د هډوکي ماتېدل

افغانستان اسلامي جمهوريت

لو ړ و زده کــړو وزا رت کيما اوبيولوژي څـانګه




ليــــکونکي : شکـريه (راحــل )

لارښـوداستاد: پوهنوال ذاکره (بابکرخيل )

کال: ١٣٩٠ل ل



لړ ليکونه ګنه سرليک مخ ۱ پېل خبرې الف

۲          ســــــــريـــــــــزه	۱

۳ دهــــډوکوعلم Osteology ۲ ۴ د هډوکو جوړښت : ۳ ۵ د هډوکو وظايف  : ۳ ۶ د هډوکو تصنيف بندي ۳ ۷ تاريـــــــخـــچه ۵ ۸ د ستړيا يا فشاري کسرونه۴ ۶

۹         د کسرډولونه	۸

۱۰ کسرونه څنګه بې ځايه کيږي… ……………………………………...۹ ۱۱ د کسرونو ماتيدونوکو شيريدل يا جوش خوړول ۱۰ ۱۲ احتياطي تدابير ۱۰ ۱۳ لومړنۍ مرستي ۱۱ ۱۴ د کسرونو (هډوکو د ماتېدنو) پتالوژي اود هغوۍ رغېدل ۱۲ ۱۵ مريضي يا پتالوژيک کسرونه- ۱۳ ۱۶ تام کسر: ۱۴ ۱۷ ناتام کسرونه : ۱۴ ۱۸ تړلي او خلاص کسرونه: ۱۴ ۱۹ د پام وړخبري : ۱۵ ۲۰ کسر څنګه پيدا کيږي :- ۱۶ ۲۱ دپلسترميزابه يا( Brace پواسطه تثبيت ۱۷

۲۲     تحکيم اوعدم التيام ـ Union consolidation and non union	۱۹

۲۳ تحکيم (Consolidation) ۱۹

۲۴        عدم التيامNon-union	۱۹

۲۵ کسر په څومره وخت کي جوړيږي ؟ ۲۰ ۲۶ د کسر تشريح (Description) ۲۰ ۲۷ لنډيز: ۲۲ ۲۸ اخذليکونه ۲۴

پېل خبرې دمقرراتو په اساس هر محصل دخپلې تحصيلي دورې دبشپړ ولو په صورت کې دلېسانس او ديپلوم دترلاسه کولوپه خاطر يوپاى ليک (مونوګراف )ليکي چې د اړوند څانګې له خوا ورته دنده سپارل کيږي .دهمدې موخې دترلاسه کولو په خاطر ماته هم دننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي دکېميا اوبيولوژي دڅانګې له خوادهډوکو څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت دماتيدوډولونو ترسرليک لاندې داستاد محترمې پوهنوال ذاکره (بابکرخېل ) تر لارښوونې لاندې راکړل شوي ده دلارښود استاد دلارښوونې سره سم په تهيه او ترتيب کولوکې دکېميا اوبيولوژي دڅانګې دټولومحترمواستادانو خصوصاً دخپلې لارښودي استادي محترمې بابکرخېل ژڅخه دزړه له کومي مننه کوم چې دډېرو مصروفيتونواومسوليتونوسره سره يې له ماسره دموضوع په ترتيب کولو اوتهيه کولوکې هره اړخيزې مرستې کړي دي دامن او خوشحاليو څخه ډک ژوند يې دپروردګارڅخه زمونږ يواځينۍ هيله ده . همدارنګه دګران ورور عرفان څخه يوه نړۍ مننه کوم چې ماسره يې دموضوع په ليکلو او کمپوزکولوکې مرسته کړي ده الله دې خوشحاله او اباد لري . په درنښت شکريه (راحل ) دښوونې او روزنې پوهنځى دکېميااوبيولوژي څانګه







ســــــــريـــــــــزه: دلوى څښتن تعالى (ج) حمد اوثنا وايم چې ماته يې دهډوکو دماتيدوډولونه تر عنوان لاندې موضوع باندې ديوڅه ليکلو توفيق او توان راکړ اودخپلې تحصيلي دورې هغه پړاو ته راورسيدمه چې دخپل علمي استعداد نه په ګته اخيستلو سره په نوموړي موضوع باندې مونوګراف وليکم . څرنګه چې ديو هيواد ،ديوملت اوديوې ژبې ارزښت اوپر مختګ دهغه دعلمي اثاروڅخه په ډاګه بريښي ،له بده مرغه بايد دا ووايم چې زمونږ دهيواد روانه ستونزه نه يواځي دژوند په نورو چارو کې دپر مختګ اوپياوړتيا په ليار کې خنډګرځېدلي بلکه دعلم اوپوهي په ډګر کې يې هم مونږدبرياليتوبونو څخه بې برخي کړي يو زمونږ ويجاړ اوجګړه زپلى هيواد افغانستان دخپل پرمختګ اوسر لوړۍ لپاره له هر څه څخه زيات دعلمي کدرونو روزلو ته اړتيالري تر څو دخپلې پوهي په رڼاکې ددې درديدلي ملت هيلو ته دتحقق جامه ورواغوندي ددوي دستونزو دحل په لاره کې مثبت اوارزښتناکه ګامونه پورته کړي ،ددوي رنځونوته درمل ومومي اوبالاخره خپله خاوره اوخپل ملت له دې ربړونکي حالت څخه رابهر اود يو روښانه مستقبل په لور يې روان کړي .دغه موضوع چې ماپرې ليکنه کړي کوښښ اوزيارمې ګاللى دى چې دنويواودمستندو کتابونو اوتاليفاتو څخه په کې دماخذ په توګه ترې استفاده وکړم اورتوپيدي ناروغۍ چې په تراوماتيکه اوناتر اوماتيکه اورتوپيدي وېشل کيږي ،زمونږ دهيوادله لويو روغتيايې ستونزو څخه دي . ډېر زيات هيوادوال هره ورځ دټکرونو ،پېښواوحادثوسره مخ کيږي اود ضربوله امله پکې دهډوکو ماتېدنې ،بې ځايه کېدنې ،دبندونو ستونزې اودعضلاتوزيانونه رامنځ ته کيږي چې پېژندنه او درملنه يې خصوصاً دشکسته بندواو په عام ډول دټولوهيوادوالولپاره ضروري دي . هېره دي نه وي چې دښې پوهېدنې اواسانتيالپاره مو دموضوع سره اړوند اولازم تصويرونه هم راوړي دي اوکوښښ موکړى دى چې خپله ليکنه دپښتوژبې په ساده او بسيطوکلمو او الفاظوکې وليکم ،هيله ده چې د درنو لوستونکو دخوښۍ اواستفادې وړ وګرځي .

Otology دهــــډوکوعلم

تعريف : د اناتومي د هغې څانګې څخه عبارت دي چې هډوکي تربحث اومطالعې لاندې نېسې . هډوکي چې د نسج دجوړښت له لحاظه په منضم نسج پوري اړه لري دځينو ځانګړي خصوصياتو او وظايفو تر څنګ د بدن اسکليټ جوړوي Skeleton: يو ټينګ هډوکينې چوکاټ دى چې بدن ته معين شکل ورکوي

شکل (۱)د انسان اسکليت ښايي د هډوکو جوړښت :

د ښه وضاحت لپاره يواځني هډوکي مطالعه کوو. لومړى هډوکي يو جسم او دوه نهايته لري جسم يې دDiaphysis shapeپه نوم ياديږي .علوي نهايت يې د(Vpporend) او شظي نهايت يې دLowererd په نوم ياديږي د بدن دودي په وخت کې جسم له نهاياتو څخه يې د يوڅه غضروفي قطعي پواسطه چي (Epipjyscal earilges ) په نوم ياديږي جدا شوى وي که د جسم سريې عرضاني مقطع واخستل شي له خارج نه داخل خواته لوړې او نري پرده د (Periostiam) په نوم ورپسې د هډوکي يوکلکه طبقه قرار لري (Compact bone) په نوم او بالاخره (Spongy bone) طبقه قرار لري پدې آخري موجودي منلاوي دداخل پوري لويږي او بالاخره يوکانال ( Medulary) په نوم جوړوي چې د (Bone marrow) پواسطه اشغال شوي دي.


د هډوکو وظايف

۱ - هډوکي دي چه بدن ته يو معين، شکل ورکوي که چيري هډوکي نه واي نو انسان به د يوي موټي غوښي په شان پروت ؤ او هيڅ وظيفه به يي نه شوه اجرا کولاي. ۲- هډوکي په بدن کي محافظوي رول هم لوبوي لکه skull هډوکي Brain

د ستون فقرات هډوکي spinal cord د حوصلي هډوکي په مثانه، رحم او Rectum
او بالاخره د صدري قفس هډوکي زړه او دواړه سيږي د خارجي خدماتو څخه ژغوري.

۳- هډوکي د هضلاتو دا رتکار په نتيجه کي د يوي را فعي په شان د مختلفو اعضاو د حرکت باعث ګرځي. ۴- په بدن کي د مهمو معدني مالګو لکه Ca او Po4 تبادله او ذخيره په هډوکو کي تر سره کيږي

۵- د هډوکو مفز Bone marrow د ويني په جوړولو کي هم برخه اخلي ۶- Paranasulsinusese چه د skull او هغه محتوياتو د وزن په خنثي کولو او دا راز په تشديد کي مهم رول لري په همدي هډوکو کي موقيعت لري Bone يو سخت منضم نسج دي چه انسان د اسکليت لويه برخه تشکيلوي چه د يوي خوا د عضويت د نرمو انساجو د استنا سبب ګرځي او د بلي خوا د عضويت حياتي

ساختمانونه لکه دماغ، او نحاع محافظه کوي. تقريباً د عضويت ۹۹٪ CO په هډوکي ذخيره کيږي. ۲- د microscopic له نظره :- په دوو ګروپونو ويشل کيږي .

الف –Trabecular bones ياSpongios bones دا هډوکي د يو تعداد غير منظمو صفحاتو څخه د يوې شبکې په شکل جوړه شوې ده چې د هډوکي مرکزي يا منځنۍ برخه د همدې نوعه هډوکو د جملې څخه دي او ددې هډوکو په خاليګاه کې Bone marrow قرار لري. ب –Dense bonesيا compact bones دا هډوکي چې د هډوکو په محيطي برخه يا قشر کې قرار لري د هډوکو متراکو پارچو څخه جوړه شوي وي. د دې هډوکو په منځ کې کيداي شي چې microscopic خاليګاوې وليدل شي ج -دMicroscopicله نظره : په دوو ګروپونو ويشل کيږي A :Primary bones يا Immature bones د دې نوعه هډوکو د حجراتو تعداد زيات د حجراتو شکل مدور او غير عضوي موادو مقدار کم دي دا نوعه هډوکي د جنين د ودي په وخت کې او همدا رنګه د fracture د ترميم په وخت کي ليدل کيږي. B: secondary bones يا mature bones : د دي نوعه هډوکو د حجراتو تعداد کم د حجراتو شکل هموار او غير عضوي موادو مقدار زيات دي.

شکل (٢) د هدوکو تصنيف بندي ښايي تاريـــــــخـــچه

دټپي کيدو وروسته که چيري ناروغ و نه شي کولاي چې ودريږي يا وګرځي يا اخته خواو وکاروي نو پدي حالت کې بايد هميشه په کسر شکمن شو په عين ډول د خواپه هډوکي د شکل د ويجاړتيا نښه په  هډوکې کې څرګنده تشخيصيه نښانه ده په هغه ورځ يا وروسته د پېښي کي د ښکاره ټکول شويو انساجو شته والي هم کسر پيشنهادوي په ډيرو پېښو کې د دې سره سره هم تاريخچې نه شي کولاي چې کسر او د ساده ستراين strain يا کانتوژن تر مينځ توپير وکړي.

که څه هم به زياتره کسرونو کې د ترضيض څرګنده تاريخچې موجوده وي مګر بايد په ياد ولرو چې په ستړيا fatigue او مريضي کسرونو کې بې له دې چې د کوم سببي ترضيض تاريخچې موجوده وي په خپل سر کيداي شي درد او ناتواني شروع شي همدارنگه کله کله په وړو ماشومانو کې چې د کينې له مخي د خپلو ميندو، پلرونو يا نژدې خپلوانو پواسطه له تر ضيض سره مخ کيږي بايد د کسر پېښيدو په هکله فکر وکړو د کسر د منځته راتلو لپاره معمولاً د ترضيض حکايه موجود وي د تر ضيض په تعقيب ماوفه په طرف حرکت نشي کولاي او که حرکت موجود هم وي ډير درد ناک وي دې ته دې پام وي چې کسر هميشه د واردي شوې ضربې په ناحيه کې منځته نه راځي په زنګانه باندې ضربه درضفيى، د زنګانه د کونديلونو د فخذ د جسم او حتي د خاليګاه حقيقي کسر سبب کيږي- د ناروغ عمر د پخواني هډوکو د پخواني ناروغيو او د وارده ترضيض ميخانيکيت مهم رول لري که کسر د يوې عادي ضربې څخه پيدا شوي وي نو بايد د هډوکو په پتولوژيک حادثه مدنظر وي. ټوکل کيدل(کفته شدګي) پړسوب او د درد افت عمومي اعراض دي او د اعراض د نرمو انساجو تر ضيض او کسر يو د بل څخه نه جلا کيږي که سوشکل موجود وي ډيره ښه علامه ده د ضربي سره ضميمه وي اعراض لکه:- کرختي، بې حسي، درد، د حرکت له منځه تلل، د جلد خسافت يا سيانوز،په بولو کي د ويني موجوديت بطني درد او په موقت صورت سره د شعور له منځه تلل بايد ولټول شي. که پخواني ترضيض موجود وه هم بايد وپوښتل شي تر څو اوسنى ترضيض له پخواني ترضيض سره مغالطه نشي بالاخره عمومي تاريخچې وپوښتل شي تر څو د عملياتو او انستيزي لپاره لاره هواره شي.

د ستړيا يا فشاري کسرونه۴

د ستړيا کسرونه په فلزاتو کې چې انجينرانو ته ښه معلومه ده چې منځ ته راځي د مکرر فشار په نتيجه کې په فلزاتو کې په تدريجي ډول ماليکولي جوړښتونه له سره نوي ترتيب او نظم پيدا کوي چې د فلزاتو د کمزوري کيدو سبب کيږي او په نتيجه کې يو درز(crack) په فلز کې منځ ته راځي کيداي شي همدغسي يو ماليکولي بدلون د انسان په هډوکو کې هم منځ ته راشي خو دا چې دا په همدي ډول دي يعني پدي پورې اړه لري چې ددوۍ هغه عوامل چې برابره زمينه پيدا کوي يو شان وي د ستړيا کسرونه په ډيرو پيښو کې زياتره دمکرر او لږ فشار تاريخچې موجوده وي چې د درد د پيدا کيدو څخه مخکې پيښه شوې وي د اوږدې مسافې لپاره د پښې تګ او يا مارش کولو له امله د ميتا تارسل هډوکو کسرونه يې ښه مثالونه دي او په مکرره منډي يا نڅا کولو کي د قصبي او شظي د کسرونو پيښې يې ښه مثالونه دي دغه دري هډوکي يعني د ميتاتارسل Metatarsal، شظيه Fibula، قصبه Tibia د ستړيا کسرونوډيري معمولي ساحي دي لاکن د ورانه هډوکي او کله کله نور هډوکي هم کيداي شي اغيزمن شي د ستړيا او عامو يا ترضيضي کسرونو تر منځ لوي توپير دا دي چې په ستړيايي کسرونو کې وصفي سببي ترضيض يا صدمه موجوده نه وي په اخته هډوکي کې د درد شروع تدريجي يا رو رو او ناڅاپي پيل کيږي. درد د دوامداره فعاليت پواسطه زياتيږي او د استراحت پواسطه له منځه ځي چې معاينات ښکاره کوي چې د اخته هډوکي له پاسه ښه واضح موضعي حساسيت موجود وي ډير ژر وروسته تر کسر پړسوب پيدا کيږي چې ښاي ماتې شوې ساحې له پاسه يوه اندازه موضعي پيړوالي پيدا شي دا مهمه خبره ده چي په ياد ولرو چې په لومړني راديوګرافيکه پاڼه کې ممکن کوم غير طبعي شي ونه ليدل شي او يواځې د دوو نه تر څلور اونيو په تيريدو راديوګرافيک بدلونونه په پاڼه کې راښکاره شي حتي وروسته تر دي ممکن کسر يواځې د نري ويښته غوندې Hair-line درز ډوله ښکاره شي او کسري خط زياتره ډيره يا لږه مستعرض ډوله وي يواځي په ډيرو لږو پيښو کې هډوکي ماتې ټوټې بې ځايه والي لري خپله تر کسر څخه د کالوس ساحه چې ماته شوي برخه يې احاطه کړي وي لوړوي کيداي شي دا نوي هډوکي په پيل کې يوه کمزوري کتله چې په راديوګرافي کې دهډوکي ترڅنګ د يوغبار په ډول راښکاره شي په پاي کې ديوې متک ثفي دوک ډوله کتلې په ډول په ماته شوي ساحه کې منځته راځي چې دا کله کله د هډوکي د سارکومه sarcoma سره غلطيږي او دغه غلطي په هغه وخت کې منځ ته نه راځي چې د ستړيا کسر په لوحه ښه وپوهيدل شي.


شکل (٣)    د سټړيا يا فشاري کسر ښايي






د کسرډولونه کسرونه اکثراً د هغوي د کسري ناحيې د سطحې د شکل يا ډول پواسطه چې په راديو ګرافي کې ليدل کيږي تصنيف شوي دي. لاندې اصطلاحات په عمومي ډول استعماليږي. مستعرض (سورور) کسرونه مايل کسرونه oblique حلزوني شکله کسرونه،(spiral) فشاري کسرونه ( compressed) څو ټوټه يې کسرونه communicated چې له دوه ټوټو څخه اضافه ټوټې ولري لمده لختي کسرونه چې په نامکمل ډول هډوکي مات شوي وي چې دا يواځي د ماشومانو په هډوکو کې چې ارتجاعي يا فنري خاصيت لري را منځ کيږي. متراکم کسرونه imputed چې په دې حالت کې ماتې شوې ټوټې يو له بلې څخه نه جدا کيږي او کلک سره نښتي وي او يو په بل کې ننوتي وي interlocking او ددوې ترمنځ کوم حرکت موجودنه وي د کسر د ډول د ټاکلو ګټه نه يواځې داده چې سببي قوې طبيعيت څرګندوي بلکه د کسر ارجاع (ځاى په ځاي) کولو کې بنسټيز رول لري مثلاً هغه مستصرض کسرونه چې په اوږدو هډوکو کې پيښيږي نږدې هميشه د تاوولو دقوت په نسبت د يوې کږونکې قوې Angulation-force پواسطه منځ ته راځي. په داسي حال کې چې هغه کسرونه چې حلزوني شکله وي په مساوي ډول د دواړو قواو له امله رامنځ ته کېږي. همدارنګه د کسر ډول د هډوکي د ماتو ټوټو احتمالي ثابتوالي هم معلومولاي شي لکه يو مستصرض کسر احتمال نلري چې وروسته د ارجاع څخه بيا بي ځايه شي. په داسې حال کې چې مايل حلزوني ډول کسرونه که چيرې هډوکيني بارزې د مقابل هډوکي په ژورو کې ټينګ نشي زيات بې ځايه کيدو ته مېلان لري، يو فشاري کسر هميشه ځان خپل بشپړ اناتوميک وضعيت ته نه ارجاع کوي ځکه چې يو څه اسفنجي هډوکيني مواد تر فشار لاندې راځي او بيا اناتوميک موقعيت اختياروي. د لمده لښتي کسرونه کوچنيانو ته ځانګړي دي په تيره بيا تر لس کلنۍ د مخه چې ددوي هډوکې فنري اوالاستيکي لکه د يوې شنې ونې غوندې قاتيدو وړ وي دغه ډول هډوکي ممکن چيت شي لکه concertina په څېر چې د اوږدې فشاري قوې پواسطه منځته راځي لاکن کږه ونکي قوه د هډوکي د يو طرف cortex د قاتېدو او بل طرف د cortex د ماتېدو يا ننوتلو ته مېلان پېدا کوي که څه هم د وخيم شدت پواسطه د ماشومانو هډوکي کله بشپړ هم ماتيږي لاکن ناتام لمدې لښتي کسرونه په کوچنيانو کې زيات معمول دي په تېره بيا په ډيرو وړو ماشومانو کې.

کسرونه څنګه بې ځايه کيږي

کله چې تام کسر منځ ته راشي نو کسري ټوټې يو له بل څخه د خارجي قوې له کبله څه د ځمکې د جاذبې له کبله او څه هم د مربوطه عضلاتو د تقليص له کبله بې ځايه کيږي دغه بې ځايه کېدل يا د ماتو شويو ټوټو د څوکه په څوکه په ارتباط پورې اړه لري Apposition يا ماتې شوې ټوټې په عين استقامت نه وي يعني په هډوکي کې کوږوالي پيدا شوې وي، (Alignment) يا داچې ماتې شوې ټوټې يو د بل په طولاني محور باندې مخالف استقامت سره نه ورکوي، Rotation او ياداچې يو له بل څخه تير او بير شوي وي او مات هډوکي ظاهراً لنډ ښکاري او يا ماتي ټوټې يو له بل څخه راښکل شوي جدا شوي وي او مات هډوکي ظاهراً اوږد ښکاري.


شکل (٤)    دکسرونو د بې ځايه کيدلو ډولونه ښايي


د کسرونو ماتيدونوکو شيريدل يا جوش خوړول

د کسر د پښېدو څخه وروسته ترميمي پروسه پېل کېږي په دې شرط چې شرايط برابروي د ترميمي پروسه په څو مرحلو کې تر څو هډوکي ممحکم شي صورت نيسي د يوکسر د ترميم پروسه په مختلفو پيښوکې د هستولوژي له نظره د لمړي ځل لپاره په ۱۹۵۶ کال کي د Ham او Harris پواسطه شرح شوه د هغوي دغه څيړنې زياتره د سوۍ په پښتۍ کې د کسر په هکله معلومات ورکوي لاکن شواهد نه ښکاره کوي چې د ترميم پروسه په انسانانو او سوۍ کې يو شان ده کيداى شي د حالاتو د بدلون سره د ترميم د پروسه بدلون وکړي که څه هم دا بايد ومنل شي چې د ترميم عمليه په ټولو حالاتو کې په مختلفو هډوکو کې يوشان نده د يو Tubular هډوکي ترميم د يو اسفنجي هډوکي سره څرګنده توپير ښکاره کوي او د ترميم ډول په يادو شوو هډوکو کي احتمال لري د بعضې فکتورونو پواسطه لکه د ماتو شويو ټوټو تثبيت د کلکوالي اندازه او د هغوۍ د نږدي والي پواسطه متاثره شي د موضوع دغه برخه په بشپړ ډول د mckibbin ۱۹۷۸ او simmons ۱۹۸۵ پواسطه تکرار شوي دي.

احتياطي تدابير

په شديدو او وخيو خلاصو کسرو کې چې د ملاحظي وړ د ويني ضيايې سره يو ځاي وي نو پدي حالاتونو کې دشاک خطر نسبت تړلو کسرونه زيات وي او اکثراً د مناسبي بيا روغغاوني اهتماماتو ته ضرورت وي په هر کسر کې. خصوصاً کله خوا پلسزي ميزابه کې پوښل شوي وي بايد هميشه شرياني دوراني حالت معاين شي او که چيري د دوران د کموالي کوم علايم پرمختګ وکړي نو په بيړه اقدام وشي ناروغان چې د خلاصو کسرونو تر تداوي لاندي دي په دقت او تړلي ډول او پکي هغه علايم چې انسان را په ګوته کوي وپلټل شي د حرارت د درجي حيروي بايد ياداشت شي هروخت چې د حرارت درجه دوامدار ډول لوړه وي د زخم تفتيش حتمي اسطباب لري لکه چې د عضلاتو contusion ډير زيات وي نو د دي امکان موجود وي چې ګازکا نګرن پيشرفت وکړي چې بايد هميشه مو په ياد وي.


لومړنۍ مرستي

بايد د امکان تر حده کوشش وشي چې د تنفس لارې پاکې وساتي هر باندينۍ وينه بهيد نه کنټرول کړي. د پاک پانسمان پواسطه زخم و پوښل شي. د تثبيت کوم څانګړى ډول د اخته کسر لرونکي خوا لپاره تيار کړي او تر څو چې امبولانس رسيږي ناروغ ته په يو مناسب ارام وضيعت کې قرار ورکړي که چيرې ناروغ د اوږده هډوکي کسر ولري او ضرورت پيښ شي چې ورته حرکت ورکړل شي نو بايد درد يې د لنګر اچولو پواسطه کم او بيا ورته حرکت ورکړل شي. که چيرې ددې شک موجود وي چې ناروغ به د ملا د تير کسر ولري نو د انتقال په مهال دې خاصه پاملرنه ورته وشي ځکه د شوکي نخاع او دزنب الفرس د کمي يا وړې جرحي د پرمختګ او زياتوالې سبب کېږي دا ډيره مهمه خبره ده چې د ملا د تير د قبض څخه مخنيوي وشي ځکه چې دغه قبض د دي سبب کيداي شي چې د فقري بي ځايه والي ډيرشي شوکي نخاع ته زيان ورسوي د کسر په ځينو ډولونو کې د بسط ورکولو هم ډير خطرناک وي. ناروغ دي به يوه کلکه سطحه باندې واچول شي او د قبض او بسط د داوړو حرکتونو څخه دې مخنيوي وشي که چيرې رقبي يخن (کالر) موجود وي مخکې تر دې چې ناروغ ته حرکت ورکړل شي بايد غاړې ته د قبض او بسط حرکاتو د ورکولو اجازه ورکړل شي. د ښکتني خوا د اوږدو هډوکو د موقتي تثبيت لپاره مناسبه لاره داده چې دواړه خوا يو بل سره د بنداژ پواسطه پدې شکل تثبيت شي چې روغه خوا د اخته خوا لپاره د ميزابې په ډول دنده اجرا کړي. په پورتنۍ خوا کې د دې امکانات موجود وي چې د مټ د ټټر سره بنداژشي او که چيرې مساعدوي نو غاړې ته لاس ځوړندول مناسب دي. د وينې بهيدنې د مراقبت لپاره هميشه تورنيکيت ته ضرورت پېښيږي د ټولو عادي وينې بهيدنو د کنترول لپاره دا کافي ده چې د ټکور د پاسه يو کلک بنداژ تاوشي که چيرې يواځې ډيره نبضاني (شرياني) وينه بهېدنه ادامه پيدا کړي نو د زخم د پاسه کلک فشار وارد شي او ناروغ ته نيم ناست وضيعت ورکړل شي او هغه خوا چې تورنيکيت تړل شوي جيګه وساتل شي او تطبيق په جريان کي د وينې بهيدنې د کنترول لپاره کيداي شي د عمده شريان د جذعي د پاسه د لاس پواسطه ډير فشار وارد او وينه بهيدنه ودريږي. کله چې تورنيکيت وتړل شو ناروغ ته د واقعې په هکله او د تورنيکيت د تطبيق د وخت په هکله وويل شي که چيرې ضروري وي پورتني شيان ياداشت او د ناروغ سره يوځاي وليږدول شي او پدي باور وي چې په ساحه کې تورنيکيت په غلطۍ سره د ډير وخت لپاره پاتې نشي. که چيرې ناروغ د حادثې په ځاى کې مورفين Morphine يا داسې نورې دواګانې اخيستي وي ياداشت او ناروغ سره يوځاي چې په روغتون کې بستر کېږي نوموړى ياداشت ولېږل شي.

د کسرونو (هډوکو د ماتېدنو) پتالوژي اود هغوۍ رغېدل په بشپړ يا نيمګړي ډول د هډوکي د تمادي نشتوالي يا د هډوکو درز ته د هډوکي ماتېدل وايې. تصنيف بند ي- کسرونه د اسبابو له نظره په درى ګروپونو ويشل شوي دي. ۱- هغه کسرونه چې يواځې د ناڅاپې ضربې له کبله پېدا کېږي . ۲- هغه کسرونه چې د دوامدار فشار يا ستړيا له کبله پېدا کېږي . ۳- مريضي کسرونه- ٤- هغه کسرونه چې يواځې د ناڅاپې ضربې له کبله پېدا کېږي دغه ډول کسرونه زياته پيمانه ليدل کېږي او په هغه هډوکو کې چې کومه پخوانۍ ناروغي ونه لري يعنې روغ ّهډوکي وي رامنځته کېږي مثلاً د مستقيمې ضربې پواسطه کيداي شي نوموړى کسر پېداشي د بېلګې په ډول کله چې يو دروند شي د ميتاتارسل هډوکو له پاسه ولويږي او مات شي يا د غير مستقيمې ضربې له کبله چې پدې حالت کې قوه د هډوکي په امتداد لېږدي لکه کله چې د شخص لاس خلاص وي او راولويږي نو د کعبري د سر په کسر باندي اخته کېږي او يا کله چې شخص په اوږه باندي ولويږي او د تر قوې (ګريوي) کسر پيداشي څرنګه چې نوموړي ډول کسر تر دوو نورو ډولونو ډېر زيات پيښيږي نو بهتره ده چې د کسر اصطلاح دوته به خاص ډول استعمال شي. ۲- هغه کسرونه چې د دوامداره فشار stress يا ستړيا fatigue له کبله پيدا کيږي . دا ډول کسرونه نه يواځې په روغو کسانو کې د تر ضيضي قوې پواسطه بلکې د دوامدار فشار له کبله را منځته کېږي او معمولاً په لوبغاړو او يا نوو عسکري ته جلب شويو خلکو کې ليدل کيږي د دي علت څرګند نه ده چې په روغو هډوکو کې دا ډول کسرونه رامنځته کېږي يا په بله ژبه په ناروغو هډوکو کې نه ليدل کيږي دا ډول کسرونه د هغې فلزي ميلې د ماتېدو سره ورته والي لري چې د دوامداره فشاري قوې له کبله کمزوري شوي وې پرته له ځينو نور ټول يې په ښکتنۍ خواکې را منځته کيږي دا ډول کسر په لومړي درجه به ميتاتارسل هډوکو کې او په دوهمه درجه د شظې په جسم د قصبې په جسم او په دورانه د هډوکي په غاړه کې رامنځته کيږي . مريضي يا پتالوژيک کسرونه-

د مريضي کسر اصطلاح د هغو کسرو لپاره استعمالېږي چې مخکې د يوې ناروغۍ له کبله هډوکي ضعيف شوي وي زياتره هډوکي د يوي لږې قوې د عمل کولو له سببه په خپل سر هم ماتيداي شي.

شکل (٥) مريضي کسرونه ښايي تام کسر:

هډوکي په مکمل صورت سره دوه يا څوټوټې شوي وي که کسر مستعرض وي نو له ارجاع څخه وروسته ماتې شوې ټوټې په خپل ارجاعي حالت پاتې کيږي خو که کسر مايل يا حلزوني وي نو که ارجاع شي او په ميزابه هم وساتل شي بيرته بې ځايه کيږي ماتې شوې ټوټي يو په بل کې سره ننوتې (Impacted fracture )وي نو کسري ټوټې يو له بل څخه نه بيځايه کيږي اوحتي کسري خط هم کله کله نه ښکاري په ټوټه ټوټه شوې کسرکې چې له دوه ټوټو څخه زياتې ماتې شوې ټوټې موجود وي او يو له بل سره متداخلې شوي (inter locking ) نه وي په اسانۍ سره بيځايه کيږي ناتام کسرونه :

دلته هډوکي کاملاً نه وي مات شوي او صمحاق(periost) ماتې شوې ټوټې يو له بل سره په تماس کې ساتي د لمدې لښتې په شکل ماتې شوې هډوکي يو طرف ته چيتيدلو په شکل مات شوي وي او مقابل طرف ته صحاق روغ وي او د کسر پارچې څخه جدا شوي نه وي دا راز کسرونه په کوچنيانو کې چې نرم لري ليدل کيږي په دي راز کسرونوکې ارجاع اسانه وي او ژر هم جوړيږي که اسفنجي هډوکي چيت شي فشاري منځ ته راځي دا راز کسرونه په نوياتو او زياتو فقرلتوپه هډوکي کې ليدل کيږي ترڅوحمليات نشي تامه ارجاع ناممکنه او څو شکله حتمي ده

تړلي او خلاص کسرونه:

کله چې ماته شوي ساحه يا هډوکي د بدن د بانديني چاپېريال سره تړاوونه لري ورته ساده يا تړلي کسر وايئ.

دا (۴) شکل،

او کله چې د پوستکي په سطحه زخم موجود وي چې لاندې ترماتې شوې ناحيې پورې رسېدلي وي ورته خلاص يا مختلط کسر وايئ دا د يادولو وړ ده چې په پوستکي کې د زخم موجوديت چې کسر هم ورسره وي د دې معني نه ورکوي چې دغه کسر خلاص کسر دي هغه وخت کسر ته خلاص يا مختلط کسر ويلاي شو چې ماته شوې ناحيه کې د وجود سطحه د هډوکي له نهاياتو ( څنډو)سره مستقيم تړاو ولري دغه ارتباط بايد د يو خلاص زخم له لارې وي مګر کېداي شي زخم ډېر زيات نه وي بلکې د يو وړوکي سوري په ډول Puncture-wound حتى کېداي شي ناحيه کې خراشيدګي (ګريدنه) اومړ پوستکي موجود وي د خلاص او تړلي کسر تر منځ توپير ډېر مهم دي ځکه خلاص کسر ملوث (ککړ) وي چې د ارګانيزم د باندي څخه د زخم له لارې داخليږي او کېداي شي منتن شي چې تړلى کسر د نوموړي خطر څخه خلاص وي.



د پام وړخبري :

کله کله ډاکتر په غلطۍ سره پدې نتيجه وي چې کسر موجود نه وي ځکه ناروغ د احته دردناک اړخ څخه استفاده کولاي شي په ځينو پيښو کې د کسر سره سره زياتره د طرف مناسبه وظيفه ساتل کيږي دا دول کسرونه ممکن د ياده پاتي شي لکه متراکم کسرونه ستړيا کسرونه د وړو هډوکو کسرونه خاصيت په مړوند کې د پښو په کسرونه او په ماشومانو کې د لمدې لښتې کسرونه که ددې ډول کسرونه عام ځايونه په ذهن کې و ساتل شي نو هيڅکله به په تشخيص کې غلطۍ نه پيښيږي


کسر څنګه پيدا کيږي :- سره ددي چې هډوکي ماتيدونکي نسج دى خو بيا هم د خارجي قوت په مقابل کې مقاومت لري کسر له دې لاندې عواملو څخه پيدا کيږي ١: منفرد تروماتيکي حادثه ٢: دوامداره فشار ٣: پتولوژيک کسر ٤: د منفردتروماتيک حادثې له کبله پيدا شوي کسر اکثر کسرونه په هډوکي باندې د اني او قوت د راتللو له سببه پيدا کيږي کيداي شي چې وارده شوې قوه کمه او يا زياته وي د قوي له کبله هډوکي به يا کوږ شوي وي يا به تاو شوي وي او يا به راښکل شوي وي د مستقيمي قوې له کبله هډوکي له هغه ځايه ماتيږ چې راساً پري قوه راغلي وي دلته کيداي شي چې نرم انساج هم درسره افت وويني که مستقيمه ضربه کمه وي يعني قوت يي زيات نه وي نو اکثرأ د مستعرض کسر سبب کيږي پوستکي او نرم انساج ورسره زيات نه خرابيږي. خو که مستقيمه ضربه ډير قوي وي هډوکي ټوټه کيږي او د نرمو انساجو تخريب هم ورسره زيات وي . د غير مستقيمي ضربې له کبله هډوکي د ضربې له ځاي څخه لرې ماتيږي او د نرمو انساجو تخريب پکې موجود نه وي . غيرمستقيمه ضربه به ده. ١: د تاوولو (Twisting) په شکل عمل وکړي او حلزوني شکل (Spiral) کسر به پيدا شي . ٢:هډوکي به کوږ اومستعرض ( transverse) کسر به پيدا شي . ٣: هډوکي به هم کوږ کړي او هم به فشار ورباندې راشي په نتيجه کې به پيدا شوي لږ څه مستعرض وي او يو مثلثي شکله ټوټه به هم ورڅخه بيله شوې وي دې راز کسري ټوټې ته (butterfly_ fragment)وايې . ٤: هډوکي به هم کوږشي هم به تاوشي او هم به فشار ورباندې راشې چې په نتيجه کې به لنډه مايل کسر (short oblique fragment ) ورڅخه پيداشي ٥: هډوکي يوه وړه ټوټه به د وتر ( tendon)يا د رباط (ligaments )د اني راښکل کيدلو له کبله پيدا شي او له خپل اولي وقعيت څخه بې ځاېه شي دې ته (avulsion fragment) وايې دغه پورته ذکر شو په کسرونو په اوږد و هډوکو کې پيدا کيږي کله چې دا قوه د راښکل کيدلو په شکل عمل وکړي د رففي او (olecremon) د کسر سبب کيږي په ځينو ځايو کې د عضلي د اني او قوي کشش له کبله دمربوطه عضلې د ارتکاز په ناحيه کې د شکيدل کيدلو په شکل کسر ( avulsion fracture )پيدا کيږي .

دپلسترميزابه يا( Brace پواسطه تثبيت

د زياتره کسرونو تثبيت لپاره په ستندرد ډول د پلستر يا ريس د ميزابې څخه استفاده کيږي همدارنګه ددي څخه پرته محتلف النوع پلسترونه موجود دي چې ګته يې داده چې کم وزن لري (X-ray) وړانګې ورڅخه نفوذ کولاي شي او اوبه پکې نفوذ نشي کولاي لاکن ډير ګران او زياتره محصولات يې په مشکل سره تهيه کيږي د ځني کسرونو لپاره ميزابه د فلزاتو له لرګي يا پلاستيک څخه جوړيږي چې مناسبه وي د مثال په توګه د ورانه هډوکي د جسم د کسرونو لپاره (Thomas' s-splint)يا د غاړې د فقرو د ځېنوټپونو لپاره پلاستيکي يخن (Caller )پلستر يا ريس چې يو (Hemi-hydrated ) کلسيم سلفيت دي د اوبو سره تعامل کوي او هيدريت کلسيم سلفيت جوړوي دغه تعامل د حرارت ضايع کوونکى دى چې په حقيقت کې د پلستر د تطبيق په دوران د پام وړ ګرموالي په ډول تظاهر کوي بنداژ پلستر کيداي شي د کتاب په ډول ململ رولونو په شکل چي د پلستر په وچ پوډر مشبوع شوي وي تهيه شي د ځنې پر مخ تللو هيوادونو څخه پرته اوس په ډيرو روغتونونو کي د تيار شوي بنداژ څخه استفاده کيږي دغه پلسترونه په يخو اوبو کي ډير ښه استعماليداي شي ځکه په ګرمو اوبو سره يې جوړيدل يا قالب کيدل ډير سريع وي . اکثر جراحان يو نازک پوښ د جرابو يا سلولود بنداژد پلاستر لاندي استعمالوي تر څو د ويښتانو او پوستکې سره د پلستر د التصاق مخنوي وشي ددغه پوښ استعمال کله کله ضروري وي ځکه چې د پلستر دپاره راحت ورکوونکي وي که چيري د خوا دعمليات څخه وروسته ګمان وشي چې ډير پړسوب منځته راځي نو له يوي محجمي زيات مقدار جراحي پپښي څخه بايداستفاده وشي ۰ پلستر بنداژ په دوه طريقو تطبيق کيږي حلقوي او حلقوي (Round' and 'Round )بنداژونه او اوږده لوڅ يا د يوي ضخيمي ورقې په ډول چې يوه خاصه ناحيه تقويه کوي حلقوي او حلقوي بنداژونه بايد پرته له فشار څخه په ښويه ډول تطبيق شي او بنداژ دا رنګه آماده شي چې په بشپړ توګه عرضا خوا په هر تاو کي ونيسي (Slabs)او ورقي د غيري تاو شوي بنداژ پواسطه د ميز د پاسه جوړيږي او اوسط ضخامت يې تقريبا (۱۲) ورقي وي (Slabs)ضعيفه يا د فشار لاندي ساحه بايد د نور پلستر پواسطه هم تاوشي پلستر په ډير ساده توګه کله چې د ازادي هوا سره مواجه شي وچيږي او مصنوعي حرارات ته ضرورت نشته که چيري پلستر د کاليو يا کومي روجايي سره پوښ شوي وي ښه نه وچيږي مصنوعي پلاستيک ميزابوي مواد عينا د پلستر بنداژ په ځاي او اکثراً د ګرمو اوبو سره يو ځاي پکاريږي ددي وزن نسبت پلستر وزن ته زيات او څو پارچو ورقو ته ضرورت وي همدارنګه د بدن د د برجسته وتلو او ننوتلوبرخو قالب نيول نسبت پلستربنداژ ته ډير مشکل دي .


                                        شکل(٧)   د پلستر شکل ښايي



Union consolidation and non union التيام ـ تحکيم او عدم التيام

د کسر التيام يودوامداره وتيره ده او په هرصورت سره چې وي هرومرو منځته راځي . Union التيام ـ التيام له غيري مکمل ترميم څخه عبارت دي منځته راغلي کالوس کالسيفاي کيږي د سريري له نظره ناحيه لا تر اوسه هم حساس وي خومات هډوکي يو له بل سره وصل شوي وي او د يوې ټوټي په شان حرکت کوي که و غوښتل شي چې هډوکي په زوره کوږ شې دردناکه وي خو په اکثره کاته ساحه لا تر اوسه ښکاره معلوميږي چې د يو غټ کالوس په ذريعه احاطه شوي وي ترميم تکميل شوي نه وي او د قوي په مقابل کې مقامت نلري۰ (Consolidation) تحکيم

تحکيم له مکمل ترميم څخه عبارت دي کلسيفاي شوي کالوس تنظيم کوي يعني (calcified ) کيږي د کلنيکي له نظره ناحيه حساسه نه وي کاذب حرکت نلري او که په زور سره هډوکي کوږ کړاي شي درد نلري ۰ په اکثرپ کې مات ځاي نه ښکاري او د ضعيحاتو په ذريعه له منځه تللي وي کالوس واضيحاً موجود وي ترميم تکميل شوى وي او اضافي تحفظ او تداوۍ ته ضرورت نلري .

 عدم التيامNon-union

کله کله د کسر د التيام نورماله پروسه په تعويق کې لويږي او هډوکي التيام نه کوي چې مهم علتونه يې دادي : ۱: د مکسوره ټوټو يو له بل څخه لريوالي . ۲: د ماتو ټوټو ترمنځ نرمو انساجو واقع کيدل . ۳: په کسري ساحه کې د زيات حرکت شته والي . ۴: غيرکافي موضعي اروا په دي ساحه کې زيات فبروپلاستيک حجرات موجود وي او کسري خاليګاه به فبروتيک انساجو باندې ډکه شوې وي ماتې ټوټې متحرکې وي اوکاذب مفصل تشکيل کړي وي کله کله پريوست په ذريعه نوى هډوکي تشکيل کوي او ددې پرځاي چې د ماتو هډوکو څوکې يو له بل سره و نښلوي . د هډوکي څوکې جدا جدا غټيږي او پراخه کېږي دې حالت ته ( Hyperteophic non-union ) وايې که دا راز علم التيام تثبيت کړاي شي نو د وخت په تيريدلو سره د التيام امکان شته کله کله د هډوکي د جوړيدلو پروسه ضعيفه وي او په نتيجه کې (Ayrophic non-union ) منځته راځي تر هغه پورې چې ماتې ټوټې يو له بلې محکمي تثبيت نشې اواسفنجي هډوکي (Graft ) ورپکې کيښودل شي نه جوړيږي


کسر په څومره وخت کي جوړيږي ؟

ددي سوال قطعي ځواب نشته عمر د وجود ساختمان داروا حالات د کسر ځاي نوعيت او داسي نورو فکتورونو د کسر په جوړيدولو کې دحالات لري د پورتني اطرافو کسرونه معمولاً (۶ـ ۸) هفتو کې جوړيږي او ښکتني اطرافو کسرونه ددي په دوه برابره وخت کي جوړيږي د ماشومانو کسرونه زر جوړيږي سره ددي هم د کسر د جوړيدلو لپاره کوم قطعي معيار نشته بايد سريري علايم په نظر کې ونيول شي.

د کسر تشريح (Description)

ځانله د کسر تشخيص کفايت نه کوي جراح بايد د کسر ټول جوانب ولټولي يعني وګوري چې :- ۱- تړلي کسر دى او که خلاص کسر؟ ۲- کوم هډوکي مات دي او په کوم ځاي کې مات دي ؟ ۳- کسر له مفصلي سطحې سره ارتباط لري ؟ ۴- کسر کوم شکل لري ؟ د مستعرض کسر التيام بطي وي او که ماتې شوې ټوټې څوکه په څوکه وي نو کسر ثابت حالت لري حلزوني کسر دکسري سطحي دزيات والي له کبله ژر جوړېږي خو کسر ثابت حالت نلري .لنډ مايل کسر چې يوه ټوټه هم ولري Butterfly او ټوټه ټوټه کسرونه ژر التيام نه کوي او ثابت حالت هم نلري د کسري ټوټو بيځايه کيدل په درې شکله وي . ١- د هډوکي ماتې ټوټې يو له بله شاته، مخې ته، ښي خواته ، کيڼې خواته بيځايه شوي وي او يا طولاً يوه په بله کې ننوتلي وي يا تيروبير شوي وي او يا يوه له بلې څخه راښکل شوي وي . ۲- په مات شوي هډوکي کې مخې ته، شاته او يا جوانبو ته کوږوالي موجود وي. د ماتو هډوکو له ماتو څوکو څخه د تشکيل شوي زاويې راس چې هر طرف ته وي د کسر کوږوالى هماغه طرف ته وي . ۳- ماتو ټوټو په کوم طرف ته دورکړي دي ؟


لنډيز:

څرنګه چې الله تعالى دانسان په وجودکې دمختلفو وظايفو سر ته رسولولپاره مختلف سيستمونه لکه هاضمې سيستم ،تنفسي سيستم ،اطراحي سيستم اوداسې نورسيستمونه پيداکړي دي .ددې تر څنګ يې يو مهم سيستم دانسان اسکليټي سيستم پېداکړى دى .هغه علم چې هډوکي تر مطالعې لاندې نيسي دOsteology په نوم ياديږي . چې مختلف اومهم وظايف سر ته رسوي .لکه هډوکي ژوندي موجودته يو معين شکل ورکوي محافظوي رول لوبوي ،دعضلاتو داتکا په نتيجه کې داعضاؤ دحرکت باعث کېږي ،په بدن کې دمهمو معدني موادوتبادلي اوذخيرې دنده سرته رسوي اوهمدارنګه دوينې په جوړولوکې برخه اخلي .هډوکې دجوړښت له نظره دوه نهايته لري چې جسم يې Diphysis-shaft په نوم ياديږي .علوي نهايت يې دVapporend اوشظې نهايت يې دZowered په نوم ياديږي .پاسنۍ کلکه طبقه يې Compact bone اوداخلي طبقه يې Spongy شکله طبقه قرار لري دحادثو اوبعضې ناروغيو له کبله کله دامهم سيستم متاثره کېږي اوماتيږي چې په تړلي اوخلاص کسرونو باندې ويشل کېږي . هغه کسر چې دپوستکي زخم ورسره موجود وي اوهډوکي ته رسيدلى وي دخلاص کسر په نوم ياديږي اوکه په پوستکي زخم موجود نه وي دتړلي کسر په نوم ياديږي . دطبقه بندۍ له نګاه نه په څلورو ګروپو ويشل کيږي . ١-Long bones لکه داطرافو هډوکي . ٢-Shart bones لکه دګوتو هډوکي . ٣-Flate bone لکه دجمجمي هډوکي . ٤-Irregular bone لکه دفقرات ،لاسونو ،پښودبندونو هډوکي . کله چې تام کسرونه منځته راځي نو کسري ټوټې يو له بل څخه دخارجي قوې له کبله ،څه دځمکې دجاذبې له کبله اوڅه هم دمربوطه عضلاتودتقليص له کبله بې ځايه کيږي دغه بې ځايه کيدل دماتوشويو ټوټو دڅوکې په څوکې په ارتباط پورې اړه لري .Apposition ياماتې شوې ټوټې په عين استقامت نه وي يعنې په هډوکو کې کوږوالى پيداشوى وي .دکسر له پيښيدو وروسته په دې شرط چې شرائط برابر وي په څومرحلو کې ترميمي پروسه پيل کيږي .کسرونه اکثراًدکسري ناحيې دسطحې دشکل ياډول په واسطه چې په را ديو ګرافي کې ليدل کيږي تصنيف شوي وي لکه سورور کسرونه ،مايل کسرونه ،حلزوني شکله کسرونه ،فشاروي کسرونه اوڅوټوټه يې کسرونه چې ددوه ټوټو څخه اضافي ټوټې ولري دهډوکې دتماره نشتوالي په بشپړ يا نيمګړي ډول درز ته د هډ وکي ما تيدل وايې چې د اسبابو له نظر ه کسرونه په درې ګروپونو ويشل شوي دي . ١_هغه کسرونه چې يواځې د ناځاپې ضربې له کبله پيداکېږي . ٢_هغه کسرونه چې ددوامداره فشار يا ستړيا له کبله پيداکيږي . ٣¬هغه کسرونه چې د مريضۍ له امله پيداکېږي چې پيتا لوژيک کسرونه ورته وايې . ناتام کسرونه هغه کسرونه هغه کسرونه دي چې د هډوکي ټوټې يو له بل سره په تماس کې وي مګر د لمدې لښتې په شکل مات شوي وي او مقابل طرف ته سماق روغ وي سره ددې چې هډوکي ماتيدونکي انساج دي چې د خارجې قوې په مقابل کې مقاومت لر ي مګر منفرد تروماتيکې حادثه ، دوامداره فشار او پتالوژيک کسر هغه عوامل دي چې د هډوکو د ماتيدو سبب کيږي .





اخذليکونه

١– توره کى ،شمس الرحمن.(١٣٧۵).اورتوپيدي او تراوماتولوژي .م م (۲۳-۱)جلال آباد افغاستان

٢ – صديقي ، برى .(١٣۸۹). هستو لوژي .

افغان بو هنتون

٣- منګل ،عبدالبصير . (١٣٨١) تراوماتيکه اورتوپيدي د طب پوهنځي جلال اباد ٤_ قانع ، محمد موسى .(١٣٨٢). اناتومي وفزيالوژي .م م (۸۷-۳۹)انسټيټوټ علوم صحي غضنفر.

Life. Page 310_313 Roberts,M.B.V.(1986).Biology for 5_