د ملنګ جان د شعر ژبنی اړخ

لکه څنګه چې د ژبې د قاموسونو په لیکنه کې د ژبې د بومي وګړو ، دیالکتونه ډېر اړین دي ، په همدې ډول د بومي وګړو ، فولکلوریک  او لیکني ادبیات هم د ډېر ارزښت وړ دي ، دا ځکه چې د همدغو ولسي شاعرانو  په شعرونو کې ډېرې ارزښمنې  ژبني پانګې موندل کیږي ، د دغو شاعرانو په شعرونو کې  خوږې محاورې ، سوچه ولسي اصطلاحات ، خواږه او له غوره مفاهیمو څخه ډک متلونه  او له ګرامري اړخه کره نحوي ترکیبونه موجود دي ، چې ددغو ترکیبونو له  تحلیل او تجزیې څخه موږ ته ډېرې غوره ګرامري قاعدې په لاس راځي .

د هېواد د تحصیلي او تعلیمي موسسو په تعلیمي او تحصیلي نصاب کې د فکلور پوهنې او ژبپوهنې په مضامینو کې د فوکلوریکو ژانرونو په ژبني ارزښت  مباحث ترسره کیږي او د محصلینو د لا زیاتو معلوماتو لپاره دوی ته د څېړنیزو پروژو ، سیمینارونو او مونوګرافونو په بڼه د نورو څېړنو موقع هم ورکول کیږي ، چې زما دغه مونوګراف یې یوه ښه بېلګه ده ، زما مونوګراف چې ( د محمد امین منلګ جان د شعرونو ژبنۍ څېړنه ) سرلیک لري ، د ښاغلي استاد ښوونیار اجمل جبارخیل  په لاروښونه او مشوره مې لیکلی دی ، تر اړوند سرلیک لاندې تر اوسه چا څه نه وو لیکلي او یا دا چې زما تر ګوتو نه دي را رسیدلي ، نو ځکه د موضوع د نوښت له وجې زما خوښه شوه . د موضوع  په لیکنه کې له دې ډوله اخځلیکونو څخه ګټه پورته شوې ده ، لومړی هغه ماخذونه دي چې د محمد امین ملنګ جان پيژندنه په کې راغلې ده او د ملنګ جان منظوم آثار دي ، ددې ترڅنګ د ګرامري برخو د تشریح لپاره له ځینو ګرامرونو څخه ګټه پورته شوې او د ځینو بدیعي او بیاني ښکلاوو د تشریح لپاره د ادبي فنونو له اثارو څخه هم ګټه پورته شوې ده ، د موضوع نوښت او د موضوع د متغیرونو  ګڼوالي ته په پام سره ، به خامخا څه نا څه ستونزې ولري خو هیله ده چې د ادراک لوړو زده کړو موسسې د پښتو څانګې استادان او ښاغلي لارښود استاد ته د منلو وړ وي .

د محمد امین (ملنګ جان) لنډه پيژندنه سمول

محمدامين ملقب پـه (ملنګ جان) د عـــبدالشکور زوی د ننګــرهار د بهســــودو د چميار د کلی اوســيدونکی د پـښــتنويود ملی او ولسی شاعـــرانو پـه لـــړ کی يـو پـياوړی او خـــوږ ژبی شاعر تــير شـــويدی.

دی پـه 1296 هجـری لمــريـز کال کی زيـږيدلی او پـه دری کلــنی کی ئی پلار مــړ او يـتـيم پاتی شــو. پدغـــه وخت کی دده ډيــره کـوچـنی او خــورا بی وزلی کـورنی د رزق او روزی د پيداکولو په نيت د چمــيار کلی نه د پــيروړ ســيمی تـه ولـيږديده او پـه هغـه ســيمه کی د چادســره پـه کلی کی ميشت شــو.

د پـنځلس کلـنی پوری پدی کلی کی پاتی شــو او د هغـه وروســته د کامی د داربنګ کلی تـه وﻻړ او هلــته پـه کار او زيار لګــيا شــو او پـه ډيـری سـختی او بی وزلی ئی خـپلی ورځی شــپی ســبا کـولی. ده د لومــړی ځل لــپاره خــپل تاثرات او جذبات او حاﻻت او د محــيط عکس العمل د خــوږو او روانو کلمــاتو پـه تــرڅ کی وپـيل چـه پـه نتـــيجه کی شـعر تری جـوړ شــو.

دده لومــړی تــرانه چی وروســـته بيا د اتحاد مشــرق پـه ورځـپاڼی کی هغـه وخت خــپره شــوه چی ښاغلی خادم ددغــه ورځــپاڼی مديــر ؤ، او د هغی له امله مشــهور او پـه ادبی محافلو کی وپــيژندل شــو. د هغی يـو بيت دا دی.

بـاغ دی دتوتيـانو نه پـــريـږدی زاغـان

دی پښتون ماليار پکی وژنی پری خــپل ځان

پـه 1332 هجـری لمـريـز کال کابل ته راغې او پـه کابل راديو کی د پښـتو د موسـيقی د تنظيمونکې په توګه مقــرر شــو. ده لـيک لوست نشــو کوﻻی او پـدی ډيــر زوريده .

وخــتی چی محروم له علمه زه ملنګ جان پاته شـــوم

بـــــند به وی قـيامت کی زما ﻻس د چا ګريوان سـره

د وطن په درد دردمن او د ولس په خـوږ خـوږمن ، دپښـتونســتان د ازادی د غـورځنګ د لــياری فدا کار او د پښــتون د پــرمختګ ارزومن ؤ.

د حسن او جمال لــيوال ، د ګل بلبل ، د شـمعی پـتنګ او د ازادی ملنګ ؤ. د نادودو او تـيريو ســره ئی مخالفت ، د نفاق او ګـوندی ســره ئی دښــمنی او د بی علمی ســره ئی جګــړه درلـوده. د لټی او بيکاری په مقابل کی ئی ښـه په ټينګه مجادله کــړيده. او د پښتنې کلــتور ممثل او مبلغ او د ننګ او غــيرت ټوټه وه ، د مشــرانو احــترام ئی ساته او پـر کشــرانو ئی شفقت کاوه. ده د لــری او بــری پښــتونخــواه د عـوامو او خـواصو د پوهـو ، او بی سـوادو د رسمی او ولسی کسانو په زړو کی ئی ځای درلود او هــر چا ورته په درنه ســترګه کــتل. دا خــو ځکه چی ټول پښتانه ده ته ګــران او په زړه پوری او د ټولو خــير او سعادت دده لومــړی هــيله او ارزو وه .

د ملنګ جان  د شعر تړنګونه سمول

شعري تړنګونه یا ترکیبونه هغه توکي دي چې د شاعر سبک ترینه څرګندیږي ، په شعري تړنګونو کې د شاعر احساس او زوق نغښتی وي ، که چیرته د یوه ساختماني انجنیر شعر ته وګورو ، په ښکاره ترینه څرګندیږي چې د خپل مسلک وسایل یې د خپل احساس د لیږد لپاره کارولي دي . که چیرته د یوه ساینس پوه شعري تړنګونو ته ځیرو شو ، حتماً د فزیک او کیمیا له اصطلاحاتو څخه به یې کار اخیستی وي . که د صوفي شعري تړنګونه ګورو بیانو له عرفاني اصطلاحاتو او ترکیبونو څخه مملو وي .

هنري ترکیبونه عموماً په پنځو  بڼو جوړیږي ، چې هم ژبني او هم هنري ارزښت لري .

۱- اضافي تشبهي ترکیبونه .

۲- توصیفي تشبیهي ترکیبونه .

۳- اضافي استعاري ترکیبونه .

۴- توصیفي استعاري ترکیبونه .

۵- اضافي کنايي ترکیبونه .

له موضوع سره په اړیکه کې اړینه ده چې دغه پورته ذکر شوي ترکیبونه روښانه کړای شي .

۱- اضافي تشبهي ترکیبونه :

دغه ډول تشبه ته په بیان علم کې اضافي موکده تشبه وايي ، اضافي مؤکده هغه تشبیه ده، چې دمشبه او مشبه به ترمنځ یې اضافی ترکیب موجووي. په داسې ډول چې مضاف الیه مشبه اومضاف یې مشبه به وي.

لکه په لاندې بیتونوکې:

  سهاره راشه د روحـونو پتنګان مـو وسول

ډیوې د زړونو مو بلیږي د تور تم لـه لاسه

د خیال مرمر راباندې وتراشل د مینې هنر

د هجران کرښې ورانوو د خپل صنم له لاسه

                                      (پیرمحمد کاروان)

پورته لومړي بیت کې (دزړونو ډیوې) اضافي ترکیب دی. زړونه مضاف الیه، ډیوې مضاف دي ، زړونه مشبه، ډیوې مشبه به، همدارنګه په دویم بیت کې (دخیال مرمر) هم اضافي ترکیب لري، چې(خیال) مضاف الیه او (مرمر) مضاف دی.

خیال مشبه اومرمر مشبه به دی، داچې د طرفینو ترمنځ د تشبیه ادات نه دي ذکر شوي، مشبه او مشبه به یې د اضافي ترکیب په ډول راغلي، نو اضافي مؤکده تشبیه یې بولي.

یا لکه دحنان په دې لاندې بیت کې:

د حنان صحت په دم په افسـون نشي

پر زړه وخوړ د آشنا د زلفو مـار نن

په پورته بیت کې اضافي مؤکده تشبیه (د زلفو مار) په اضافي ترکیب کې په لاندې ډول ده:

(د) اضافت ادات، (زلفې) مضاف الیه چې مشبه واقع دي. (مار) مضاف اومشبه به واقع شوی.

یادونه:

په پښتو ژبه کې دفارسي دري ژبي پر خلاف لومړی مضاف الیه او بیا مضاف راځي، که مضاف الیه د (مې، دې، یې) ضمیرونه واقع شي بیا د اضافت وییکی (د) ورسره نه راځي، مضاف تر مضاف الیه دمخه راځي.

   د مخ ورځ دې شــوه د زلفو تر شپه لاندې

   که آفتـاب د نو بهار شو په سـحاب ګــډ

د اضافي مؤکدې تشبیه نورې بېلګې:

  وې! چې پرون به یو منصور دحق په چیغو سرو

   نن سل سرونه اناالحق وایي د دار لـــه پاره

   قافله تار په تار پرته ده ولې نه رادرومــې؟

   څومره د زړونو ګلان توی شول د سالار له پاره

                                            (پیرمحمدکاروان)

 چې یې تل پکې کـول ستـرګـوخـونونه

   د مخ ښهـر یې دږیـرې مــواس ونـیـو

                                                (حمید مومند)

  در دغـاښـو لعـل دلب به یې تلي څـوک

   چې یې کاڼی د شبنــم ګل تـــرازو وي

٭٭٭

   جـانــان د زړه کعبـه کې پـروت دی

   زه لیـونۍ پسې مـلکـونــه لټـومــه

٭٭٭

تـل د وروځـو پـه لینـده د بڼــوغشي

تـا پـه ما باندې راکښـلي دي که نه دي

چې مـدام یې زمـا زړه د غمـه و چـاود

                            تـورې زلفې دې پیچـوې دي که نـه دي

                                                  (حمیدمومند)

ستـا باڼـه مې د زړه جیب کې وهي ګـوتې

لکه شـوخ مـاشومـان څـومره بې ادب دي

                                          (پیرمحمد کاروان)

پـه رڼـاکې د لمـر د ژونـد ګوهـــرشته

دسپوږمۍ پـه نـور کې هـم کیف دنظر شـته

پـه جـهان کـې دي ضـرور دادواړه څـیزه

                                            ځـکه دلتـه شپـه اوورځ شـام وسحر شـته

                                                                                                                    (ګل پاچا الفت)

                                              د وصـال مـرغـه د اوښکـو دانــو راکـړ

لکـه لعـل و دُر پـه غـاړه د خـوبـان یـم

(رحمان بابا)

د الـفت میـنه د صبــر ستـنه غــواړي

دي پــکار د انتــظار ورســـره لاړي

د تهـمت لـوظوالی ښـه دی نـه  پندونـه

څـه پـکار د عشـق جـامه د عقـل نماړي

                                               (حمزه شینواری)

۲ـ توصیفي مؤکده تشبیه:   

هغه تشبیه ده، چې مشبه او مشبه به یې توصیفي ترکیب ولري، په دې ډول چې صفت د مشبه به او موصوف د مشبه په ډول راوړل شوی وي. لکه د حنان په دې لاندې بیتوکې:

چې تعریف د شکر لبو یې تـــل کاږم

لـه خامې څخه مې توی شهدو شکرشول

دا چې ته ورغلې باغ لره ګلــــرخه

له هوسه غنچه ځکـه په خـــندا شوه

٭٭٭٭

په پورته لومړي بیت کې (شکرلب) توصیفي ترکیب دی، چې (شکر) یې صفت او مشبه به، (لب) یې موصوف او مشبه واقع شوی دی.

همدارنګه په دویم بیت کې (ګلرخ) توصیفي ترکیب په ډول راغلی، چې ګل درخ لپاره صفت دی. رخ ‎(  ( مشبه اوګل یې مشبه به  دی.

په همـدې ډول د حمید په لاندې بیت کې توصیفي مؤکده تشبیه د ګلرخانو په کلیمه کې موجوده ده.

د نرګس تر ګله زه یم څو چنـدان شوخ

چې په غټوسـترګو ګورم  ګلرخان شوخ

یا لکه په دې لاندې پښتو لنډۍ کې:

زړه به مې څنګه قـــــرار وکـړي

چې شکرلب سیمین غبغب مهجوره کړمه


(شکرلب)، (سیمین غبغب) توصیفي ترکیبونه دي.

چې شکر دلب لپاره او سیمین د غبغب یا زنې لپاره د صفت په ډول راغلي دي.

يعنـې لب مشبه، شکر مشبه به، غبغب یعنې زنه مشـبه، سیمین (سپین زر) مشبه به.

یا لکه په لاندې بیت کې:

د مردانـو بـډایي علـم  وهنــر دی

آرایش دګلـرخـانـو په  زیــور دی

                        (اشرف هجري)

استعاره يا مستعار مجاز: سمول

استعار په لغت کې د یو شي امانت غوښتل دي، یعنې په عاریت ډول د مشابهت په وجه یو لغت د بل پرځای کارول.

اصطلاحاً: استعاره هغه مجاز دی چې علاقه یې تشبیه وي.

په استعاره کې د متکلم اصلي غرض تشبیه ده، خو د مبالغې په صورت يې افاده کوي. مثلاً: که ووایو چې ((د سترګو نه یې اوښکې بهیږي))

په دې جمله کې هره کلمه په خپله وضعي معنا کارول شوې ده، عادي کلام دی کومه تشبیه او استعاره هم پکې نه لیدل کیږي.

که همدا جمله داسې ووایو چې: ((د سترګونه د اوښکو باران وریږي))

په دې جمله کې اوښکې له باران سره تشبیه دي د اوښکو او د باران د څاڅکو ترمنځ یو مشابهت موجود دی، چې دغه مشابهت ته په تشبیه کې وجه شبه ویل کیږي.

که ووایو چې: ((د سترګونه یې د باران څاڅکي بهیدل.))

په دې صورت کې د باران له څاڅکو څخه اوښکې مراد شوي، چې دلته باران په خپله وضعي معنا نه، بلکې استعاري او مجازي معنا باندې استعمال شوی دی.

خو د باران د څاڅکو او د اوښکو د څاڅکو تر منځ یو مناسبت او مشابهت شته، چې په استعاره کې یې علاقه بولي، چې همدا علاقه مو په تشبیه کې د تشبیه وجه بلله.

ومو ویل چې په استعاره کې د متکلم اصلي غرض تشبیه ده، خو د مبالغې په صورت یې افاده کوي، په دې اړوند په لاندې بیلګه کې ګورو:

کجه کجه په ناز درومې فهم بویه

لاندې نکړې تر قدم د مخ مارونه

دلته شاعر غواړي چې د محبوب د زلفو صفت تر اندازې زیات بیان کړي.

د تشبیه په صورت کې زلفې مشبه او مارونه مشبه به، توروالی، نری والی يې وجه شبه ده، مګر دا چې دلته یو طرف (مارونه) ذکر دي، بل طرف نه دی ذکر شوی، نو استعاره ده.

کله چې د مخ کلمه اورو، نو له مارونو څخه د زلفو معنا اخلو او مخ قرینه ده چې زموږ ذهن یې له مارونو څخه د زلفو معنا ته انتقال کړ، نو مارونه مستعارمنه، زلفې مستعارله د زلفو او مارونو ترمنځ، توروالی، نری والی، اوږدوالی او پیچ و تاب هغه مشابهت دی چې په مستعار مجاز کې یې علاقه بولي.

یا لکه په لاندې مثال کې:

  د نرګس تر ګله زه یم څو چندان شوخ

  چې په غټو سترګو ګورم ګلرخان شوخ

                                      (حمید مومند)

په پورته بیت کې کله چې موږ د سترګو کلمه اورونو د ګلرخانو څخه د معشوقې معنا اخلو، چې ګلرخان مستعارمنه، معشوقان مستعارله، سترګې قرینه ده.

د استعارې ارکان: سمول

استعاره هم د تشبیه په شان ارکان لري، چې په استعاره کې  ارکان درې دي:

               ۱- مستعار له: چې په تشبیه کې مـو مشبه باله.

               ۲- مستعارمنه: چې په تشبیه کې مو مشبه به باله.

               ۳- صفت مستعار يا وجه جامع: یا عـلاقه یا رابطه یا مناسبت، چې په تشبیه کې مو وجه شبه بلله.

د استعارې دا پورته ذکر شوي ارکان د خوشحال خان خټک په لاندې شعر کې وګورئ:

   یو دوه سری مار مې پروت پر دواړو پښو دی

   په دیـدن یې له نشـاط څخـه نفور کړم

   پاړوګان د پیښــور واړه ناقص شــول

   دایم هنــد لره روان یم کـه یې دور کړم

په پورته بیت کې دوه سری مار مستعارمنه، زولنې یا بیړۍ مستعارله، دواړې پښې او نه لرې کیدل قرینې دي، چې زموږ ذهن د دوه سري مار په کلمه کې له لغوي معنا څخه مجازي معنا (زولنو) ته انتقالوي.

د زولنو او دوه سري مار تر منځ، توروالی، اوږدوالی او دوه سره توب هغه مناسبت دی چې علاقه یې بولي. له پاړوګانو څخه د خوشحال غرض په پيښور کې د ده طرفداره مامورین دي.

کنایه په لغت کې د تصریح ضد ده او په پټ انداز کې خبرو کولو ته وایي.

په اصطلاح کې کنایه داده، چې متکلم یوه معنا په داسې لفظونو کې راوړي، چې د مطلوبې معنا له پاره یې، وضعې معنا د دلیل  حیثیت ولري. یعنې یولفظ د خپلې حقیقي او وضعي معنا په ځای په مجازي او غیر وضعي معنا کې داسې استعمال شي، چې هم حقیقي معنا او هم ترې مجازي معنا اخیستی شي، خو مراد ترې حقیقي معنا نه وي.

د مثال په ډول که یوسړی ووایي چې:

((ما ویښته په لمر نه دي سپین کړي))

په دې وینا کې مطلب په کنایي ډول راوړل شوی دی. مطلب دادی چې زه پوهیږم او تجربه مې ډیره ده.

د مجاز اوکنایې ترمنځ توپیر دادی چې:

په مجازکې د کلیمې مجازي معنا اخیستل کیږي  او قرینه فکر د حقیقي معنا څخه د مجازي مانا وخواته راګرځوي او میلان ورکوي. مګر په کنایه کې د لفظونو حقیقي معنا اخیستل کیږي او بیا فکر د لازم څخه وملزوم ته انتقال مومي.

د کنایې غرض د لفظ تحسین، د کلام خوږوالی او د اوریدونکي ابهام دی.

یادونه:

د مکنه عنه او مکنه ترمنځ عمل کنایه ده.

مثال:

    د قبول ګوتې به پوه پرلیــمه کیږدي

    که هجري په دا هـنر وایي اعجاز کړم

پورته بیت د اشرف خان هجري دی، په پښتو شاعرانو کې اشرف خان هجري یو داسې شاعر دی، چې ډیر ځایونه یې په خپلو شعرونوکې تصلف (ځان ستاینه) کړې ده.

((ګوتې پرلېمه ایښودل)) د قبول او تسلیم لپاره کنایه ده، ګوتې پرلېمه ايښودل د تسلیم علامه ده. ګوتې پرلېمه ایښودل مکنه عنه یا لازم، تسلیم یا قبلیدل یې مکنه (ملزوم) دي.

یعنې که هجري دې خبرې ته حاضرشي، چې زه په شعر کې معجزه ښکاره کوم، نو پوهان به د اخبره قبوله کړي او د تسلیم ګوتې به په سترګو کښیږدي.

بل مثال:               عاقبت به خپل ورغوی په غاښ پرې کا

    هرچې کار کا د دښمنو پــه ورمونه

ورغوی په غاښ پرې کول مکنه عنه، تاثر او تاسف مکنه، د دښمنو په پند او اشاره کار کول قرینه ده.

مثال:                     دا یې زړه له تاموندلی نه دی څـه دی

   رقـیبان چې دې و مـاته اوږې مـږي

اوږې مښل مکنه عنه، د مسابقې دعوت یا چلنج ورکول مکنه دي.

مثال:                        څـوک چې ما د یـار له مینې اړوي

      غر د ماشي پــه وزرو نـــړوي

      چې په ما د صبر دم لولي چف چف کا

      ګویا تندر په پوکــــولو سړوي

                                    (حمید مومند)

په لومړي بیت کې: غر د ماشي په وزرو نړول مکنه عنه، ناممکن کارکول مکنه دی.

دویم بیت وروستي نیم بیتي کې: تندر په پوکولو سړول مکنه عنه، ناممکن کارکول مکنه دي.

د حمید مومند لاندې شعر وګورئ، چې د رمز او ایما په ډول یې ږیره سپینیدل، ملا غبرګیدل، خوله کنډاسه کیدل د بوډا توب لپاره کنایې راوړې دي:

                        ږیره سپینه شوه ملا غبرګه خوله کنډاس

                        نه وباسې د دنیـا له چــــارو لاس

یا لکه حمزه بابا چې وایي:

    د نظر په خوی شوې بورې هغه سترګې

    چې بریښنا ته ستا د سترګو یې کاته کړه

په دې شعر کې ((د نظر په خوی بوریدل)) د ړندیدلو لپاره راوړلی شوې ده.

نورې بېلګې:

واړه په غوغا دي چې راغلي پــه دنیا دي

نه یې هغه وږي په قرار دي نــه مــاړه

کله لاس په سرو بل ته کېږدي تواضع کړي

کلـه سره کېږدي لاس په توره پــه چاړه

                                    (رحمان بابا)

د پورته شعر د دویم بیت په دویم نیـم بیتي کې: لاس په تـوره په چاړه ایښودل مکنه عنه، ظلم کول مکنه دي.

   دغه یو خو کا لعدم دی په معنا کې

   دغه بل د دجال خر دی یا د جـال

   خجالت لره یې خروهي په ګـیډه

   کله سیالې چارې کاندي غیر سیال

د دویم بیت په لومړي نیم بیتي کې: خجالت لره خر په ګیډه وهل مکنه عنه، نهایت پستي، بې همتي مکنه، ((دغه یو)) د خوشال یوکاکا او (دغه بل) د خوشال بل کاکا.

ملنګ جان یو په هېواد مین  شاعر و ، د ملنګ جان لیلا افغانستان و ، نو په شعرونو کې ډیری ترکیبونه د وطن ، افغانستان ، پښتونخوا  د بېل شوي افغانستان  له ټوټو څخه رغیدلي دي . ځیر شئ لاندې بېلګو ته :

لیلا وطن :

د لیلا وطن  توصیفی ترکیب دی  او د بیان علم له اړخه  توصیفي موکده تشبیهي ترکیب دی ، چې وطن مشبه او لیلا مشبه به ده ، د شاعر او لیلا ترمنځ د مینې هغه پیوند یې وجه شبه ده .

دا زمونږ زيبا وطن

دا زمونږ ليلا وطن

دا وطن مو ځان دی

دا پښتونستان دی

د مینې کور : سمول

د مینې کور د ژبني اړخه اضافي ترکیب او بیان علم له اړخه اضافي موکده تشبیهي ترکیب دی.دغه ترکیب ملنګ جان څو ځایه د خپل هېواد لپاره کارولی دی . په دغه ترکیب کې کور مشبه  ، مینه مشبه به او هغه حظ او خوند چې له مینې څخه حاصلیږي وجه شبه ده .

دا دمينې کور زمونږ

دا د پلرو ګور زمونږ

نه ورکوؤ چا لره

دا د سترګو تور زمونږ

نه دی د بل چا وطن

دا دی د شيرشاه وطن

کور د خوشحال خان دی

دا پښتونستان دی( 4  : ۷۳   (

اشنا وطن: سمول

اشنا وطن هم له ژبني پلوه توصیفي او د بیان علم له اړخه تشبیهي توصیفي موکد ترکیب دی ، چې وطن یې مشبه ، اشنا مشبه به  او  د اشنا یا ملګری ترمنځ د خلوص او وفا شتون یې ترمنځ مشترک صفت یا وجه شبه ده .

ځار يې له سيندونو شم

ځار يې له ډاګونو شم

ځار يې له خوړونو شم

ځار يې له دی غرونو شم

دا زمونږ اشنا وطن

شفاء وطن: سمول

شفاء وطن هم لکه اشنا وطن له ژبني پلوه توصیفي او د بیان علم له اړخه تشبیهي توصیفي موکد ترکیب دی ، چې وطن یې مشبه ، شفاء مشبه به او څنګه چې شفاء یو مثبت او ښه حالت دی ، له وطن سره یې شباهت همدا ده .

درد له مو شفاء وطن

زړګۍ مې پرې روښان دی

دا پښتونستان دی

د ایشیا زړه : سمول

د ایشیا زړه یا په ځینو ځایونو کې د زړه د ایشیا په بڼه چې د مضاف او مضاف الیه په بدلون سره یې د ترکیب ښکلا نوره هم زیاته کړې ده ، له ژبني پلوه اضافي ترکیب دی او د بیان علم له اړخه اضافي موکده تشبیهي ترکیب ګڼل کیږي . چې ایشیا یې مشبه او زړه په کې مشبه به دی ، څنګه چې زړه بدن ته اړین دی همداسې افغانستان د اسیا لپاره اړین دی ، که زړه نا آرامه شي ټول بدن به ورسره نا آزامه شي .

دا وطن زيارت زمونږ

دا وطن نعمت زمونږ

دا وطن په دې دنيا

دی لکه جنت زمونږ

دا وطن صفا وطن

زړه د ايشيا وطن

ژوندون د ملنګ جان دی

دا پښتونستان دی

په پورته شعر کې وطن له زیارت سره هم تشبه شوی دی ، څرنګه چې دغه موضوع یوازې په بیاني علومو پورې اړوندیږي نو له تشریح څخه یې تیرېږم  او یوازې د ملنګ جان په شعرونو کې پر نحوي تړنګونو بسنه کوم .

د چشمانو خوناب : سمول

د چشمانو خوناب یو استعاري ترکیب دی ، خون مستعارمنه  او آب یې مستعار له دی  او چشمان یې هغه قرینه ده ، چې د خون او آب ترمنځ اړیکه تثبیتوي . په نحوي لحاظ دغه یو اضافي ترکیب دی ، چې (د) یې د اضافت توری ، چشمان یې مضاف الیه او خوناب یې مضاف دی ، لاندې بیلګې ته ځیر شئ :

د چشمانو مې بهيږي نن خــــــــــــوناب

چــــــــــــې مې حال د زمانې وليد خراب

صداقت او ننګ ناموس دنيا نه ورک شو

هر ســــــــــــــړی خوځوي ژبه په کذاب

پيمخي :

د بیان علم له اړخه (پیمخی) یو تشبیهي ترکیب دی ، یا توصیفی موکده تشبه ده ، چې مخ  په کې مشبه او پۍ په کې مشبه به ده . د پۍ او مخ ترمنځ سپینوالی یې مشترک صفت یا وجه شبه ده ، د نحوي ترکیب له اړخه بیا توصیفي ترکیب لري ، چې پۍ  په کې صفت او مخ یې موصوف ګڼل کیږي . ملنګ جان وايي :

هيڅ صفـــت به د عالم چيرې وانه ورې

د پيمخو صفــــــت کيږي بې حســـــــاب

شان په شان د زمــــانې ګرځي شړۍ کې

د شړۍ خاوندان اغـــــــــوندي کمخواب

دا ګــــــــــردش د زمانې دی ملنګ جانه

کارغه ناست دی په چګس باز په تراب

د مینې ریاست : سمول

د مینې ریاست د بیان د علم له اړخه اضافي موکده تشبه ده ، مینه مشبه او ریاست یې مشبه به دی ، د مینې خدمت او د ریاست خدمت یې وجه شبه یا مشترک صفت دی ، په نحوي لحاظ دغه یو اضافي ترکیب دی ، چې (د) یې د اضافت توری و مینه مضاف الیه او ریاست یې مضاف دی . وګورئ د ملنګ جان دغه بیتونه :

خدای د مينې په رياست کې مـلازم کړم

کار تقدير کړي نو زه څله ګنهـــګار يم( 4  : ۱۳   (

د تقدیر رسۍ :  سمول

د تقدیر رسۍ اضافي موکده تشبه ده ، چې تقدیر له رسۍ سره تشبه شوی دی ، دلته تقدیر مشبه  او رسۍ مشبه به ده ، لکه څنګه چې یو شخص په رسۍ و تړل شي او بیا ترینه خلاصیدای نه شي همداسې شاعر په تقدیر سره تړل شوی دی  او ځان ترینه نشي خلاصولی ، له ژبني پلوه د تقدیر رسۍ یو اضافي ترکیب دی ، چې تقدیر مضاف الیه ، رسۍ مضاف او ( د ) یې د اضافت توری دی .

د تقدير په رسۍ بند زه ملنــګ جان يم

نه مجنون ، نه لېـونی او نه بادسار يم ( 4  : ۱۳ مخ )

د آزادۍ د لارې ملنګ : سمول

دغه هم یو اضافي ترکیب دی ، خو ترکیبي بڼه لري ، یعنې یو اضافي ترکیب له بل سره مدغم شوی دی، په کلي ډول د آزادۍ لار  مضاف الیه او ملنګ یې مضاف دی ، په همدې ډول د آزادۍ لار په ترکیب کې آزادي مضاف او لار یې مضاف الیه دی او (د) یې په دواړو ترکیبونو کې د اضافت توری دی .

ملنګ جان د آزادۍ د لار ملنګ دی

د ریا له پاره هیڅ ملنګي نه کا ( د ملنګ جان  4  : ۱۰   (

د مخ رودونه : سمول

په نحوي لحاظ (د مخ رودونه) اضافي عبارت دی ، چې مخ په کې مضاف الیه او  رودونه مضاف دی او (د) یې د اضافت توری دی . د بیان علم له اړخه دا یو استعاري ترکیب دی ، چې اوښکې په کې مستعار له  ، رودونه مستعار منه  او مخ په کې قرینه ده .

را نه جدا د مینې یار دی

ځکه مې ځي په مخ رودونه (  4  :۲۰  (

د افسوس اور : سمول

د افسوس اور  په نحوي لحاظ  اضافي عبارت دی ، افسوس په کې مضاف الیه  ، اور یې مضاف دی  په دغه ترکیب کې (د) د اضافت نښه یا توری دی . د بیان علم له اړخه (دافسوس اور) تشبیهي ترکیب دی ، چې افسوس په کې مشبه  ، اور مشبه به او د دواړو ترمنځ  یې د سوزېدلو صفت مشترک دی .

نن زړګی مې د افسوس په اور سوځېږي

چې ګیدړ کوي زمري باندې ګواښونه ( 4  : ۲۴   (

د پردي جغ : سمول

د پردي جغ  په نحوي لحاظ اضافي عبارت دی ، پردی مضاف الیه  ، جغ مضاف او (د) په کې د اضافت توری دی . د بیان علم له اړخه یوه کنایه ګڼل کیږي ، چې د پردي جغ یې مکنه عنه او د پردیو مزدوري یې مکنه ده او په ټوله کې د پردیو غلامي او هر ډول امر منلو څخه کنایه ده .

د پردي جغ لاندې ټیټ سر مه ځغلېږئ

یا خو نوم د پښتون مه پرېږدئ په ځآن ( 4  : ۲۷   (

د صبر کنډول : سمول

لکه پورته نور ترکیبونه  (د صبر کنډول) هم  اضافي عبارت دی ، چې صبر یې مضاف الیه ، کنډول یې مضاف او (د) یې د اضافت توری دی . د بیان علم له اړخه  تشبیهي اضافي موکده ترکیب دی ، چې صبر یې مشبه ، کنډول مشبه به او د صبر او کڼدول ترمنځ ماتېدل یې مشترک صفت دی .

عاقبت به مې د صبر کنډول مات شي

په دنیا به بیا بل اور د فساد شي ( 4  :۳۳  )

د وحدت ګلونه : سمول

د وحد ت ګلونه  هم اضافي عبارت دی ، چې وحدت یې مضاف الیه ، ګلونه مضاف او (د) یې د اضافت توری دی . د بیان علم له اړخه اضافي موکده تشبه ده ، چې وحدت یې مشبه ، ګلونه مشبه به او د وحدت او ګلونو ترمنځ ښکلا او مثبت والی یې وجه شبه ګنل کیږي .

زه مې اوربل کې د وحدت ګلونه ږدمه

                                                                        په ننګ سترګې تورومه ( 4  : ۵۶   )

زخمي خاطر : سمول

زخمي خاطر توصیفي ترکیب لري ، چې زخمي یې صفت او خاطر یې موصوف دی ، یعنې خاطر د زخمي په کلمې سره ستایل شوی دی ، د بیان علم له اړخه مکنیه استعاره ده ،چې خاطر په کې مستعار له  او زخمي شوی جسم یې مستعار منه دی .

چې په زخمي خاطر مې کیږدي ملهمونه

رنګ رنګ ظلمونه په ماکیږي                        د پلار مزار مې لاندې کیږي

څوک به غمخور شي مې واوري فریادونه ( 4  : ۶۰   )

دبل بار وړل : سمول

له نحوي اړخه  اصطلاح ګڼل کیږي ، چې د غلامۍ او د پردیو مزدورۍ په معنا ده  او د بیان علم له اړخه بیا کنایه ده ، چې د بل بار وړل یې مکنه عنه او  غلامي یې مکنه ده .

دنیا کې هر یو قام آزاد شو                           د اسارت هر قید بې مات شو

زه به تر څو په اوږو وړم د بل بارونه ( 4  :۶۰   )

د وطن پروانه : سمول

د وطن پروانه چې د ملنګ جان په شعرونو کې د پروانه د وطن په بڼه راغلی دی ، اضافي ترکیب دی چې (د) یې د اضافت توری ، وطن  مضاف الیه  او پروانه مضاف دی . د بیان علم له اړخه استعاري ترکیب دی ، دلته لومړی شاعر ځان له پروانې سره تشبه کړی او څرنګه چې پروانه په ګل مینه وي او پر ګل چولي ، نو وطن یې له ګل سره تشبه کړی دی ، څرنګه چې وطن یا مستعار له ذکر شوی او ګل یا مستعار منه نه دی ذکر شوی ، نو ځکه ورته استعاره ویلی شو. 

د بدۍ مخ دې شي دده په لوري

زه ملنګ جان یم پروانه د وطن ( 4  : ۸۶   )

اننګي د بل څپېړو ته نیول : سمول

په نحوي لحاظ دغه یوه اصطلاح ده ،چې د بل ظلم د منلو په معنا ده ، د بیان علم له اړخه بیا کنایه ګنل کیږي ، چې اننګي د بل څپېړو ته نیول یې مکنه عنه او د بل ظلم منل یې مکنه منه دی .

اور د ځان ځانۍ دی چې په کور مې لګیدلی دی

نن مې اننګي د بل څپېړو ته نیولي دي (  4  : ۸۷   )

د ملنګ جان په شعر کې متلونه : سمول

مخکې له دې چې د ملنګ جان په شعر کې د متلونو سپړنې ته راشم ، ښه به وي چې لومړی متل وپيژنو :

متل څه ته وايي :

دیوشمیر څیړونکوداعقیده ده ،چې دمتلونو کلمه سوچه پښتو ده اما ځینې خلک وایې ، چې داله عربې متل  څخه مفغنه شوې ده دادوهم قول ومنل شي . نو په مفغناتوکې به دعربي (ث) په ( ت) اوښتې وي ،مثل میراث چې مفغن یې په میرات دی، دمتل کلمه به هم متل شوې وي. دعربي لغاتو پوهان وایې چې متل یعنې مثل( مانند) او نظیر ورسته داکلمه په ټو لو کلماتوکې مستعمله شوه

ځینې وایې داکلمه له عربي متل څخه جوړه شوې او پر ټولو حکمتواو لنډوقصواو اساصبرو اصلاقیدیږي، په پښتوخو متل هغو لنډووینا ووته وایې چې دښومعنا وواو حکایتونو څخه ډکي وي په متلو کې ډیر ځله دمتلودروحیاتوخورا ښې ، ښې نکتې پرتې وي ، بلکې ځینې پوهان وایې چې  ترشمیرلامتلونه دمتلونو په عقلیت ښه دلالت کوي ولې چې اشعار دداسې خلکو له کومه راوځي، فکر اوزهن او عقلیت یې تر عوامو لوړ وي اما متلونه دعوامو له عقلیته حکایت کوي. او دمتلو الفاظ لکه اشعا ر معنوي او معقول نه وي او دعوامو په ژبه وي (۱) دمتلونو تعریف نه ډول ډول کرښې ایستل شوي خوکه ټول سره راونغاړو دایوه موضوع ترې ترلاسه کیږي، چې متلونه دخلکو هغه سپیڅلې ، پاکې معنی دارې او لوېې لوېي لنډې جملې دي چې داو لس دثقافت ، فرهنګ، علم، او پوهې کړو وړو ژوندۍ نمونې او داولسي پوهانو دلوړو افکارونماینده ګان دي.

متلونه له ډیره پخواه څخه موجود او زموږ د نیکونو غوره قیمتي ...... پخې ویناوې دي چې دلنډیو په شان خوله پر خوله تر دې دمه رارسیدلې دي. دمتلونو تاریخ دلنډیو په شان معلوم نه دی او نه یې ویونکي معلوم دي، بلکې په هر زمان کې ویل کیږي  او هر پښتون او پښتنه یې وایې ، متلونه دټولوپښتنو دخولې مرغلرې دي چې خورې او ورې دخلکو په زهن او حافظه کې پرتې دي. له متلونو عبارات خوندورې لنډ او یولوې مطلب پکې ځاې شوي وي، دمتلونو څخه دقوم دپوهې ، تجزیې او فکر لوړتیا اندازه معلومیږي ، ځکه چې متلونه هغه پخې ویناوې دي چې له ډیرو تجربو څخه ورسته لاسته راځي. پښتانه متلونو ته ډیر اهمیت ورکوي هر متل ورته د کاڼې کرښه ښکاري اوهغه یو پوخ او غټ دلیل او اسناد بولي، پښتومتلونه ډیر او په زیاته اندازه دي او لکه دلنډیوغوندې دپښتنو په هره سیمه کې په بیل بیل ډول دخلکو په سینه کې پراته دي. دپښتو هر متل لکه لنډې غوندې یو ځانګړی خپلواک مضمون اومطلب لري او یا په بل عبارت دیوې پیښې او واقعې لنډیزدی.

نوکه متلونه دعوامو وګړو غږ وګنل شي او دلالت یې پر روحیاتوتر شعر ټینګ اود باروړوي ، متلونو داجتماعي ژوندون اوددوې دعقلي هویت ښکاره کوونکي دي په مختلفو او ضاعو کې د تجربې او ازمیښتو نتیجې دي ، چې په لنډکماتو کې ځاې شوې وي.

خوداهم له یاده ونه باسو چې متل هغه وخت دخلکو تر منځ خپل ځای مومي چې دخلکو له خوا ه دعقل او پوهې له مخې ومنل شي، خوداسې جملې چې خلک یې  په مفهوم او معنا پوه نه شي او تاریخې پیشنه ونلري متل نه ګڼل کیږي.

ددې لپاره چې متل دخلکو لخوا ومنل شي، لومړی باید لنډ بامانا او بامفهومه او بیا ساده او دخلکوپه ژپه وي همداشان لکه چې دمخه موهم ورته اشاره وشوه متل باید ځانته خاص تون یا اهنګ او موسیقت ولري، چې دخلکو په غوږو خوږ ولګي او په ماغزوکې سم لاسي ځای ونیسي، په یوه متل کې ددې درې شیانو رعایت خورا حتمي بریښي:

           لنډوالی، مقصد او مفهوم ، خوږوالی.

هر متل چې ددې پورتنیو صفاتو درلودونکی وي که په هر ژبه کې وي دخلکو له خوا دمنلو وړګڼل کیږي .

داخبره هم دیاودنې وړبولم چې که څوک وغواړي یو نوی متل جوړ کړي او پورتنې صفات هم په کې وکاروي تر څوچې دخلکو له خواونه منل شي متل نه کڼل کیږي، ځکه د خلکو لخواپه هغه داتایید دمهر دلګیدو په صورت کې موږهغه متل ګڼو نو ویلی شوچې دخلکو لخوا دتایید موضوع دمتل لومړنی شرط دی، موږ متل په خلکو په زوره نه شو منلی دمتل په منلو کې داولس ارده ازاده ده .

دمتلونو ډولونه : سمول

مخکې له دې چې دمتل په ډولونو خبرې وشي ،ښه به دا وي چې  په دې ټکي رڼا واچوو چې متل هم لکه دادب دنورو شتمنیو په څیر دڅیړنې دوه اړخونه لري .

                            یواړخ یې محتوا او بل اړخ یې شکل دی سمول

متل دمحتوا یا موضوع له پلوه اجمتاعي، سیاسي، فکاهي، اخلاقي، تاریخي، اوداسې نور ډولونه لري، دغه راځ دشکل له پلوه دپوهانوترمنځ یوکوچنې اختلااف شته، ځینو ولسې ادب څیړونوکو متل په دوه ډوله ښودلی او ځینو په درې ډوله چې زه یې هم په دې لیکنه کې داورستې تقسیم ته تر جیع ورکوم .

۱ــ منثورمتل: داد متل هغه ډول دی په ساده روانه او ......... جملوکې جوړشوي وي لکه دالاندې متلونه:

بې زحمته راحت نشته.

غم او ښادي خور او ورودي .

دبام په سر منډه نکیږي.

علت ځي عادت نه ځي .

غم به په غم دریږي اوبه په ډنډ.

چې عیان دی څه حاجت دبیان دی.

هر چاته خپل وطن کشمیردی.

له مات لوښي اوا زونه خیژي

۲ــ منظوم  ډوله او مسجع متل : دې ډول متل ته نه منثور ویلی شو اونه منظوم ، ځکه چې دمنثور دمتل تر حکم لاندې نه راځي اوهم پوره منظوم نه دی ، یوازی دمتلونو په پای کې سجع راوړل شوي وي، لکه دالاندې متلونه :

جنګ سوړ شومیری تورشو

په خوله الله  په زړه غلا

خواړه که دې بل دي نس خودې خپل دی

۳ــ منظوم متلونه : داد متلونو هغه ډول دی چې په هغه کې پرته له سجعې وزن او قافیه هم په پام کې نیول شوي وي لکه دالاندې بیګلې :

  ارمان به کړي هلک

  بیابه نه مومي ادکه

اسدیې په خره بارکړ

خر یې په مردارکړ

  مزخورم چارک ګټم

بی بی درځم که نه درځم

  سل روپۍ پوره که

داختر شپه په کورکه

زه یم مستا په غاړې

ته مانه سپیرکۍ غواړې

دوه مرغان یوه یې ځاله

خبرنه دي یودبل له حاله

د متلونو له لنډې تشریح وروسته راځم د محمد امین ملنګ جان په شعر کې د متلونو کارونې ته .

اسونه نال کېدل چیندخې هم خپله پښه ورته جګه کړه . سمول

په پښتو ژبه کې دغه متل په بېلابېلو ځایونو کې کارونه لري ، کله چې یو شخص د بل سیال نه وي او د سیالۍ ډغرې وهي بیا نو ورته وايي سړیه »اسونه نال کیدل چیندغې هم خپله پښه ورته جګه کړه «  په دې معنا چې د دغه سړي د سیالۍ نه یې ځان پرې مه ژوبلوه .

په دې هکله  ملنګ جان  خپلو رقیبانو ته داسې پيغور ورکوي :

اسونه نال کېدل

آسون نال کېدل چیندخ ته ودرېده دا خیال

نالینده ما هم نال که

نالینده ورته ویل ته د اس نه یې سیال

کم بخته ځان سمبال که

که څوک یې تجربې وي د چیندغې په مثال

ضرور  په ځان پایمال که

آخر به په تبۍ ورله مخ تور کړي ملنګ جان

       دا خوب مې دی لیدلی ( 4  : ۲۳ )

کارغه د زرکې  قدمونه اخیستل او خپل هېرېدل . سمول

دغه متل هم په پښتنو کې ډېر دود دی ، کله چې یو نا سیال سړی د سیال چمونه کوي او ځان د هغه په بڼه ښکاره کوي ، بیانو وايي  «فلانی د زرکې قدمونه اخلي ، خپل به یې هېر شي »

ملنګ جان هم  کله چې خپل سیال مخاطب کوي نو بیا ورته وايي چې :

چې لوی شوی وي د بل په نوکرۍ کې

د پښتون سره دې نه سموي ځان

چې تر اوسه یې موږ شکي یو په پيرۍ کې

دوی خو ګرځي ځان ته نیسي مریدان

عاقبت به ګرفتار شي په خوارۍ کې

پښتانه به ور معلوم کړي خپل ایمان

خو زما ملنګ جان زړه کې نه ځائیږي

«چې کارغه اخلي د زرکې قدمونه»( 4  : ۲۸   )

پلار ګټلي زوی ته وي آسان  سمول

دغه متل هم په پښتنو کې ډېر دود دی، کله چې زوی ډېرې پیسې مصرفوي بیا دغه متل ورته کاروي ، یا کله چې یو فرد ته د پلار او نیکه کارونه آسانه برېښي او په هغوی حساب نه کوي بیا هم دغه متل ورته استعمالوي ، ملنګ جان په ټوله کې ټول پښتانه زلمي مخاطبوي او ورته وايي چې دا هېواد مو پلرو ساتلی دی ، په آسانه نه ساتل کیږي ، ملا وتړۍ د وطن ساتل درته آسانه ښکاره نه شي .

ته هم  نر شه سر و مال په دې لار ورکړه

نارینه شه هر ځای وګټه میدان

د شیرشاه او د میرویس نه ځان خبر کړه

تاریخ بېرته کړه او وګوره داستان

پلار ګټلي زوی ته ټوکې مسخرې شوې

د ا متل استعمالیږي ما و تاته ( 4  : ۳۹   )

پخه خښته به باران نه رژیږي . سمول

دا متل هم په پښتنو کې اوس دود شوی دی ، هغه وخت کارونه لري چې څوک د ځان او یا د بل شخص له تجربو او کلک والي څخه خبرې کوي . ملنګ جان هم  په دې هکله وايي :

ما په خوارو سترګو مه ګوره دښمنه

خپل عیبونو ته نظر وکړه عیب جنه

تاسره که طلسمونه د فرنګ دي

ما سره هم خزانې د نام و ننګ دي

ما رد کړي د ګرزونو ګزارونه

د افسوس اوښکې مې ځي لکه رودونه

پخه خښته په باران کله رژیږي

ظالمان زما په حق نه قانع کیږي ( 4  : ۳۴ مخ )

باز باز وي  زاغ زاغ : سمول

دغه مسجع  متل په پښتو ژبه کې ډېر استعمال لري، کله چې خبره ددې وي ، چې هر کار ته وړ شخص و ټاکل شي ، یا له هر شخص څخه د خپلې وړتیا پر بنسټ  تمه وشي ، بیا دا متل کارول کیږي . دغه متل د اصل او کم اصل په مقابل کې هم کارول کیږي ، مثلاً که یوه شخص ته یو مسولیت ور سپارلی شوی وي و بیا هغه شخص په هغه کار کې خیانت وکړي ، دلته بیا وايي ، ټاکونکي ته وايي، ما درته ویلي و چې «باز باز وي  ، زاغ زاغ » . خو ملنګ جان دغه متل ، په دې مفهوم کارولی دی ، چې اصل  سړی باید د کم اصلو کارونه ونه کړي .  لکه چې وايي .

هغه څوک چې وي ، پښتون دورنګي نه کا

                                                                                 حقیقت دی باز د زاغ همرنګي نه کا (  4  : ۶  )   

خسکی چرګ به کلنګي نه شي. سمول

دغه متل هم د پورته متل (باز باز وي ، زاغ زاغ) بر عکس استعمال کړی دی . یعنې کله چې په پورته متل کې ملنګ جان پښتون ځوان ته وايي . ته اصل یې یعنې باز یې د زاغانو پېښې مه کوه ، خو په دغه متل کې بیا ، دښمنان مخاطب کوي او وايي چې ته کم اصل یې  نو د اصیلو پېښې مه کوه . لکه چې وايي :

د اوبو پر ځای شوده ، د غوښې کوچ خوري

                                        خسکی چرګ به ځان چرګ کولنګي نه کا  (  4  : ۶ مخ )

د ماهي په وچه ګزران نه نشي . سمول

دغه متل په ټولو پښتنو کې دود دی، کله چې یو شی د بل لازم او ملزوم وي ، بیا د اثبات لپاره په همدې متل استناد کیږي ، منلګ جان هم ځان د یار په مالت کې داسې ګڼي لکه چې ماهۍ په اوبو کې وي .

لکه زه چې داسې زېړ  زبېښلی ګرځم

هر بشر به داسې زېړ لکه زعفران شي

زه رټلی معشوقو یم نه رغېږم

که عالم راته د څېرمې حکیمان شي

که څوک ما منع کوي د یار له دره

                                                                       د ماهي په وچې څه رنګه ګذران شي ( 4  : ۱۳   )

د آزادۍ شربت : سمول

دآزادۍ شربت په نحوي لحاظ اضافي ترکیب دی ،  چې (د) یې د اضافت توری ، آزادي  په کې مضاف الیه او  شربت مضاف دی ، د بیان علم په لحاظ بیا تشبهی اضافي موکده تشبه ده ، چې آزادي مشبه او شربت مشبه به ده ،  د آزادۍ او شربت ترمنځ هغه خوند او خوږوالی یې مشترک صفت دی . ملنګ جان وايي :

شربت د آزادۍ باندې بدن زما صحت دی

په هر میدان کې بر یم

زما مقابلې ته بیا د چا وس او طاقت دی

مضبوط پولادي غر یم

زما د تورې برېښ چې چا لیدلی په چشمان

    په خپله یې ځان سېزلی( 4  : ۲۵   )  

د ملنګ جان په شعر کې اصطلاحات سمول

اصطلاح څه ته وايي ؟   سمول

اصطلاح یونیمګړې بڼه او جمله ده او لکه لنډې او متل دولسونو ترمنځ خوله په خوله  تر ننې ورځې رارسیدلي ده. په  اصطلاح کې دجملې له ریښتنې مانا پر ځای مستعاره مانا اخیستل کیږي.

دیادولو وړده چې له اصطلاحاتو په هره سیمه کې بیلی بیلی ما نا وي اخیستل کیږي ، یعنې که یوه اصطلاح په یوه سیمه کې په یوه بڼه  ما نا شي په بله سیمه کې په بله بڼه ما نا کیږي اوبل مفهوم ترې اخلي.

داصطلاح او متل توپیر:

که څه هم داصطلاح اومتل توپیر هر پښتون وګړي ته په بشپړه توګه څرګنددی، خو په دې لیکنه کې یې ځایدل ځای نه بولم ،

دمتل او اصطلاح ترمنځ دتوپیرغټ ټکي دادي:

متل بشپړه جمله ده، اصطلاح نیمګړې.

له متله خپله مانا مرادوي ، خود اصطلاح څخه خپله مانانه مستعاره مانا مرادوي.

متل دژباړل کیدو وړي خو اصطلاح نه ژباړل کیږي ځکه که اصطلاح وژباړل شي خپله مستعاره مانا له لاسه ورکوي. داچې وایو متل یوبشپړه جمله او اصطلاح نیمګړي جمله ده نوځکه متل او ږد او اصطلاح لنډه وي.

داصطلاح یو څوبیلګې:

تش کدو بې مغزه.

بې نیکه ناوې .

دټبر داغ .

مخ تورن .

بی ادب.

غوښه او چاړه .

اوراوبه .

سردپاسه سر.

د ننګ تی  : سمول

د ننګ تی ، په نحوي لحاظ  اضافي ترکیب دی او ددې ترڅنګ یوه ژبنۍ اصطلاح هم ده ، چې دننګ روزنې او له د غیرتي مور ارثي خصوصیت اخیستلو په معنا ده . ملنګ جان یې داسې استعمالوي :

چې د ننګ تی یې رودلی وي له موره

هغه زوی به هیڅ کله بې ننګي نه کا( 4 : ۱۳ (

کوږ نظر کول : سمول

کوږ نظر  په نحوي لحاظ توصیفي ترکیب دی ، خو له ژبني اړخه بیا اصطلاح ده ، چې د بد نظر او د دښمني نظر په معنا ده ،ملنګ جان دغه اصطلاح داسې کارولې ده .

هغه دښمن چې کوږ نظر کوي زموږ هېواد ته

ټوټې ټوټې زرې زرې هغه دښمن جوړوو( 4  : ۷   )

په تومت (تهمت) رنګېدل: سمول

په تهمت رنګیدل ، له چا سره تورېدل ، یا له چا سره د بدنامۍ په معنا ده ، ملنګ جان وايي :

نام و ننګ به وي هغه ځای را نه پاتې

په کوم ځای کې چې زه ستا په تومت رنګ شم ( 4  : ۸  )

وینه په جوش راتلل : سمول

وینه په جوش را تلل یوه اصطلاح ده چې د احساساتو د راپارېدلو په معنا ده ، کله چې شخص له یو نا مطلوب کار سره مخامخ شي ، بیا همدا اصطلاح کاروي . لکه چې ملنګ جان وايي :

چې غږ د سربازۍ واورمه وینه مې په جوش شي

پاڅم په خلاصه ټنډه

په پورته بیت کې په خلاصه ټنډه ، هم  یوه اصطلاح ده چې د اخلاص او منښت په معنا ده ، د بېلګې په توګه موږ وایو ، چې فلاني را سره په خلاصه ټنډه مرسته وکړه .

خټه د غیرت په اوبو لمدېدل : سمول

په پښتو ژبه کې د ( د پخې خټې درلودل ، د غیرت خټه درلودل  او د ځته د غیرت په اوبو لمدیدل) اصطلاحات دي ، چې د ښه اصل او نسب درلودلو په معنا کارول کیږي . دغه اصطلاح ملنګ جان داسې کارولې ده .

زما یې خټه لمده کړې د غیرت په اوبو

بې همتي لازمه نه ده زما له شانه سره ( 4  : ۳۰   )

غوږ تاوول: سمول

د غوږ تاوولو اصطلاح د سزا ورکولو او ګواښلو په معنا ده ، کله چې څوک خطا وکړي بیا ورته بل وايي چې غوږونه یې باید تاوو شي .

ظالمان د خپله ظلمه نه درېږي

                                   چې تر څو ورباندې تاو نه شي غوږونه ( 4  : ۲۶   )

پایله سمول

د شاعر دنيا په کلمو اباده ده، کلمې بيا د يوې ژبې په ګرامر کې ځانګړي ځايونه لري، چې د جملو په بشپړولو کې خپل ټاکلي حدود او ارزښتونه پر مخ بيايي؛ خو د شاعرۍ په جوړښت کې کله ـ کله بيا دغه حدود او ځانګړي ځايونه له منځه ځي. نه يوازې دا چې شاعر ځان له دې مقيد چاپيريال څخه ازادوي، بلکې د کلمې په لومړۍ معنا سربېره، نورې معناوې او تعبيرونه هم پورته کوي، چې په متن کې د اصلي معنا تر څنګ يو بل نقش هم لري، همدغو کلمو ته شاعرانه کلمې ويل کېږي.

شاعر ځينې وخت د کلماتو له ساده ګۍ ستړی شي، غواړي چې د دوو کلمو له يو ځای کېدو، يوه دوه يمه معنا راوزېږوي، په خپل شعر کې د شاعرانه ترکيبونو په جوړولو لاس پورې کوي، له الفاظو سره داسې کانې وکړي، چې له عادي (ساده) کلمو او تورو هم انځورونه او بيا ترکيبونه پنځوي او د همدغو ترکيبونو پر هنريت د شعر د سحر او جادو اغېز، لا  ګړندی کړي.

ترکيب که د نحوې له مخې وپېژنو، وايو چې دوه يا له دوو څخه زياتې کلمې سره ونښلي، يوه درېيمه کلمه ترې جوړه شي او بېله معنا ورکړي. ډېر ډولونه لري، لکه اضافي ترکيب، توصيفي، ارتباطي، عطفي، ندایي او نور. خیال چې د شعر اساسي توکی دی، د کلمو له ترکيبه منځ ته راځي، کله چې خبره د شاعرانه ترکيب شي؛ نو بيا د شاعر پر خلاقيت دلالت کوي. يعنې بيا نور د شاعر کار دی، چې له دې ترکيبونو خپل خيال او فکر ته څومره هنري رنګ ورکولی شي.

د محمد امین ملنګ جان  په شعرونو کې هر ډول ژبني ترکیبونه موجود دي ، لکه اضافي ترکیبونه ، توصیفي ترکیبونه ، تشبیهي ترکیبونه ، استعاري ترکیبونه  او کنايي ترکیبونه چې غوره بېلګې یې دلته راوړل شوې . د ترکیبونو ترڅنګ د ملنګ جان په شعر کې غوره اصطلاحات راغلي دي ، چې اصطلاحات د ولسي ادب یوه غوره برخه ده د اصطلاحاتو ترڅنګ د ملنګ جان شعر له غوره متلونو څخه ډک دی ، چې د ملنګ جان شعر ته یې اعجاز ورکړی دی .

که په لنډه توګه یې ووایو ، د ملنګ جان د شعر ژبه په متلونو ، اصطلاحاتو  او غوره نحوي او تشبیهي ترکیبونو ښکلې شوې ، چې د همدې ځانګړنو له وجې په یوه مقبول شعر بدل شوی دی ، نو ځکه یې په مجالسونو کې وکړي د خپل د کلام تکیه پرې کوي .







اخځلیکونه سمول

1.     رفیق ، محمد رفیق ، ( ۱۳۹۰ ل.ل) ، ادبي فنون (بیان)،  د ښوونکو د روزنې لوی ریاست ، کابل .

2.     ریښتین ، زرغونه زیور ، (۱۳۹۰ ل.ل) ، پښتو نحوه ، دانش خپرندویه تولنه ، پېښور.

3.     قاضي زی ، فضل رباني ،(۲۰۱۹ م) ، ملنګ جان څوک و ؟ ، بېنوا انترنیتي پاڼه ، کندهار .

4.     ملنګ جان ، محمدامین ،(۱۳۷۶ ل .ل) ، د ملنګ جان خوږې نغمې ، د ننګرهار فرهنګي ټولنه ، ننګرهار .

5.     واجد ، عبدالواجد، ( ۱۳۹۵ ل.ل )، پښتو نحو،  د ښوونکو د روزنې لوی ریاست ، کابل.

6.    یاد ، داکتر لطیف ، ( ۲۰۱۶ م ) ، ملنګ جان په اشعارو کې د چارسدې (بابړې) د خونړۍ پیښې یادونه،سمسور انترنیتی وییپاڼه .