د هند او پنجاب پښتانه

د هند او پنجاب پښتانه: د نړۍ هر قام هغه وخت عملاً له منځه ځي کله چې خپلې مورنۍ ژبه ته شا کړي او په خپله ټولنه کښې پردۍ ژبو ته وده ورکړي سوکه سوکه د دوی نوۍ کهل خپله مورنۍ ژبه هیره کړي او د هغه پر ځای حاکمه ژبه د خپلې لومړۍ او مورنۍ ژبې په توګه خپله کړي د بېلګې په ډول په هند کښې دا وخت د یو اټکل تر مخې نژدې یوه نیم کروړ پښتانه په بېلا بېلو ولایتو کښې استوګنه لري خو له بده مرغه د دوی مورنۍ ژبه د هغه ولایتو د اکثریت ژبې ګیرزېدلې دي او پښتو له سره پېژني هم نه بس دومره خبر دي وايي ” هم پټهان ھے ” او ځینو ته بیا خپل خیل او زئي هم معلومه وي لکه په راجهستان ولایت کښې د شېراني قبیلې پنځه زره کوره ابادي ده او د کلي نوم یې “شیراني آباد” دی ټول کلۍ مرواړي ژبه وايي له ما سره د شېراني آباد ډېر ځوانان پر فیسبک ملګري دي چې یواځې په مرواړي، هندي او اړدو ژبه پوهېژي ـ د پاکستان په پنجاب ایالت کښې نژدې څلور، پنځه ملیون پښتانه استوګنه لري چې په کښې نومیاتې قبیلې دا دي لکه نیازي، دراني، مهمند، سدوزي، ککېزئی، عیساخیل، ترین او داسې نور خو له بده مرغه نن سبا د ټولو مورنۍ ژبه پنجاپي ده او په سرشمیرنه کښې ټول په پنجابیانو شمیر دي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم په قام نیازي (پښتون) دی خو مورنۍ ژبه یې سرائیکي( د پنجاپي ژبې سهېلي لهجه) ده پوښتنه دا ده چې دا خلګ عملاً ولې پنجاپیان شو ؟ لامل یې څه وو ؟ ھغه ځکه چې د دوی مشرانو خپلې مورنۍ ژبې پښتو ته پام و نکړو او سوکه سوکه پښتو له منځه لاړه او پر ځای یې پنجاپي ژبه راغله او بل لامل یې دا دی چې پښتانه د نورو قامونو له ښځو سره ودونه کوي چې وروسته یې ماشومان بیا د خپلې مور ژبه وايي او پښتو نشي وئیلای باید موږ د خپلو زمنو ودونه د پښتنو پېغلو سره وکړو نو ځکه خو زه دا په دعوه سره وایم چې مورنۍ ژبه د قام جرړه ده او ټولو افغانانو او په خاصه توګه کابلیانو ته خواست کوم چې پښتو مه تر شا کوئ خپله ټولنیزه او دوتري .ژبه یې و ګیرزوئ ، پردۍ ژبه پرته له اړتیا ویل او لیکل د فکري غلامي نخښه ده ـ