د مړي احکام

(له د مړي احکام- فقه نه مخ گرځېدلی)

احتضار (مخ پر قبله ايښوونه): سمول

احتضار د مړي مخ پر قبله ايښوونه ده؛خو پدې كې مذهبونه يوه خوله ندي.اماميانو او شافعيانو ويلي دي: مړى بايد ستوني ستاغ (شا پر ځمكه) پرې اېستل شى او دواړه خپړې يې داسى وي،چې كه كېښول شي، قبلې ته سمې شي.

مالكيانو،حنبليانو اوحنفيانو ويلي دي: مړې دې پر ښي اړخ واچول شي، چې مخ يې قبلې ته وي. لكه د ښخېدو پر وخت.

لكه د مخ پر قبله كولو په معنا كې چې اختلاف دى، دغسې يې په وجوب كې هم اختلاف دى. څلورګونو مذهبونو او يو شمېر اماميانو ويلي دي: مخ پر قبله كول مستحب دي،نه واجب. زياتره اماميان غسل كفن او ښخول كفايي واجب بولي.د اماميانو په مصباح الفقيه كې راغلي دي،چې د مخ پر قبله كولو په وجوب كې بالغ او نابالغ دواړه راځي. بايد وپوهېږو، چې د مړي د احكامو له واجباتو هر يو كفايي واجب دى،چې كه يو يې تر سره كړى، پر نورو حساب دى؛خو كه پريښوول شى، ټول پړه او پوښتل كېږي.(1)

غسل: سمول

د مړى د غسل په باب څو مسالې دي: سمول

ټولو مذهبونو منلې ده،چې كه څوك له كافرو سره په جګړه (جهاد) كى ووژل شي، شهيد دىاو نۀ لمبول كېږي (2) او پردې هم يوه خوله دي،چې د نامسلمان غسل روا ندى. البته شافعيان يې جايز ګڼي. همداراز تر څلورو مياشتو كم زيان شوى (سقط شوى) ماشوم نۀ لمبول كېږي؛خو كه څلور مياشتنى شوى وي؛ نو پكې اختلاف دى.حنبليان او اماميان يې غسل واجب بولي.حنفيانو ويلي دي: كه ماشوم ژوندى وزېږي او بيا مړ شي، يا پر څلورو غړيو (سالم) روغ وزېږي؛خو مړ،غسل دې وركړ شي. سمول

مالكيانو ويلي دى: د زيان شوي نوزېږي غسل واجب ندى؛خو هله،چې ژوندى پاتې كېدونكى نۀ وي او كوم تجربه كار څوك ووايي، چې ژوندى پاتى كېداى شي.

شافعيانو ويلي دي: كه نوزېږى شپږ مياشتنى وي،غسل وركول كېږى؛خو كه تر شپږو مياشتو كم وي او بشپړ زېږېدلى وى،غسل وركول كېږي؛خو كه نيمګړى هم وي او باور وي، چې احساس لري؛ نو غسل وركول كېږي.

مساله: كه د مړي د بدن يوه برخه د ناروغتيا، سوي، د ځناور د خوراك يا داسې نورو له امله نيمګړې شى، ايا د پاتې بدن غسل واجب دى، كه څنګه؟

حنفيانو ويلي دي:غسل واجب ندى؛خو كه د بدن زياته يا نيمه برخه او يا د مړى سر پاتې وي؛ نو بيا وركول كېږي.

مالكيانو ويلي دي: كه د بدن دوه درېمې (3/2) وموندل شي،غسل واجب دى.

حنبليانو او شافعيانو ويلي دي: كه د مړي يوه برخه هم وي،غسل واجب دى.

اماميانو ويلي دي: كه د مړى يوه ټوټه چى زړه او سينه پكې وي، وموندل شي،حكم يې غسل كفن او لمانځه ته د پوره مړي دى. سينه يا يې يوه برخه ورسره وي،كه نه؛ خوكه هډوكي پكې وي،غسل دې وركړ شي او په يوه ټوكر كې دې تر نغښتلو وروسته ښخ شى؛خو كه بې هډوكي و؛ نو په ټوكر كې دې تر نغاړلو وروسته بې غسله ښخ شي.

لمبوونكى : سمول

لمبوونكي او لمبېدونكي ته واجب دي،چې نر دې نر او ښځه دې ښځه ولمبوي. سمول

اماميانو، شافعيانو، مالكيانو او حنبليانو د ښځې او خاوند يو بل لمبول جايز ګڼلي دي.

حنفيانو ويلي دي:خاوند ته د ښځې لمبول جايز ندي،ځكه ښځه پر مرګ سره د نر له ناموسوالي وځي؛خوښځه خاوند لمبولاى شي،ځكه لا د هغه په عدت كې ده. يعنې لا يې د ښځېتوب حق پر ځاى دى؛خو نر (د ښځى په مرګ) لدې حقه بې برخې دى. كه سړى خپله ښځه طلاقه كړي او بيا مړه شي. كه طلاق باين وي، د ټولو مذهبونو پرېكړه ده، چې يو بل ونۀ لمبوي؛خو كه طلاق رجعي وى، اماميه وو يو د بل لمبول جايز ګڼلى دي.

حنفيانو او حنبليانو ويلي دي: ښځه دې خاوند ولمبوي؛ خو مېړه ښځه نه.

مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: يو بل دې نۀ لمبوي،ځكه باين او رجعي طلاق يو شان دى.

اماميه وو ښځى ته تر درې كلنى پورې هلك لمبول جايز ګڼلي دي.حنبليانو تر څه كم اووه كلونه جايز كړيدي. مالكيانو ويلي دي: ښځه اته كلن هلك لمبولاى شى اوسړى تر دوو كلواو اتو مياشتو پورې جنۍ.

څه ډول غسل؟ سمول

اماميانو د مړي درې ډوله غسل واجب بللى دى: لومړى هغه چې په اوبو كې يې لږ سدر ګډوي، په دويم غسل كى كافور وي، درېم په رڼو اوبو وي. لمبوونكى بايد پيل له سره وكړي،بيا ښې او بيا كيڼ اړخ؛خو څلورګونومذهبونو ويلي دي: واجب يو غسل دى. هغه هم په رڼو اوبو،نور دوه غسله مستحب دي،غسل ته څه ځانګړي شرطونه نشته. هر څنګه چې وي صحيح دى د جنابت د غسل په څېر دهغوى په نزد سدر او كافور واجب ندي. البته په وروستي غسل كې كافور او يا ورته نوره خوږ بويي مستحب ده.

د غسل صحيحوالى په نيت د اوبو په روڼوالي،پاكوالي او د مړي له بدنه د ظاهري ناولتيا په لرې كولو او پوټكي ته د اوبو په رسېدو كې د مخنيوونكي (مانع) نشتوالى شرط دى.

اماميانو ويلي دى: په تودو اوبو د مړي لمبول مكروه دى؛خو حنفيان بيا تودې اوبه غوره ګني.حنبليانو، مالكيانو او شافعيانو سړې اوبه مستحبې ګڼلې دي.

ټول مذهبونه له خوږ بويۍ د محرم دځان ژغورنې په څېر پدې هم يوه خوله دي،چې كه محرم (احرام تړلى) په حج كى مړ شو،د لمبولو په اوبو كې دې يې كافور نۀ وي.

كه د اوبو د نشتوالى،يا د سوي، يا د داسې ناروغۍ له امله چې د مړي غوښه د اوبو په وررسېدو زيانمنېږې، د غسل پر ځاى ټولو تيمم منلى دى. خو تيمم بې د ژوندي د تيمم په څېر دى،چى د تيمم په باب كې به راشي. د اماميانو يوې ډلي ويلي دي: درې تيممه واجب دى، لومړى د سدر په اوبو دغسل پر ځاى،د كافور په اوبو د غسل پر ځاى او درېم په رڼو اوبو د غسل پر ځاى خو محققينو يې يو تيمم بسنده ګڼلى دى.

حنوط: سمول

حنوط د سجدې پر اووه ګونو ځايونو تر غسل وروسته د كافور مږلو ته وايي، دا اووه ځايونه تندى،دواړه ورغوي،زنګنونه او د پښو ګڼې ګوتې،چى سرونه يې بايد مسح شي. اماميانو پدې ډول حنوط واجب ګڼلى دى؛خو نور مذهبونه يې بيا نۀ ګڼى. او د لوى او واړه، زيان شوي (سقط) جنين او ښځې او نر توپير نۀ مني؛خو د حج محرم يې ترې بېل كړېدى. دوى پر تېرو اوو ځايونو سربېره پوزه هم د مستحبو په توګه ورزياته كړېده. سمول

كفن وركول: پر كفانه كول د ټولو مذهبونو له پلوه واجب دي. څلورګونو مذهبونو ويلي دي: كفن يو كميس دى، چى د مړى ټول ځان رانغاړي.درې ټوټې كېدل يې مستحب دي.

اماميانو ويلي دي: درې ټوټې واجبې دي: لومړى لنګ،چې له نامه تر زنګنو نغاړي، دويم كميس،چى له اوږو تر پنډيو نغاړي.درېم هغه ټوټه چى ټول مړى رانغاړ.په كفن كې چې څه شرط دي، دا دي،څه چى په لمانځه كې نغاړلو ته واجب دي،لكه پاكوالى او مباحوالى او دا چې وريښمن او د حرام غوښي ځناور نۀ وي او نر او ښځې ته سره زر او هغه څه چې په خپل ځاى كې به راشي.

اماميانو، شافعيانو او حنفيانو ويلي دي: د ښځى كفنول د مېړه پر غاړه دي، كه ښځه شتمنه هم وي.

مالكيانو او حنبليانو بيا ويلي دي: مېړه د مېرمنې پر كفنولو ژمن او ملزم ندي.كه بېوزلې يا نشتمنه هم وي. د واجبې اندازې د كفن او د مړى د نورو اړتياوو د پور، وصيت او ميراث (له ښځې او هغه مال پرته چې پور ترې وركول كېږى) تر وركولو مخكې له تركې بېلېږي.

د بېوزليو يا نشتمنو مړينه سمول

څلورګونو مذهبونو اوځينو اماميانو ويلي دي: كه له مړي څه ډېره اندازه مال پاتې نشي،كفن يې پر نفقه وركوونكى دى. كه نفقه وركوونكى ونلري،يا هغه په خپله هم بيوسې او بېوزلى وي. كفن له بيت المال يا زكاته وركول كېږي او كه دا هم نكېده؛نو پر شتمنو مسلمانانو دى. يو شمېر اماميانو ويلي دي: كه څوك تش لاس (بې ماله) و مړي او استازى يا كفيل يې هم نۀ وي، كفن يې پر چا واجب ندى،ځكه واجب په خپله (په خپل لاس) يو كار كول دي. نۀ مال وركول؛نو د كفن وركول يوه مستحبه ښېګڼه ده. كه داسې نكېده؛ نو بې كفنه دې ښخ شي.

پر شهيد لمونځ (د جنازى لمونځ ) سمول

ټول مذهبونه يوه خوله دي،چې د مسلمانانو او د هغوى د بچيو كه د هر مذهب او فرقې وي پر مړي لمونځ واجب دى او پر دې هم يوه خوله دي، چې لمونځ تر غسل او كفنولو مخكې نۀ كېږي؛خو شهيد بيا بې غسله او بې كفنه په خپلو جامو كې ښخېږي. شافعيانو په جامو او بې جامو ښخولو كې ازادي او خوښه وركړېده؛خو د شهيد پر جنازې بيا سره وېشلي دي، شافعيانو، مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: لمونځ (جنازه) يې ندى پكار. اماميانو او حنفيانو ويلى دي. د شهيد جنازه د نورو مړيو په څېر واجب ده.

د صغير جنازه سمول

د كوچني پر جنازه مذهبوال سره وېشلي دي. شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: كه نوزيږى د زوكړې پر وخت ژړا يا چغه وكړى،جنازه يې كېداى شي،يعنى د لمانځۀ حكم يې د ميراث د حكم په څېر دى. حنبليانو او حنفيانو ويلي دي: كه كوچنى د مور په نس كې څلور مياشتې پوره كړې وي لمونځ يې پكار دى.

اماميانو ويلي دي: د مسلمانانو د كوچنيانو جنازه كول واجب ندي؛خو كه شپږ كلنۍ ته رسېدلى وي؛ تردې د كم كوچني جنازه مستحب ده. نۀ واجب.

د غايب جنازه سمول

اماميانو،مالكيانو او حنفيانو ويلي دي:دغايب مړي جنازه په هېڅ شان روا نده او وايي: چې كه پيغمبر او اصحابو دا كار كړى واي؛نو دود شوى به واى. دمړى مخ پر قبله كول او د جنازې د لمانځه پر وخت د جنازه كوونكيو حاضرېدل لازم شرط دى. حنبليانو او شافعيانو پر غايب مړي جنازه روا ګڼلى ده او دا دليل راوړى، چى پيغمبر اكرم د نجاشي غايبانه جنازه وكړه او ځواب دا وركړ شو، چى دا كار له نجاشي سره د رسول اكرم د مينې له مخې په همغه (ص) پورې ځانګړې و؛خو پيغمبر د نورو صحابه وو له مرګه له خبرېدو سره او ترې له لرې والي سره سره دا كار بيا ونكړ.

اولياء سمول

اماميانو ويلي دي: د مړي د سمبالښت په باب د واجباتو صحيحوالى د مړي د ولي په اجازې پورې اړه لري؛نو كه څوك د ولي له اجازې پرته د مړي غسل، كفن او خوږبويي مږنه (حنوط) وكړي، باطل دي او بيا راغبرګول (اعاده) يې واجب دي؛ځكه دا كار بايد يا ولى په خپله وكړي او يا دى چاته اجازه وركړي؛خو كه له اجازې وركولو او يا په خپله كولو ډډه وكري، د اجازې ارزښت يې له منځه ځي. د اماميانو په نزد مېړه د ښځې په ټولو خپلوانو كې ښځې ته نژدې دى او نور خپلوان د ميراث په ترتيب سره دي، يعنى درې برخې دي، لومړى پلرونه او زامن چى تر دويمې درجې يعنې وروڼو او نيكونو مخكې (مقدم) دي او پلار پر ټولو لومړۍ درجه غړيو مخكى دى او دويمه درجه پر درېمې چې ترونه او دايانى وي مخكې دي او پلار پر ټولو لومړۍ درجه غړيومخكى دى او په دويمه درجه كې نيكه پر ورور مخكې دى. په هره درجه (خپلوانو) كې كه نارينه نۀ وي،ولايت ښځې ته پريښوول كېږي. كه وروڼه،ترونه او دايانې زيات وي، بيا نو كارد ټولو په اجازې پورې اړه لري.

څلور واړومذهبونو په “هو” يا ” نه” (ثبات يا نفى) كى پر ولي او پر مسالو يې څه ندى ويلې.د غسل او تكفين په بحث كې چې ددوى په نزد د ولي اجازه دومره درنه نۀ برېښى؛خو ويلي يې دي،چې څوك پر سړي لمانځه ته زيات حقوال او مستحق دى. يعنى حنفيانو د مړي په لمانځه كې دا لاندې كسان مخكې يا لومړني (مقدم) ښوولي دي: لومړى پاچا يا واكمن،دويم يې مرستيال، درېم قاضي او بيا ښاروال او بيا امام چې كه د مړي تر ولي غوره و، بيا د مړي ولي او بيا په نكاح كې دخپلوۍ له مخې.

شافعيانو ويلي دي: د مړى ولايت لومړى د پلار دى، تر هغه وروسته يې د زوى بيا يې د مورني (سكه) ورور او بيا د پلرني ورور او همداسې پسې د ارث له مخې.

مالكيانو ويلي دي: وړ سړى هغه دى، چې مړي خپل لمانځه (جنازې) ته وصي يا استازى كړې وي، ځكه د هغه پر وړتيا يې باور كړى دى، تر وصي وروسته د هغه ځايناستى او بيا يې زوى بيا د زوى له خوا لمسى. بيا پلار،ورور¸ وراره، نيكه تره او… حنبليانو ويلي دي: عادل وصي ډېر وړ (مستحق) دى، بيا پاچا، بيا يې مرستيال او بيا پلار او ورور، يعنې څوك چې په ميراث كې څومره نژدې دي. (2)

د مسلمان او نامسلمان توپير سمول

كه څرګنده نشى،چې مړى د مسلمان دى، كه د نامسلمان؛نو كه د مسلمانانو په ښار كې و، د مسلمانانو د حكم له مخې او كه نۀ پر ليدونكى څه نۀ واجبېږى؛ځكه پړه او ژمنه په شك كې ده. كه د مسلمانانو او نامسلمانو مړي داسې سره ګډ شول، چې توپير يې ګران وي،د حنبليانو،اماميانواو شافعيانو په نزد دې يې پدې نيت جنازه وشي،چې مسلمانان دي او كه نه پروا نشته.

د مړى د لمانځه څرنګوالى سمول

مړى مخې ته ايښود كېږي او لمونځغاړى ورته لږ لرى مخ پر قبله درېږي (3) د مړي مخ به قبلې ته وي او ترمنځ به ديوال يا داسې بل څه نۀ وي،لمونځغاړي به ولاړ وي؛ خو كه څه شرعي عذر وي؛ نو خير بيا دې نيت وكړى او څلور تكبيره دې وكړي. مالكيانو ويلي دي: اللهم اغفر لهذا الميت (خدايه ويې بښې) لنډه دعا ده، چې لمونځغاړي يې تر هر تكبير وروسته وايي. كه مړې ماشوم و، مور و پلار ته دې يې دعا وكړي او پر څلورم تكبير دې سلام جارايستل شي. په لومړي دوو تكبيرونو دې لاسونه نۀ پورته كوي او همدا بس دى، چې وويل شى:

الله اكبر اللهم اغفر لهذا الميت، الله اكبر اللهم ارحمه و ارحمنا، الله اكبر، اللهم تب عليه و علينا، الله اكبر، اللهم اسكنه فسيح جنانك، السلام عليكم…

حنفيانو ويلي دي: تر لومړى تكبير وروسته دې د خداى ثنا (تسبيح) ووايى، او تر دويم تكبير وروسته دې پر پېغمبر درود ووايي او په درېم تكبير دې دعا وكړي او په څلورم تكبير دې سلام جارايستل شي؛خو لاسونه دې بې له لومړي تكبيره نۀ پورته كوي او دا دعا بس ده:

الله اكبر، سبحان الله و له الحمد، الله اكبر، اللهم صل على محمد، الله اكبر ، اللهم ارحم هذاالميت، الله اكبر،السلام عليكم و رحمه الله، السلام عليكم و رحمه الله.

شافعيانو او حنبليانو ويلى دي: تر لومړى تكبير وروسته دې فاتحه الكتاب (الحمد الله) وويل شى. بيا تر دويم تكبير وروسته دې پر محمد (ص) باندې درود او بيا دې دعا وويل شى او په څلورم تكبير پسې دې سلام جارايستل شي. په ټولو تكبيرونو كې دې لاسونه پورته شي، يعنې همدومره بس ده، چې ووايي:

الله اكبر، اللهم صل على محمد، الله اكبر، اللهم ارحمنا و اياه، الله اكبر، السلام عليكم و ….

اماميانو ويلى دي: پنځه تكبيره واجب دي، د پنځه وخته لمونځو هومره لمونځغاړي دې تر لومړنى تكبير وروسته شهادتين ووايي، بيا دې په دويم تكبير پسې پر پېغمبر (ص) درود ووايي او بيا دي په درېم تكبير مومنانو ته دعا وكړي او په څلورم تكبير دې مړي ته دعا وكړى، كه مړى ماشوم وي،مور و پلار ته دې يې دعا وكړي، پر پنځم تكبير څه نشته او مستحب دي. په تكبيرونو كې دې لاسونه پورته وي او دا لږ څه دې، چې واجب دي، ووايى:

الله اكبر، اشهد ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله،الله اكبر، اللهم صلى على محمد و اله، الله اكبر، اللهم اغفر لمومنين والمومنات، الله اكبر، اللهم اغفر لهذا الميت، الله اكبر.

دا وو د مړي د جنازې د لمانځه د واجباتو لنډيز، كه نۀ هر مذهب ځانګړې اوږدې دعاګانې لري.

څلورګوني مذهبونه: د جنازې د لمانځه صحيح كېدو ته پر لمونځغاړي اودس او د ټول عورت پټول د ورځنيو لمونځو په څير لازم دي. اماميانو ويلي دي: د جنازې د لمانځه صحت ته اودس او د عورت پټول شرط ندې خو مستحب دى،ځكه د جنازې لمونځ حقيقى لمونځ ندى،بلكى دعا ګانې دي او هغه هم داسې،چې امام د مقتدې پر ځاى قرائت نكوي.

جوته شوه،چې څلورګوني مذهبونه څلور تكبيرونه واجب ګڼي او اماميان پنځه.

امام جعفر صادق ويلي دي خداى پنځه لمونځه فرض كړيدي او له هر لمانځه يې مړي ته يو يو تكبير غوره كړېدى او دا يې هم ويلي دي چې پيغمبر اكرم ټولو ته پنځه تكبيره ويل او چې كله خداى پر منافقانو له لمانځه راوګرځاوه،هغه پرغير منافق پنځه تكبيره ويل او په څلورم تكبير پسې يې دعا كوله او پر منافق يې يواځې څلور تكبيره ويل؛ خو دعا يې ورته هيڅكله نۀ كوله.

د مړي د لمانځه (جنازې) ځاى سمول

شافعيانو ويلي دي: غوره داده ،چى د جنازې لمونځ په جومات كې وشي،حنفيانو ويلي دي: په جومات كى مكروه دى، اماميانو او حنبليانو ويلى دى: كه جومات نۀ ككړېږي؛ نو مباح دى.

د جنازې د لمانځه وخت سمول

شافعيانو او اماميانو ويلى دي: د جنازې لمونځ هر وخت كېداى شي. او مالكيانو او حنبليانو بيا ويلي دي،چې په لمر خاته، لمر پرېواته او زوال پر وخت دې د جنازې لمونځ نۀ كېږي.

ښخول (دفن) سمول

ټول مذهبونه پردې يوه خوله دي،چې مړى دې پر ځمكه بې ښخولو داسې نۀ ږدي، چې كوټه پرې جوړه كړي، كه څه هم په تابوت كې وي، هن! كه اړتيا او ضرورت وي، او واجب ده، چى تابوت په قبر كې كيښود شي،چې خوندي وي او بوى يې خپور نشى. او مړى دې پر ښي اړخ مخ پر قبله كيښود شي؛ داسې چې سر يې شمال او پښى يي جنوب لور ته وي. مالكيانو ويلى دي: د مړي دغسې ايښوول مستحب دي، نۀ واجب .

اماميانو ويلي دي ښځه دې خاوند يا داسې يومحرم چى پر ژوندوني يې ورته كتل روا وي،خاورو ته وسپاري، يا يې دې ښځه وسپاري؛خو كه خاوند،محرم او يا ښځه نۀ وي؛ نو كوم نېك پردى دې يې خاورو ته وسپاري.

حنبليانو او حنفيانو ويلي دي: خاوند د ښځې تر مرګ وروسته پردى شي،ځكه د ښځيتوب مزی سره وشلېږي. د غزالي شافعي په كتاب الوجيز كې راغلي چې له سړي پرته دې بل څوك مړى په قبر كې نږدي؛خو كه ښځه وه، دهغې د چارو ژمن او مسوول خاوند يا يې محرم دى؛خو كه محرم نۀ و، دوه نر ښځي يا خواجه ګان دې يې وسپاري؛ خو كه هغه هم نۀ وو؛نو خپلوان او كه يو هم نۀ و؛نو پردي، ددې خبرې معنا داده،چې پردي يا او پره سړى تر ښځې غوره دى.

سيند ته د مړي غورځول سمول

كه يو څوك له وچې لرې په بېړۍ كې ومري او ځنډول يې شوني وو،چې په ځمكه كې يې ښخ كړي.ځنډول يې واجب دي؛خو كه د ورستېدو ويره وه؛نو ودې يې لمبوي، پر كفانه دى يې كي او جنازه دې يې وكړي،په تابوت يا صندوق كې دې يې كېږدي. سر دې يې بند كاندي او سيند ته دې يې وغورځوي او كه نشوه كېداى؛ نو په اوسپنه يا تيږه دې يې دروند كړي او بيا دې يې وغورځوي. څرګنده ده،چې فقهاوو دا او دې ته ورته خبرې ځكه كړي،چې له ورستېدو د ژغورنې فني وسايل نۀ و؛خو نن چى يې په سوړ ځايونو كې ايښوداى شي او يا په نورو داسې وسيلو،چې د سپكاوي او غړيو د غوڅيدو وېره نۀ وي؛واجب ده،چې كه اوږدې مودې ته هم وي، مړى وساتى.

د قبر اوارول سمول

ټولو مذهبونو منلې ده، چى د قبرونو اوارول سنت دي؛ځكه ثابته ده ،چې پيغمبر(ص) د خپل زوى ابراهيم قبر اوار كړ. حنفيانو، مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: غوره يې كوپان ډوله كول دى. نۀ بل څه ته؛ ځكه اوارول يواځې د يو څو خېلونو او قبيلو عادت دى.

========================================


د قبر بيا له سره لوڅول سمول

ټول مذهبونه سره يوه خوله دي چي د قبربيا لوڅول ناروا دي،كه هغه د لوي مړي وي يا كوچيني،د هوښيار وي،او يا ليوني؛ خو كه پري پوه وي چي مړی پرخاوروبدل شوی ، يعنې هډوكي اوهرڅهه يي خاورې شويدي او يا د قبر بيا لوڅول او كيندنه د مړي په خوښه وي چي وصيت يي كړېوي.يا دا چي قبر د كومي خوړى ” مسيل” او يا كومې ويالې په كومه ګوښه كې وي،او يا په زور،يا ناپوهى يا هيري سره په كومه غصبي ځمكه كې خاورو ته سپارل شوېوي او د ځمكي څښتن له بي ډډه وكړي، يا په كوم ناروا شي كې نغښتي وي،او يا ورسره ارزښتناك مال وي،هغه دده خپل مال وي،يا دبل چا ، نوورته روا ده چي قبر يې لوڅ شي؛خو پردې سره مخالف دي چي د مړي د قبر د لوڅولو روا والی هغه وخت شونې دی چې بې غسله خاوروته سپارل شوېوي،يا يي شرعي غسل نۀ وي وركړي.احنافو او يو شميراماميانو ويلي: د قبربيالوڅول ندي روا. ځكه دا د مړي بي احترامي ده؛خوحنبليانو،شافعيانو او مالكيانو او ډيرو اماميانو بيا ويلي : چي كه پر لوڅولو فساد نه راځي،قبر دي لوڅ، مړي ته دي غسل وركړي، جنازه يې دې وكړي او بيا يي دي ښخ كړي؛خوځينو اماميانو زياته كړېده كه د مړي پربدن پورې له ليدلو اوثبوت سره كوم حق تړلي وي، نوبيا روا ده چې قبر لوڅ او بېرته ښخ شي.

یاداشتونه او سرچینې سمول

1 كفايي واجب دي . (ژباړن)

2 ابن قدامه المغنى – اټ- 207م

3 الفقه على المذاهب الاربعه، اټ، د استحاضى بحث

4 حنفيانو ويلي دي: په ظلم وژل شوى شهيد دى. په جګړه كې وي او كه د غلو او د اړه مارو په بريد كې خو د شهيد په غسل كى يې شرط كړېده، چې جنب او يا داسې بل څه نۀ وي، ګنې لمبول كېږي به. اوهغه شهيد به بي كفنه اوبي غسله ښخېږي چې له ولړه يي سا وركړي وي له چاسره يي خبظي نۀ وي كړي او دوايي د خولي ياپوستكي له لاري بدن ته نۀ وي ورننوتي. (ژباړن)

لیکوال: (لبنانی عالم): محمدا جواد مغنیه

پښتو ژباړن: استاد اجرالدین اقبال

خپروونکی: دانش خپرندویه ټولنه