د موقعیت اړوند اناتومیکي اصطلاحات

د موقعیت اړوند معیاري اناتومیکي اصطلاحات د انسانانو په ګډون د حیواناتو د اناتومي د ابهام نه لرونکي توصیف په موخه کارول کېږي. دغه اصطلاحات په معمول ډول په لاتین او یوناني کې رېښه لري او د بدن غړي د هغو په معیاري اناتومیکي ځایګیو کې توصیف کوي. دغه ځایګي د دې څرګندوي دي چې کوم یو په مخکنۍ برخه ("anterior")، شاتنۍ ("posterior") او یا هم نورو کې موقعیت لري. د دغو اصطلاحاتو د توضیح او تشریح په موخه بدن د اناتومیکي صفحاتو او اناتومیکي جهتونو له مخې توصیف کېږي.

د دغو کارېدونکو اصطلاحاتو معنی کېدای شي د دوه پښو لرونکو او څلور پښو لرونکو ژوندیو موجوداتو ترمنځ تغیر وکړي. له دې سربېره کېدای شي یو شمېر دغه اصطلاحات د یو شمېر حیواناتو لکه د غیرفقاریه حیواناتو لپاره هېڅ معنی وه نه لري. د بېلګې په توګه هغه حیوانات چې په شعاعي ډول د ویشل کېدو وړ وي کېدای شي هېڅ مخکنۍ برخه وه نه لري، خو کېدای شي په داسې توګه توصیف شي چې منځ ته نږدې برخه ("proximal") یا له منځ څخه لرې ("distal") وي.

نړیوالو سازمانونو داسې لغات ټاکلي چې تر ډېره پورې د اناتومیکي توضیحاتو په موخه د معیار په توګه کارول کېږي، د بېلګې په توګه د انسانانو لپاره یې په اناتومیکه ترمینالوژي (Terminologia Anatomica) او د حیواناتو لپاره یې په Nomina Anatomica Veterinaria کې ټاکلي.  دغه دواړه د هغو کسانو لپاره چې له تشریحي اصطلاحاتو ګټنه کوي لکه د اناتومي پوهانو، ډاکټرانو او حیواني ډاکټرانو لپاره د اصطلاحاتو معیاري ټولګه وړاندې کوي څو هغوی وکولای شي د یو جوړښت موقعیت په سمه توګه بیان کړي.

معرفي سمول

د اناتومي او ژوو پوهنې معیاري اصطلاحات معمولا د هغو د لاتیني او یوناني کلماتو پر بنسټ جوړ شوي څو د بیولوژي، طبي علومو او حیواني علومو ټول ډاکټران او اناتومیستان وکولای شي په دقیق ډول د ژوندیو موجوداتو د بدن او د هغو د غړو اړوند اطلاعات ترسیم کړي او د هغو اړوند بحث وکړي، په داسې حال کې چې یو شمېر اصطلاحات یې تر ډېره په یو شمېر زمینو کې حساس دي. ډیری دغه اصطلاحات په نړیواله توګه د انسانانو په اناتومیک قاموس (Terminologia Anatomica) او د حیواناتو په (Nomina Anatomica Veterinaria) کې معیاري شوي. [۱][۲]

د انسانانو لپاره چې د فقاریه ژوندیو موجوداتو په ډله کې راځي او همدانګه هغو حیواناتو لپاره چې دوه پښې (bipeds) لري هغه اصطلاحات کارول کېږي چې له څلور پښو لرونکو سره توپیر لري. د دغه توپیر یو لامل دادی چې انسان متفاوت عصبيت (neuraxis) لري او همدارنګه بل لامل یې دا دی چې د هغو حیواناتو پر خلاف چې په څلورو پښو ودرېږي انسان د اناتومیک توصیف پر مهال په معیاري/سټنډرډ ځایګي کې ځای لري، یعنې د دوه لاسونو په لرلو سره له هغو پرته ودرېږي. له همدې امله هغه څه چې د انسان په پورتنۍ خوا کې راځي «سر» دی، په داسې حال کې چې په سپي کې د هغه پورتنۍ خوا یې شا ده او همدارنګه د مسطح (کفشک) کبانو د پورتنۍ خوا ښوولو په موخه کېدای شي د هغو چپ یا کیڼ اړخ ته اشاره وشي. یو لړ ځانګړي اصطلاحات هم شتون لري چې د غیرفقاریه حیواناتو د تنوع، ډولونو او تقارن د پراخ شتون له امله هغو ته کارول کېږي. [۲][۱][۳]

معیاري اناتومیکي موقعیت سمول

له دې امله چې حیوانات کېدلای شي خپل جهت محیط ته په پام بدل کړي او یا هم د هغو اضافي برخې لکه غړي او ښاخونه یې کولای شي د هغو موقعیت د هغو د بدن د اصلي برخو په نسبت بدل کړي، د موقعیتونو د توصیف په موخه اصطلاحات باید هغو حیواناتو ته اشاره وکړي چې په معیاري اناتومیک موقعیت کې ځای ولري. دغه توصیفات په دې معنی دي چې یو ژوندی موجود په خپل معیاري اناتومیکي موقعیت کې ځای لري، آن که چېرې پام وړ ژوندی موجود په نورو برخو کې اضافي شیان هم ولري. دغه چاره په مختلفو وضعیتونو کې یو ډول ژوندیو موجوداتو ته د اصطلاحاتو په کارونه کې له لار ورکېدو څخه په مخینوي کې مرسته کوي. په انسانانو کې دغه موقعیت؛ په ولاړ حالت کې په څنګ کې د لاسونو د راځوړوندلو، مخې خوا ته د ورغوي د اړولو او بیرون خوا ته د غټو ګوتو نیولو ته اشاره کوي.  [۱][۴]

ترکیبي اصطلاحات سمول

ډیری اناتومیکي اصطلاحات کېدلای شي ترکیب شي، یا هم په هم مهاله توګه په دواړو لورو کې د موقعیت د څرګندولو او د بدن د حرکت د لوري د ښوولو په موخه وکارول شي. د بېلګې په توګه "anterolateral" د داسې موقعیت څرګندويي کوي چې هم د بدن مخکنۍ او هم جانبي اړخ ته اړوند دی (لکه د سینې د لویې ماهیچې برخه).

په راډیولوژي کې کېدای شي د ایکس وړانګې اړوند یو انځور لپاره "anteroposterior" اصطلاح وکارول شي چې ښيي د ایکس وړانګه له خپلې منبع څخه د ناروغ د وجود په مخکنۍ برخه لوېدلې او د هغه د بدن له شاتني دیوال څخه وتلې ده. ترکیبي اصطلاحاتو یو مهال په ټولیز ډول په خپل منځ کې د فاصلي کرښه لرله، خو په معاصر لیک دود کې دغه کرښه ترې لرې شوې ده. [۵][۶]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Dyce، Sack او Wensing 2010، صص. 2–3.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Gray's Anatomy 2016، صص. xvi-xvii.
  3. Kardong's 2019، ص. 16.
  4. Gray's Anatomy 2016، صص. xvi–xvii.
  5. کينډۍ:Cite dictionary
  6. Hofer, Matthias (2006). The Chest X-ray: A Systematic Teaching Atlas (په انګلیسي ژبه کي). Thieme. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-13-144211-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)