د مې انقلاب

د مې انقلاب (په هسپانوي کې Revolución de Mayo) د هغو اوونیزې پېښو ټولګه ده چې د ۱۸۱۰ کال د مې له ۱۸ تر ۲۵ پورې د ریو ډي لا پلاتا د وایسرای په پلازمینه بوینس ایریس کې رامنځته شوه. د هسپانیا په دغه مستعمره کې تقریباً د ارجنټاین، بولیوي، پاراګوای، یوراګوای او د ننني برازیل ځینې برخې شاملي وي. د مې انقلاب د مې د میاشتې په ۲۵مه له واک څخه د وایسرای بالتازار هیدالګو ډي سسنیروس د ګوښه کېدو او د پریمرا جونتا (لومړني پوځي حکومت) په نوم د یوه سیمه ییز حکومت د رامنځته کېدو لامل شو. په دې سره جونتا سم د لاسه د ارجنټاین په نوم بدل شو. دا د سویلي امریکا د خپلواکۍ په بهیر کې لومړنی بریالی انقلاب ؤ.

د مې انقلاب د هسپانیا د نیمه ټاپو د جګړې پر وړاندې مخامخ غبرګون ؤ. په ۱۸۰۸ کال کې، د هسپانیا پاچا، اووم فرډینانډ د ناپلیون بناپارت په ګټه استعفی ورکړه او د هسپانیا تاج او تخت د ناپلیون ورور، جوزیف بناپارت ته ورکړل شو. د جوزیف د حکومت او د فرانسې له خوا د هسپانیا د اشغال پروړاندې یوه عالي مرکز خونتا (Junta) مقاومت پیل کړ، خو په پای کې یې یو لړ ماتې ومنلې او د هسپانیايي د شمالي برخې د له لاسه وتلو لامل شو.  د ۱۸۱۰ کال د فبروري په لومړۍ نېټه، فرانسوي سرتیرو سیویل ونیو او د اندلس د زیاترو برخو کنټرول ترلاسه کړ. عالي خونتا د کاډیز پر لوري شا تګ وکړ او خپل ځان یې منحل کړ او د هسپانیا او شرقي هند د نیابت شورا د هغو پر ځای راغله. د دغو پېښو خبر د مې په ۱۸مه د انګریز کښتیو پر مټ بوینوس ایریس ته ورسید.

وایسرای سیسنروس هڅه وکړه څو شته سیاسي وضعه وساتي، خو د کریولو یوې ډلې وکیلانو او پوځي چارواکو د مې په ۲۲مه یوه پرانیستې کابیلدو (د ښار د اشرافو ځانګړې غونډه) وکړه څو د نایب الملک د راتلونکې په اړه تصمیم ونیسي. استازو په هسپانیا کې د نیابت د عالي شورا په رسمیت پیژندنه رد کړه او د خونتا نهاد یې د سیسنروس ځای ناستی اعلان کړ. ځکه هغه چا چې سیسنروس یې منصوب کړی ؤ، هغو نور مشروعیت نه درلود. د تداوم د احساس د ساتلو لپاره، سیسنروس په لومړیو کې د خونتا مشر وټاکل شو. که څه هم دې کار په خلکو کې ناکراریو ته لمن ووهله؛ له همدې امله، د مې په ۲۲مه سیسنروس له فشارونو وروسته استعفی ورکړه. د پریمرا خونتا نوي جوړ شوي دولت کې یوازې د بوینیس ایریس استازي شامل وو او د وایسرای له نورو ښارونو یې وغوښتل څو مجلس ته خپل استازي ورولیږي. دغه کار د دې لامل شو څو د هغو سیمو تر منځ جګړې رامنځته شي کومې چې په بوینیس ایریس کې رامنځته شوې پېښې یې منلې اویا یې نه منلې.

د مې انقلاب د ارجنټاین د خپلواکۍ د جګړې لامل شو. که څه هم هغه مهال د خپلواکۍ لپاره هېڅ رسمي اعلامیه نه وه صادر شوې خو پریمرا خونتا د مخلوع شوې پاچا، اووم فرډینانډ په نیابت خپل واک ته دوام ورکړ. دا چې دې ته ورته پېښې د همدې وچې په نورو ښارونو کې رامنځته شوې، نو د مې انقلاب هم له هسپانیا څخه د امریکا د خپلواکۍ د له لومړیو پېښو په توګه په پام کې نیول کېږي. ننني تاریخ لیکوونکي پر دې بحث کوي چې ایا انقلابیان په ريښتیا هم د هسپانیا تاج او تخت ته وفادار وو او یا  دا چې پاچا ته د وفادارۍ اعلان د واقعي موخو د پټو ساتلو په خاطر یو سیاسي تصمیم وو څو خپلواکۍ ته ورسیږي او هغه جمعیت چې تر اوسه د یوه داسې بنسټیز بدلون د منلو لپاره چمتو نه وو، خو پاڅون یې ونه کړ او بالاخره د خپلواکۍ رسمي وینا د ۱۸۱۶ کال د جون په ۹مه د توکمان په کنګره کې صادره شوه.

علل سمول

نړیوال علتونه سمول

له بریټانیا څخه په ۱۷۷۶ کې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلان، کریولوس (په امریکا کې زېږیدونکي هسپانویان) پر دې باوري کړل چې د هسپانیا پر وړاندې انقلاب او د خپلواکۍ ګټل د امکان وړ دي. له ۱۷۷۵ تر ۱۷۸۳ کلونو پورې، د امریکا د دیارلس مستعمرو وطن پرستانو د بریټانیا د پاچا او سیمه ییزو وفادارو پر وړاندې د امریکا د انقلاب جګړه پر لاره واچوله او بالاخره یې د انګریزانو د سلطنت پر ځای د خپلو خلکو حکومت رامنځته کړ. دغه واقعیت چې هسپانیا له انګریزانو سره د مبارزې په برخه کې له مستعمرو سره مرسته وکړه، نو دغه عقیده یې هم کمزورې کړه چې له مور هېواد سره د مستعمرو د یووالي پای ته رسول یو جرم یا ګناه ده. [۱][۲][۳]

بل پلو، په ۱۷۸۹ کال کې د فرانسې د ستر انقلاب ارمانونه په اروپا او امریکا کې پراخ شول. د لوی شپاړسم پاچا او د ملکې ماري انټوانټ د واکمنۍ پای ته رسیدل او د هغوی اعدام د دې لامل شو چې په هغه هېواد کې د دوی د پیړیو سلطنت ته د پای تکی کېږدي او د اشرافو امتیازات له منځه یوسي. په سیاسي او اقتصادي برخو کې لیبرال ارمانونه د اتلانتیک انقلابونو له لارې په زیاترو لویدیځو هېوادونو کې پراخ شول. د پاچاهانو د الهي حق مفهوم د فرانسې د بشر او ښاروندانو د حقونو له وینا سره چې ویل یې «ټول انسانان سره برابر دي»، تر شک لاندې راغلل او د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیې او ان د هسپانیې کلیسا هغه تایید کړ. [۴]

خو بیا هم د هسپانیې په قلمرو کې د دا ډول نظریاتو خپرول یا له دې فکر سره د برابر کتابونو پلورل یا لرل ممنوع وو. هسپانیې دغه ممنوعیتونه له فرانسې سره د جګړې له اعلامولو او د لوی شپاړسم له اعدام وروسته وضع کړل او هغه یې په ۱۷۹۶ کې د سولې د تړون تر لاسلیک کېدو پورې خوندي وساتل. د ۱۷۸۹ کال د پېښو اړوند خبرونه او د فرانسې د انقلاب د تالیفاتو نسخې، د دا ډول توکو د خپرولو د مخنيوي په برخه کې د شته هلوځلو سره سره، بیا هم په ټوله هسپانیا کې خپاره شول. زیاتره روڼ اندي کریولویان د پوهنتون په دوران کې هغه که په اروپا کې وو یا د چوکیساکا پوهنتون (په ننني سوکره ښار) کې، له لیبرال لیکوالو او د هغوی له اثارو سره بلد شول. د ونزویلا او د امریکامتحده ایالاتو او ویسټ انډیز د نږدې والې له امله، د کاراکاس له لارې د متحده ایالاتو کتابونو هسپانوي مستعمروته ورسېدل.[۵][۶][۷][۸]

داخلي علتونه سمول

هسپانیا خپلې امریکايي مستعمرې له نورو هېوادونو یا بهرنیو مستعمرو سره له سوداګرۍ منع کړي وې او خپل ځان یې پر هغود یوازیني نړیوال سوداګریز پلورونکي یا پیرودونکي په توګه تپلی ؤ. دې وضعیت نایب الملک ته ځور ورساوه؛ ځکه چې د هسپانیا اقتصاد هومره ځواکمن نه وو چې وکولای شي د خپلو ټولو مستعمرو د اړتیا وړ توکي په یوازې سر تولید کړي. دغه کار د توکو د کمښت او اقتصادي ځوړتیا لامل شو. د هسپانیا سوداګریزو لارو چارو د بوینیس ایریس د ګټو خلاف، د مکسیکو او لیما بندرونه خپلې موخې وګرځولې چې په پایله کې بوینیس ایریس هغه توکي چې په قانوني ډول یې نشوای تر لاسه کولای، په قاچاقي ډول واردول. که څه هم دغه قاچاق غیرقانوني کار وو، خو زیاترو سیمه ییزو چارواکو هغه د کوچني شر په توګه منل او کله نا کله به د حجم له مخې د قاچاق کچه له هسپانیا سره له قانوني سوداګرۍ سره برابري کوله. دلته دوه متخاصمې ډلې رامنځته شوې: یو یې د ځمکو څښتنان یعنی د ازادې سوداګرۍ غوښتونکي وو څو وکولای شي خپل محصولات د هسپانیا له قلمرو څخه بهر وپلوري. دویم هغه سوداګر چې د قاچاق له وارداتو څخه یې ګټه پورته کوله، د بیو د کمېدو د ډار له امله یې له ازادې سوداګرۍ سره مخالفت کاوه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Abad de Santillán, p. 387
  2. Moses, pp. 36–37
  3. Moses, p. 35
  4. Abad de Santillán, pp. 385–386
  5. Johnson, p. 155
  6. Abad de Santillán, p. 386
  7. Moses, p. 29
  8. Moses, p. 34
  9. Luna, Independencia..., p. 28
  10. Bethell, p. 1
  11. Shumway, pp. 8–9
  12. Shumway, p. 9
  13. Abad de Santillán, p. 391
  14. Shumway, p. 15