د پوهې او عدالت تړاو

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

په پوهه د عدالت دودولو لپاره د وزلو سمه کارونه

څېړنه : اجرالدین اقبال

پالونکي هستۍ په عدالت درولې ده، خپله هم عادل دی او د بشري ټولنو پایینه هم په عدالت ده، عدالت د اسلام یو آر دی، چې بې عدالته ټولنې ته په هر اړخیزه توګه اسلامي ټولنه ویلای نشو. په ټولنه کې د عدالت پلي کولو ته پوهه اړینه ده او بې پوهې عدالت ناشونی دی او بېلګه به یې د هغې بوډۍ وي، چې یو مارغه یې نیولی و او د پښو نوکان یې ور استیل چې ګنې د مور یې ور پام نه و او یا که څوک د افغانستان په ټولنه کې چارواکی وي، د دیني او ملي ارزښتونو په نه پامنیوي، د قوم، ژبې، لوري او ګوند ملحوظات په پام کې نیسي او پایله یې پر ظلم ککړې ټولنه رادبره کول دي او ښه بېلګه یې په اوسني حال کې وینو، چې په هېواد کې یې بې عدالتي بنسټیزه کړې ده او یو نسل کار کوم غواړي چې دا نادودې ورغول شي د عدالت راوستو لپاره، سیاسي، ټولنیزه، اروایي، ټولنپوهنېزه او دیني پوهه خورا اړینه ده او له دې سره جوخت سیاسي، اخلاقي او په وټیزه تقوا، بلخوا رسنی د ټولنې د فرهنګي کچې لوړولو لپاره خورا اغېزمنې دي، په تېره اوسني حال کې ټولنېزی رسنۍ. باید له دې وزلیو په پوهه د عدالت دودولو لپاره سم کار واخلو، که نه د خیر پر ځای به شر را ولاړ کړي، چې دا زموږ له ملي او دیني کچو سره اړخ نه لګوي. دلته پر مسالې د هر اړخېزې پوهاوۍ لپاره د یو دیني اندیال د شننې پښتو ژباړه را اخلو هیله ده چې درته ګټوره وي.

انسانان د عدالت او ازادی په څېر مقولاتو ته ارزښت ورکوي او هیڅ ژوندی ټولنه ځان ددې ډول مسایلو له مطرحولو بې پروا نه ګڼي او په رښتیا هم بې پروا ترې نه ده. ددې مقولاتو طرح د ټولنو د سیاسي او عقلاني ژوند نښه ده. کومه ټولنه چې دا مقولات نه اوڅاروي، خپله بې نیازي نه څرګندوي؛ بلکې خپل غفلت، بې دردي او ځوړتیا په ډاګه کوي. په ټولنه کې تل ددې ویناوو او څارول، هم د دینداری شرط دی او هم د انسانیت.

د عدالت په اړه ویینه، ډېر اړخونه او پېچلتیاوې لري؛ خو موږ دلته د پوهې او عدالت د تړاو په هکله یوه شننه لرو، ښه ده چې په سریزه کې د «عدالت» تاریخي ویینې ته په لنډو څه اشاره وکړو:

  • د اندیالانو «عدالت» ته د بشر د اندنې د تاریخ له سباوونه ورپام و.

۱- د بشري اندنې د تاریخ له سباوونه؛ یعنې د اپلاتون له پېر راهیسې، د اندیالانو د «عدالت» موضوع ته ورپام و. انسانان تل ددې زړه راښکوني موجود څوبمن ول، کوم ظلم چې پر مخلوقاتو کېده، کافي وه چې د عدالت څوبمن یې په اړه حساس او هوښیار وي. اپلاتون او لارویانو یې د عدالت په باب فلسفي ویینې کړي او هڅه یې کوله، چې حقیقت یې تعریف کړي؛ خو که د عدالت یو مشخص تعریف هم ونه کړای شو، لږ تر لږه ویلای شو چې د «توکم پالنې نشتون» او «د مساوات رعایتول» د عدالت یو له آریزه لوازمو څخه دي؛ خو مساوات د ګردو تر منځ نه؛ بلکې د هغوی تر منځ چې له یو رنګ او مساوي استحقاقه برخمن وي. نو ځکه د عدالت د منځپانګې یوه برخه په شونتیاوو او تمتعاتو کې د «تبعیض او توکم نشتون» دی (د قانون پر وړاندې مساوات او د عامه مصلحت رعایتول د عدالت دوه نور ارکان دي، چې ډېرې ویینې پرې شوې دي).

  • شتمني او ځواک په عدالت پورې اړوند مهمې مقولې دي.

انسانانو ته په نعمتونو کې «شتمني» او «ځواک» خورا مطلوب او زړه راښکوني وو او د اندیالانو او عادلینو ورته پام و.

عدالت غواړي په دې لټه کې ول، چې مستحقین دې له «شتمنی» او «ځواکه» یو رنګ برخمن وي.

هیچا ددې دواړو مقولو په اړه څه اړنګ نه درلود (یوازې یو شمېر صوفیانو او شیخانو (راهبانو) چې شتمني او ځواک یې مازې شر باله) ټولو ستونزو له انحصاري ځواک، شتمنی او ترې له راولاړ شوي فساد او ظلمه سرچینه نېولې ده.

۲- په یوې لنډې او ټولیزې ډلبندی کې په لویدیځ کې د انسانانو د عدالت غوښتنې تاریخ په دوو مهمو فوق العاده انساني خوځښتونو کې ځلېدلی وینو. د ړومبي خوځښت یعنې دموکراسۍ او ولسواکۍ ټول پام په ټولنې کې د ځواک عادلانه ویش ته و.دا خوځښت له ځانګړو اندنو، سیاسي فلسفو او انسان پیژندنې پیل شو، چې د مطلقه قدرت په مشروطولو پای ته ورسېد او مشروطه حکومتي غونډالونه او په ټولیز ډول ولسواک نظامونه یې معرفي کړل.

دموکراسۍ، «ځواک» په نښه کړی و او له نظره یې د «قدرت عادلانه ویش» د عدالت مهمه شاخصه او څرګند ټکی و؛ یعنې د دې خوځښت موخه دا وه، چې د قدرت په هکله د وګړیو لومړنی حق واخستل شي او واک د یو قوم یا ځانګړې لرۍ په لاس کې پاتې نشي او په عادلانه توګه د هغو کسانو تر منځ وویشل شي، چې د واکمنۍ او واک چلولو وړتیا لري او واک اخستو ته سمه سیالي په رسمیت وپېژندل او بهیر یې تعریف او وټاکل شي (ګوندونه، پارلمانه او...)

  • سوسیالیزم عدالت د «شتمنۍ» په ویشنه کې لټاوه.

دویم د «سوسیالیزم» خوځښت و، چې په نولسمه پېړۍ کې پیل او د شلمې پېړۍ په سر کې یې مېوه ونیوه. د سوسیالیزم عدالت غوښتنه ډېره «شتمنۍ»، له شتمني، اشرافیت، مالکیت او پوړیزې توکمپالنې راولاړ شوي قدرت ته وراړوېدلې وه او له نظره یې د عدالت مهمه ځانګړنه د «شتمنی ویش» شمېرل کېده.

په بله وینا د سوسیالیزم د بنستګړو او مخکښانو موخه دا وه چې تردې روسته دې د امکاناتو، مادي برخمنیو او په ټولیز ډول د مالکیت د حق ویش یوازې د یوې ټاکلې طبقې په واک کې پاتې نشي، چې همدوی ترې برخمن او نور ترې بې برخې شي.

د مارکسي سوسیالیزم خوځښت، که څه «عدالت» یې یو مخ بنايي چار ډله او د اخلاقیونو په سترګه سپېځلتیا او تقدس ورته قایل نه و او ان له تخیلیی سوسیالیزمه – په دې دلیل چې سوسیالیزم د اخلاقي ارړښتونو ایلوي – تشتېدو؛ خو سره له دې په لویی لاس د عدالت په چوپړ کې و. داسې چې راروسته ددې ښوونځي څوبمنو او پلویانو ورڅخه په دفاع کې، سوسیالیزم د عدالت چوپړیال معرفي کړ. لنډه دا، دواړو خوځښتونه د انسانانو د عدل غوښتنې پر غرېزې او انګېزې ولاړول او خلکو ته یې د عدالت ژمنه ورکوله؛ خو د یوه «قدرت» ته ډېر ورپام و او د بل «شتمنی» ته.

  • د سوسیالېزم او دموکراسي قوي او کمزوری ټکي.

په تاریخ کې سوکه سوکه «دموکراسۍ» او «سوسیالیزم» د خپل قوت او کمزورۍ ټکي ښکاره کړل. «دموکراسي» یو زړه راښکونی ښوونځی و او خلکو ته یې د سیاسي آزادیو، دین ټاکنې، بوختیا ټاکنې امنیت او د بشرې حقوقو د پلي کولو زېری ورکاوه.دا ټول جذاب زېري وو خو افسوس چې په دموکراسۍ کې د شونتیاوو او مادي برخمنیو په اړه لازمې ننګېرنې نه لیدل کېږي. له همدې امله راروسته د مارکسېزم د ښوونځي مشرانو، دموکراتیکې ازادۍ بورژواییزې ټګۍ برګۍ وبللې او د پانګې د ازادۍ یوه فرع یې وګڼله او داسې وښووه چې دا ازادۍ یوازې د یوځانګړي قوم د ګټو خوندي کولو او د یوې ټاکلې طبقې دحالاتو سمسمکي ته په پام کې وې او په دموکراتیکو سنبالولو او تدابېرو کې بشریت لکه څنګه چې بشریت دی د پام وړ نه دی او یوازې د ځانګړې طبقې چارې په پام کې دي او د خللکو واکمني پر خلکو نه، چې بیا هم پر نورو د یوې طبقې واکمني په پام کې نیول شوې ده. له همدې امله مارکسېزم په بورژوا دموکراسۍ پسې په نیوکو پیل وکړ، او هڅه یې وکړه چې د ټولنو بېوزلیو ته وروښیي، چې د دموکراسۍ ادعایي عدالت مازې شګي ګل او سراب دی او باید د عدالت حقیقت په بل ځای کې ولټوو. سوسیالېزم او مارکسېزم تر هرڅه ډېر د پانګوالی او پکې د پراته ظلم په کره کولو پسې راواخېسته، هغه ظلم چې په چل ول یې ځان د عدالت په جامو کې ښووه. سوسیالېزم خلکو ته د داسې ټولنې وعده ورکوله، چې انسانان پکې د خپلو اړتیاوو او استحقاق هومره له طبیعي نعمتونو او مادي امکاناتو برخمنېږي؛ هغه ټولنه چې یوه طبقه پر بلې زور نه چلوي؛ بې طبقې ټولنه چې مدیریت او قدرت پکې شته؛ خو د بېوزلیو پر ضد نه کارېږي، مفکوره او ایدیالوژي شته؛ خو نه د واکمن نظام مخونې ته. دا ژمنې چې ظاهراً پر قوي علمي اړمونو ولاړې وې د ډېری انسانانو پر زړونو – بیوزلي او اندیالان د ډېری بېوزلیو او اندیالو انسانانو زړونه یې واړول او له مخې یې حکومت او ټولنه جوړه کړه او په همدې پېړۍ کې وزیږېد او پر پښو ودرېد او که ونه وایو چې ومړ؛ نو په همدې پېړۍ کې راوپرځېد هم.

په هر حال معلومه شوه دا ژمنې او شننې که څه هم له ښه نیته او څېړنې وې؛ خو په عمل کې له هومره ټینګښته برخمنې نه وې او که په رښتیا هم ددې اندنو بلونکي د عدالت پر تمه وو؛ خو کومې وزلې او افکار چې ددې نیت پر چاپېر رادبره شوي ول، له دې ژمنو او هیلو سره یې اړخ نه لګاوه. دا یوه بشري تجربه وه او باید د عبرت په سترګه ورته ووینو. باید د مارکسېزم له راښکاره کېدو او لوېدو پند واخلو؛ هغه علمي مارکسیزم (!) چې دا دی لوڅ لغړ د تاریخ په معبر کې درېدلی او له خجالته لړزېږي.

  • د عدالت په هکله د علي(ک) خبرې

۳- امام علي(ک) د وګړیو د حقوقو د رعایت، له ولس سره د والیانو د چلن او د شتمنی او واک په هکله (چې کله د «دنیا غندنې= ذم دنیا» په بڼه ښکاره شوي) ډبرې خبرې کړي، چې د اندیال سایت په نورو برخو کې یې پرېمانه لیدای شئ.

امام علي(ک) د خلافت منلو لپاره خپل دلایل داسې وویل: اما والذی.... غنز... «پر هغه الله قسم چې انسانان یې پیدا کړي او دا نه په خاورو کې چوی که د خلکو راټولېدل نه وای، که ددې ملاتړو د ملاتړ غاړه پرانستل راباندې نه وای، او که د هغه ژمنې په پار نه وای چې خدای له عالمانو اخستې چې د ظالمانو د مړښت او ظلم او د مظلومانو د لوږې پر وخت به صبر نه کوي او نه به کېني، خپل پخوانۍ چلن مې غځاوه، هماغه غړپ مې چې په پیل کې ددې خلافت پر سپرلۍ غړپ کړی و، اوس هم مې غړپاوه [ یعنې همدغسې مې ګوښه ګيري خپلوله] او لیده مو چې ستاسې دنیا [دا ریاست، شهوت، خوند، لذت، قدرت، واک او شتمني چې د لیونو په څېر یې په خپلولو او تملک پسې یاست] د وزې د پرنجي هومره را ته بې ارزښته ده».

نو ځکه خلافت او واکمني د حق پلي کولو، د ظالمانو د لاسونو لنډولو او مظلومان خپلو حقوقو ته د ورسولو لپاره یوه وزله ده. ددې لپاره نه ده چې یوه ډله له ډېر مړښته وچوي او بله له ډېرې لوږې ومري.

  • په دیني معارفو کې د «ذم دینا» مانا دا ده، چې شتمني او قدرت هومره خوار شي چې څوک د نورو مشروع حقوق لتاړ نه کړي. د «دنیا غندنه» په دیني معارفو، د دین د مشرانو، عالمانو او عارفانو په خبرو کې، یو فوق العاده مهم پیغام لري او دا د انسانانو په سترګو کې د شتمنۍ او قدرت خوارونه ده، چې د ډېر غوښتنې له وجهې د نورو حق لتاړ نه کړي څومره چې انسان ته شتمني او قدرت -خوند ور او ګران وي؛ نو ډېر غوښتنې او د نورو د حقوقو لتاړولو ته یې راپاڅوي.

د تمې او غوښتنې د لمبو کېنول، انسان د نورو د حقوقو له ضایعولو منع کوي. دنیا د قرآن په تفسیر البته عین تغاخر (ویاړنه) تکاثر او لهو و لعب دی؛ خو په اندازه او چوکاټ کې مطلق نفې یې هومره ناروا او ناشونې ده، چې په کې افراط او بې قیضې کېدل.

«دنیا غندنه» ددې لپاره نه ده، چې صوفیانه له شتمنی او قدرته څنډې ته شو؛ له قدرته څنډې ته کېدل، قدرت نه بې خاونده کوي، او د شتمنی ردول، شتمنې نه بې پالندویوي د دنیا غندنې مانا داده چې انسانانو ته دنیوي مقولات هومره خوار وي، چې دوی پر خپلو حق او برید قانع وي او تردې ورهاخوا، داسې عملي لار ولټوي، چې له دې نعمتونو ناوړه ګټنه حد اقل ته ورسوي.

مولا علي(ک) په همدې باب، یوه بله مشهوره خبره هم لري، چې لید لوری یې ښه راڅرګندوي: ما متع غنی الا بما جاع به فقیر «موړ د نېستمن د لوږې په بیه موړ شوی دی». یعنې کله چې یو جیب ډک شو، نښه یې داده چې بل جیب تش شوی دی.

عین همدا پېښه په واک او قدرت کې هم ده. نوموړی د قدرت په اړه فوق العاده څرګندې خبرې لري او باید ټول مسلمانان د واک په هکله د علي(ک) له منطق او کچو سره اشنا وي.

  • د واک په هکله د علي(ک) خبرې.

په یوه ځای کې خپل یو والي ته کاږي: ان عملک..... امانة.

« دې ترلاسه کړي قدرت او منصب ته د یوې مړی په توګه مه وینه، دا کوم ښکاره نه دی، چې ډېره او لاډېره ګټه دې در پر برخه شوې وي؛ بلکې دا مقام او منصب یو امانت درکړای شوی دی. د امانتوالی آداب د ښکارچي له ادابو سره توپیر لري».

مالک اشتر(رض) ته یې په یوه لیک کې تردې هم ډاګیزه کړي. مالک یې په عدالت واک چلولو ته بللی او ورته یې ویلی، چې پام دې اوسه؛ لیس ............ ظلم. «هیڅ څیز د خدای غوسه نه راپاروي او د خدای نعمت نه اړوي لکه پر ولس د واکمنو ظلم.»

په همدې لیک کې علي(ک) له نبي اکرمه(ص) روایتوي: لن تقدس.......... متتعتع.

« یو امت او ملت هله پاکي وینی او مانیزه او انساني سمسکی ور پر برخه کېږي، چې کمزوری پکې بې ډاره او بې تړتړي توبه له غښتلي او قوی خپل حق واخلي».

په بله وینا، ضعیف کشي (مظلوم) او ضعیف پروري (ظالم) دواړه ناپاکه دي او باید دیني ټولنه له دواړو پاکه وي. د چار ظاهر خو دادی چې مساله یوازې په ورمندیز غونډال پورې تړاو لري؛ خو که پام مو وي د دښمنی برید، د عدالت او حق پالنې روستۍ او خورا ټیټه مرتبه ده او باید د ځواکونو سمسکۍ، سنبالنه، د امکاناتو ویشنه او د حکومت دود او طریقه هومره عادلانه وي چې پر محرومیت، بې برخېتوب او حق لتاړنه پای ته ونه رسي، و به یې منو، چې دا توصیه ټولوحکومتي نظامونو ته ده.

همدغسې یې مالک(رض) ته بله خبره ده «له اولسه ځان ډېرمه پټوه؛ ځکه اړیکې به خړې پړې کړي او د خلکو له حالاتو به دې خبرونه راټیټه شي.... والي هم یو انسان دی کوم څېزونه چې خلک ترې پټوي، خبرېدای ترې نشي او حق خو څه نښه نه لري چې خود په خوده په ډاګه وي». دا وینا په عدالت کې د خبرتیا ونډې ته اشاره لري، چې راروسته بحث پرې کوو.

  • «حق او تکلیف» د امام علي(ک) په سیاسي فلسفې کې.

د امام علي(ک) د سیاسي فلسفې بل رکن په دې کلام کې دی:

لایجری لاحد الا جری علیه

« څوک چې کوم حق لري، پر وړاندې به یې یو مکفیت هم ولري» هیڅوک بې له خدایه نشته چې یوازې د یو اړخیز حق درلودونکی وي؛ یعنې حق لري خو مکلفیت ونه لري. علي(ک) دا خبره یوازې د حکومتونو په باب کړې؛ یعنې له نظره یې کوم واکمن چې د ولس په اړه حقوق او اختیارات لري، هومره مسوول هم دی. داسې نه ده، څوک چې واکمن شي؛ نو رورو به یې مکلفیتونه له منځه ځي.

حقیقتاً د یو سیاسي غونډال د سلامتی یوه له نښو داده له دې سره جوخت چې خپلو وګړیو ته حقوق او واک ورکوي، ډېر مکلفیتونه هم ورته وضع او فرض کړي. مفسرانو (ملا محمد محسن فیض کاشاني، تفسیر صافي) تر «النبی اولی بالمؤمنین من انفسهم:

       » 

آیت لاندې لیکلي، چې د عامو یهودو اسلام راوړل په دې پار و، چې ویل یې، تردې روسته پر ځان او خپلې کورنۍ خوندي شول ځکه پوه شول چې پېغمبر(ص) تر ځانه د دوی په اړه خورا پازوال دی.

یعنې ده مبارک(رض) دقیقاً او په حق، همدا مانا استنباط کړې وه، چې لومړیتوب یوازې په حقوقو کې نه؛ بلکې په مکلفیتونو کې هم دی.

  • علي(ک) ویلي: عدل تر بې عدالتی پراخ دی.

علي(ک) د «عدل» په اړه بله ښه خبره هم لري چې اورېدونې ده: ان فی العدل .... اضیق.

«عدل یوه پراخي لري؛ خو که څوک یې تنګ بولي؛ نو پوه دې شي، بې عدالتي ترې خورا تنګه ده».

ځکه «عدل» یعنې «په ضوابطو مضبوطېدل»؛ نو ځکه هر چا ته د هرکار اجازه نه ورکوي؛ خو له عدله تېښته او له کړۍ یې وتل ډېره تنګي رادبروي. دا یو سر اندنې دي، چې علي(ک) د عدالت په هکله اوڅار کړي او هغه کسان چې له دې ارزښتناکې مقولې سره مینه لري او ددې ښوونځي لارویان دي؛ نو دې ښوونو ته به ارزښت ورکړي.

۴- تردې سریزو روسته د مقالې پر آریزې موضوع یعنې د «پوهې» او «عدالت» په تړاو لګیا کېږو.

زموږ په پېر کې د «شتمنی» او «قدرت» تر څنګ د «معرفت» او «پوهې» په نامې یو بل موجود هم ډګر ته راوتلی دی. نن پوهه او معرفت هم له هغو مقولاتو دی چې باید د عدالت په پوزبند کابو کړای شي؛ بلکې زموږ په پېر کې دا درېمنی مقوله تر مخکېنیو دواړو مقولو ورمخکې شوې او خورا اهمیت او مرکزیت یې پیدا کړی دی.

موږ لکه څنګه چې د شتمنی او قدرت په انډولو غور کوو او د عدالت غوښتنه یې بولو، باید د پوهې په انډولو هم سوچ وکړو او د پوهې په عادلانه ویش او د معرفت په عادلانه کابو کونې کې هم هڅه وکړو او پر دې څومره ډېر پوهېدل، د ډېر درلود په څېر، تر جدي او ټینګ اړنګ لاندې دي. راز یې هم دادی چې زموږ په وخت کې اطلاعات او خبرونه د تغییر او تصرف له ډوله دي او د تحولاتو سبب سازه لړۍ ګرځېدلې چې په بې عدالتی پای مومي. په دې اړه په لنډو څو ټکي یادوم:

  • ګټوره پوهه

(الف) د نبی اکرم(ص) په یوې دعا کې راغلي دي:

اعوذ بک من علم لاینفع «خدای ته له بې ګټې پوهې پناه ور وړم».

علي(ک) په متقیانو خطبه کې د پرهیزګارانو يه ځانګړنه کې وايي: ووقفوا سماعهم علی العلم النافع لهم.

«پرهیزګاران هغوی دي، چې خپل غوږونه ګټور علم ته ږدي».

یعنې تر «ګټورې پوهې» نور ډېر څه نه غواړي او نه د خپل وجود هېواد ته د ورننوتو لار ورکوي.

  • تېرو ګټوه پوهه څنګه مانا کوله؟

په تېرو کې زموږ د اخلاقو عالمانو د ګټورې پوهې او ناګټورې پوهې په اړه تردې ډېر څه نه ویل چې بې ګټې پوهه هغه ده، چې انسان ته یې پوهېدل لازم نه دي او که پرې پوه شي؛ نو ډېر ځل به دده او د نورو پر زیان وي. دوی په حق ګروهن ول چې اصولاً علم هم د نورو نعمتونو په څېر یو خوند لري؛ خو باید ددې خوند په هکله ډډه کوونکي اوسو، هوس او حرص ونه کړو؛ یعنې په دې مقوله کې هم برید باید وپېژنو. خبره دا نه ده که څوک د خپل ذهن ګوډی له ډول ډول معلوماتو او اطلاعاتو ډک کړي؛ نو حرام کار یې کړی وي. مساله داده که څوک د ځان په سوچ کې وي او د خپل ژوند لپاره کړلار لري او د خپل وجود هېواد یې تر عادلانه ضبط او کنترول لاندې راوړی وي، د علم په زده کړې کې هم برید ساتي او هم ځان پر ګټور علم بوختوي او د معلوماتو او پوهاویو له ډېرۍ د ګټې په میچ، په غورچاڼ لاس پورې کوي. البته په هره زمانه کې د ګټورتوب تعریف او مصداق توپیر لري. خو د دین د مشرانو په پیغام کې غټ ټکی دادی چې نباید پر هر پوهېدونی څیز وپوهېږو او نباید زده کېدونی څیز زده کړو.

ډېره پوهه نه یوازې تل ډېر فضیلیت نه راوړي؛ بلکې کله د تې اختیاره آفتونو لاملېږي. ډېر ځل عالم په عین بې عملۍ کې، پر کبره هم اخته کېږي او پر ویاړنی او لانجمن انسان اوړي. یا یې علم له زغم او خشیت سره اخږل شوی نه وي. ددې ډول آفت راولاړوونکیو علمونو له شتونه نشتون ښه دی. د حکیم سنايي غزنوي(رح) په تعبیر: ده پود..........صد بار. د علم پانګه د هرې پانګې په څېر څارنې او ساتنې ته اړینه ده او که څوک یې د ساتنې په دود پوه نشي، ددې پر ځای چې ارباب او خاوند یې شي، مریی به یې شي. د مولانا بلخي(رح) په وینا د اهل تنو علم یې احمال دی او د اهل دلو علم یې حمال دی دا و د ګټورې او بې ګټې پوهې په اړه د تېرو موخه. خو که «ګټه» او «پوهه» یو له بل سره غوټه کړو؛ نو ښايي له دې خبرې نور ټکي هم زده کړو.

  • انسان د خپلې پوهې په شعاع کې عمل کوي.

(ب) دویم ټکی دا، موږ انسانان «ټول فکر یو» او د حکیمانو په تعبیر «علمي فاعلان» یو؛ یعنې د خپلې پوهې په شعاع کې عمل کوو. بې اړنګه هومره چې پوهېږو، د عملي اقدام فرصت او مخ لرو او پر څه چې نه پوهېږو په اړه یې ورمندون، هوډ نیونه او اقدام را ته شونې نه دی. کړنې مو آګاهانه او ځانخبرې دي. ان په کومو ځایونو کې چې په تقلید، پټو سترګو، القا، تلقین، هڅونې او ټګۍ برګۍ په کوم کار لاس پورې کوو، عمل مو په تقلیدي او تلقیني پوهاویو او آګاهیو پورې اړوند دی؛ یعنې د نښلون کړۍ چې په عمل پورې مو نښلوي؛ آګاهي او پوهه ده، که دا پوهه څېړنیزه ژوره او مشروح وي او که تقلیدي او په لنډو.

  • د پوهې ډول او کچه مو د کړنو ډول او کچه ټاکي.

(ج) درېیم ټکی دا، د پوهې ډول او کچه مو د کړو وړو ډول او کچه ټاکي. لکه څوک چې په کرنه کې لازمه پوهه لري، د هغه په پرتله چې طبي پوهه لري، د کرنې په چار کې اغېزمن او بریالي کړه وروه تر سره کوي. همدغسې د بزګر په پر تله د طبیب چارې دي. البته په همدې دلیل زموږ د کړنو ډول او کچه، زموږ د «ناپوهیو» او «جهل» په ولکه کې هم دي، زموږ د ژوند دباندېنی جامه زموږ د پوهې او ناپوهۍ په قامت، دواړه، پرې او ګنډل شوي دي.

له یوې خوا په خپلو پوهو پورې محدود یو او بلخوا په خپلو ناپوهیو پورې. لکه که پوه شو سبا راباندې څه کېږي، یا د یو بل له «مافی الضمیره» خبر اوسو؛ نو ژوند او د اړیکو بڼه به مو پوره توپیر ومومي او انساني اړیکې به یو مخې واوړي. د ژوند د اوسني وضعیت علت مو دادی، چې له ډېری چارو ناخبره یو. دا چار زموږ په شخصي او جزيي پوهو او آګاهۍ پورې اړوند نه دی. په فسلسفه، علم، اخلاقو او... کې چې کومې ټولیزې پوهې ترلاسه کېږي، په ژونددود کې ټاکونکې ونډه لري.

  • تاریخي پېرونه د انسان د پوهې د پېرونو له مخې څېړلای شو. له آره تاریخي پېرونه په هر پېر کې د انسانانو د شتو معلوماتو له مخې څېړلای شو. د کرنې یا فیوډالي اړیکو پېر ددې لپاره شتون درلود، چې د انسانانو د معلوماتو ډول او کچې له ژونده بل ډول غوښتنه نه درلوده او پلې کولو ته یې لار نه ورهواروله. داسې نه وه چې خلک په هغې زمانې کې نړۍ ښه وپېژني او د عالم له احکامو او قوانینو باخبره وي. داسې چې له نظري پلوه د میکانیزه کړنې اړوند ټول معلومات ولري؛ خو په عین حال کې د طبیعت ډېر تصرف ته لاس ور ونه غځوي او همدغسې ییوه سسپار او غوايي کاروي. که فرضاً د فیوډالي زمانې خلکو، زموږ په څېر له طبیعت، خاورې، اوبو او صنعته علمي خبرتیاوې پیدا کړې وې، بېشکه د ژوند حالات یې اوړېدل او رورو همدې ځای ته ور رسېدل چې موږ وررسېدلي یو ښایي را نه ګړنډي.

د بشري تاریخ په باب دا ساده ټکی، د هر ډول تدقیق او ځیرنې وړ دی. نباید پر له پسې تاریخي پېرونو د پوهېدنې لپاره لرې ځایونو ته ورشو. که د علم او پوهې ډول، د ژوند ډول وټاکي نو هله پوهېدای شو چې تاریخ ولې دغسې بهېدلی، چې بهیدلی دی.

ان د علم ډول، د حکومتونو ډول هم ټاکي. علم چورلیځ حکومت باید لږو ډېر دموکراتیک او ولسواک وي او د اپلاتوني حکیم حکومت باید استبدادي او سرزوری وي. پرونۍ پرېکنده فلسفه چېرې او نننی ګوماني او ظني علم چېرې؟ علم او په تېره ظني تجربي انساني علوم (ټولنېزو بدلېدونکیو اړیکو ته)، انسانان د ټولنې په سنبالولو کې ګډون او مشارکت ته راکاږي؛ خو اپلاتوني پوهه تش دکتاتوري رادبره کوي. په ژوند کې د خبرتیا د ونډې د پوهېدو لپاره، ښه ده پام وکړو، کوم انسان چې پر هرڅه پوهیږي؛ نو نه به خاندي، نه به ژاړي، نه هېښېږي، نه به له کتاب لوستو، نه به له دوستانو سره له خبرو اترو، نه به د فیلم له لیدو او نه به د ټوکو له اورېدو خوند وړي. او کوم انسانان چې دغسې وی، پردې سربېره چې ژوند به یې له ډولاډولی او لوړو ژورو تش وي یو مخې به یې خپلمنځي اړیکې ادلون بدلون ومومي.

نور به د طبیب او ناروغ، متخصص او نا متخصص، ښوونکي او زده کړیال، قاضي او تورن، شاکي او شاهد، پوښتونکي او پوښتودوني تر منځ اړیکه له منځه ولاړه شي او ورباندې بنستګړ نسټونه به له ټولنې خپل ټغر راټول کړي. په دې ټولنه کې به، دروغ، چل ول، نفاق، ځانښوونه، خبرلوڅي، احتکار، ګران پلورنه، اګاهان ویاړنه، کتاب، پوهنتون، ورځپاڼه، رادیوتلوېزون، ښوونځی، قاضي، ښوونکی، مهندس، خطیب، او شاعر بې کاره شي او ان ژبه او خبرې کول به هم خوشې او خپګان راولاړوونکې وي او په څنګ کې به ټول د نورو د ژوند تخریب او ویجاړولو ته یو ستر قدرت وي، چې یوازېنی خنډ به یې د نورو له ناوړه نیته د دوی اګاهي او خبرونه وي.

نو اوسنی ژوند مو او رنګارنګي یې او ټولنیز بنسټونه مو او د خپلمنځي اړیکو ډول مو، نیغ پر نیغ په ټولنه کې د شتو پوهو او ناپوهیو په کچې پورې تړاو لري، او د پوهو او آګاهیو په ادلون بدلو اړیکې مو نیغ په نیغ بدلېږي، اخلاق مو هم اوړي، عواطف مو هم بدلېږي او همدغسې... نو په اسانۍ انګېرلی او منلای شو چې د آګاهیو تازه زېرمو ته د لارموندنې لپاره کلیدي راسپرنې، د ډول او کچې له مخې یې، د ژوند په ټولو چارو کې کوم ستر تغییر راوړای شي او جاهله ټولنه به له عالمې ټولنې سره څه جوهري توپیر ولرلای شي او د علم راننوتل به د ظلم یا عدل پرمخ څه ورونه پرانستای شي. له همدې امله د علم الاجتماع فیلسوف «وینچ» وايي: « اړیکې مو زموږ له نظریاتو مړې شوې دي»؛ خو مړېدل؛ یو څرګند تعبیر نه دی، باید وویل شي اړیکې مو، زموږ معلومات دي، چې له ذهنه عین ته راغلي او هم بې دلیله نه ده چې «هایک» (اوسنی ستر اقتصاد پوه) سوسیالېزم او سانترالیزه اقتصاد ناشونی بولي؛ ځکه دا د داسې معلوماتو درلودو ته اړمن بولي، چې کله هم په یو مرکزي غونډال کې د راټولېدو وړ نه دي. 
  • تل قدرت او شتمني د معرفت په ولکه کې ول؛ خو نن دا لاسبري ښه بربنډه شوې ده.

قدرت او ثروت تل د معرفت په ولکه کې ول او د عربي شاعر دا خبره؛ «رای پر مړانې ورمخکې ده» رښتیا وختله: الرای......... الاقران.

خو نن دا لاسبري ښه په ډاګه شوې ده او د کار ویشنه، د کارپوهیو او تخصص ډولاډولي، درسنیو خارق العاده قدرت، د انسانانو د ژوند پر کونجونو د حکومتونو شیطاني منګولې او د جګړېزو وسلو ستر ویجاړوونکی قوت ( چې ټول د معلوماتو زیږنده ده) دا یې تر نانټي بریده ور رسولی دی. که د علم له ټولېزې مانا چې ګرد ژوند او معیشت ته بڼه ورکوي، راکوز شو او «خبر» ته پام وکړو، همدا حکم به همدلته هم روان ووینو. په اوسني وخت کې د رسنیو نظام له هېښنده قوت او پراختیا برخمن دی، چې بیخي د تېر وخت له رسنیز نظام سره د پرتلې وړ نه دی. نن ولسي ستر حرکتونه، د انسانانو د خپلمنځي معلوماتو له خپرولو راولاړ شوي دي، ډېرې حرکتونه چې نن پېښېږي او په تېرو کې یې د پېښېدو شونتیا نه وه، یوازېنی دلیل یې دا و، چې په تېرو کې خبر له یوه ځایه بل ځای ته په ځنډ رسېده. که چا پي صنعت رادبره شوی نه وای؛ نو د فرانسې انقلاب نه رامنځ ته کېده.

په دې انقلاب کې شپپاڼو او ورځپاڼو ستره ونډه درلوده او د امریکا میشتي مسلمان اندیال «حامد الګار» په وینا د ایران «لاسلامي انقلاب» د «فیتو انقلاب» و او په تونس او مصر کې پاڅونونه ؛«فیس بوکي پا څونونه» ول. زموږ په پېر کې د «پیغام» د ستر قدرت په علت، هغوی چې د پیغام رسونې مراکز ورسره دي او د خبرتیاوو او معرفت خپروونو د چارواګې یې په ولکه کې دي، په نوې نړۍ کې د سترو قدرتونو خاوندان دي. مولانا بلخي(رح) ویل: عالمی........ کند (مثنوي)

دې خبرې په اوسني وخت کې حقیقي مصداق موندلی دی، حقیقتاً په نوې نړۍ: کې «یوه خبره» نړۍ ویجاړولی یا ودانولای شي؛ نو ځکه له یوه وګړي یا یو مرکز سره د معلوماتو درلودل زېرمه او تراکم یې د سترو ظلمونو لاملېدای شي. که په تېرو کې د قدرت او ثروت راټولېدنې او تمرکز او په ټولنې کې یې د انډول نشتون، د زراوزور خاوندان تېري او ظلم ته وسوسه کول او د ستر ظلمونو لاملېدل؛ خو نن په یوه ځای کې د معلوماتو تراکم او په یوې ټولنې یا د نړۍ په کچه یې ناانډولي په ډېرو او بلا سختو تېریو پای ته رسېدای شي. زموږ پېر، د معلوماتو د چاودنې او پوهاویو د ناانډولی زمانه ده.

نن په ټولنه کې د کار د ویش او د علم د څانګو د تخصصي کېدو له امله، هره ډله د ځانګړو معلوماتو او اطلاعاتو د درلودو په پار پر نور تېری کړای شي او خوشې او نامشروع ګټو ته لاس ورغځوای شي (اقتصادي رانت).

نو ځکه په نوې نړۍ کې، عادلانه واکمني کول، یوازې په دې پورې اړوند نه ده چې په تولنه کې ثروت او قدرت په عادلانه توګه ووېشل شي. د معرفت او معلوماتو عادلانه ویشنه هم شرط دی نه یوازې خبرونه؛ بلکې علوم هم. تل له تخصصه یې د متخصیصینو ارتزاق شکمن و او نن خو لا شکمن او بلابد دی.

د زراوزور دوو مقولو ته ځانګړې پاملرنې حد اکثر د شلمې پېړۍ تر ړومبیو پورې موضوعیت درلود. د دموکراسۍ او سوسیالېزم نارې له هغې زمانې سره وړ وې چې د «پیغام د قدرت» او «د معلوماتو د قدرت» نوي قدرت ډګر ته راوتي نه و او یا ناپېژندل شوي و. نن هم عادلانه واکمني کول د معلوماتو په عادلانه ویشنې او د لازمو معلوماتو په ورښوونې پورې اړوند ده او هم د هغو کړلارونه درلودل چې ډېرو (او نه ترلاسه کېدونو) معلوماتو ته اړمن وي. نن یو لړ هوښیاران او تیز ویني د دموکراتیکو حکومتونو په نقد او کره کولو کې په رښتیا اشاره کوي، چې په نویو ټولنو کې، یو تازه ځواکمن موجود رادبره شوی، چې هېوادونو یې په اړه وړ شانته سوچ نه دی کړی. دموکراتیک هېوادونه او حکومتونه مدعیان دي، چې د شتمنی په انډولو کې د «آدم سمیت» په دود چلېږي او پرېږدي چې ازاد بازار په طبیعي توګه قیمتونه انډول کړي او په چارو کې د دولت لاسوهنه دې حداقلي وي. د قدرت د انډولو په باب هم ګروهن دي چې د «جان ستیورات میل» پر دود چلېږي او پر خپلو چارو یې «لیبرال دموکراسي» واکمنه کړې ده؛ یعنې که څوک د ډېری خلکو د رایو له مخې د یو حق درلودونکی شو؛ نو قدرت ته ور رسي او هیڅوک په واکمنی کې د مخکېني حق درلودونکی نه دی. خلک اختیارمن دي، که کله یې خپل واکمن سرغاړی ولید، د قدرت له ګدۍ یې راکوز او عزل یې کړي. دا ټول پر خپل ځای سم دي.

  • د معرفتي ظلم ډولونه

؛خو درېیم ټکی لا پر خپل ځای پاتې دی او دا د معلوماتو د ویشنې مساله ده.

د معلوماتو قدرت د نن په څېر د شلمې پېړۍ تر لومړی نیمایي هومره راپاروونکې او حادثه پنځې نه وه. په نوې نړۍ کې، ظلم په دې پورې اړوند او منحصر نه دی چې شتمني په یوې خوا کې راټوله شوې یا ښکیلاکګر دولتونه نورو ته ښکاره زور وايي؛ خبره پردې ده، چې نن یوه خوا تر بلې آګاهتره او بامعلوماته ده، په یوې خوا کې د معرفت او معلوماتو برخلیک ساز تراکم شتون لري او په بلې خوا کې نشته. دا چار نه یوازې د هېوادونو د اړیکو تر منځ روان دی، چې د دولتونو او اړوند ملتونو په خپلمنځي اړیکو کې هم.

دا کافي نه ده چې یو دولت – که اسلامي یا غیر اسلامي وي – د ثروت او قدرت په انډولو کې هڅې کوي دا یوازې د عدالت یوه برخه ده. په هغه دولت کې چې د رازونو کچه پر نارازونو، پټ تر ناپټو او رابرسېرېدونیو ډېر وي او د معلومات د خپرولو استحصار د یوې ځانګړې ډلې په ولکه کې وی او د علم یو ډول پر بل یې بلا مرجح ترجیح ومومي او تخصص متخصص ته د مادي برکاتو ورونه پرانځي، فسلفه، علم، شعر او خطابه معتدل توازن ونه مومي او یو پر بل ناسمه غلبه ومومي او سرې لیکې یو پر بل پسې ورلیکې شي او یا په ټولیز ډول دولت د علم په اړه بې اعتنا وي؛ نو دا چارې به یو مخې د بې شمېره ظلمونو د راښکاره کېدو لامل شي. فلسفه ځپلې یا شعر ځپلې یا علم ځپلې ټولنه، یوه اپوټه، نا انډوله، کږه وږه او په پای کې مظلومه ټولنه ده.

په معارف او پوهنه کې انډول هم د عدل له جنسه دی.

  • حکومت که تر خلکو ډېرو پوهېږي؛ نو د ظلم امکان یې ډېر دی.

همدغسې، حکومت که تر خلکو ډېر وپوهېږي، د ظلم کولو شونتیا به یې هم ډېره شي او هله یې مخه نیول کېږي چې تر حکومته د خلکو پوهه ورزیاته شي. نباید فرهنګي او معرفت سازي غونډالونه حکومتي وي او څومره چې په فرهنګي چارو کې حکومتي لاسوهنه لږه وي (خو د خادم په بڼه نه د حاکم) عادلتره به وي. باید علم سیاست وچورلوي، نه سیاست علم .

  • په نوې سیاسي فلسفه کې د «بیان ازادي» د معرفت انډولو او د معلوماتو د عادلانه ویشنې پر مانا ده.

اوس څرګندېږي چې ولې د «بیان ازادي» د «عدالت» له مقولو ګڼل کېږي. نن د بیان ازادي د معرفت د انډولو په لار کې د هڅې او د معلوماتو د عادلانه ویشنې پر مانا ده. په نوې سیاسي فلسفې او نوې عدالت غوښتنې کې د بیان ازادی مانا دا نه ده، چې انسان دې د خپل خپګان لرې کولو په پار د خپلو خوالو ویلو لپاره ازادوي، که مخاطبان یې واوري که نه. د «بیان ازادی» تر نولسمې پېړۍ مازې یو حق ګنلای شو؛ خو نن یې مانا داده، چې د معرفت د قدرت په نامې یې د یو قدرت په رادبره کېدو نابرابری رامنځ ته کړې ده.

همدا نابرابرۍ به په ډېری نورو نابرابریو پای ومومي. نو ځکه د بیان ازادي؛ یعنې د خلکو او حکومت تر منځ د معلوماتو هم کچېدل، له خلکو څخه د رازونو نه پټول. مانا یې یوازې دا نه ده، چې موږ د خپلو نظریاتو – که څه هم مخالفې وې- په ویلو کې اخلاقي مړانه ولرو؛ بلکې مانا یې له نابوهانو د ظلم لرې کولو پر مفهوم دي. کوم علم چې له یوې ځانګړې ډلې سره راغونډ او متراکم شي د ډېری آفاتو سرچینه کېږي؛ نو ځکه د بې ګټې علم له څرګندو مصادیقو ځنې دی او باید له دې ظلم پنځي بې ګټې علمه خدا ته پناه یوسوو. یو پیاوړی نظام، یوازې دا نه دی چې معلومات ښوی تېر کړي او راونه پرځي؛ بلکې هغه نظام دی چې معلومات ښوی تېر او رنځور نشي او د فیثاغوره د غویانو په څېر، له نویو راسپړنو، ونه لړزېږي .(۱) [(۱) تارخپوهانو لیکلي، چې د فیثاغورث تر مشهورې هندسي رابرسېرونې او کشف روسته، د ښاروالي یې په اړه یو غويي قرباني کړ، تردې روسته، په هر نوې کشف پسې غویان لړزېدل هسې نه چې قرباني کېږو به!]

اوس څرګندېږي چې د دوکتور علي شریعتي د خپل ټول عمر په یبره تعبیر [ یعنې زر، زور او تزویر یا مالک، ملک او ملأ یا تیغ، طلا او تسبیح] کې لږ شانتې لاسوهنه وکړو او پرځای باید ووایو: ملک، مالک او معلم یا تیغ، طلا او تعلیم یا قدرت، ثروت او معرفت. ملأ او تسبیح په تېرو کې د معرفت د سرچینو غټې نښې وې. نن د معرفت انحصار د ملایانو له لاسه وتلی؛ خو نباید پرېښوول شي، چې په بل هیڅ لاس کې متمرکز او را غونډ کړای شي.

په نوې نړۍ کې پوهه او عدالت ټینګ غوټه شوي او معرفتي ظلم، ډاګیزه مانا پیدا کړې ده؛ نو ځکه هغه کسان چې د عدالت او معرفت مینوال دي باید خپله دنده عملي حقایق خپاره واره او د حقیقت اړوونکي اشوا کړي او د معلوماتي نظام په سمونې پسې بډې راووهي.


د اندیال سایت غوښتننه:

له ټولو لوستو هېوادوالو تمه کېږي، چې له خدای درکړي نعمت فیس بوکه ښه ګټنه وکړئ، یو بل په ادب نقد کړئ، د یو بل مثبت ټکي پیاوړي او پر منفي ټکیو یې پرده واچوئ، د خدای د ستاریت ځانګړنه خپله کړئ. په ټولنه کې د کادرونو روزلو او مشرتابه زېږولو لپاره سوچ وکړئ. په سایتونو کې ښه مواد چې د ټولنې د ودې لپاره یې تشخیصوئ یو بل ته ورولېږئ. نن چې ټولنه مو له کوم کړښته کړېږي د یو جمعي حل لارې لپاره یو له بل سره مفاهمه وکړئ. د دولتي غونډال، مثبتې کړنې تایید او پر منفي یې داسې نیوکې وکړئ چې حل لار هم ورسره وي. اندیال سایت هڅه کوي چې د هېواد د فرهنګي ويښتا لپاره له خپلې وسې سره اندیز پیداوار در وړاندې او تمه ده چې درته ګټور وي.


د پوهې او عدالت تړاو