړوندې نوعې له نورو غړو څخه د هغه متفاوت لېدل کېدل دي. د تیت نومي مرغه په څېر ښکار کوونکي په انتخابي ډول د حشراتو له پرېمانه نوعو څخه ښکار کوي، او له موجودو هغو ډولونو څخه چې لږ عام دي ډډه کوي، په دې توګه د ښکار انځوریزه پلټنه (search images) ترسره کوي. چې دا کار د منفي فرېکونسۍ اړوند انتخاب (negative frequency-dependent selection) یو مېکانېزم چې ارتدادي انتخاب بلل کېږي، رامنځته کوي.[۱۰]

د یرغل دفع کول

سمول

زیاتره نوعې د ښکاريانو د منصرفولو لپاره رفتاري کړنلارې کاروي. [۱۱]

د ښکاري هک پک کول

سمول

د اورمکیو، شاهپرکونو، اخوندانو (mantises)، لرګي ډوله حشرو (phasmids) او د نرم تنانو له صنف څخه په سره کې د پښو لرونکو (cephalopods ) لکه اکتوپوسونو په شمول، زیاتره هغه حیوانات چې کمزورې دفاع لري، د تهديدوونکي یا وېروونکي چلند نښې کاروي، لکه په ناڅاپي توګه د سترګو د څرګندو نقطو نښې کاروي، تر څو ښکاري ووېروي یا یې په شېبه یي ډول منحرف کړي، په دې توګه ښکار کېدونکو حیواناتو ته د تېښتې موقع برابرېږي. د زهري موادو او نورو دفاع ګانو د نه شتون په صورت کې، د اپوزماتېزم خلاف کوم چې صادقانه سېګنالونه شاملوي، دا کار په بنسټیز ډول فرېب ورکول دي.[۱۲][۱۳][۱۴]

له تعقیبېدو مخنیوی کوونکي سېګنالونه

سمول

له تعقیب څخه مخنیوی کوونکي سېګنالونه هغه رفتاري سېګنالونه دي چې ښکار (طعمه) یې ښکاري ته وراستوي تر ښکاري قانع کړي چې نور يې تعقیب نکړي. د بېلګې په توګه د غرڅه ټوپ وهنه، چې د خپلو پښو په شخ نیولو او په قوس لرونکې بڼه د شا په نیولو سره لوړ خېز اچوي. د دې کار په اړه داسې انګېرل کېږي چې غرڅه ښکاري ته داسې پیغام لېږي چې په لوړه کچه بدني اماده ګي لري او له ښکاري څخه چابک ځغلېدای شي، په پایله کې، ښکاري ښایي د یو بل داسې ښکار تعقیب انتخاب کړي چې له هغوی څخه یې د چابکې ځغاستې امکان لږ وي. سپینې لکۍ لرونکې ګَوَزه او نور ښکار کېدونکي تي لرونکي هغه وخت چې خطر حس کړي  د خپلې لکۍ د څرګندو (ځینې وختونه تورو اوسپينو) نښو په واسطه ښکاري ته خبر ورکوي چې پېژندل شوي دي. د یوریشیایي جې جاق په څېر د مرغانو خبروونکي غږونه په ورته ډول صادقانه سېګنالونه دي چې ښکاري او ښکار کېدونکي دواړو ته ګټور دي: ښکاري خبرېږي چې پېژندل شوی دی او ښایي له تعقیب څخه په انصراف سره وخت او انرژۍ وسپموي، په داسې حال کې چې ښکار له یرغل څخه خوندي کېږي[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د مړینې رول لوبول

سمول

د تعقیبېدو د مخنیوي یوبل سېګنال تاناتوزیس (ځان مړ اچول)  یا د مړ رول تر سره کول دی. تاناتوزیس د فرېب ورکولو یوه بڼه ده چې، پکې یو حیوان له خپل مړه بدن څخه پېښې یا تقلید کوي، او د مړینې تظاهر کوي تر څو د هغو ښکاریانو تر یرغل لاندې را نه شي چې په ژوندي ښکار پسې ګرځي. تاناتوزیس ښایې د ښکار کوونکي له خوا هم وکارول شي تر څو د ځان ته د ښکار په راکاږلو سره فرېب ورکړي. د مړینې د تمثیل یوه بېلګه، یوه د سپینې لکۍ لرونکې سېرلۍ  ګَوَزه ده، کومه چې د ښکاري د رانږدې کېدو پر وړاندې د عکس العمل په توګه د خپل زړه ضربان راکموي. دغه عکس العمل ته د خبرداري برادیکاردیا ("alarm bradycardia") ویل کېږي، کوم چې د زړه په یوه نبض کې د سېرلیو د زړه ټکان په یوه دقیقه کې له ۱۵۵ څخه ۳۸ ځله ته راښکته کوي. د زړه د ضربان په میزان کې دا کمښت تر دوو دقیقو پورې غځېدلی شي، چې په سېرلي د تر فشار لاندې تنفسي میزان او په د هغه په خوځېدو کې د لږوالي د تجربه کولو لامل کېږي، کوم ته چې تقویه کوونکی سکون ویل کېږي.[۱۹][۲۰]

سرچينې

سمول
  1. Sherbrooke, W. C. (2003). Introduction to horned lizards of North America. University of California Press. pp. 117–118.
  2. Cott, H.B. (1940). Adaptive Coloration in Animals. London: Methuen. pp. 330–335.
  3. Duverge, P.L.; Jones, G; Rydell, J.; Ransome, R. (2000). "Functional significance of emergence timing in bats". Ecography. 23: 32–40. doi:10.1111/j.1600-0587.2000.tb00258.x.
  4. Daly, M.; Behrends, P.R.; Wilson, M.; Jacobs, L. (1992). "Behavioural modulation of predation risk: moonlight avoidance and crepuscular compensation in a nocturnal desert rodent, Dipodomys merriami". Animal Behaviour. 44: 1–9. doi:10.1016/s0003-3472(05)80748-1. S2CID 4077513.
  5. Daly, M.; Behrends, P.R.; Wilson, M.; Jacobs, L. (1992). "Behavioural modulation of predation risk: moonlight avoidance and crepuscular compensation in a nocturnal desert rodent, Dipodomys merriami". Animal Behaviour. 44: 1–9. doi:10.1016/s0003-3472(05)80748-1. S2CID 4077513.
  6. Caro 2005، مم. 35–60.
  7. Cott 1940.
  8. Cott 1940، مم. 318–320.
  9. Caro 2005، مم. 53–55.
  10. Caro 2005، مم. 61–65.
  11. Cooper, William E. "Antipredatory Behavior". IDEA. University of California, Riverside. Archived from the original on 18 May 2018. نه اخيستل شوی 23 October 2014.
  12. Stevens, Martin (2005). "The role of eyespots as anti-predator mechanisms, principally demonstrated in the Lepidoptera". Biological Reviews. 80 (4): 573–588. doi:10.1017/S1464793105006810. PMID 16221330. S2CID 24868603.
  13. Edmunds, Malcolm (2012). "Deimatic Behavior". Springer. نه اخيستل شوی 31 December 2012.
  14. Smith, Ian (3 December 2012). "Octopus vulgaris. Dymantic display". The Conchological Society of Great Britain and Ireland. نه اخيستل شوی 1 January 2013.
  15. Caro, T. M. (1986). "The functions of stotting in Thomson's gazelles: Some tests of the predictions". Animal Behaviour. 34 (3): 663–684. doi:10.1016/S0003-3472(86)80052-5. S2CID 53155678.
  16. Bildstein, Keith L. (May 1983). "Why White-Tailed Deer Flag Their Tails". The American Naturalist. 121 (5): 709–715. doi:10.1086/284096. JSTOR 2460873. S2CID 83504795.
  17. Bergstrom, C. T.; Lachmann, M. (2001). "Alarm calls as costly signals of antipredator vigilance: the watchful babbler game". Animal Behaviour. 61 (3): 535–543. CiteSeerX 10.1.1.28.773. doi:10.1006/anbe.2000.1636. S2CID 2295026.
  18. Getty, T. (2002). "The discriminating babbler meets the optimal diet hawk". Anim. Behav. 63 (2): 397–402. doi:10.1006/anbe.2001.1890. S2CID 53164940.
  19. Pasteur, Georges (1982). "A classificatory review of mimicry systems". Annual Review of Ecology and Systematics. 13: 169–199. doi:10.1146/annurev.es.13.110182.001125.
  20. Alboni, Paolo; Alboni, Marco; Bertorelle, Giorgio (2008). "The origin of vasovagal syncope: to protect the heart or to escape predation?". Clinical Autonomic Research. 18 (4): 170–8. doi:10.1007/s10286-008-0479-7. PMID 18592129. S2CID 7739227.