د ژوند اصالت


د ژوند اصالت يا ويټاليزم له هغه منطق څخه پيل کېدونکی باور دی، چې «ژوندي موجودات په بنسټيز ډول له ناژوندويو څخه ځکه توپير لري، چې دوی ځينې نافزيکي عنصر لري يا دا چې د ناژونديو شيانو په پرتله د بېلابېلو اصولو په واسطه اداره کېږي. دا چې د ژوند اصالت په څرګند ډول د ژوند د يو اصل غوښتنه کوي، ياد عنصر زياتره د «حياتي محرک» يا «انرژي» يا “elan vital” په نوم يادېږي، چې له روح سره يو څه برابروالی لري. په ۱۸ او ۱۹ ز پېړيو کې د ژوند اصالت يا حيات پالنه د بيولوژي پوهانو په منځ کې بحث شوې وه؛ ځينو پوهانو فکر کاوه چې د فزيک پېژندل شوی ميخانيک به په پای کې د ژوندي او ناژوندي موجود تر منځ توپير روښانه کړي او د ژوند اصالت پلويو استدلال وکړ، چې د ژوند پروسې يا بهيرونه يو ميخانيکي بهير ته نه شي راټيټېدلی. د ژوند اصالت پلويو بيولوژي پوهانو لکه جوهانس رينکي “Johannes Reinke” د ازمايښت وړ انګېرنې وړاندې کړې، چې موخه يې له ميخانيکي تشرېحاتو سره د نيمګړتياوو ښودل وه، مګر ازمايښتونه يې د ژوند اصالت لپاره په ملاتړ چمتو کولو کې بې پايلې شول. بيولوژي پوهان د ژوند اصالت اوس په دې معنا کې د ازمايښتي دليل يا ثبوت په واسطه ناسم ثابت شوی بولي او د همدې له امله يې يا يوه ځايناستې پوهنيزه نظريه او يا د ۲۰ پېړۍ له نيمايي راهيسې ناسمه پوهه ګڼي. [۱][۲][۳][۴]

د ژوند اصالت په طبي فلسفو کې اوږده تاريخچه لري: د رغونې ډېری دوديزو لارو چارو ثابته کړه، چې ناروغي په ژونديو ځواکونو کې د يو څه نابرابرۍ په پايله کې رامنځته کېږي.

تاريخچه سمول

لرغوني دورې سمول

هغه مفکوره چې جسمي دندې د يو ژوندي اصل له امله دي چې په ټولو ژونديو مخلوقاتو کې شته، تېر او لږ تر لږه د لرغونو مصر وختونو څخه سرچينه اخلي. په يوناني فلسفه کې د ملطي مکتب “Milsean school” طبيعي څرګندونې وړانديز کړې، چې د مادې له اصالت او ميکانيزم څخه اخیستل شوې وې. که څه هم د لوکرتيوس “Lucretius” په وخت کې دا دليل د بېلګې په ډول د اپيکور د نه اټکلېدونکي اتومي حرکت يا “clinamen” په واسطه بشپړونکی و او په رواقي فزيک کې تنفس يا ساه د عقل د سرچينې ونډه غوره کړه. ګالين باور درلود چې سږې له هوا څخه باد راوباسي، چې وينه په ټول بدل کې ورسره اړيکه لري. [۵][۶]

منځنۍ پېړۍ سمول

په اروپا کې د منځنيو پېړيو فزیک د تنفس يا ساه له نظريې څخه اغېزمن شوی و، چې وروسته يې د ايتر نظريې ته په بڼه ورکولو کې مرسته وکړه.

د ژوند اصالت سمول

د ژوند اصالت پلويانو کې انګليسي اناتومي پوهان فرانسيس ګليسون “Francis Glisson” (۱۵۹۷ – ۱۶۷۷ز) او ايټالوي ډاکتر مارسيلو مالپېګي “Marcello Malpighi” (۱۶۲۸ – ۱۶۹۴ز) شامل وو. کاسفار فردريک اولف “Caspar Friedrich Wolff” (۱۷۳۳- ۱۷۹۴ز) په امبريولوژي يا جنين پوهنه کې د اپيګنوزز پلار ګڼل کېږي؛ په دې معنا چې نوموړی هغه وخت په نښه کوي، چې جنيني وده په کې وار له مخه د جوړ شوي روح د بڼې ورکولو په پرتله د حجرو د تکثير په اړه بيانول پيل کوي. که څه هم د ازمايښتي کتنې دې درجې له ميخانيکي فلسفې سره سمون نه  کاوه: نوموړي د “Theoria Generationis” (۱۷۵۹ز) په نوم کتاب کې هڅه وکړه، چې د يو برابرونکي جوړښتي ځواک د عملونو په واسطه د ژوندي جسم راپورته کېدنه په دې ويلو سره روښانه کړي، چې «ټول پر اپيګنيزز باندې ټول باور لرونکي د ژوند اصالت پلوي دي». کارل ريګينباخ ‘Carl Reichenbach’ (۱۷۸۸ – ۱۸۶۹ز) څه موده وروسته د اوډيک قوې “Odic force” نظريه رامنځته کړه، چې د ژوندۍ انرژي هغه بڼه ده چې ژوندي شيان خپروي يا نفوذ ورکوي. [۷]

په ۱۷ پېړۍ کې معاصرې پوهې په يو واټن کې د نيوټن عمل او د ژوند اصالت د نظریاتو په مرسته د کارتس د دوه ګوني اصالت ميکانيزم ته ځواب ووايه: دا چې په داسې حال کې چې د ناژونديو مادو له لورې تر سره کېدونکي کيمياوي بدلونونه د بېرته راګرځېدلو وړ دي، نو «عضوي» ماده د کيمياوي بدلونونو لکه پخولو په واسطه په تل پاتې ډول بدلون کوي. [۸]

لکه څرنګه چې د چارلس بېرک “Charles Birch” او جان بي کب “John B. Cobb” له لورې ويل شوي دي، «د ژوند اصالت پلويو ادعاوې يو ځل بيا په ۱۸ پېړۍ کې راپورته شوې». د جورج ارنست ستاهل پلويان د نورو لکه د هوټل ډايو “Hotel Dieu” نابغه ډاکتر فرانسيس ايګزاوير بيچاټ “Francis Xavier Bichat” غوندې فعال وو. که څه هم بيچاټ د فرانسوي ژوند پلانې دود له ځانګړي تمايل څخه تېر شو، چې موخه يې د هغو نظريو او انګېرنو د يو ځای کولو لپاره په پرله پسې ډول له ميتافزيک څخه د ځان بېکاره کول وه، چې د فزيک او کيميا له پوهنيزو معيارونو سره سمون کوي. جان هنټر “John Hunter” د ميخانيک پوهې تر څنګ «د ژوند يو اصل» وپېژنده. [۹][۱۰]

جوهان فردريک بلومينباچ “Johann Friedrich Blumenbach” د “Über den Bildungstrieb und das Zeugungsgeschäfte” تر سرليک لاندې خپلې خپرونې سره په ۱۷۸۱ ز کال کې د ژوند پوهو کې د ايپيګنوزز په رامنځته کې اغېزناک شخص و. بلومينباچ د تازه اوبو هايدرا “Hydra” پرې کړه او دا نظريه يې رامنځته کړه، چې پاتې برخې ښايي بيا توليد شي. نوموړي په ژوندۍ ماده کې د يو «جوړښتي چلونکي» (Bildungstieb) شتون په ګوته کړ. مګر دا يې په ډاګه کړه، چې دا نوم د ژوندي ځواک پر بل هر ډول باندې د پلي کېدونکي نوم غوندي په خپله هیڅ هم نه روښانه کوي: دا يوازې د يو ځانګړي ځواک ټاکلو لپاره کار کوي، چې د ميخانيکي اصولو په هغه ترکيب سره رامنځته شوي دي، چې د بدلون پر وړاندې حساس يا زيانمونکي دي.

۱۹ پېړۍ سمول

جونس جاکوب برزيليوس “Jons Jakob Berzelius” چې د معاصرې کيميا د ۱۹ پېړي د لومړيو بنسټګرانو له ډلې څخه دی، استدلال وکړ چې د ژوندۍ مادې د دندو ساتلو په موخه بايد د هغې دننه يوه منظمه قوه وي. برزيليوس مخالفت وکړ چې د مرکباتو توپير د دې له مخې کېدلی شي، چې ايا په خپل جوړښت (عضوي مرکبات) کې ژونديو موجوداتو ته اړتيا درلوده او که نه (ناژوندي مرکبات). د ژوند اصالت پلويو کيمياپوهانو اټکل وکړ چې عضوي مواد له غير عضوي موادو څخه نه شي جوړېدلی، مګر فردريک اوهلر “Friedrich Wohler” په ۱۸۲۸ ز کال له غير عضوي موادو څخه يوريا جوړه کړه. که څه هم معاصر دلايل د هغه عمومي باور ملاتړ نه کوي، چې د ژوند اصالت هغه وخت له منځه ولاړ، چې اوهلر يوريا جوړه کړه. د اوهلر ياده لاسته راوړنه چې تاريخپوه پيټر رامبيرګ ورته د اوهلر اسطوره يا افسانه “Wohler Myth” ويله، په ۱۹۳۱ زکال کې د خپرې شوې کيميا له پېژندل شوي تاريخ څخه رامنځته شوه، چې د «تاريخي کره والي ټولو غوښتنو ته پام نه کوي، اوهلر يې په يو داسې صليبي باندې بدل کړ، چې د طبيعي توليد د جوړولو په موخه يې په هڅې پسې هڅه وکړه، چې ښايي د ژوند اصالت ناسم ثابت کړي او د ناپوهۍ پرده يې تر هغې وخته پورې پورته کړه چې يو ماسپخين معجزه پېښه شوه». [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

جوهانيس پيټر مولر “Johannes Peter Muller” د ۱۸۳۳ او ۱۸۴۴ زکالونو تر منځ د فزيولوژي په اړه د هانډبک ډیر فزيولوجي “Handbuch der Physiologie” په نوم کتاب وليکه، چې د نولسمې پېړۍ د ډېرې مودې لپاره ياده برخه کې مخکښ درسي کتاب شو. ياد کتاب د ژوند اصالت پر وړاندې د مولر ژمنتياوې په ډاګه کړې؛ نوموړي وپوښتل چې ژوندۍ ماده له ناژوندۍ مادې څخه ولې توپير لري او وروسته يې د وينې او لمف کيمياوي تحليلونه بيان کړل. نوموړی په بېلابېلو ژوو کې د وينې دوران، لمفاوي، تنفسي، هاضمې، اندوکراين، عصبي او حسي سيستمونه په تفصيل سره تشرېح کوي، مګر روښانه کوي چې د روح شتون هر ژوندی جسم يو نه وېشل کېدونکی بشپړ جسم جوړوي. نوموړي ادعا وکړه چې د رڼا او د غږ د څپو کړو وړو څرګنده کړه، چې ژونديو موجوداتو د ژوند انرژي يا ځواک درلود، چې فزيکي قوانين يې هيڅکله بشپړ دليل نه شو کېدلی. [۱۷]

لوی پاستور “Louis Pasteur” (۱۸۲۲ – ۱۸۹۵ز) د خپل بې اختياره نسل ‘spontaneous generation’ له نامتو ځوابونې يا دفعه کولو څخه وروسته يې ګڼ ازمايښتونه وکړل، چې په پای کې يې ځان د ژوند اصالت ملاتړ حس کړ. د بيکتيل په اند پاستور په يو څه زيات عمومي پروګرام کې د هغه ځانګړو غبرګونونو تخمر برابر کړ، چې يوازې په ژونديو موجوداتو کې پېښېږي. دا د منلو حياتی ښکارندې دي. د برزيليوس، ليبېګ، تراوبي او نورو پوهانو د دې ادعاوو په نه منلو سره، چې تخمر په حجرو کې دننه د کيمياوي عواملو يا کتلستونو له امله رامنځته کېږي، پاستور پايله تر لاسه کړه چې تخمر يو «حياتي عمل» و. [۱۸]

سرچينې سمول

  1. Bechtel, William; Williamson, Robert C. (1998). "Vitalism". Routledge Encyclopedia of Philosophy. Ed. E. Craig. Routledge. 
  2. "Developmental Biology 8e Online: A Selective History of Induction". د اصلي آرشيف څخه پر October 31, 2006 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sebastian Normandin; Charles T. Wolfe (2013). Introduction. Vitalism and the Scientific Image in Post-Enlightenment Life Science, 1800–2010. Springer. د کتاب پاڼې 104. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-007-2445-7. In medicine and biology, vitalism has been seen as a philosophically-charged term, a pseudoscientific gloss that corrupted scientific practice … الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Williams, Elizabeth Ann (2003). A Cultural History of Medical Vitalism in Enlightenment Montpellier. Ashgate. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-0881-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jidenu, Paulin (1996) African Philosophy, 2nd Ed. Indiana University Press, کينډۍ:ISBN, p.16.
  6. Birch & Cobb 1985, p. 75
  7. Birch & Cobb 1985, pp. 76–78
  8. Ede, Andrew. (2007) The Rise and Decline of Colloid Science in North America, 1900–1935: The Neglected Dimension, p. 23
  9. History and Philosophy of the Life Sciences, p. 238
  10. Birch & Cobb 1985, pp. 76–78
  11. Ede, Andrew. (2007) The Rise and Decline of Colloid Science in North America, 1900–1935: The Neglected Dimension, p. 23
  12. Kinne-Saffran, E.; Kinne, R. K. H. (August 7, 1999). "Vitalism and Synthesis of Urea". American Journal of Nephrology. 19 (2): 290–294. doi:10.1159/000013463. PMID 10213830. S2CID 71727190 – عبر www.karger.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Wilkinson, Ian (10 June 2002). "History of Clinical Chemistry". EJIFCC. 13 (4): 114–118. ISSN 1650-3414. PMC 6208063. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Penn Bioethics Journal". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Joachim Schummer, 2003" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. In 1845, Adolph Kolbe succeeded in making acetic acid from inorganic compounds, and in the 1850s, Marcellin Berthelot repeated this feat for numerous organic compounds. In retrospect, Wöhler's work was the beginning of the end of Berzelius's vitalist hypothesis, but only in retrospect, as Ramberg had shown.
  17. کينډۍ:Unreliable source? http://vlp.mpiwg-berlin.mpg.de/pdfgen/essays/enc22.pdf
  18. Bechtel, William; Williamson, Robert C. (1998). "Vitalism". Routledge Encyclopedia of Philosophy. Ed. E. Craig. Routledge.