د عیسی علیه السلام له زوکړی تقریبا دوه سوه کاله پخوا د چین واکمن شي هیوانگ شي خپل هېواد له دوښمنانو او یرغلگرو څخه د خوندیتابه لپاره په دې دېوال راتاوولو سره خوندي کړ. په ځانگړي توگه د منگولیایي یاغي یرغلگرو له لوري د چین هېواد تر برید لاندې و. ددې دېوال پیل د چین او منچوکو له سرحده پیل شوی دی. د چین په دوښمنانو کې هان او تاتاريان شامل ول چې په منځنۍ اسیا کې ډېر غښتلي و. دا دېوال د لیاوتنگ څخه منگولیا او تبت تر بریدونو (سرحدونو) پورې غځول شوی دی. ددې دېوال اوږدوالی تقریبا پینځه لس سوه میلهدی. له شلو تر دېرشو فوټو پورې لوړ او پلنوالی یې له لاندې څخه پینځه ویشت او په پاسنۍ برخه کې بیا دولس فوټه دی. په هرو دوه سوه مترو کې د ساتونکو لپاره څارخونې جوړې شوي دي.

د چین دېوال

انځورونه