د نفس اصلاح لپاره ۴ څلور اصول

*د نفس اصلاح لپاره ۴ څلور اصول!*

*۱-  مشارطه*

*د خپل ځان سره شرط ولګوه، چي ګناه به نه کوم.*

*۲- مراقبه*

*آیا "گناہ" خو به مي نوي کړې.*

*۳- محاسبه*

*له خپل ځان سره حساب وکړه، چي څونه ګناه مي کړې او څونه نیکي.*

*۴- مواخذه*

*که نفس په ورځ کي کومي نافرمانۍ کړي وي، هغه ته سزا ورکړه  او سزا دا ده، چي پر هغه د عبادت بوج واچوه،*

*(امام غزالی رحمة الله علیه*

*احیاء علوم الدین)*

*۱ هر سهار د خپل نفس سره شرط وکړه، چي نن ورځ هیڅ ګناه نه کوم.*

*۲ ټوله ورځ پرځان نګراني وکړه، چي ګناه درڅخه ونه شي.*

*۳ ماښام د بیدېدو څخه مخکي یوازي له ځانه څخه د ټولي ورځي جائزه واخله، چي کوم ښه شوي او کوم بد.*

*۴ که کومه غلطي شوې وه، پر هغه د شرمندګي سره استغفار  وغواړه او که دي ښه کړي وه پر هغه د الله تعالی ډېر شکر اداء کړه.*

*دا څو ټکي د نفس اصلاح لپاره دي.*

*الله تعالی دي موږ د نفس اصلاح لپاره متوجه کړي*

*آمین.*