د پاچا جیمز نسخه

د پاچا جیمز نسخه (King James Version) چې د پاچا جیمز د بایبل (KJB) او مجازې/رسمي نسخې په نومونو هم پېژندل کېږي د انګلستان د کلیسا لپاره د عیسوي بایبل انګلیسي ژباړه ده چې په ۱۶۰۴ زکال کې یې سپارښتنه وشوه او په ۱۶۱۱ زکال کې د پاچا شپږم او لومړي جیمز په مالي ملاتړ چاپ شوه. د پاچا جیمز د نسخې په ۸۰ کتابونو کې د زاړه تړون ۳۹ کتابونه، د تړون پر مهال ۱۴ هغه کتابونه چې پروتستانتان یې اپوکریفا بولي او همدارنګه د نوي تړون ۲۷ کتابونه شاملېږي. د پاچا جیمز نسخه چې د هغو د «سبک د عظمت» له امله پام وړ ګرځېدلې په انګلیسي کلتور کې یو له مهمو کتابونو او همدارنګه د انګلیسي ژبې نړۍ په جوړېدو کې د محرکه قوې په توګه توصیف شوې. [۱]

د پاچا جیمز نسخه
د پاچا جیمز نسخه
د پاچا جیمز نسخه

د شخص معلومات
عملي ژوند

د پاچا جیمز نسخه د لومړي ځل لپاره د جان نورتون او رابرت بارکر له خوا چې د پاچا د چاپ خونې مسئولیت یې پر غاړه درلود چاپ شوه؛ دا په انګلیسي ژبه د بایبل دریمه ژباړه وه چې د انګلستان د کلیسا د چارواکو د تائید وړ وګرځېده: لومړۍ ژباړه یې د لوی بایبل په نوم وه چې د پاچا اتم هنري (۱۵۳۵ زکال) د واکمنۍ پر مهال یې امر ورکړل شوی و، دویمه ژباړه یې د کشیشانو د بایبل په نامه وه چې د ملکې لومړۍ الیزابت د واکمنۍ پر مهال (۱۵۶۸ زکال) یې سپارښتنه وشوه. د سویس په جینوا کې د پروتستانت اصلاح غوښتونکو لومړني نسل په ۱۵۶۰ زکال کې د جینوا بایبل د هغو له اصلي عبراني او یوناني متونو څخه برابر کړ، هغه چې د پاچا جیمز د رسمي نسخې په لیکلو کې یې پام وړ اغېز درلود. [۲][۳]

د ۱۶۰۴ زکال په جنوري میاشت کې پاچا جیمز د همپتون دربار کنفرانس جوړ کړ، هغه په دغه کنفرانس کې د انګلستان د کلیسا د پیوریتنانو (پاک دینانو) د ډلې له خوا په پخوانیو ژباړو کې د نیمګړتیاو د ویلو په غبرګون کې د بایبل د نوې انګلیسي نسخې د جوړولو وویل.  [۴][۵]

جیمز ژباړونکو ته یو شمېر لارښوونې وکړې څو ډاډ ترلاسه شي چې نوې نسخه به له کلیسا پوهنې سره تطابق ولري څو د انګلستان د کلیسا پروتستانت نظام او همدارنګه ټاکل شوي روحاني ته اعتقاد منعکس کړي. دغه ژباړه د شپږ ډلو ژباړونکو (په ټولیز ډول یې شمېر ۴۷ تنه نارینه و ته رسېد چې ډېری یې په انګلستان کې د بایبل له مخکښو پوهانو څخه و) له خوا ترسره شوه. د دوی ترمنځ دندې وېشل شوې وې: زوړ تړون دریو ډلو، نوی تړون دوه ډولو او اپوکریفا یو ډلې ته سپارل شوی و. نوی تړون د هغه مهال د نورو ژباړو په څېر له یوناني، زوړ تړون له عبراني او آرامي او آپوکریفا له یوناني او لاتین متنونو سره ورته و. د ۱۶۶۲ زکال د مشترک/عام عبادت په کتاب کې د مجازې یا رسمي نسخې (Authorized Version) متن د لوی بایبل، انجیل او مسیحي خط پر ځای وکارول شو (خو په مزامیرنامه کې دا کار ونشو ځکه د بایبل د لوی کتاب اساسي نسخه یې ساتلې وه) او له همدې امله هم د پارلمان د قانون له مخې مجاز وګڼل شو. [۶][۷][۸]

د اتلسمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د انګلیسي ژباړې په توګه دغه رسمي نسخه په انګلیسي پروتستانت کلیساوو او نورو انګلیکان کلیساوو کې په موثره توګه د بې بدیلې نسخې په توګه کارول کېده، یوازې د مزامیر او د انګلستان د کلیساوو د مشترکو عباداتو د کتاب له یو شمېر برخو پرته چې په عملي بڼه کومو ستونزو په کې شتون نه درلود. د اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې دغه رسمي نسخه د لاتین ولګاټې نسخې پر ځای د انګلیسي ژب ویونکو پوهانو لپاره په معیاري نسخه واوښته. په ۱۹مه پېړۍ کې د کلیشه یي چاپ په پراختیا سره د انجیل دغه نسخه په تاریخ کې په تر ټولو ډېر چاپېدونکي کتاب واوښته؛ د دغو چاپونو نږدې ټول متون په ۱۷۶۹ زکال کې په اکسفورډ کې د بنجامین بلیني له خوا په معیاري بڼه تصحیح شول او په دې سره د اپوکریفا نږدې ټولې برخې ترې لرې شوې. نن ورځ د «پاچا جیمز نسخې» ته د غیرمعیاري توب د عنوان کارول د اکسفورډ معیاري نسخې ته نغوته کوي.  

اغېز سمول

د سلطنتي هڅونې او ملاتړ سربېره، هېڅکله هم له دغې نوې ژباړې څخه د ګټنې ښکاره امر شتون نه درلود. تر دې پورې چې په ۱۶۶۱ زکال کې دغه نسخې د مشترکو عباداتو په کتاب کې د انجیل او عیسوي لارښوونو په برخه کې د کشیشانو د بایبل ځای ونیو. په ۱۷۶۳ زکال کې د نقدي بیاکتنې (The Critical Review) په نامه اخبار څرګنده کړه چې «مبهم عبارات، منسوخ کلمات او نامطلوب عبارات... د ریشخند وهونکو لپاره موضوع جوړوي». د بلیني د ۱۷۶۹ زکال نسخه د سمې املا او د لیک دود د نښو په لرلو سره له مجازې یا رسمې نسخې څخه د عمومي درک د بدلون په برخه کې په انګلیسي ژبه د یو شاهکار اثر په توګه مرسته وکړه. [۹]

دغه نسخه «په نړۍ کې د تر ټولو اغېزمن کتاب د اغېزمنې نسخې په توګه په هغه ژبه چې اوس مهال تر ټولو اغېزمنه ده»، «په انګلیسي مذهب او کلتور کې د تر ټولو مهم کتاب» او همدارنګه «په انګلیسي ژب ویونکې نړۍ کې د تر ټولو زیات ستایل شوي کتاب» په توګه وبلل شوه. [۱۰][۱۱]

د پاچا جیمز نسخه یو له هغو نسخو څخه ده چې په پروتستانت کلیساوو او همدارنګه د انګلیکان کلیساوو په نورو ډولونو کې ترې ګټنه اجازه لري، ځکه د دغه کلیساو سپېڅلی تاریخي کتاب دی. [۱۲]

په داسې حال کې چې د دغې نسخې برتري په انګلیسي ژب ویونکې نړۍ کې راکمه شوې – د بېلګې په توګه، د انګلستان کلیسا د دغې نسخې سربېره د هغو د شپږو نورو نسخو لارښوونه کوي – خو دغه ژباړه لا هم په متحده ایالاتو کې په ځانګړې توګه د انجلیانو لپاره د سکافیلډ ماخذي بایبل په توګه تر ټولو ډېره کارول کېدونې ده. ورته مهال په تېرو څلوېښتو کلونو کې په تدریج سره معاصرو نسخو، په ځانګړې توګه نړیوالې نوې نسخې (۱۹۷۳ زکال) او نوې بیا کتل شوې معیاري نسخې (۱۹۸۹ زکال) څخه د هغو ځای نیولی چې دویمي یې د پاچا جیمز د نسخې د ځای نیونکې په توګه هم په پام کې نیول کېږي. [۱۳][۱۴]

د چاپ کولو د حق حالت سمول

دغه مجازه/ رسمي نسخه د نړۍ په ډېرو برخو کې عمومي مالکیت ته اړونده ده. ورته مهال په بریتانیا کې د هغو د چاپ، انتشار او د ویش حق په سلطنتي واکونو کې دی او سلطنت، خپرونکو ته اجازه ورکوي چې هغه د حکومتي فرمان د اجازې له مخې تکثیر کړي. په انګلستان، ولز او شمالي ایرلنډ کې د حکومتي فرمان د ورکړې اختیار د پاچا د چاپګر او په سکاټلنډ کې د بایبل د سکاټلنډي هئیت په واک کې دی. د پاچا چاپخونه د پېړیو راهیسې د بایبل د تکثیر له حق سره اړیکه لري چې مخینه یې ۱۵۷۷ زکال ته اړوندېږي. په ۱۸ مه پېړۍ کې د هغو پاتې حقوق د جان باسکټ له خوا په انحصاري توګه وپېرل شول. د باسکټ حقوق د یو شمېر خپروندویانو له خوا راکم شول او په انګلستان، ولز او شمالي ایرلنډ کې د پاچا چاپخونه اوس مهال د کمبرېج پوهنتون خپروندیه برخه ده، چې په ۱۹۹۰ زکال کې یې ایري او سپاټیس ووډ شرکت خپل کړ او دغه حق ورته په میراث پاتې شو. [۱۵]

لرغوني مهال ته د اړوندو نورو سلطنتي احکامو له مخې د کمبریج پوهنتون خپرندويه برخه او همدارنګه د اکسفورډ پوهنتون خپرندویه برخه د رسمي نسخي د خپرولو په برخه کې په خپلواکه توګه د ملکې د چاپګر حقونه لري. په سکاټلنډ کې دغه نسخه د بایبل د سکاټلنډي پلاوي په اجازه د کولیز خپرندویه ټولنې له خوا خپرېږي. د دغه احکامو حدود د دغو نسخو له درلودونکو پرته او یا د هغو کسانو له اجازې پرته چې دغه نسخه لري، د هغو چاپ، خپرول او همدارنګه بریتانیا ته د هغو واردول منع کوي. هغه خوندیتوب چې دغه نسخه او همدارنګه د مشترکو عباداتو کتاب ترې برخمن دی له هغه مهال څخه راپاتې دی کله چې ولیعهد په بریتانیا کې د ټولو چاپخونو او انتشاراتو واک په لاس کې درلود. نږدې ټول هغه مقررات چې د تکثیر حق یې د تل لپاره یو شمېر خپروندویو ټولنو ته ورکړی د ۱۹۸۸ زکال د چاپ، طرحو او اختراعاتو د قانون له مخې لغو شوی، خو له دې امله چې دغه نسخه د چاپ د حق پر ځای د سلطنتي حق له مخې خوندي شوې لا یې هم د چاپ حق خوندي دی، هغه ډول چې د ۱۹۸۸ زکال د چاپ، طرحو او اختراعاتو د قانون په ۱۷۱ ماده کې ورته نغوته شوې. [۱۵][۱۶]

سرچينې سمول

  1. "The King James Bible: The Book That Changed the World – BBC Two". BBC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The Sixth Point of Calvinism, The Historicism Research Foundation, Inc., 2003, کينډۍ:ISBN
  3. Daniell 2003، ص. 204.
  4. Daniell 2003، ص. 435.
  5. Hill 1997، صص. 4–5.
  6. Daniell 2003، ص. 488.
  7. Daniell 2003، ص. 436.
  8. Daniell 2003، ص. 439.
  9. Hall 1881.
  10. "When the King Saved God". Vanity Fair. 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 20 May 2012 باندې). Why I want all our children to read the King James Bible.
  12. The Canons of the General Convention of the Episcopal Church: Canon 2: Of Translations of the Bible Archived 24 July 2015 at the Wayback Machine.
  13. "400 years of the King James Bible". The Times Literary Supplement. 9 February 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Durken, Daniel (17 December 2015). New Collegeville Bible Commentary: Old Testament (په انګرېزي ژبه کي). Liturgical Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8146-3587-2. The King James tradition was continued in the Revised Version of 1881 and 1885, the Revised Standard Version of 1946 and 1952, and the New Revised Standard Version of 1989. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Metzger او Coogan 1993، ص. 618.
  16. CDPA s171(1)(b)