د نیوزیلنډ اقتصاد

د نیوزیلنډ اقتصاد د لوړې کچې پرمختللی د ازاد بازار اقتصاد دی. دا هېواد د اسمي ناخالص کورني توليد (GDP) د اندازې (کچ کولو) له مخې په نړۍ کې دوه پنځوسم ستر ملي اقتصاد دی او د رانيولو د ځواک برابرۍ (PPP) د اندازه کولو له مخې په نړۍ کې دري شپېتم ستر اقتصاد دی. نيوزيلانډ د خپل پنځه ميلیونه نفوس لپاره ستر جي ډي پي لري او د عايد سرچينې د دې ستر ټاپو هېواد په ټولو برخې خپرې دي. د دې هېواد اقتصاد يو له ډېرو نړيوالو شويو اقتصادونو څخه دی او تر ډېره بريده په نړيوالې سوداګرۍ متکي دی، په بنسټيز ډول له استراليا، کاناډا، چين، اروپايي اتحاديې، جاپان، سينګاپور، سويلي کوريا او متحده ايالاتو سره. له استراليا سره د نيوزيلانډ د ۱۹۸۳ز کال د نژدې اقتصادي اړيکو تړون دا معنا لري چې د دې هېواد اقتصاد د استراليا له اقتصاد سره نژدې برابر دی.[۱]

د نيوزلينډ متنوع اقتصاد د پام وړ خدماتو برخه لري چې په ۲۰۱۳ز کال کې دې برخې د جي ډي پي په ټولو فعاليتونو کې ۶۳٪ برخه درلوده. د دې هېواد د سترو تولیدي صنعتونو کې د المونيم تولید، خوراکونو پروسس کول، فلزاتو جوړول، د لرګيو او کاغذ تولیدات شامل دي. د کانونو جوړول، برېښنا، ګاز، اوبه او د فاضله موادو خدماتو په ۲۰۱۳ز کال کې په جي ډي پي کې ۱۶.۵٪ ونډه درلوده (د فاضله موادو خدمات هغه برخه ده چې فاضله مواد لېږدوي، له منځه وړي، راټولوي او....). تر ۲۰۱۳ز کال پورې يواځې د ۶.۵٪ سره سره، لومړۍ برخه د نيوزيلینډ په صادراتو کې غالبه ده. د معلوماتي ټيکنالوژۍ برخه يې په چټکۍ سره وده کوي.[۲][۳]

د ونډو مهم بازار يې د نيوزلينډ د ونډو بازار (NZX) دی. د ۲۰۱۴ز کال د فبرورۍ مياشت پورې د نیوزیلنډ د ونډو بازار په ټوليز ډول ۲۵۸ درج شوې ضمانتونه درلودل، تر څنګ يې د شريک بازار پانګې راټولولو ارزښت ۹۴.۱ ميليارده نیوزیلنډي ډالره وه. د نیوزیلنډ دودپيسه چې د نیوزیلنډ ډالر دی (په غېر رسمي ډول د کيوي ډالر په نوم پېژندل کېږي) د پاسفيک په څلورو نورو ټاپوګانو کې کارول کېږي. د نیوزیلنډ ډالر د سوداګرۍ لپاره په نړۍ کې لسمه زياته کارېدونکې پيسه ده.[۴][۵]

تاريخ سمول

له ډېرو کلونو راهيسې د نیوزیلنډ اقتصاد د زراعتي توليداتو، لکه وړۍ، غوښه او لبنياتو په يوه محدوده اندزه ولاړ دی. دا توليدات د ۱۸۵۰ز لسيزې څخه تر ۱۹۷۰ز لسيزې پورې، د نیوزیلنډ تر ټولو مهم او تر ټولو باارزښته صادرات وګرځېدل، کوم چې د اقتصاد د برياليتوب بنسټ ګرځي. د بېلګې په ډول، له ۱۹۲۰ څخه تر ۱۹۳۰ز لسيزې پورې، د نیوزیلنډ په ټولو صادراتو کې د لبنياتو د صادراتو سهم عموماً شا اوخوا ۳۵٪ و او په ځينو کلونو کې نږدې تر ۴۵٪ پورې رسېدلی دی. له دې امله چې د دې لومړيو توليداتو غوښتنه خورا زياته وه چې په ۱۹۵۱ز کال کې د نيوزلينډ د وړيو د کاروبار له ځلېدو څخه روښانه شوه، نیوزیلنډ د اويا کلونو لپاره په نړۍ کې د ژوند يو له لوړو معيارونو درلودونکی هېواد دی.[۶][۷][۸]

د ۱۹۶۰ز لسيزې په اوږدو کې، د دې دوديزو صادراتو په نرخونو کې کمښت راغی او په ۱۹۷۳ز کال کې نیوزیلنډ له انګلتسان سره خپل امتيازي سوداګريز مقام له لاسه ورکړ، دا هغه مهال و چې انګلستان په اروپايي اقتصادي ټولنه کې شامل شو. تر يو بريده د دې پايله دا شوه چې له ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۹۰ز کال پورې، د رانيولو د ځواک لپاره برابر شوی د نیوزیلنډ د سړي سر جي ډي پي کمه شوه، د OECD د منځنۍ کچې په نظر کې نيولو سره له ۱۱۵٪ کمه او ۸۰٪ ته ورسېده.[۹]

د ۱۹۸۴ او ۱۹۹۳ز کلونو په منځ کې، نیوزیلنډ تر يو بریده له بند او مرکزي مديريت شوي اقتصاد څخه په OECD (Organisation for Economic Co-operation and Development) کې په يو تر ټولو زياتو پرانيستو اقتصادونو بدل شو. په يو بهير کې چې ډېر ځله په نیوزیلنډ کې د « Rogernomics» په نوم پېژندل کېږي، يو پر بل پسې حکومتونو داسې تګلارې وړاندې کړې، کومو چې اقتصاد په ډرامايي ډول ازاد کړ.[۱۰]

په ۲۰۰۵ز کال کې، نړيوال بانک نيوزيلینډ ته په نړۍ کې د سوداګرۍ لپاره د ډېر برابر هېواد مقام ورکړ. اقتصاد تنوع پیدا کړ او تر ۲۰۰۸ز کال پورې، ګرځندويي د بهرنۍ پيسې يواځینۍ ستره تر لاسه کونکې برخه وګرځېده.[۱۱][۱۲][۱۳]

د اقتصاد لومړي کلونه سمول

د اروپايي مېشتېدو او د نیوزیلنډ له مستعمره کولو مخکې، « Māori» يواځې د ژوند تېرولو اقتصاد درلود، د کوم بنسټيز اقتصادي واحد چې فرعي قبيله يا « hapū» وه. له ۱۷۹۰ز لسيزې راهيسې، برتانوي، فرانسوي او مريکايي وهيل کب نيونکو، سيګلاوو نيونکو او سوداګريزو بېړيو د نيوزيلینډ په شا او کې اوبو څخه لېدنه وکړه. د دې بېړيو عملې د اروپايي توکو سوداګري کوله، په دې توکو کې ټوپکونه او وسپنيز وسايل شامل و، په مقابل کې يې «ماوري» خوراکونه، اوبه، لرګی، کتان او جنس تبادله کاوه. د هغوی زياتېدونکی بې قانوني او د نیوزیلنډ د شرکت په مټ د رسمي مېشتېدو طرحو، په ۱۸۴۰ز کال کې د «ويتينګي» پر تړون د لاسلیک تر شا دوه محرک قوتونه وو، کوم تړون چې نیوزیلنډ د يوې مستعمرې په توګه راڅرګند کړ. هلته ځای پر ځای شويو خلکو تر ۱۸۶۰ز لسيزې پورې د خوراک لپاره په «ماوري» تکيه درلوده. له دې وروسته کډوال په کروندګرۍ کې په ځان بسيا وګرځېدل او هغوی د سرو زرو په ګډون د ګڼو کانونو کيندنه پيل کړه، کوم چې د مرکزي «اوټاګو» د «ګيبريل» په «ګلي» کې موندل شوي و او په دې ډول په ۱۸۶۱ز کال کې د «اوټاګو» د سروزرو د زېرمو پر لور د خلکو تګ ته يې لاره پرانيسته. په هغو سيمو کې مېشت ځايونه وغوړېدل، چېرته چې دا کېندنې پيل شوې وې. د ۱۸۸۰ز لسيزه کې، «ډونيډن»د هېواد تر ټولو شتمن ښار وګرځېد چې لامل يې د سرو زرو پر لور د خلکو د هجوم له امله پانګونه وه.[۱۴][۱۵][۱۶]

په «ويراراپا» کې پسونه پالل پيل شول، خو کله چې لومړي سرکونه او نقل او حمل برابر شول، نو ډېر ژر له «ساوت لینډ» څخه د «ايسټ کيپ» د سمندر غاړو پورې د پسونو پالنه خپره شوه. ډېره هغه ځمکه چې د کروندګرۍ لپاره کارېده له «ماوري» نيول شوې يا اجاره شوې وه. د پسونو شمېر ډېر ژر زيات شو، او د ۱۸۵۰ز لسيزې تر نيمايي پورې، نیوزیلنډ کې يو ميلیون پسونه موجود وو؛ د ۱۸۷۰ز لسيزې تر لومړيو پورې دې هېواد کې لس ميليونه پسونه وو. وړۍ لومړۍ مهم صادرات وګرځېدل، د ۱۸۵۰ز لسيزې په وروستيو کې، وړۍ په بنيادي ډول د «ويلنګټن» له سيمې صادره شوه، که څه هم نايخې شوې غوښې (هغه غوښه چې په يخچال کې ساتل شوې او يخه شوې نه وي، څو د ډېر وخت په تېرېدو سره هم د استعمال وړ وي) او لبنياتي توليدات (له مالدارۍ لاس ته راغلي توليدات) دومره لرې صادر شوي و، لکه تر استراليا پورې.[۱۷]

په ۱۸۷۰ز لسيزه کې، «جوليس ووګل» وخت په وخت د مستعمرو د خزانې مسئول او لومړی وزير دواړه و. هغه نیوزیلنډ ته د «سويلي سمندرونو د برتانيې» په سترګه کتل او په نیوزیلنډ کې يې د زېزبناوو په پرمختګ پيل وکړ، په کوم کې چې په سرکونو، اورګاډي، ټيلیګراف او پلونو کې د دولتي پورنو له لارې مالي مرسته وړاندې شوې وه. په ۱۸۷۸ز کال کې د «سيټي او ګلاسګو بانک» له سقوط وروسته، پرمختګ کرار شو، د کوم له امله چې له لندن څخه په پورونو کې کمی راغلی، کوم ځای چې د هغه وخت د نړۍ د مالي نظام مرکز و. له دې وروسته تر څو کلونو پورې اقتصادي فعالیتونه شاته ولاړل، تر دې چې په ۱۸۸۲ز کال کې د توکو يخول (کنګل کول) متعارف شول. دې نيوزيلینډ ته وړتيا ورکړه چې انګلستان ته د غوښې او نورو يخ شويو تولیداتو صادرول پيل کړل. يخ کولو اقتصاد ته بدلون ورکړ او د پرمختګ بڼه يې جوړه کړه، خو په دې بهير کې په برتانيې د نیوزیلنډ انحصار منځ ته راغی.[۱۸][۱۹]

د يخ کولو د برياليتوب نېغ په نېغه اړيکه د هېواد د کروندګرۍ د ودې او پرمختګ سره وه. په نولسمه پېړۍ کې، ډيری اقتصادي فعاليتونه د نیوزیلنډ په سويلي ټاپو کې راټول وو. له اشا او خوا ۱۹۰۰ز کال راهيسې، په هغو سیمو کې مالداري په چټکۍ سره په عمل کې راغله، کومې سيمې چې د پسونو لپاره کمې مناسبې وې، په ځانګړي ډول په نارتلینډ، وايکاټو او تراناکي کې. څومره چې مالدارۍ پرمختګ کاوه، شمالي ټاپو د اقتصاد لپاره بې اهميته شو. له دې امله چې ډېره ځمکه کرل شوې او د مالدارۍ (څارويو د روزلو) ځايونه  پکې جوړ شوي و، برتانيه د نیوزیلنډ د غوښې او څارويو د تولیداتو لپاره يواځينی بازار وګرځېد. له همدې امله مالدارۍ ته په اروپا کې د بازار د پیاوړو غوښتنو د ځواب په نظر کتل کېدای شي، کوم چې نه يواځې د نیوزیلنډ کلیوالې سيمې، اقتصاد او توليدي لارې چارې بدلې کړې، بلکې د مالدارۍ د اړتيا وړ مالدارۍ توليداتو پيدا کولو لپاره د کډوالۍ لامل هم وګرځېد.[۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. Hall, Peter A.; Soskice, David (2001). Varieties of Capitalism: The Institutional Foundations of Comparative Advantage. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 570. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780191647703. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "New Zealand in Profile 2014: Economy". Statistics New Zealand. March 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "NZ Tech – About the Tech Sector". د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Triennial Central Bank Survey, April 2013" (PDF). Triennial Central Bank Survey. Bank for International Settlements. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) [pg.10 of PDF]
  5. "NZX Limited – Monthly Shareholder Metrics" (PDF). November 2014. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The introduction of refrigeration". NZ International Business Forum. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. McKinnon, Malcolm, المحرر (1997). New Zealand Historical Atlas. David Bateman. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Page 4 – Early pastoral economy". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. 
  9. Drew, Aaron. "New Zealand's productivity performance and prospects" (PDF). Bulletin. 70 (1). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Evans, Lewis; Grimes, Arthur; Wilkinson, Bryce (December 1996). "Economic Reform in New Zealand 1984–95: The Pursuit of Efficiency". Journal of Economic Literature. 34 (4): 1856–902. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 14 January 2007 باندې). Foreign owners muscle in as New Zealand sells off all its assets. The New Zealand Herald.
  12. (په 14 September 2005 باندې). New Zealand rated most business-friendly. International Herald Tribune.
  13. "Page 10 – External diversification after 1966". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. 
  14. "Page 2 – Early Māori economies". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. 
  15. King, Michael (2003). The Penguin History of New Zealand. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-301867-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "First European economies". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. 
  17. "Page 4 – Early pastoral economy". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. 
  18. Warwick Robert Armstrong "Vogel, Sir Julius, K.C.M.G". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand.  
  19. "Page 5 – Boom and bust, 1870–1895". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. 
  20. "Refrigeration, dairying and the Liberal boom". Te Ara: The Encyclopedia of New Zealand. 
  21. Baten, Jörg (2016). A History of the Global Economy. From 1500 to the Present. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 287. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107507180. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)