د يهوديت تاريخ

يهودي تاريخ د يهوديانو او د هغوی د قوم، دين او کلتور تاریخ دی، چې څه ډول يې وده کړې او له نورو خلکو، دينونو او کلتورونو سره مخامخ شوي. سره له دې چې يهوديت د يوه دين په توګه په يوناني سندونو کې د هلنيستي پړاو پر مهال (۳۲۳-۳۱) راڅرګند شوی او تر ټولو دمخه د اسرائيلو يادونه د مرنپتاح پر ډبرليک له میلاد مخکې په ۱۲۱۳-۱۲۰۳ نېټه شوې ده. مذهبي ادبيات وايي چې: د اسرائيلو کيسه له میلاد مخکې لږ تر لږه ۱۵۰۰ ته رسېږي. د يهودو ډله یيز کوچ، د اشوريانو له نيولو سره پيل شو او د بابليانو په نيولو سره يې په پراخه پيمانه دوام درلود. يهوديان په رومي سترواکۍ کې خپاره وو او دا چاره په مرکزي او ختيځه مديترانه کې د بيزانس د واکمنۍ پر مهال تر کمې کچې روانه وه. په ۶۳۸ ز کال کې بيزانس سترواکي د شام واکمني له لاسه ورکړه. د خليفه حضرت عمر(رض) تر واکمنۍ لاندې د عربو اسلامي سترواکي، اورشليم، د بين النهرين سيمې، سوريه او مصر ونيول. په هسپانيه کې د يهودي کلتور زرين پړاو، د اروپا له منځنيو پېړيو سره برابر شو، چې په دې موده کې په ټوله ايبريا ټاپووزمه کې د مسلمانانو حکومت و. په هغه وخت کې، په عمومي ډول يهوديان، په ټولنه کې منل کېدل او يهودي دين، کلتور او اقتصادي ژوند وغوړېد. د دولسمې او پنځلسمې پېړۍ تر منځ، اشکنازي يهوديان په مرکزي اروپا کې له خورا بد ځورسره مخامخ شول، کوم چې پولنډ ته د دوی د ډله ييز کوچ لامل وګرځېد.  [۱][۲]

د عثماني لرغوني پړاو پر مهال (۱۳۰۰-۱۶۰۰) د سترواکۍ له نورو ډېريو ټولنو سره يهوديان هم تر يو بريده، له نېکمرغۍ څخه برخمن وو. په اولسمه پېړۍ کې په لويديځه اروپا کې د پام وړ يهوديان مېشت(استوګن) و. د اروپايي رنسانس او روښانتيا په پړاو کې، په يهودي ټولنو کې د پام وړ بدلونونه راغلل. په اتلسمه پېړۍ کې يهوديانو، له محدودونکو قوانينو څخه د دوی ژغورلو او په اروپايي ټولنه کې د ضم کېدلو هڅې پيل کړې. په داسې حال کې چې په لويديځه اروپا کې يهوديانو ته د قانون په وړاندې مخ پر زياتېدونکې برابرتيا ورکړه شوه، دوی د اوسېدو په سيمه کې له زياتو ځورېدلو او قانوني محدوديتونو سره مخامخ شول، په دې کې پراخه ډله ييزې وژنې هم شاملې وې، کوم چې په ۱۸۸۱ او ۱۹۲۴ ز کلونو کې، له دوه ميلیونو څخه زيات يهوديان متحده ايالاتو ته کوچ کولو ته اړ کړل. په ۱۸۷۰ او ۱۸۸۰ ز کلونو کې اروپا مېشتو يهوديانو، په پراخه کچه اسرائيلو ته د کوچېدو او په خپله ملي خاوره کې د بيا ځای پر ځای کېدو په اړه بحثونه پيل کړل. په ۱۸۹۷ ز کال کې په رسمي ډول صیهونيستي ګوند بنسټ کېښودل شو. په همدې وخت کې د اروپا او متحده ايالاتو يهوديانو د ساينس، کلتور او اقتصاد په برخه کې برياوې تر لاسه کړې، په دوی ټولو کې پېژندل شوي کسان يې ساينسپوه البرټ انشټاين او فيلسوف لودويګ ويتګنشتاين وو. د اوس په څېر، د نوبل جايزې ډېری ګټونکي هم يهوديان وو.[۳][۴]

په ۱۹۳۳ ز کال کې، په المان کې د اډولف هیټلر او نازيانو له خوا د واک له تر لاسه کولو سره سم، د يهوديانو حالت نور هم خراب شو. اقتصادي کړکېچ، د يهودو پر ضد توکميز قوانين او د راتلونکې جګړې وېرې يهود اړ کړل چې له اروپا څخه فلسطين، متحده ايالاتو او شوروي اتحاد ته وتښتي. په ۱۹۳۹ ز کال کې دويمه نړيواله جګړه پیل شوه او تر ۱۹۴۱ ز کال پورې هیټلر د پولنډ او فرانسې په ګډون نژدې ټوله اروپا نیولې وه، چې هغه مهال په پولنډ کې ميليونونه يهوديانو ژوند کاوه. په ۱۹۴۱ زکال کې د شوروي اتحاد له بريد وروسته، وروستۍ حل لاره پيل شوه او د يهوديانو د پوپناه کولو په موخه بې مخينې منظم او پراخه عمليات پيل شول. په سياسي اروپا کې د يهوديانو ځورول او وژل پېښ شول، چې په دې کې شمالي اروپايي افريقا (د نازيانو پلويان وېشي-شمالي افريقا او ايټالوي ليبيا) هم شامل و. دا ټولوژنه، چې په هغې کې نږدې شپږ ميليونه يهود په منظم ډول له منځه يووړل شول، د هالوکاسټ په نوم پېژندل کېږي او يا په عبري ژبه کې د شوا په نوم. په پولنډ کې درې ميليونه یهوديان، د اجباري کار د پنډغالو په ګازخونو کې ووژل شول، يوازې يو ميليون يهوديان، د اشتويتس په پنډغالي کې ووژل شول.   

فلسطين چې له ۱۹۲۰ ز کال راهيسې، د بریتانيې تر واک لاندې و، د هالوکاسټ پر مهال او له هغې مخکې په پراخه کچه د يهودي کډوالۍ د څپو شاهد و. کله چې په ۱۹۴۸ ز کال کې دا واکمني پای ته ورسېده، ډايويډ بين-ګورين د مۍ په څوارلسمه نېټه په ارتس اسرائيل کې د يوه يهودي هېواد د رامنځته کولو ادعا وکړه، چې د اسرائيلو هېواد په نوم پېژندل کېده. ډېر ژر ګاونډيو عرب هېوادونو بريد وکړ، خو نوي جوړ شوي  اسرائيلي پوځ مقاومت وکړ. په ۱۹۴۹ ز کال کې جګړه پای ته ورسېده او د اسرائيلو دولت، د هېواد په جوړولو پیل وکړ. له ټولې نړۍ څخه يې سلګونه زره يهوديان جذب کړل. په ۲۰۲۰ ز کال کې اسرائيل يو پارلماني ديموکراتيک هېواد دی، چې نفوس يې نهه اعشاريه دوه ميليونه خلکو ته رسېږي، شپږ اعشاريه اوه ميليونه يې يهوديان دي. د يهوديانو سترې ټولنې په اسرائيلو او متحده ايالاتو کې دي، په فرانسې، کاناډا، ارجنټاين، روسيه، بریتانيه، استراليا او المان کې هم د يهودو سترې ټولنې شته. (د نويو يهوديانو د شمېرو په اړه دې معلوماتو لپاره د يهودو نفوس وکتل شي).

د يهودو په تاريخ کې د وختونو پړاوونه سمول

د يهوديت او يهوديانو تاريخ په پنځو پړاوونو وېشل کېدای شي: (۱) له يهوديت مخکې لرغوني اسرائيل، له پيل څخه تر ۵۸۶ قبل الميلاد پورې، (۲) له میلاد مخکې په شپږمه او پنځمه پېړۍ کې د يهوديت پيل، (۳) له ميلاد وروسته اويايم کال کې د دويم عبادتځای له ويجاړېدو وروسته د حاخامي يهوديت جوړېدل، (۴) د حاخامي يهوديت پړاو، له ميلاد وروسته په ۳۱۲ ز کال د قسطنطين ستوراک د واکمنۍ پر مهال سياسي واک ته د مسيحيت له پورته کېدو څخه په اتلسمه پېړۍ کې د مسيحيانو د سياسي واک تر پای ته رسېدو پورې، او (۵) د ډول - ډول يهوديت پړاو، له فرانسوي او امريکايي اوښتون څخه وروسته تر اوسه. [۵]

د يهوديت لرغونی تاريخ (۱۵۰۰-۶۳ له میلاد مخکې) سمول

لرغونې اسرائيليان (له میلاد مخکې تر ۵۸۶ کال پورې) سمول

د لومړيو يهوديانو او دهغوی د ګاونډيانو تاريخ، په ښېرازه مياشت (ښېرازه مياشت هغو سيمو ته کارېدونکې اصطلاح ده ، چې د دجلې او فرات سيندونو په څنډو کې پرتې دي) او د مديترانې سمندرګي په ختيځو غاړو تمرکز لري. د هغو خلکو له منځه پيلېږي، چا چې د نيل سمندر او بين النهرين تر منځ پرتې سيمې نيولې وې. د کنعان ځمکه «چې نږدې اوسني اسرائيل، فلسطين، اردن او لبنان په کې شامل دي»، د تمدنونو د راټولېدو ځای و، هغه سيمه چې د مصر او بابیل لرغوني کلتورونه، د عربو ساراګانې(صحراوې) او د کوچنۍ اسيا لوړې ځينې راچاپېرې دي.[۶][۷][۸]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Mosk (2013), p. 143. "Encouraged to move out of the Holy Roman Empire as persecution of their communities intensified during the twelfth and thirteenth centuries, the Ashkenazi community increasingly gravitated toward Poland."
  2. Harshav, Benjamin (1999). The Meaning of Yiddish. Stanford: Stanford University Press. p. 6. "From the fourteenth and certainly by the sixteenth century, the center of European Jewry had shifted to Poland, then ... comprising the Grand Duchy of Lithuania (including today's Byelorussia), Crown Poland, Galicia, the Ukraine and stretching, at times, from the Baltic to the Black Sea, from the approaches to Berlin to a short distance from Moscow."
  3. Lewin, Rhoda G. (1979). "Stereotype and reality in the Jewish immigrant experience in Minneapolis" (PDF). Minnesota History. 46 (7): 259. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Jewish Nobel Prize Winners". jinfo.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Neusner 1992، ص. 4.
  6. Dever, William G. (2002). What Did the Biblical Writers Know and When Did They Know It?. Wm. B. Eerdmans Publishing Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-2126-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) p. 99
  7. Finkelstein, Israel and Nadav Naaman, eds. (1994). From Nomadism to Monarchy: Archaeological and Historical Aspects of Early Israel. Israel Exploration Society. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-880317-20-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  8. Compare: Ian Shaw; Robert Jameson (May 6, 2002). Ian Shaw (المحرر). A Dictionary of Archaeology (الطبعة New edition (17 Feb 2002)). Wiley Blackwell. د کتاب پاڼې 313. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-23583-5. The Biblical account of the origins of the people of Israel (principally recounted in Numbers, Joshua and Judges) often conflicts with non-Biblical textual sources and with the archaeological evidence for the settlement of Canaan in the late Bronze Age and early Iron Age. [...] Israel is first textually attested as a political entity in Egyptian texts of the late 13th century BC and the Egyptologist Donald Redford argues that the Israelites must have been emerging as a distinct group within the Canaanite culture during the century or so prior to this. It has been suggested that the early Israelites were an oppressed rural group of Canaanites who rebelled against the more urbanized coastal Canaanites (Gottwald 1979). Alternatively, it has been argued that the Israelites were survivors of the decline in the fortunes of Canaan who established themselves in the highlands at the end of the late Bronze Age (Ahlstrom 1986: 27). Redford, however, makes a good case for equating the very earliest Israelites with a semi-nomadic people in the highlands of central Palestine whom the Egyptians called Shasu (Redford 1992:2689-80; although see Stager 1985 for strong arguments against the identification with the Shasu). These Shasu were a persistent thorn in the side of the Ramessid pharaohs' empire in Syria-Palestine, well-attested in Egytian texts, but their pastoral lifestyle has left scant traces in the archaeological record. By the end of the 13th century BC, however, the Shasu/Israelites were beginning to establish small settlements in the uplands, the architecture of which closely resembles contemporary Canaanite villages. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)