د ځمکې په اتومسفیر کې کاربن ډای اکسایډ

کاربن ډای اکسایډ د ځمکې په اتوموسفیر کې یو مهم ګاز دی. دا د کاربن د دوران یوه نه بېلېدونکې برخه ده. د کاربن دوران یو بایو جیو کیمیاوي دوران دی چې کاربن په کې د ځمکې د سمندرونو، خاورې، ډبرو او بایوسفیر تر منځ تبادله کېږي. نباتات او نور فوټواټوټروفونه د فوټوسنټېز عملیې په مرسته له لمریزې انرژۍ څخه کار اخلي تر څو د اتوموسفیر له کاربن ډای اکسایډ او اوبو څخه کاربوهایډرېټ تولید کړي. نږدې ټول نور ژوندي موجودات د انرژۍ او کاربني مرکباتو د اصلي سرچینې په توګه له فوټوسنټېز عملیې څخه په ترلاسه شوي کاربوهایډرېټ پورې تړلي دي. کاربن ډای اکسایډ د ۴.۲۶ مایکرو متر (۲۳۴۷ cm−1) او ۱۴.۹۹ مایکرومتر (۶۶۷ cm−1) څپو په واټن کې ماورای بنفش وړانګې جذبوي او خارجوي او بالاخره دا یو ګلخانه‌يي ګاز دی چې د ګلخانه‌‌‌‌‌يي اغېزې له لارې د ځمکې د سطحې په تودوخه کې مهم رول لوبوي.[۱]

په اتوموسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ غلظت شاوخوا ۵۰۰ میلیون کاله مخکې د کمبرین دورې په جریان کې په هر میلیون کې ۴۰۰۰ برخې لوړ و او په تېرو دوو میلیون کلونو کې د کواټرنر د کنګلونو په جریان کې تر ۱۸۰ پورې ټیټ و. د تېرو ۴۲۰ میلیون کلونو لپاره د تودوخې بیا جوړ شوي سوابق ښیي چې په اتوموسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ غلظت (۴۰۰ میلیون کلونه مخکې) د ډیونین دورې په جریان کې او بیا (۲۰۰ تر ۴۰۰ میلیون کاله مخکې) په ټریاس دوره کې په هر میلیون کې ۲۰۰۰ برخو ته رسېدلی و. د صنعتي انقلاب له پیل راهیسې د نړیوال کلني کاربن ډای اکسایډ غلظت ۵۰ سلنه ډېر شوی دی، د ۱۰۰۰۰ کلونو په جریان کې د ۱۸مې پېړۍ تر نیمایي پورې ۲۸۰ ته او د ۲۰۲۲ کال تر مې میاشتې پورې ۴۲۱ ته رسېدلی دی. اوسنی غلظت په ۱۴ میلیونه کلونو کې تر ټولو لوړ غلظت دی. د کاربن ډای اکسایډ دا زیاتوالی انساني فعالیت ته منسوب دی، په ځانګړي ډول د ځنګلونو له منځه وړل او د فوسیلي سون‌توکو سوځول يې لوی لاملونه ګڼل کېږي. د ځمکې په اتوموسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ او نورو اوږدمهاله ګلخانه‌يي ګازونو زیاتوالي د نړۍ تودوخه ډېره کړې ده. د ۳۰ سلنه او ۴۰ سلنه تر منځ کاربن ډای اکسایډ د انسانانو له‌خوا اتوموسفیر ته خپرېږي او په سمندرونو کې منحلېږي او هلته کاربونیک اسید جوړوي چې د سمندر د پي.اېچ د تعادل پر بدلون اغېز کوي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

پخوانی غلظت سمول

د کاربن ډای اکسایډ غلظت د ځمکې په ۴.۵۴ میلیارد کلن تاریخ کې ډېر بېلابېل دی. داسې انګېرل کېږي چې د ځمکې تر جوړېدو لږ وروسته د ځمکې په لومړي اتوموسفیر کې غلظت موجود و. دویم اتوموسفیر چې تر ډېره پورې له نایتروجن او کاربن ډای اکسایډ څخه جوړ و، له اتشفشان څخه د وتونکو ګازونو په مرسته تولید شو او هغو ګازونو تکمیل کړ چې په ځمکه کې د لویو ستوریو د درنې بمبارۍ په وروستیو کې تولید شوي وو. د کاربن ډای اکسایډ د خپرښت لویه برخه ډېر زر په اوبو کې منحل شوه او د کاربونېټ په رسوباتو کې داخله شوه.[۸]

د سیانوباکتري فوټوسنټېز په مرسته د ازاد اکسیجن تولید په ځمکه کې د اکسیجن د ناورین لامل شو چې د ځمکې دویم اتوموسفیر یې پای ته ورساوه او د ځمکې درېیم اتوموسفیر (اوسنی اتوموسفیر) یې تر نن ۲.۴ میلیارده کاله مخکې رامنځته کړ. د کاربن ډای اکسایډ غلظت شاوخوا ۵۰۰ میلیون کاله مخکې د کمبرین دورې په جریان کې په هر ملیون کې تر ۴۰۰۰ برخو ډېر و چې په تېرو دوو میلیون کلونو کې د کواټرنر د کنګلونو په جریان کې تر ۱۸۰ پورې را ټيټ شوی دی.[۹]

اتومسفیري کاربن ډای اکسایډ او د کاربن دوران سمول

اتوموسفیري کاربن ډای اکسایډ د ځمکې د کاربن په دوران کې مهم رول لوبوي چې له امله یې کاربن ډای اکسایډ د فوټوسنټېزاو کاربونیټ د رسوب په څېر طبیعي پروسو له لارې له اتوموسفیر څخه ایستل کېږي. د بېلګې په توګه د چونې ډبرې جوړوي او د نورو طبیعي پروسو لکه تنفس او د کاربونیټ رسوباتو د تېزابي انحلال په مرسته یې بېرته فضا ته اضافه کوي. په ځمکه کې د کاربن دوه پراخ دورانونه موجود دي چې د ګړندي کاربن دوران او د ټکني کاربن دوران بلل کېږي. د ګړندي کاربن دوران په بایوسفیر کې د چاپېریال او ژوندیو شیانو تر منځ د کاربن حرکت ته ویل کېږي، په داسې حال کې چې په د ټکني کاربن په دوران کې د اتوموسفیر، سمندرونو، خاورې، ډبرو او اتشفشانونو تر منځ د کاربن حرکت شامل دی. دواړه دورانونه په داخلي ډول یو له بل سره تړلي دي او د اتوموسفیري کاربن ډای اکسایډ تړښت اسانه کوي.

د اتوموسفیري کاربن ډای اکسایډ طبیعي سرچینې له اتشفشانونو څخه وتلي ګازونه، د عضوي موادو سوځېدل، د ځنګل سوځېدل او د ژوندیو هوازي موجوداتو تنفسي پروسې دي. د کاربن ډای اکسایډ په مصنوعي سرچینو کې د تودوخې، برېښنا او ترانسپورت لپاره د فوسیلي سون‌توکو سوځول او ځینې صنعتي پروسې لکه د سمنټو جوړول شامل دي. اتومسفیري کاربن ډای اکسایډ د بېلابېلو مایکرو ارګانېزمونو له‌خوا د تخمیر او حجروي تنفس په مرسته هم تولیدېږي. نباتات، اوبړۍ او سیانوباکتریا د فوټوسنټېز له لارې کاربن ډای اکسایډ کاربوهایډرېټ ته بدلوي. دوی د دغه تعامل لپاره اړینه انرژي د کلوروفیل او نورو رنګونو په مرسته د لمر د وړانګو له جذب څخه ترلاسه کوي. اکسیجن چې د فوټوسنټېز د فرعي محصول په توګه تولیدېږي، اتوموسفیر ته خوشې کېږي او وروسته د هیټروټروفیک ارګانېزمونو او نورو نباتاتو له‌خوا د تنفس لپاره کارول کېږي او دوران یې په کاربن سره بشپړېږي.[۱۰][۱۱][۱۲]

سرچينې سمول

  1. Petty, G.W. (2004). "A First Course in Atmospheric Radiation". Eos Transactions. 85 (36): 229–51. Bibcode:2004EOSTr..85..341P. doi:10.1029/2004EO360007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Eggleton, Tony (2013). A Short Introduction to Climate Change. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107618763. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Carbon dioxide now more than 50% higher than pre-industrial levels | National Oceanic and Atmospheric Administration". www.noaa.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Zhang, Yi Ge; et al. (28 October 2013). "A 40-million-year history of atmospheric کينډۍ:CO2". Philosophical Transactions of the Royal Society A. 371 (2001): 20130096. Bibcode:2013RSPTA.37130096Z. doi:10.1098/rsta.2013.0096. PMID 24043869. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Etheridge, D.M.; L.P. Steele; R.L. Langenfelds; R.J. Francey; J.-M. Barnola; V.I. Morgan (1996). "Natural and anthropogenic changes in atmospheric CO2 over the last 1000 years from air in Antarctic ice and firn". Journal of Geophysical Research. 101 (D2): 4115–28. Bibcode:1996JGR...101.4115E. doi:10.1029/95JD03410. ISSN 0148-0227. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Millero, Frank J. (1995). "Thermodynamics of the carbon dioxide system in the oceans". Geochimica et Cosmochimica Acta. 59 (4): 661–77. Bibcode:1995GeCoA..59..661M. doi:10.1016/0016-7037(94)00354-O. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Feely, R.A.; et al. (July 2004). "Impact of Anthropogenic CO2 on the CaCO3 System in the Oceans". Science. 305 (5682): 362–66. Bibcode:2004Sci...305..362F. doi:10.1126/science.1097329. PMID 15256664. S2CID 31054160. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Zahnle, K.; Schaefer, L.; Fegley, B. (2010). "Earth's Earliest Atmospheres". Cold Spring Harbor Perspectives in Biology. 2 (10): a004895. doi:10.1101/cshperspect.a004895. PMC 2944365. PMID 20573713. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Eggleton, Tony (2013). A Short Introduction to Climate Change. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107618763. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kayler, Z.; Janowiak, M.; Swanston, C. (2017). "The Global Carbon Cycle". Considering Forest and Grassland Carbon in Land Management (PDF). General Technical Report WTO-GTR-95. United States Department of Agriculture, Forest Service. د کتاب پاڼي 3–9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gerlach, T.M. (4 June 1991). "Present-day CO2 emissions from volcanoes". Eos, Transactions, American Geophysical Union. 72 (23): 249, 254–55. Bibcode:1991EOSTr..72..249.. doi:10.1029/90EO10192. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Dlugokencky, E. (5 February 2016). "Annual Mean Carbon Dioxide Data". Earth System Research Laboratory. NOAA. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)