د وینې تېرَونه


د یوه وګړي د وینې دوراني سیسټم ته د رګ له‌لارې د وینې ترلاسه شوي محصول د لېږدولو بهیر ته د وینې تېرَونه (په انګلیسي: Blood Transfusion) وایي. په بېلابېلو طبي شرایطو کې، د وینې ضایع شویو برخو د تشو ډکولو په موخه یو وګړي ته وینه ورکول کېږي. په لومړیو کې د وینې بشپړې برخې په سالمه او کره توګه تېرېدلې، خو په پرمختللي طبابت کې د وینې تېرولو پر مهال، په ټولیز ډول، د وینه سره کرویاتو، د وینې سپین کرویاتو، پلازما، د پرنډولو (لخته کولو) فکټورونو او دمویه صفحاتو په څېر، د وینې یوازې اړینې برخې کارول کېږي.[۱]

د وینې سره کرویات (RBC) هموګلوبیني حجرې لري او د وجود حجرو ته اکسېجن تامینوي. د وینې سپین کرویات د وینې تېرونې پر مهال، په ټولیزه توګه، نه کارول کېږي؛ خو نوموړي کرویات د معافیتي سیسټم یوه برخه ده او همدا راز له انتانونو سره مبارزه کوي. پلازما د وینې «زېړرنګه» مایع برخه ده، د یوه حایل په توګه عمل کوي او د وجود ټولیزې روغتیا لپاره د اړین پروټین او مهمو موادو درلودونکي دي. دمویه صفحات د وینې په پرنډتوب کې ونډه لري او له وجود څخه د وینې بهېدنې مخنیوی کوي. د دغو برخو تر پېژندنې دمخه، ډاکتران پر دې باور وو چې وینه یوه متجانسه مایع ده. د دغې علمي مغالطې له‌امله، ډېرشمېر ناروغانو د ناجوړې او نامناسبې وینې د تېرېدلو له‌امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

طبي کارَونې سمول

 
شیشه د وینې انتقالولو په پخوانی طریقه کې کارول کیږي.

د وینې سرو کرویاتو تېرونه سمول

له تاریخي پلوه، د وینې سرو کرویاتو تېرَونه هغه مهال ترسره کېدله چې د هموګلوبین کچه له 100g/L څخه یا د هېماتوکریت کچه له 30% څخه راټیټېدله. څرنګه چې د ورکړل شوې وینې هر واحد له خطرونو سره مل دی، اوس‌مهال تر ډېره د دغې کچې په پرتله لږ څه ټیټه کچه (70 تر 80g/L) په پام کې نیول کېږي، ځکه ښودل شوې ده چې د ناروغ لپاره لا ښې پایلې لري. په روغتون کې د بستر شویو ناروغانو لپاره، چې وینه‌بهېدنه نه‌لري، د وینې یوه واحد تجویزول معیاري دي، او دغه درملنه د بیاارزونې او د نښو او د هموګلوبین غلظت په پام کې نیولو سره دوام مومي. کېدای شي د اکسېجن ضعیفې اشباع لرونکي ناروغان لا زیاتې وینې ته اړتیا ولري. تر ډېره بریده توصیه کېږي چې یوازې د وینې شدید کموالي په صورت کې، وګړي ته وینه تېره شي او داسې شواهد شته چې د ډېر مقدار وینې تجویزول، ناوړې پایلې رامنځ‌ته کوي. کېدای شي هغه چا ته چې د ټټر درد یا سالنډي په څېر د زړه-عروقي ناروغۍ نښې نښانې لري، وینه ورکړل شي. که چېرې د ناروغانو د هموګلوبین کچه د اوسپنې د کمښت له‌امله ټیټه وي، خو د زړه-عروقي وضعیت یې باثباته وي، هم د موثروالي او هم د خوندیتوب له‌پلوه، په parenteral توګه د اوسپنې اخېستنه یې لا غوره ګڼل کېږي. د وینې نور محصولات د اړتیا په صورت کې ورکول کېږي؛ د بېلګې په توګه: د پرنډتوب د نیمګړتیاوو درملنې په موخه.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

چلنلاره سمول

د وینې تر ورکولو دمخه، یو لړ پړاوونه په پام کې نیول کېږي، ترڅو د وینې محصولاتو له کیفیت، وړوالي او د وینې اخېستونکي له خوندیتوب څخه ډاډ ترلاسه شي. په ۲۰۱۲ز کې، په ۷۰ سلنه هېوادونو کې د وینې په تړاو ملي پالیسي شتون درلود او په ۶۹ سلنه هېوادونو کې ځانګړي قوانین تصویب شوي وو چې په هغو کې د وینې تېرولو کیفیت او خوندیتوب په جدي توګه په پام کې نیول شوی دی.[۸]

د وینې ورکړه (اهدا) سمول

د وینې تېرولو پر مهال، د وینې سرچینې په توګه یا د خپله شخص (په اتولوګ ډول د وینې تېرونه) یا د بل چا له وینې څخه کار اخېستل کېږي (په الوجېنیک یا هومولوګ ډول د وینې تېرونه). دوه‌یمه سرچینه د لومړۍ په پرتله لا متداوله ده. د بل چا له وینې څخه د کار اخېستنې په صورت کې، لومړی باید وینه اهدا شي. وینه، تر ډېره د بشپړې او سالمې وینې په توګه اهدا کېږي، چې په لومړي کې د رګ له‌لارې له اهدا کوونکي څخه ترلاسه او وروسته له د پرنډتوب ضد موادو (رقیق کوونکي مواد) سره ګډېږي. په پرمختللو هېوادونو کې، ډېري وخت د وینې اخېستونکي لپاره د اهدا بهیر او اهدا کوونکی ناپېژندلی پاتې کېږي، خو د وینې بانک محصولات بیا د اخېستونکي لپاره د اهدا، ازمایښت، د اجزاوو جلا کېدنې، زېرمه کېدنې او تجویز د ټولو پړاوونو په ترڅ کې څرګند او د تعقیب وړ دي. په‌دې توګه د هر ډول شکمنې وینې د تېرولو اړوند ناروغیو انتقال یا له وینې تېرولو وروسته د معافیتي سیسټم غبرګون په تړاو، د مدیریت او څېړنې امکان رامنځ‌ته کېدلای شي. مخ په ودې هېوادونو کې، د وینې اهدا کوونکی ځیني وخت د وینې ترلاسه کوونکي له‌خوا ټاکل کېږي او ډېري وخت د کورنۍ یو غړی د وینې اهدا کولو لپاره حاضرېږي او د وینې تر تېرېدلو دمخه، سملاسي وینه اهدا کوي.

دا چې د الکولو، یا لومړی د الکولو او وروسته د ضد عفوني موادو په کارولو سره د اهدا کوونکي د وینې ککړتیا کچه راټیټېدلای شي او که نه، څرګنده نه‌ده.[۹]

پروسس او ازمایښت سمول

اهدا شوې وینه له ترلاسه کېدلو وروسته د پروسس پړاو ته ځي، ترڅو ځانګړو ناروغانو ته د استفادې وړ وګرځي. وروسته بیا ترلاسه شوې وینه د سانتریفوګاسیون عملیې په ترڅ کې د وینې اجزاوو ته جلا کېږي: د وینې سره کرویات، پلازما، دمویه صفحات، د البومین پروټین، د پرنډتوب فکټورونو غلظتونه، کرایوپرسیپیتیت، د فیبرینوجېن غلظت او معافیتي ګلوبولینونه (انتي‌بادي). د وینې سره کرویات، پلازما او دمویه صفحات کېدای شي په جلا توګه، د «افایرېسیس» په نامه د یوې لا پېچلې عملیې له‌لارې اهدا شي.

د استفادې کچه سمول

د نړۍ په کچه، هر کال د وینې سرو کرویاتو شاوخوا ۸۵ میلیونه واحده وګړو ته تېرېږي.[۱۰]

په متحده ایالاتو کې، په ۲۰۱۱ز کال کې په روغتون کې د بستر کېدلو پر مهال ناروغانو کابو ۳ میلیونه ځلي وینه ورکړل شوې ده، چې په‌دې سره د وینې ورکړه تر ټولو متداول پروسیجر وګرځېده. په ۲۰۱۱ز کال کې، د ۴۵ کلنو او یا لا ډېر عمر لرونکو وګړو لپاره تر ټولو ډېر کارول شوې پروسیجر ؤ، او د هغو وګړو لپاره چې عمر یې له ۱ تر ۴۴ کلونو پورې ؤ، د پنځو لوړو کارول شویو پروسیجرونو په کتار کې راغی.[۱۱]

د نیویارک ټایمز د راپور له‌مخې: «په طب کې بدلونونو د وینې تېرولو میلیونونو مواردو اړتیا له‌منځه وړې ده او دا د هغو ناروغانو لپاره، چې ډېرې وینې ته د اړتیا په صورت کې د کرونري موقتي حل‌لارو په څېر پروسیجرونه غوره کوي، ښه خبر دی». او، «د وینې بانکونو عواید ورځ په ورځ رالوېږي او سږ کال [۲۰۱۴ز] د دغې لوېدا کچه ګڼې 1.5 میلیارد ډالرو ته راښکته شي، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۸ز کال کې د عوایدو کچه یې 5 میلیارد ډالرو ته رسېدله». د سره میاشت د څرګندونو پر بنسټ، تر راتلونکو درېیو تر پنځو کلونو پورې به ۱۲،۰۰۰ کارمندان خپلې دندې له‌لاسه ورکړي، چې دا شمېر د نوموړي صنعت کابو یو پر څلورمه برخه ده.[۱۲]

تاریخچه سمول

د وینې د دوران سیسټم په هکله د ویلیام هاروې له‌خوا د ازمایښتونو په پیلېدو سره، د وینې تېرونې په تړاو ثبت شوې څېړنې په اوولسمې پېړۍ کې پیل شوې او د ژویو ترمنځ د وینې په تېرونه کې ګڼ‌شمېر ازمایښتونه بریالي وختل. سره له‌دې، انسانانو ته د ژویو وینې تېرولو په موخه د ډاکترانو پرله‌پسې هلوځلو ناوړې او تر ډېره وژونکې پایلې رامنځ‌ته کړي. [۱۳]

کله ناکله داسې ویل کېږي چې اتم پاپ اېنوسنت ته د هغه طبیب جیاکومو دي سان جنزیو «په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره وینه تېره کړه»، چې نوموړي (د خولې له‌لارې) د درېیو لس کلونو هلکانو وینه وڅښله. هلکان سم دلاسه مړه شول. سره له‌دې، د دغې کیسې شواهد تر ډېره د اعتماد وړ نه‌دي او په احتمال سره د یهود د سپکاوي په موخه دغه کیسه جوړه شوې ده.[۱۴]

لومړنۍ هڅې سمول

اېنکایان

داسې ویل کېږي چې د وینې د تېرونې لومړۍ هڅه د اېنکایانو له‌خوا د ۱۵۰۰ز لسیزې په لومړیو کې په بریا سره ترسره شوه. سپانیایي کنکیستادوران (سوبمن) په شپاړلسمې پېړۍ کې د اېنکایانو مُلک ته ورسېدل او د وینې د تېرولو عیني شاهدان وو. د «اند» په سیمه کې د بومي وګړو ترمنځ د O ګروپ وینې خپرېدا په‌دې معنی ده چې دغه ډول پروسیجرونه، د وینې نامناسبو ګروپونو د شتون په صورت کې، خامخا د وینې تېرونې په پرتله لا لږ خطرونه درلودل؛ چې دغې مسألې په اروپا کې د لومړنیو هڅو په ناکامۍ کې ستره ونډه درلوده.[۱۵][۱۶]

سرچينې سمول

  1. "Blood Transfusion | National Heart, Lung, and Blood Institute (NHLBI)". www.nhlbi.nih.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Adams RC, Lundy JS (1942). "Anesthesia in cases of poor surgical risk. Some suggestions for decreasing risk". Surg Gynecol Obstet. 74: 1011–1019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Carson JL, Grossman BJ, Kleinman S, Tinmouth AT, Marques MB, Fung MK, Holcomb JB, Illoh O, Kaplan LJ, Katz LM, Rao SV, Roback JD, Shander A, Tobian AA, Weinstein R, Swinton M, Djulbegovic B (Mar 26, 2012). Clinical Transfusion Medicine Committee of the, AABB. "Red Blood Cell Transfusion: A Clinical Practice Guideline From the AABB". Annals of Internal Medicine. 157 (1): 49–58. doi:10.7326/0003-4819-157-1-201206190-00429. PMID 22751760. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Five Things Physicians and Patients Should Question", Choosing Wisely: an initiative of the ABIM Foundation, American Association of Blood Banks, 24 April 2014, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۴ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Carson, Jeffrey L.; Stanworth, Simon J.; Dennis, Jane A.; Trivella, Marialena; Roubinian, Nareg; Fergusson, Dean A.; Triulzi, Darrell; Dorée, Carolyn; Hébert, Paul C. (2021-12-21). "Transfusion thresholds for guiding red blood cell transfusion". The Cochrane Database of Systematic Reviews. 12: CD002042. doi:10.1002/14651858.CD002042.pub5. ISSN 1469-493X. PMC 8691808 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34932836 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Villanueva, C; Colomo, A; Bosch, A; Concepción, M; Hernandez-Gea, V; Aracil, C; Graupera, I; Poca, M; Alvarez-Urturi, C; Gordillo, J; Guarner-Argente, C; Santaló, M; Muñiz, E; Guarner, C (2013). "Transfusion strategies for acute upper gastrointestinal bleeding". The New England Journal of Medicine. 368 (1): 11–21. doi:10.1056/NEJMoa1211801. PMID 23281973. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Gasche, C; Berstad, A; Befrits, R; Beglinger, C; Dignass, A; Erichsen, K; Gomollon, F; Hjortswang, H; Koutroubakis, I; Kulnigg, S; Oldenburg, B; Rampton, D; Schroeder, O; Stein, J; Travis, S; Van Assche, G (2007). "Guidelines on the diagnosis and management of iron deficiency and anemia in inflammatory bowel diseases" (PDF). Inflammatory Bowel Diseases. 13 (12): 1545–1553. doi:10.1002/ibd.20285. PMID 17985376. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Blood safety and availability". World Health Organization. June 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Webster, Joan; Bell-Syer, Sally EM; Foxlee, Ruth (2015-02-12). Cochrane Wounds Group (المحرر). "Skin preparation with alcohol versus alcohol followed by any antiseptic for preventing bacteraemia or contamination of blood for transfusion". Cochrane Database of Systematic Reviews (په انګلیسي ژبه کي). 2015 (2): CD007948. doi:10.1002/14651858.CD007948.pub3. PMC 7185566. PMID 25674776. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Carson JL, Grossman BJ, Kleinman S, Tinmouth AT, Marques MB, Fung MK, Holcomb JB, Illoh O, Kaplan LJ, Katz LM, Rao SV, Roback JD, Shander A, Tobian AA, Weinstein R, Swinton M, Djulbegovic B (Mar 26, 2012). Clinical Transfusion Medicine Committee of the, AABB. "Red Blood Cell Transfusion: A Clinical Practice Guideline From the AABB". Annals of Internal Medicine. 157 (1): 49–58. doi:10.7326/0003-4819-157-1-201206190-00429. PMID 22751760. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Pfuntner A., Wier L.M., Stocks C. "Most Frequent Procedures Performed in U.S. Hospitals, 2011". HCUP Statistical Brief #165. October 2013. Agency for Healthcare Research and Quality, Rockville, MD. .
  12. (په 2014-08-24 باندې). Blood Industry Shrinks as Transfusions Decline. The New York Times Newspaper.
  13. Scientific American (په انګلیسي ژبه کي). Munn & Company. 1869-02-20. د کتاب پاڼې 122. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Jacalyn Duffin, History of Medicine: A scandalously short introduction, University of Toronto Press, 1999, p. 171.کينډۍ:ISBN?
  15. Lusardi, Donna M. (2002). The New Book of Knowledge. Scholastic Library Publishing. د کتاب پاڼې 260. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lee, Rupert (2016). The Eureka! Moment: 100 Key Scientific Discoveries of the 20th Century. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136714764. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page?