د هیروشیما او ناګاساکي اټومي بمبارۍ

متحده ایالاتو د ۱۹۴۵ کال د اګست پر ۶مه او ۹مه نېټه په ترتیب سره د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو دوه اټومي بمونه وغورځول. دغو دوو چاودنو د ۱۲۹۰۰۰ او ۲۲۶۰۰۰ ترمنځ خلک ووژل، چې ډېری یې ملکي وګړي وو. دا په وسله واله جګړه کې د اتومي وسلو د کارولو یوازېنۍ پېښه ده.

د دویمې نړیوالې جګړې په وروستي کال کې، متفقینو یا متحدینو پر جاپان د یوه پرلګښته یرغل لپاره چمتووالی نیولی و. دا اقدام له دودیزو او سوځوونکو پوځي عملیاتو څخه چې د جاپان ۶۷ ښارونه یې ویجاړ کړل، وړاندې و. په اروپا کې جګړه هغه مهال پای ته ورسېده چې جرمني د ۱۹۴۵ کال د مې پر ۸مه تسلیم شو او متحدینو ټوله توجه د ارام سمندر جګړې ته واړوله. د ۱۹۴۵ تر جولای میاشتې د متحدینو د منهاټن پروژې دوه ډوله اټومي بمونه تولید کړل، چې یو یې د "چاغ سړی" (Fat Man) په نوم و او د پلوتونیم د چاودنې اټومي وسله وه؛ او بل یې هم د "کوچنی هلک" (Little Boy) په نوم و او د غني شوو یورانیمو ټوپک ډوله اتومي وسله وه. د متحده ایالاتو د اردو د هوايي ځواک ۵۰۹ ګډ ګروپ د بوینګ B-29 سوپرفورټریس له ځانګړي سلور پلیټ نسخې سره روزل شوی او مجهز شوی و، او په ماریانا ټاپوګانو کې په ټینین کې ځای پر ځای شوی و. متحدینو د ۱۹۴۵ کال د جولای پر ۲۶مه د پوټسډم په اعلامیه کې د جاپاني وسله والو ځواکونو له شرط پرته تسلیمیدو غوښتنه وکړه او بدیل یې "سملاسي او بشپړ ویجاړول" وباله. خو جاپان دغه وروستی ضرب الاجل له پامه وغورځاوه.

د بمبارۍ لپاره د انګلستان هوکړه، چې د کیوبیک تړون له خوا غوښتل شوې وه، ترلاسه شوه او د جولای په ۲۵مه د متحده ایالاتو د پوځ د سرپرست لوی درستیز جنرال توماس هانډي له خوا پر هیروشیما، کوکورا، نیګاتا او ناګاساکي باندې د اټومي بمونو د کارولو فرمانونه صادر شول. دا هدفونه ځکه غوره شوي وو چې دوی لویې ښاري سیمې وې او په نظامي لحاظ یې پام‌وړ تاسیسات هم لرل. د اګست پر ۶مه یو "کوچنی هلک" اتومي بم په هیروشیما کې وغورځول شو، خو بیا هم لومړي وزیر سوزوکي د جاپان د حکومت دا ژمنه بیا تکرار کړه چې د متحدینو غوښتنې په پام کې نه نیسي او جګړه روانه ده. درې ورځې وروسته، یو "چاغ سړی" اتومي بم په ناګاساکي کې وغورځول شو. په راتلونکو دوو تر څلورو میاشتو پورې د دغې اتومي بمبارۍ اغېزو په هیروشیما کې له ۹۰۰۰۰ تر ۱۴۶۰۰۰ پورې کسان او په ناګاساکي کې د ۳۹۰۰۰ تر ۸۰۰۰۰ ترمنځ کسان ووژل، چې نږدې نیمایي مرګ ژوبله یې پر لومړۍ ورځ وه. وروسته بیا د څو میاشتو لپاره لوی شمېر خلکو د سوځېدنې، د اتومي وړانګو له کبله د خپرو شوو ناروغیو، او ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه، چې په ګډه د ناروغۍ او خوارځواکۍ له کبله وو. ډېری وژل شوي خلک ملکي وګړي وو، که څه هم هیروشیما د پام وړ پوځي لښکرکوټونه لرل.

جاپان د شوروي اتحاد له خوا د جګړې له اعلان او د ناګاساکي له بمبارۍ شپږ ورځې وروسته د اګست پر ۱۵مه نېټه متحدینو ته تسلیم شو. د جاپان حکومت د سپتمبر پر دویمه نېټه د تسلیمیدو سند لاسلیک او عملا یې جګړه پای ته ورسوله. څېړونکو او پوهانو د نړۍ د وروسته تاریخ پر ټولنیز او سیاسي شخصیت او عام کلتور باندې د دغو اتومي بمباریو د اغېزو په اړه پراخې څېړنې کړې دي، او د دغې بمبارۍ د اخلاقي او قانوني جواز او توجیه په اړه لاهم ډېر بحثونه شته دي. د دغې اتومي بمبارۍ ملاتړي په دې اند دي چې دا اټومي بمونه له لږو تلفاتو سره د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره اړین وو، په داسې حال کې چې منتقدین یې بیا استدلال کوي چې د جاپان حکومت باید له نورو لارو تسملیمېدو ته اړ ایستل شوی وای. دوی د اټومي وسلو اخلاقي اغېزو او پایلو او هغو تلفاتو ته اشاره کوي چې ملکي وګړو ته واوښتل.

د بمباریو په اړه شته بحثونهسمول

د جاپان په تسلیمولو کې د دغو بمباریو رول او په اړه یې د متحده ایالاتو د توجیه او دلیل اړوند اخلاقي، قانوني او پوځي مناقشې او نظري اختلافات د علمي او عامو بحثونو ګرمه موضوع ده. له یوې خوا، دا استدلال شوی چې بمبارۍ د جاپان د تسلیمیدو لامل شوې او په دې توګه د هغو پراخو تلفاتو مخه ونیول شوه چې پر جاپان د یرغل په پایله کې به رامنځته کېده. سټیمسن د یو ملیون تلفاتو د مخنیوي خبره کړې. سمندري کلابندۍ ښایي جاپانیان د لوږې له کبله له یرغل پرته تسلیمېدو ته اړ ایستلي وای، مګر هغه بیا هم د ډېرو جاپانیانو د مړینې لامل کېده.[۱][۲][۳][۴][۵]

که څه هم د بمباریو یو شمېر منتقدین وایي چې اټومي وسلې له بنسټه غیر اخلاقي دي او دا بمبارۍ جنګي جرمونه وو او د دولتي ترهګرۍ بڼه یې لرله. ځینې نورو، لکه جاپاني تاریخ لیکونکي سویوشي هاسیګاوا بیا استدلال کړی، چې د جاپان پر وړاندې جګړې ته د شوروي اتحاد ننوتلو "د جاپان په تسلیمولو کې د اټومي بمونو په پرتله ډېر رول ولوباوه، ځکه دې چارې هغه هیلې له منځه یوړې چې جاپان به د مسکو په منځګړیتوب جګړه پای ته ورسولی شي". د بمباریو د منتقدینو په منځ کې یو نظر هم، چې په ۱۹۶۵ کال کې د امریکايي تاریخپوه ګار الپرویتز لخوا ورکړل شوی، د اټومي ډیپلوماسۍ مفکوره ده، او هغه دا چې: متحده ایالاتو د سړې جګړې په لومړیو پړاوونو کې د شوروي اتحاد د ډارولو لپاره اټومي وسلې کارولې. جیمز اورر لیکلي، چې دا مفکوره په جاپان کې منل شوی دریځ شو او ښایي د متحده ایالاتو د حکومت په تصمیم نیولو کې یې هم رول لوبولی وي.[۶][۷][۸]

میراثسمول

د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو څرنګوالی تر څو لسیزو وروسته پورې پر نړیوالو اړیکو دروند سیوری غوړولی و. د ۱۹۴۶ کال د جون پر ۳۰مه د متحده ایالاتو د وسلو په زېرمو کې د ۹ اټومي بمونو برخې موجودې وې، چې ټولې د "چاغ سړی" (Fat Man) هغو ډیوایسونو ته ورته دي چې د ناګاساکي په بمبارۍ کې کارول شوي وو. اټومي وسلې په لاس جوړ شوي وسایل وو، او د تولید لپاره تر چمتو کېدو وړاندې یې د راټولولو، خوندیتوب، اعتبار او ذخیره کولو اسانتیاوو ته د ودې ورکولو لپاره ډېر کار پاتې و. همدا راز د هغو په کارېدن کې هم ډېر هغه پرمختګونه موجود وو، چې ورته وړاندیز شوي وو، مګر دا چاره بیا د جګړې د مهال تر فشار لاندې شونې نه وه. د ګډو ځواکونو د لوی درستیز، فلیټ اډمیرل ویلیم ډي لیهي "د تورې دورې د وحشيانو لپاره د یوه اخلاقي معیار" د اقدام په توګه د اتومي وسلو پر کارولو نیوکه کړې وه، مګر د ۱۹۴۷ کال په اکتوبر کې یې د ۴۰۰ بمونو لپاره د نظامي اړتیا راپور ورکړ.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

پر اتومي وسلو د امریکا انحصار تر څلورو کلونو پورې دوام درلود، تر دې چې شوروي اتحاد د ۱۹۴۹ کال په سپټمبر کې یو اټومي بم وغورځاوه. متحده ایالاتو د هایدروجني بم په پراختیا سره ځواب ورکړ، یوه داسې اتومي وسله چې د هیروشیما او ناګاساکي له ویجاړوونکو بمونو زر ځله ځواکمنه ده. دا ډول عادي اتومي بمونه به له دې وروسته د کوچنیو تاکتیکي اټومي وسلو په توګه وګڼل شي. په ۱۹۸۶ کال کې، متحده ایالاتو ۲۳۳۱۷ اټومي وسلې لرلې، په داسې حال کې چې شوروي اتحاد ۴۰۱۵۹ اتومي وسلې لرلې. د ۲۰۱۹ کال په پیل کې، د نړۍ د ۱۳۸۶۵ اټومي وسلو تر ۹۰ سلنه ډېرې هغه یې د روسیې او متحده ایالاتو په واک کې وې.[۱۰][۱۳][۱۴][۱۵]

تر ۲۰۲۰ کال پورې ۹ هېوادونو اټومي وسلې لرلې، مګر جاپان په دې ډله کې نه و. جاپان د ۱۹۷۰ کال په فبروري کې د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون په ناغوښتې توګه لاسلیک کړ، خو لاهم د امریکا تر اټومي چتر لاندې دی. د امریکا اټومي وسلې په اوکیناوا کې او ځینې وختونه بیا خپله په جاپان کې زېرمه شوې، که څه هم دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړونونو خلاف وه. د دودیزو ځواکونو په کارونې سره له شوروي اتحاد سره د مبارزې لپاره د سرچینو د نشتوالي له کبله، لویدیځ اتحاد د سړې جګړې پر مهال د ځان د دفاع لپاره د اټومي وسلو پر کارولو تکیه لرله، هغه پالیسي چې په ۱۹۵۰ کلونو کې د نوي لید په نوم پېژندل شوې وه. له هیروشیما او ناګاساکي په وروسته لسیزو کې هم متحده ایالاتو څو ځله د خپلو اټومي وسلو د کارولو ګواښ کړی دی.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۷مه تر ۱۲۰ زیاتو هېوادونو د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو د منع کولو تړون تصویبولو ته رایه ورکړه. د اټومي بندیز د تړون په اړه د ملګرو ملتونو د مذاکراتو رییس ایلاین وایټ ګومیز وویل: د ۱۹۴۵ کال په اګست کې د هیروشیما او ناګاساکي له اتومي بمونو راهیسې "نړۍ د ۷۰ کلونو لپاره دغه قانوني نورم ته په تمه وه". تر ۲۰۲۰ کال پورې جاپان دا تړون نه دی لاسلیک کړی.[۲۲][۲۳][۲۴]

سرچینۍسمول

  1. Walker 1990، صص. 97–114.
  2. Selden او Selden 1990، صص. xxx–xxxi.
  3. Jowett او Andrew 2002، صص. 23–24.
  4. Brooks او Stanley 2007، صص. 41–44.
  5. Walker 2005، ص. 334.
  6. (په 14 August 2010 باندې). Historians: Soviet offensive, key to Japan's WWII surrender, was eclipsed by A-bombs. Fox News Channel
  7. Orr 2008، صص. 521–529.
  8. Stohl 1979، ص. 279.
  9. (په 6 August 2017 باندې). Bombing of Hiroshima and Nagasaki" "An ethical standard common to the barbarians of the Dark Ages".
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Ellsberg 2017، ص. 267.
  11. Rhodes 1995، صص. 212–213.
  12. Ellsberg 2017، صص. 266–267.
  13. (په 16 June 2019 باندې). Here's how many nuclear warheads exist, and which countries own them.
  14. (په 17 June 2019 باندې). Global Nuclear Arsenal Declines, But Future Cuts Uncertain Amid U.S.-Russia Tensions. Radio Free Europe/Radio Liberty (RFE/RL)
  15. Ellsberg 2017، ص. 291.
  16. (په 14 January 2020 باندې). Nuclear weapons: Which countries have them and how many are there?. BBC News.
  17. Ellsberg 2017، صص. 319–322.
  18. Hewlett او Holl 1989، ص. 272.
  19. Ellsberg 2017، صص. 80–82.
  20. Quester 1970، ص. 765.
  21. Ellsberg 2017، ص. 269.
  22. (په 7 July 2020 باندې). Editorial: It's time for Japan to step up and join nuclear ban treaty.
  23. (په 9 August 2020 باندې). Nagasaki marks 75th A-bomb anniversary with call for Japan to sign nuke ban as new arms race looms.
  24. (په 7 July 2017 باندې). 122 countries adopt 'historic' UN treaty to ban nuclear weapons. CBC News