د پایدارې پراختیا موخې

د پایدارې پراختیا موخې (SDGs) یا نړیوالې موخې د هغو ۱۷ نړیوالو موخو مجموعه ده چې "ټولو ته د غوره او پایدار راتلونکي د جوړولو لپاره د نقشې په توګه" طرحه شوې دي. دغه موخې په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ (UN-GA) چمتو کړې او ټاکل شوې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې ترلاسه شي. د پایدارې پراختیا موخې د عمومي اسمبلۍ په یوه پرېکړه‌لیک کې چې «د ۲۰۳۰ کال اجنډا» نومېږي، راټولې شوې دي. دغه موخې تر ۲۰۱۵ کال په را وروسته پراختايي اجنډا کې د راتلونکې نړیوالې پراختیا د چوکاټ په توګه ترتیب شوې تر څو د زریزې د هغو پراختیايي موخو ځای ونیسي چې په ۲۰۱۵ کال کې پای ته ورسېدې.[۱][۲]

د پایدارې پراختیا ۱۷ موخې دا دي: (۱) بېوزلي ختمول، (۲) لوږه ختمول، (۳) ښه روغتیا او هوساینه، (۴) باکیفیته زده‌کړې، (۵) جنسیتي برابري، (۶) پاکې اوبه او روغتیا ساتنه، (۷) ارزانه او پاکه انرژي، (۸) مناسب کار او اقتصادي وده، (۹) صنعت، نوښت او زېربنا، (۱۰) نابرابري کمول، (۱۱) پایدار ښارونه او ټولنې، (۱۲) مسؤلانه لګښت او تولید، (۱۳) اقلیمي اقدام، (۱۴) تر اوبو لاندې ژوند، (۱۵) په وچه کې ژوند، (۱۶) سوله، عدالت او قوي مؤسسات، (۱۷) موخو ته په رسېدو کې همکاري.

که څه هم دغه موخې پراخې او له یو بل سره تړلې دي، دوه کاله وروسته (د ۲۰۱۷ د جولای په ۶مه) د ملګرو ملتونو سازمان په پرېکړه‌لیک سره چې عمومي اسمبلۍ تصویب کړ، لا ډېرې "د پلي کېدو وړ" شوې. دغه پرېکړه‌لیک د هرې موخې لپاره ځانګړې نښې او د هرې موخې پر لوري د پرمختګ د کچې معلومولو لپاره شاخصونه مشخص کړي. هغه کال چې ټاکل شوې موخه په کې ترلاسه شي، معمولاً د ۲۰۲۰ او ۲۰۳۰ کلونو تر منځ دی. د ځینو موخو د پای نېټه نه معلومه نه ده. [۳][۴]

د څارنې د اسانولو لپاره د موخو پر لوري د پرمختګ معلومولو لپاره بېلابېل وسایل موجود دي. ټوله موخه یې دا ده چې اطلاعات د لاسرسي او پوهېدو وړ شي. د بېلګې په توګه (SDG Tracker) خپرنۍ چې د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې پرلیکه شوه، شته اطلاعات په ټولو شاخصونو کې وړاندې کوي. د پایدارې پراختیا په ټولو موخو کې متقاطع مواردو لکه جنسیتي برابرۍ، زده‌کړو او کلتور ته پام کېږي. په ۲۰۲۰ کال کې کوویډ-۱۹ وبا پر ټولو ۱۷ پراختیايي موخو اغېز وکړ.[۵][۶][۷]

عمومي کتنه سمول

تصویب سمول

تر ۲۰۱۵ د وروسته پراختیايي اجنډا په اړه خبرې د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې پیل شوې او د همدغه کال په اګسټ میاشت کې پای ته ورسېدې. دغه خبرې د پراختیا لپاره د مالي خوندیتوب په اړه د ملګرو ملتونو مذاکراتو ته ورته وې چې تر ۲۰۱۵ د وروسته پراختیايي پروګرام لپاره یې مالي لارې چارې وټاکلې. دغه مذاکرات په ۲۰۱۵ کال کې د اډیس ابابا اجنډا د تصویب لامل شول. نهایي سند یې په نیویارک کې د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د پایدارې پراختیا په ناسته کې تصویب شو.[۸]

د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په ۲۵مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۱۹۳ غړو هېوادونو د ۲۰۳۰ کال اجنډا تصویب کړه چې عنوان یې "زموږ د نړۍ بدلون: د پایدارې پراختیا لپاره د ۲۰۳۰ کال اجنډا" و. دغه اجنډا ۹۲ فقرې یا پاراګرافونه لري. ۵۹ام پاراګراف د پایدارې پراختیا ۱۷ موخې، ۱۶۹ اهداف (targets) او ۲۳۲ اړوند شاخصونه تشرېح کوي.[۹][۱۰]

متقاطع مسائل سمول

پایدارې پراختیا ته د رسېدو لپاره باید درې برخې د یو بل تر څنګ کار وکړي: اقتصادي، ټولنیزې-سیاسي او ژواک چاپېریالي برخې ټولې ډېرې مهمې او له یو بل سره تړلې دي. د پرمختګ لپاره په درې واړو برخو کې ګڼ‌رشته‌يي څېړنو ته اړتیا ده. دغه کار هغه مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي چې لوی دولتونه یې ملاتړ نه‌کوي.[۱۱]

د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، هدف داسې ټولنې ته رسېدل دي چې ډېره لرې ده. ژمنې باید پر داسې اغېزناکو اقداماتو بدلې شي چې د هغو جمعیتونو په اړه پوهې ته اړتیا لري چې هدف ګرځېدلي. اطلاعات یا معلومات باید ټول زیانمن پاړکي لکه ماشومان، عمر خوړلي کسان، معلولان، کډوال، ځايي خلک او کورني بې‌سرپناه خلک په پام کې ولري.[۱۲]

عملي کول او ملاتړ سمول

په ټوله نړۍ کې د پایدارې پراختیا د موخو د عملي کولو بهیر په ۲۰۱۶ کال کې پیل شو. دغه بهیر "د پایدارې پراختیا د موخو ځايي کولو" په نامه هم یادولی شو. اشخاص، پوهنتونونه، حکومتونه، مؤسسات او بېلابېل سازمانونه په جلا جلا ډول کار کوي خو په هم‌مهاله ډول یوه یا څو موخې تعقیبوي. منفرد حکومتونه باید دغه موخې پر خپلو ملي قوانینو بدلې کړي، د اقدام لپاره پروګرام جوړ کړي او خپله بودیجه تنظیم کړي. په ورته وخت کې باید د خپلو شریکانو یا همکارانو لپاره چمتو وي او په فعال ډول له هغوی سره ملتیا وکړي. په نړیواله کچه همغږي ډېره مهمه ده او مشارکتونه ارزښتناک دي. د پایدارې پراختیا په موخو کې ویل شوي چې له مالي پلوه کمزوري هېوادونه له شتمنو هېوادونو سره مشارکت ته اړتیا لري.[۱۳][۱۴]

لګښتونه او مالي سرچینې سمول

لګښتونه سمول

ایکانومېسټ (The Economist) اونیزې اټکل کړی چې د بېوزلۍ کمولو او نورو موخو ته د رسېدو لپاره هر کال شاوخوا ۲ تر ۳ تریلیون ډالرو ته د پنځلسو کالونو لپاره اړتیا ده. د ټولو لویو وچو د ټول جمعیت لپاره د پاکو اوبو او روغتیا لپاره اټکلونه تر ۲۰۰ میلیارده امریکايي ډالرو پورې دي. نړیوال بانک ویلي چې اټکلونه باید هېواد پر هېواد وشي او هر وخت په پرله‌پسې ډول وارزول شي.[۱۵][۱۶]

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا کنفرانس (UNCTAD) په ۲۰۱۴ کال کې دغو موخو ته د رسېدو کلني لګښتونه هر کال ۲.۵ تریلیون ډالره اټکل کړل. په ۲۰۱۸ کال کې بل اټکل (دا اټکل باسل مؤسسې وکړ چې د نړیوالې ټولنیزې شتمنۍ څار یې پر غاړه دی) وښوده چې د پایدارې پراختیا ټولو موخو ته د رسېدو لپاره هر کال له ۲.۵ تر ۵ تریلیون ډالرو ته اړتیا ده.[۱۷][۱۸]

مالي تکیه سمول

راکفلر بنسټ (Rockefeller Foundation) وايي چې "د پایدارې پراختیا موخو ته د رسېدو او مالي خوندیتوب لپاره په کلني ډول تر ۲۰۰ تریلیون د ډېرو امریکايي ډالرو د خصوصي پانګونې جریان ته اړتیا ده او بشردوستي د دغه بهیر په چټکولو کې مهم رول لري." د لوړې کچې پانګوال چې د راکفلر بنسټ په کوربه‌توب یې په یوه ورکشاپ کې ګډون کړی و، دې پایلې ته ورسېدل چې "که څه هم د پایدارې پراختیا موخو ته د رسېدو لپاره یو اخلاقي الزام موجود دی، خو که په لوړه کچه د مالي خوندیتوب په ډول کې بنسټیز بدلونونه رانه‌شي، ماتې حتمي ده".[۱۹][۲۰][۲۱]

تاریخچه سمول

په ۱۹۷۲ کال کې د سویډن په سټکلهم کې حکومتونه د انساني ژواک چاپېریال په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د کنفرانس لپاره راټول شول تر څو د یوه روغ چاپېریال د لرلو لپاره د کورنۍ پر حقونو غور وکړي. په ۱۹۸۳ کال کې ملګرو ملتونو سازمان د ژواک چاپېریال او پراختیا نړیوال کمیسیون (چې وروسته د برونټلنډ د کمیسیون په توګه وپېژندل شو) جوړ کړ او پایداره پراختیا یې داسې تعریف کړه چې "د اوسنیو اړتیاوو پوره کول، پرته له دې چې د راتلونکي نسل وړتیاوې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ګواښ سره مخ کړي". په ۱۹۹۲ کال کې د ژواک چاپېریال او پراختیا په اړه د ملګرو ملتونو سازمان لومړنی کنفرانس (UNCED) جوړ شو. په دغه کنفرانس کې د ژواک چاپېریال او پراختیا په اړه لومړنۍ اجنډا چې د ۲۱ اجنډا په توګه هم پېژندل کېږي، ترتیب او تصویب شوه.[۲۲][۲۳]

سرچینې سمول

  1. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313 Archived 28 November 2020 at the Wayback Machine.)
  2. United Nations (2015) Resolution adopted by the General Assembly on 25 September 2015, Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/70/1 Archived 28 November 2020 at the Wayback Machine.)
  3. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313 Archived 28 November 2020 at the Wayback Machine.)
  4. "SDG Indicators - Global indicator framework for the Sustainable Development Goals and targets of the 2030 Agenda for Sustainable Development". United Nations Statistics Division (UNSD). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "SDG Tracker". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "SDG Tracker". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General Archived 30 December 2020 at the Wayback Machine., High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
  8. "World leaders adopt Sustainable Development Goals". United Nations Development Programme. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development". United Nations – Sustainable Development knowledge platform. مؤرشف من الأصل في ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. . Breakdown of U.N. Sustainable Development Goals.
  11. "Sustainable Development Goals 2016-2030: Easier Stated Than Achieved – JIID" (په انګلیسي ژبه کي). 2016-08-21. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اپرېل ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Leaving no one behind — SDG Indicators". unstats.un.org. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر 2 جولای 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه 28 جون 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  14. Belay Begashaw (په 16 April 2017 باندې). Global governance for SDGs. D+C, development and cooperation.
  15. . The 169 commandments.
  16. Hutton, Guy (15 November 2017). "The Costs of Meeting the 2030 Sustainable Development Goal Targets on Drinking Water, Sanitation, and Hygiene" (PDF). Documents/World Bank. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "UNCTAD | Press Release". unctad.org. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Alexander Dill (2018) The SDGs are public goods - Costs, Sources and Measures of Financing for Development Archived 30 December 2020 at the Wayback Machine. - Policy paper to the UN Inter-Agency Taskforce on Financing for Development, Basel Institute of Commons and Economics
  19. Madsbjerg, Saadia (19 September 2017). "A New Role for Foundations in Financing the Global Goals". مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Burgess, Cameron (March 2018). "From Billions to Trillions: Mobilising the Missing Trillions to Solve the Sustainable Development Goals". sphaera.world. مؤرشف من الأصل في ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "About the IATF | United Nations". developmentfinance.un.org. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "The History of Sustainable Development in the United Nations". Rio+20 UN Conference on Sustainable Development. UN. 20–22 June 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Development, World Commission on Environment and. "Our Common Future, Chapter 2: Towards Sustainable Development - A/42/427 Annex, Chapter 2 - UN Documents: Gathering a body of global agreements". www.un-documents.net. مؤرشف من الأصل في ۱۷ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)