د ويکيپېډيا خبرې اترې:رسول اکرم، علي(ک) ته وويل: خداى زړۀ ته دې لار ښيي او ژبه دې پر حق ټينګه ساتي.

ژباړه: اجرالدین اقبال پته: www.andyal.com


32 . أخبرنا عمرو بن عليّ،قال:حدّثنا يحيي ] بن سعيد [ قال:‌حدّثنا الأعمش قال:حدّثنا قال:‌حدّثنا عمرو بن مرّة عن أبي البختري،عن عليّ قال:« بعثني رسول الله (ص) إلي اليمن و أنا شابّ حديث السنّ ، فقلت: يا رسول الله ؛ إنّك بعثتني إلي قوم يكون بينهم أحداث ، و أنا شابّ حديث السنّ. قال (( إنّ الله سيهدي قلبك و يثبّت لسانك)) فما شككت في قضاء بين اثنين » .

رسول اکرم، علي(ک) ته وويل: خداى زړۀ ته دې لار ښيي او ژبه دې پر حق ټينګه ساتي. 32- حديث: علي(ک) وايي: نوى ځوان شوى وم، چې رسول اکرم د قضا لپاره "يمن" ته ولېږلم. ورته مې وويل: د خداى رسوله ! تۀ مې داسې قوم ته لېږې، چې دا دين ورته نوى دى او بل دا، چې زه ځوان يم. رسول اکرم راته وويل: (( خداى زړۀ ته دې لار ښيي او ژبه دې پر حق ثابته او ټينګه ساتي.)) علي(ک) ويل: د پېغمبر اکرم له دې دعا وروسته مې د دوو تنو ترمنځ په قضاوت كې شك نۀ درلود.

32 حديث په نورو سر چينو كې : طبقات ابن سعد :‌ج 2 ، ص 337 ، ح 1 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 68 ، ح 636 ؛ فضائل احمد : ص 72 ، ح 108 ؛ مسند بزّار : ج 3 ، ص 125 ، ح 912 ؛ سنن ابن ماجه : ج 2 ، ص474 ؛ انساب الاشراف : ج 1 ، ص 17 ، ح 33 ؛ مناقب كوفي :‌ ج 2 ، ص 12 ، ح 501 ؛ مسند ابو يعلي : ج 1 ، ص 323 ، ح 401 ؛ مستدرك حاكم :‌ ج 3 ، ص 135 ؛ حلية الاولياء : ج 4 ، ص 381 ؛ سنن بيهقي : ج10 ، ص 85 ؛ مناقب خوارزمي : ص 83 ، ح 71

33 . أخبرنا عليّ بن خشرم،قال:أخبرنا عيسي }بن يونس بن أبي إسحاق] ،عن الأعمش ، عن عمرو بن مرّة ، عن أبي البختري ،عن عليّ قال:« بعثني رسول الله (ص) إلي اليمن ، فقلت : إنّك تبعثني إلي قوم أسن منّي فكيف القضاء فيهم ؟ فقال:إنّ الله سيهدي قلبك و يثبّت لسانك. قال : فما تعاييت في حكومة بعد ».

33- حديث: حضرت علي(ک) وايي: رسول اکرم د قضا لپاره "يمن" ته ولېږلم. ورته مې وويل: رسول الله! داسې ځاى ته مې لېږې، چې په عمر كې رانه مشران دي؛ نو څنګه په کې قضا وكړم؟ رسول اکرم راته وويل:(( په رښتيا، چې خداى زړۀ ته دې لار ښيي او ژبه دې پر حق ثابته او ټينګه ساتي.)) حضرت علي(ک) وايي: له دې وروسته په قضا كې نۀ يم تېروتى.

33 حديث په نورو سر چينو كې : د هماغه 32 حديث سرچينې دي

34 . أخبرنا محمّد بن المثنّي، قال:‌حدّثنا أبو معاوية،قال:حدّثنا الأعمش، عن عمر بن مرّه ،عن أبي البختري،عن عليّ قال:« بعثني رسول الله (ص) إلي اليمن لأقضي بينهم ، فقلت : يا رسول الله ؛ لا علم لي بالقضاء»،فضرب بيده علي صدره و قال :‌ « اللهمّ اهد قلبه و سدّد لسانه. فما شككت في قضاء بين اثنين حتّي جلست مجلسي هذا » . 34- حديث: حضرت علي(ک) وايي: رسول اکرم د قضاوت لپاره يمن ته ولېږلم. ورته مې وويل:د خداى استازيه! د قضا علم نۀ لرم. رسول اکرم په سينه ډب راكړ او و يې ويل:(( خدايه! زړۀ يې هدايت كړې او ژبه يې پر حق ثابته او ټينګه كړې.)) علي(ک) به ويل: دا دعا چې راته يې كړې؛ نو تر اوسه چې دلته ناست يم؛د د وو تنو ترمنځ په قضاوت كې تېروتى نۀ يم.

34 حديث په نورو سر چينو كې : مسند طيالسي : ج 1 ، ص 16 ، ح 98 ؛ مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 368 ، ح 32095 ؛ مسند احمد : ج2 ، ص 356 ، ح 1145 ؛ سنن ابن ماجه : ج 2 ، ص 474 ؛ اخبار القضاة : ج 1 ، ص 85 ؛ حلية الاولياء : ج 4 ، ص 382 ؛ سنن بيهقي : ج 10 ، ص 86 .

35 . أخبرنا أحمد بن سليمان ، قال : حدّثنا يحيي بن آدم ، قال : حدّثنا شريك ] بن عبد الله [ ، عن سماك بن حرب ، عن حنش بن المعتمر ، عن عليّ قال:« بعثني رسول الله (ص) إلي اليمن و أنا شابّ، فقلت: يا رسول الله ؛ تبعثني و أنا شابّ إلي قوم ذوي أسنان لأقضي بينهم و لا علم لي بالقضاء ؟ فوضع يده علي صدري ،‌ ثمّ قال "إنّ الله سيهدي قلبك و يثبّت لسانك ،‌ يا عليّ ؛‌ إذا جلس إليك الخصمان فلا تقض بينهما حتّي تسمع من الآخر كما سمعت من الأوّل ، فإذا فعلت ذلك تبين لك القضاء" قال عليّ : ـ فما أشكل عليّ قضاء بعد » .

35- حديث : حضرت علي(ک) وايي: ځوان وم ،چې رسول اکرم د قضاوت لپاره يمن ته ولېږلم. ورته مې وويل:د خداى رسوله! ځوان يم او هلته خو به زاړه او له ما مشران هم وي او بله دا ،چې د قضاوت علم نۀ لرم. رسول اکرم خپل مبارك لاس زما پر سينه كېښود او و يې ويل:(( په رښتيا، چې خداى ستا زړۀ ته لار ښيي او ژبه دې ټينګوي.علي ! دوه تنه چې د قضاوت لپاره راغلل؛ نو د يوه په خبرې اورېدو قضاوت مۀ کوه،د هغه بل هم واوره. له دې وروسته حق (قضاوت) درته حق څرګندېږي .)) حضرت علي(ک) وايي: له دې دعا وروسته راته يو قضاوت هم سخت نۀ و.

35 حديث په نورو سر چينو كې : مسند طيالسي : ص 159 ، ح 125 ؛ طبقات کبرى: ج 2 ، ص 337 ، ح2 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 421 ، ح 745 ؛ فضائل احمد : ص 152 ، ح 218 ؛ سنن ابن ابي داود : ج 3 ، ص 301 ، ح 3582 ؛ سنن ترمذي : ج 3 ، ص 618 ، ح 1331 ؛ اخبار القضاة : ج 1 ، ص 85 ـ 86 ؛ سنـن بيهقـي : ج 10 ، ص 86 .

36 .أخبرنا أحمد بن سليمان قال:‌حدّثنا يحيي بن آدم قال:حدّثنا إسرائيل [ بن يونس [ ، عن ] جدّه [ أبي إسحاق ، عن حارثة بن مضرّب،عن عليّ قال:« بعثني رسول الله (ص) إلي اليمن فقلت:إنّك تبعثني إلي قوم هم أسنّ منّي لأقضي بينهم ؟ فقال:إنّ الله سيهدي قلبك و يثبّت لسانك».

36 -حديث: حضرت علي(ک) وايي: رسول اکرم يمن ته ولېږلم. ورته مې وويل: رسول الله! داسې ځاى ته مې لېږې،چې هلته به له ما مشران وي .رسول اکرم راته وويل:(( په رښتيا، چې خداى دې زړۀ ته لار ښيي او ژبه دې پر حق ټينګوي.))

36 حديث په نورو سر چينو كې : طبقات ابن سعد : ج 2 ، ص 337 ، ح 3 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 92 ، ح 666اوج 2 ، ص 451 ، ح 1342 ؛ مسند بزّار : ج 2 ، ص 289 ، ح 711 ؛ اخبار القضاة : ج 1 ، ص 85 .

37 . أخبرنا زكريّا بن يحيي قال:حدّثنا محمّد بن العلاء،قال:حدّثنا معاوية بن هشام بن شيبان ]بن عبد الرحمان [ ، عن أبي إسحاق،عن عمرو بن حبشي،عن عليّ ، قال:« بعثني رسول الله (ص) إلي اليمن فقلت:يا رسول الله إنّك تبعثني إلي شيوخ ذوي أسنان ، إنّي أخاف أن لا أصيب . قال :‌ إنّ الله سيثبّت لسانك و يهدي قلبك » .

37- حديث : حضرت علي(ک) وويل: رسول اکرم د قضاوت لپاره يمن ته ولېږلم. ورته مې وويل: هلته خو به تر ما مشران هم وي او ډارېږم،چې په دې كار کې ناكام نۀ شم . رسول اکرم وويل:(( په رښتيا چې خداى دې ژبه پر حق ټينګه كړې او زړۀ ته به دې لار ښيي.

37 حديث په نورو سر چينو كې : طبقات کبرى : ج 2 ، ص 337 ، ح 3 ؛ اخبار القضاة : ج 1 ، ص 85او87ـ88 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 13 ، ح 502 ؛ مسند ابو يعلي : ج 1 ، ص 252 ، ح 293 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 11 ، ص 451 ، ح 5065 .

38 . أخبرنا محمّد بن بشّار،قال:حدّثنا ]محمّد بن[ جعفر، قال: حدّثنا عوف عن ميمون أبي عبد الله ، عن زيد بن أرقم قال:« كان لنفر من أصحاب رسول الله (ص) أبواب شارعة في المسجد ، فقال رسول الله (ص) سدّوا هذه الأبواب إلاّ باب عليّ». فتكلّم في ذلك أناس، فقام رسول الله (ص) ، فحمد الله و أثني عليه،ثمّ قال:« أمّا بعد:فإنّي أمرت بسدّ هذه الأبواب غير باب عليّ، فقال فيه قائلكم،و الله؛ ما سددته و لا فتحته،‌ ولكنّي أمرت بشيء فاتّبعته».

38- حديث : حضرت زيد بن ارقم(رض) وايي: د پېغمبر اکرم د ځينو يارانو دكور ورونه د جومات خواته خلاص وو. بيا رسول اکرم وويل:((بې د علي له ورۀ نور ټول ورونه وتړئ.))ځينو په دې باب پسپسكې كولې؛ نو رسول اكرم ودرېد او له حمد او ستاېنې وروسته يې وويل: (( ما ته حکم شوى، چې بې د علي له ورۀ، نور ټول ورونه وتړم،چې ځينو نيوكې وكړې . پر خداى قسم !ما له ځانه نۀ ور تړلى او نۀ خلاص كړى؛بلکې (د خداى له لوري) حکم و او عمل مې پرې وكړ.))

38 حديث په نورو سر چينوكې : مسند احمد : ج 3 ، ص 41 ، ح 19287 ؛ مستدرك حـاكم : ج 3 ، ص 125 ؛ مناقب خوارزمي : ص 327 ، ح 328 ؛ القول المسدّد : ص28 .

39 . قرأت علي محمّد بن سليمان لوين عن ابن عيينه،عن عمرو بن دينار،عن أبي جعفر محمّد بن عليّ،عن إبراهيم بن سعد أبي وقّاص،عن أبيه ـ و لم يقل مرّة : عن أبيه ـ قال: كنّا عند النبيّ (ص) و عنده قوم جلوس ، فدخل عليّ ، فلمّا دخل خرجوا ، فلمّا خرجوا تلاوموا فقالوا : و الله ؛ ما أخرجنا و أدخله ، فرجعوا ، فدخلوا فقال: « و الله ما أنا أدخلته و أخرجتكم ، بل الله أدخله و أخرجكم » .

39- حديث : حضرت سعد بن ابي وقاص(رض) وايي: له رسول اكرم(ص) سره په يوې ډلې كې ناست وم، چې حضرت علي(ک) راننوت او نور ووتل. (رسول اکرم نورو ته وويل: بهر ووځئ)،چې راووتل؛ نو يو بل يې ودګل او ويې ويل: پر خداى قسم ! دا خو سمه نۀ وه، چې موږ يې راواېستو او هغه يې له ځان سره كېناوه؛ نو بېرته ولاړل او ورننوتل.بيا نو رسول اکرم ورته وويل:((پر خداى قسم ! ما تاسې له ځانه اېستلې نۀ ياست او علي مې كېنولى نۀ دى؛ بلکې دا د خداى حکم و.))

39 حديث په نورو سر چينو كې : المعرفةاوالتاريخ : ج 2 ، ص 211 ؛ مسند بزّار : ج 4 ، ص 34 ، ح 1195 ؛ علل دارقطني : ج 4 ، ص 263 ، ح 629 ، طبقات محدثين : ج 2 ، ص 145 ، ح 165 ؛ تاريخ ابو نعيم : ج 2 ، ص 147 ، ح 1328 ؛ تاريخ بغداد : ج 5 ، ص 293او294 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 5 ، ص 46 ؛ ترجمة‌ الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 312 ، ح 823او824 .

40 . أخبرنا أحمد بن يحيي،قال:حدّثنا عليّ بن قادم،قال: أخبرنا إسرائيل ]بن يونس [ ،عن عبدالله بن شريك ، عن الحارث بن مالك،قال:أتيت مكّة فلقيت سعد بن أبي وقّاص ، فقلت : هل سمعت لعليّ منقبة ؟‌ قال كنّا مع رسول الله (ص) في المسجد ، فنودي فينا ليلاً :‌ليخرج من ] في [ المسجد إلاّ آل رسول الله (ص) و آل علي:قال : فخرجنا ، فلمّا أصبح أتاه عمّه فقال : يا رسول الله ! أخرجت أصحابّك و أعمامك و أسكنت هذا الغلام ؟! فقال رسول الله (ص):« ما أنا أمرت بإخراجكم و لا بإسكان هذا الغلام ، إنّ الله هو أمر به ». ] قال أبو عبد الرحمان [:قال فطر عن عبد الله بن شريك ، عن عبد الله بن الرقيم ،‌ عن سعد:أنّ العبّاس أتي النبيّ (ص) فقال:سددت أبوابنا إلاّ باب عليّ ؟! فقال:« ما أنا فتحتها و لا سددتها » .

40 -حديث :حضرت حارث بن مالك (رض) وايي: مكې ته راغلم او هلته مې حضرت سعد بن ابي وقاص(رض) وليد. ورته مې وويل: د حضرت علي(ک) په باب دې كومه ځانګړنه نۀ ده اورېدلې؟ راته يې وويل: له رسول اکرم سره په جومات كې ناست وو،چې يو تن غږ كړ:بې له آل رسول الله او آل علي،نور ټول له جوماته ووځئ.موږ له جوماته ووتو، چې سهار شو؛ نو د رسول اکرم تره (عباس) راغى او حضرت پېغمبر اکرم ته يې وويل: رسول الله! خپل ياران او ترونه دې له جوماته اېستلي او دا ځوان (علي(ک)) دې په جومات كې پرېښى دى؟ د خداى رسول وويل:(( ما له خپل ځانه،نۀ څوك له جوماته اېستلي او نۀ پرېښى؛ بلكې د خداى امر دى .))

40 حديث په نورو سر چينوكې : كتاب السنه : ص 593 ، ح 1376 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 458 ، ح 954اوص 461 ، ح 956 ؛ مسند شاشي : ج 1 ، ص 126 ، ح 63 ؛ كامل ابن عدي : ج 3 ، ص 234 ؛ أمالي مفيد : ص 55 ، ح 2 : ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 1 ، ص 243 ، ح 278اوص 238 ، ح 281 ؛ تهذيب الكمال : ج 5 ، ص 278 .

41 . أخبرني زكريّا بن يحيي ]السجزي [ قال:حدّثنا عبد الله بن عمر ] بن محمّد بن أبان مشكدانة الكوفي[ قال:حدّثنا أسباط ] بن محمّد [عن فطر ] بن خليفة [ ،عن عبد الله بن شريك،عن عبد الله بن الرقيم،عن سعد نحوه .

41- حديث: دا حديث هم د څلوېښتم حديث په څېر دى. نسائي هغه په بل سند نقل كړى دى.

42 . أخبرني محمّد بن وهب ، قال:حدّثنا مسكين ]بن بكير[،قال:‌ حدّثنا شعبة عن أبي بلج،عن عمرو بن ميمون،عن ابن عبّاس ـ و أبو بلج هو يحيي بن أبي سليمان ـ قال: أمر رسول الله (ص) بأبواب المسجد فسدّت إلاّ باب عليّ .

42- حديث : حضرت ابو بلج وايي: د خداى رسول حکم وكړ، چې بې د علي د كور له ورۀ،نور چې د څومره كورونو ورونه جومات ته خلاص دي،بند يې كړئ.

41 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد : ج 2 ، ص 98 ، ح 15511 ، كتاب السنه : ص 595 ، ح 1384اوص 596 ، ح 1385 ؛ مسند بزّار : ج 4 ، ص 36 ، ح 1197 ؛ مناقب كوفي : ج 1 ، ص 471 ، ح 373اوج 2 ، ص 466 ، ح 691 ؛ مسند ابو يعلي : ج 2 ، ص 61 ، ح 73 ؛ معجم اوسط طبراني : ج 4 ، ص 553 ، ح 3943 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ، ص 116 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 257 ، ح 304او306 .

42 حديث په نورو سر چينو كې : سنن ترمذي : ج 5 ، ص 641 ، ح 3732 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 464 ، ح 959اوص 466 ، ح 962 ؛ معجم كبير طبراني : ج 12 ، ص 78 ، ح 12594 ؛ حلية الأولياء : ج 4 ، ص 153 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 260 ، ح 308 ؛ ترجمه الامام علي من تاريخ دمشق : ج 1 ، ص 282 ، ح 326 .

43 . أخبرنا محمّد بن المثنّي،قال:حدّثنا يحيي بن حمّاد،قال:حدّثنا الوضّاح،قال: حدّثنا يحيي، قال:حدّثنا عمرو بن ميمون،قال: قال ابن عبّاس:و سدّ أبواب المسجد غير باب عليّ ، فكان يدخل المسجد و هو جنب و هو طريقه ، ليس له طريق غيره

43- حديث : حضرت ابن عباس(رض) وايي: رسول اکرم بې د حضرت علي(ک) له ورۀ ،نور ټول ورونه وتړل،چې جومات ته خلاصېدل. حضرت علي(ک) جومات ته جُنُب هم راتله؛ ځكه د كور لار يې پر جومات وه.

43 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 372 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 26 ، ح 4797 ؛ فضائل احمد : ص 50 ، ح 78اوص 173 ، ح 245 ؛ كتاب السنه : ص 585 ، ح 1327 ؛ سنن ترمذي : ج 5 ، ص 639 ، ح 3727 ؛ اخبار القضاة : ج 3 ، 149 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 458 ، ح 952اوص 459 ، ح 955اوص 462 ، ح 957او960 ؛ مسند ابي يعلي : ج 9 ، ص 452 ، ح 5601 ؛ مسند روياني : ص 167 ، ح 411 ، الكنياوالأسماء دولابي : ج 1 ، ص 150 ؛ معجم كبير طبراني : ج 23 ، ص 374 ، ح 883 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ، ص 125 ؛ سنن کبرى بيهقي : ج 7 ، ص 65 ـ 66 ؛ مناقب ابن مغازلي :‌ ص 257 ، ح 305اوص 253 ، ح 303اوص 261 ، ح 309 ؛ تاريخ بغداد : ج 7 ، ص 205 ؛ مناقب خوارزمي : ص 109 ، ح 116 ؛ مقتل الحسين خوارزمي : ج 1 ، ص 62 ؛ كشف الأستار : ج 3 ، ص 195 ، ح 2552 او. . . .

44 . أخبرنا بشر بن هلال،قال حدّثنا جعفر ـ وهو ابن سليمان ـ قال: حدّثنا حرب بن شدّاد عن قتادة،عن سعيد بن المسيّب،عن سعد بن أبي وقّاص. قال: لمّا غزا رسول الله (ص) غزوة تبوك خلّف عليّاً بالمدينة ، فقالوا فيه:ملّه و كره صحبته،فتبع [عليّ [ النبيّ (ص) حتّي لحقه في الطريق فقال:« يا رسول الله ؛ خلّفتني في المدينة مع الذراري و النساء حتّي قالوا:ملّه و كره صحبته . فقال له النبيّ (ص): يا عليّ ، إنّما خلّفتك علي أهلي ، أما ترضي أن تكون منّي بمنزلة هارون من موسي غير أنّه لا نبيّ بعدي » ؟

Return to the project page "رسول اکرم، علي(ک) ته وويل: خداى زړۀ ته دې لار ښيي او ژبه دې پر حق ټينګه ساتي.".