د پلچرخي زندان

د پلچرخي زندان (دري : زندان پل چرخی) چي د افغانستان د ملي توقیف ځای په نوم هم یادیږي، د افغانستان د پلازمیني کابل د ختیځي سیمي (احمدشاه بابا مېني) په ګاونډ کي پروت یو ځانګړی امنیتي زندان دی.

Pul-e-Charkhi prison
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
چلوونکی
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۳۱′۱۱″شمال ۶۹°۲۰′۵۱″ختیځ / 34.5196°شمال 69.3476°ختيځ / 34.5196; 69.3476 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

پلچرخي زندان د 14,000 بندیانو د ساتلو ظرفیت لري، [۱] خو د 2024 کال د اکتوبر تر میاشتي پوري یې یوازي 5,000 بندیان لرل، [۲] چي زیاته برخه یې د کابل ولایت په اړوند سیمو کي نیول سوي او محکوم سوي وه. [۳] پلچرخي د هیواد ترټولو لوی زندان ګڼل کیږي.

تاریخ

سمول

د پلچرخي زندان د جوړولو چاري په ۱۹۷۰ لسیزه کي د پخواني ولسمشر محمد داود خان په امر پیل او په ۱۹۸۰ لسیزه کي بشپړي سوې. دا زندان د 1978 د ثور له انقلاب وروسته او همدارنګه د شوروي-افغان لس کلنې جګړې په جریان کي د شکنجې او اعدامونو له امله زیات بدنام سو. [۴] د ځینو ادعاوو پر بنسټ د ۱۹۷۸ کال د اپریل او ۱۹۷۹ کال د ډسمبر تر منځ د نورمحمد تره کي په مشرۍ د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند (PDPA) شاوخوا ۲۷۰۰۰ سیاسي بندیان په پلچرخي کي اعدام کړل.

ډله ایز قبر

سمول

د ۲۰۰۶ کال په ډسمبر کي د پلچرخي زندان ته څېرمه د کمونستي دورې یو ډله ییز قبر د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له خوا کشف سو، او داسي انګیرل کېدل چي په یاد قبر کي شاوخوا 2000 جسدونو شتون درلود. [۵] د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي په دي باور وه، چې دغه ډله ییزه وژنه د ۱۹۷۸ او ۱۹۸۶ کلونو ترمنځ هغه مهال رامنځته سوه، کله چي د مسکو ملاتړي کمونست ولسمشران نورمحمد تره کي ، حفیظ الله امین او ببرک کارمل په واک کي وه.

د ژوند شرایط

سمول

د بشري حقونو د څو ډلو له خوا د پلچرخي زندانیانو د ژوند پر وضعیت نیوکي سوي دي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال په دې زندان کي شاوخوا ۷۰ ښځینه بندیاني هم موجودي وې چي د زندان په ځانګړې ښځینه برخه کي ساتل کېدلې.

فسادونه او تېښتي

سمول

د 2004 کال په ډسمبر کي بهرنیو بندیانو په ساتونکو باندي د ریزر تیغونو سره برید وکړ. ددې پیښي په پایله کي په ډزو باندپ یو عراقئ، درې پاکستانیان او څلور افغان پولیس ووژل سول.

ورپسې د 2006 کال په جنورۍ کي اوه تنه بندیان د لیدونکو سره د یوځای کیدو پر مهال وتښتیدل. د سره صلیب د نړیوالې کمیټې په وینا د 2006 کال د فبرورۍ د لاریون په پایله کي شپږ تنه مړه او 22 ټپیان سول. په یاده پېښه کي بلواګرو په ساتونکو د برید لپاره لنډمهاله وسلې وکارولې، بیا یې فرنیچر ته اور واچاوه او دروازې او کړکۍ یې هم ماتي کړې. بلوا بالاخره د مارچ په لومړۍ نېټه باندي پای ته ورسېده. [۶]

بیا رغونه او پراخول

سمول
 
په ۲۰۰۸ کال کې د پروان له توقیف ځای (بګرام زندان) څخه د پلچرخي زندان ته د بندیانو لېږد

پلچرخي زندان په وروستیو کلونو کي د متحده ایالاتو په مرسته د د اردو د انجینرانو قول اردو سره یو ځای ورغول سو. په ۲۰۰۷ کال کي د امریکا پوځ په افغانستان کي د بګرام له هوايي اډې څخه د پلچرخي زندان ته د خپلو یو شمېر بندیانو لېږد پیل کړ. د ۲۰۰۸ کال تر جنورۍ پوري د پروان له توقیف ځای څخه ۱۲۵ تنه او د امریکا د ګوانتانامو له زندان څخه ۳۲ تنه بندیان پلچرخي ته ولېږدول سوه. [۷]

  1. . September 16, 2021. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  2. . October 11, 2024. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  3. . February 7, 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  4. . April 15, 2022. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  5. . 2007-07-06. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  6. . 2006-02-26. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  7. . January 7, 2008. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)