د ملا تیر نه لرونکي موجودات

د ملا تیر نه لرونکي هغه ژوي دي چې نه د ملا تیر لري او نه د ملا تیر جوړوي (په عمومي توګه همدا هډوکی د ملا د هډوکي يا ستون فقرات په نامه پېژندل کېږي)، له «نوچورډ» نه راوتلی دی (نوچورډ هغه برخه چې د ستون فقرات په جوړولو کې مهمه ونډه لري). له ځينو فرعي ډلو پرته، ټول ژوي د ملا تیر لرونکي دي. د هغو ژويو په بېلګو کې چې د ملا تیر نه لري، د تړلو پښو والا (خزنده ګان، غڼې، د سخت پوستکي والا او ځنځې) شامل دي، د نرم پوستکي والا (کيتون، کونجکې، بياولوز، مرکب کب او اکتوپوس «کنجپاړه»)، ځنځې ( د ځمکې چينجي او ژورې) او سمندري خزنده ګان (د سمندر منځ کې بوټو ته ورته ژوندي موجودات)  (هايډراس، جيلي فيش، سمندري انيمونز او کورالز) يې هم برخه دي.

د ژويو ډېری نسلونه (انواع) هغه دي چې د ملا تیر نه لري؛ د يوه اټکل له مخې، د ا اندازه له اووه نوي سلنه پورې ده. ډېری هغه د ملا تېر او مهرو نه لرونکي د ملا تیر لرونکو د ټولو فرعي ډلو په پرتله په ډېر شمېر کې وي. د بې ملا تیره ژويو اندازې سره ډېر توپیر لري، له پنځوس میکرو ملهي (۰.۰۰۲ انچه) «روتيفرونو» (يو کوچنی ژوی) نه نيولې بيا له ۹-۱۰ ملهه (۳۰-۳۳ فوټه) غټ کب (د اوبو يو کنجپوړ ته ورته غټ ژوی دی) پورې رسېږي.[۱][۲][۳][۴]

ځينې هغه تش په نامه بې ملا تیره، لکه «ټونيکاټا» او « Cephalochordata» د نورو بې ملا تیرو په پرتله د ملا تیر لرونکو سره ډېر اړوند دي. دا چاره د ملا تیر نه لرونکي غیر توليدي ګرځوي، په همدې بنسټ په ډلبندۍ کې د دې اصطلاح هېڅ معنا نه شته.

رېښه سمول

د بې ملا تیره « invertebrate» ټکی د لاتيني ژبې له « vertebra» ټکي نه اخستل شوی چې عمومي معنا يې بند دی، کله ناکله په ځانګړي ډول د ملا تیر د هډوکي بند ته ويل کېږي. د بند يو له بل سره د تړل شوي اړخ د تاوولو له تصور نه اخستل شوی دی، د « root verto» يا « vorto» په ډول څرګندېږي چې معنا يې ده اوښتل او تاوېدل. په دې کې د انګليسي ژبې «in» (invertebrates ) د مختاړي معنا ده «نه» يا «بې له».[۵][۶]

د ډلبندۍ اهميت سمول

د بې ملا تېره اصطلاح د تل لپاره د هغو په منځ کې سلهه نه ده چې بيالوژي پوهان نه دي، ځکه چې په کره ډول تاکسون (د اړوندو ژويو ډلبندي) په هغه ډول نه تشرېح کوي، څنګه چې Arthropoda, Vertebrata يا Manidae تشرېح کوي. دا وړاندې ياد شوي اصطلاحات هر يو يا يو تاکسون، څانګه، فرعي څانګه يا د پام وړ کورنۍ تشرېح کوي، د «بې ملا تیره» اصطلاح د اسانتيا لپاره ده، خو ټاکسون داسې نه دی، له « Chordata» پرته ټاکسون له ډېر کم اهميت نه برخمن دی. د فرعي ډلې په توګه د ملا تیر لرونکي د «ميټازوا» (د ژويو يوه ډله ده) له دومره کم تناسب نه جوړ دی چې د «ملا تیر لرونکو» او «ملا تیر نه لرونکو» په پام کې نيولو سره د «انيماليا پاچهۍ» په اړه خبرې کول يې په عملي ډول محدود کړي (انيماليا پاچهي د خزنده ګانو ژويو په ډلبندۍ کې يوه برخه ده). د انيماليا په زياته رسمي ډلبندۍ کې، نورې ځآنګړتياوې شته چې بايد د یو «کلادوګرام» په جوړولو کې په منطقي لحاظ د ملا تیر په شتون يا نه شتون مخکې وی، لکه د نوټکورډ شتون (نوټکورډ notochord د ملا مزی يا پټۍ ده). دا لږ تر لږه کورډاټا رانغاړی. په هر حال، ان له دې چې نوټکورډ به هم د جنين په وده او همغږۍ کې يا شونې ده چې «باوپلان» له اړخونو نه لږ بنسټيز معيار وي. (باوپلان bauplan د بدن د عمومي جوړښت طرحه ده).[۷][۸]

له دې سره سره، د ژويو د ټاکسون (ډلې اوټولګې) په توګه د بې ملا تیره ژويو تصور له يوې پېړۍ نه زياتې مودې راهيسې د مذهبي خلکو په منځ کې شته، خو د ژوپېژندنې د ټولنې او ادبياتو کې لا هم داسې يوه اسانه اصطلاح ده چې د هغو ژويو لپاره کارول کېږي چې د ملا تیر لرونکو ژويو غړي نه دي. لاندې راتلونکی متن د دې اصطلاح او د هغو ژويو د لومړيو ساينسي پوهاويو په اړه معلومات وړاندې کوي، په کومو کې چې دا ماده موجوده ده. د دې پوهاوي له مخې، بې ملا تیره ژويو کې د هډوکو جوړښت ډهانچه (اسکليټ) نه وي، که دا بهرني هډوکي وي که داخلي هډوکي. په دوی کې بېلا بېلې بدني طرحې شته. ډېری يې داسې «هايډروسټيټيک» اسکيلټونه لري چې له اوبو ډک وي، لکه جډېري فيش او چينجي. نور يې سخت «ايکسوسکيلټن» (چې بهرنی اړخ يې ډېر کلک وي) لري، ځينې يې د بهرني سپر په څېر يو څه لري، لکه په خزنده ګانو او پوستکي لرونکو کې. له ټولو اشنا (پېژندل شوي) بې ملا تېره ژويو کې «پروټوزاو، پريفرا، کويلنلهاتا، پلاتي هلمينتز، نمانودا، انليدا، اکينودرماتا، ملوکا او ارلهوپوډا- Protozoa, Porifera, Coelenterata, Platyhelminthes, Nematoda, Annelida, Echinodermata, Mollusca او Arthropoda» شامل دي. په ارلهوپوډا (هغه چې پښې يې نښتې وي) کې خزنده ګان، د سخت پوستکي والا او غڼې شامل دي. [۹][۱۰]

د شته انواعو (ډولونو) شمېر سمول

ډېر هغه موجودات چې بې له ملا تیره پېژندل شوي، خزنده ګان دي. لاندې د هغو موجوداتو د انواعو نوملړ دی چې د ملا تیر نه لرونکو په توګه پېژندل شوي دي. دوی د « IUCN» د سره نوملړ په توګه پېژندل شوي چې په اټکلي توګه له ګواښ سره مخامخ دي، ۲۰۱۴.۳. [۱۱]

د « IUCN» د  اټکل له مخې ۶۶۱۷۸ ډوله د ملا تیرلرونکي انواع پېژندل شوي دي، دا معنا چې له پنځه نوي سلنه نه زيات ژويو بېلګې په نړۍ کې هغه دي چې د ملا تیر نه لري.[۱۲]

ځانګړتياوې سمول

هغه ځانګړتيا چې په ټولو ملا تیر نه لرونکو کې شريکه ده، هغه د ملا تیر د ستنې (د ملا هډوکی) نه د رلودل دي: همدا چاره د ملا تیر لرونکو او نه لرونکو له منځ نه توپیرمنځ ته راوړي. دا توپیر يوازې يوه اسانتيا ده؛ په کومې څرګندې بيولوژيکي يو ډول ځانګړتيا نه دی ولاړ، د وزرونو د لرلو عامه ځانګړتيا، خزنده ګان ، شاپرکان او الوتکي ژوي په فعال ډول يو له بل سره يو ځای کوی، یا هغه چې وزرونه نه لري، په هغوی کې کشپ (شمشتۍ)، کونجکې او سپنجونه سره يو ځای شوي دي. د يو ژوي په توګه، هغه ژوي چې د ملا تیر نه لري «هيټروټوپس» بلل کېږي (هغه چې د بېلا بېلو عضوي شيانو نه تغذيه کېږي) او د پايدلو او ژوندي پاتې کېدلو لپاره د نورو ژونديو موجوداتو کارولو ته اړتيا لري. د «پوريفډېريا» په څېر له ځينو پرته، نور ټول د ملا تیر نه لرونکي په عمومي توګه د مختلفو نسجونو لرونکي بدنونه لري. دوی په عام ډول د هاضمې يوه خونه لري چې په بهرني اړخ کې يې يو يا دوه سوري وي.  

مورفولوجي (بڼه جوړېدل) او ورته والی (نژدې والی) سمول

د ډېريو ډېر حجروي موجوداتو د بدنونو طراحي په يو ډول د ورته والي څرګندونه کوي، که دا «راډيل» (د وړانګې په څېر) وي، دوه اړخيز وي يا کروي وي. يوه اندازه لږه کي يې له يو بل سره کوم ډول ورته والی نه ښيي. د مختلفو بې ملاتیره ژويو يوه بېلګه کې د «ګيسټروپوډ» (کونجکو) ټول ډولونه شامل دي. دا په اسانۍ سره په کونجکو او سمندري کونجکو کې ليدل شوي دي، کوم چې «هليکل» (تاوراتاواو مارپيچ) سپر لري (سپر هغه چې د يو ژوي کلک پوښ وي او ټول ژوی په کې داخليږي). «سلنګونه» (يو ډول چينجی دی) له باندې نه هوار ښکاري،  خو د هغوی نيوموسټوم ( د ساه  اخستلو سوری) ښي اړخ ته وي. نور «ګيسټروپوډز» يو له بل سره بهرنی ورته والی پيدا کوي، لکه «ګلاوکس اتلانټيکس» کله چې بالغ شي(وده وکړي) نا متناسب «سډېراتا» منځ ته راوړي. [۱۳]

د نامتناسبو (يو له بل نه توپیر لرونکو) په نورو بېلګو کې «فډلر» (کنجپاو) چينجي او «هډېرمټ» چينجي شامل دي. ډېری وختونه د دوی يوه پنجه له بلې نه ډېره غټه وي. که چېرې يو نارينه «فډلر» خپله سلهه پنجه له لاسه ورکوي، نو د پوستکي له اچولو وروسته به يې د همدې په مقابل کې بله پنجه وده وکړي. پر ځای پراته ژوي، لکه: سفنج د مرجان له سيمو سره څنګ په څنګ يو بل ته ورته نه دي (د هغو انفرادي پوليپونو نه پرته کوم چې له خپله ځانه د ورته والي وړانګې څرګندوي)؛ د «الفيډيا» پنجې چې انبور له ځانه سره نه لري او ځينې «کوپيپوډز»، « polyopisthocotyleans» او « monogeneans» کوم چې د کوربه کب د ګيلونو (د کب په سر کې دواړو اړخونو ته غوږ ته ورته پردې) په خونو کې د اوسېدو يا ورسره د نښتلو له لارې په طفيلي بدليږي، (چې دا ټولې د نامتناسبو يا يو بل سره د ورته والي نه لرونکو بېلګې دي).[۱۴]

عصبي نظام سمول

په ملا تیر نه لرونکو کې نيورونونه د تي لرونکو له حجرو نه مختلف وي. د بې ملا تیره ژويو حجرې د تي لرونکو په څېر د ورته محرکاتو په ځواب کې اور اخلي، لکه: د نسجونو زیان، د وينې لوړ فشار يا په pH کې بدلون. لومړی هغه بې ملا تیره ژوی چې د نيورون يوه حجره په کې وپېژندل شوه، هغه په «ميډيزينيل ليچ» «هيوردو ميډيسينيل» (يو ډول چينجی دی) کې و.[۱۵][۱۶]

د « nociceptors» په کارولو سره په سمندري سوېکه کې زده کړه او يادول، اپلاسيا بلل شوې ده. « Mollusk» نيورونونه کولای شي، چې زياتېدونکی فشار او د نسجونو زيان درک کړي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

نيورونونه د بې ملا تیره ژويو په ډېرو انواعو کې پېژندل شوي دي، په هغوی کې annelids, molluscs, nematodes او arthropods شامل دي.[۲۱][۲۲]

د ساه اخستلو نظام سمول

د بې ملا تیره ژويو د تنفسي نظام يو ډول پرانيستی تنفسي نظام دی، کوم چې له سپاډېريکل، ټراچيا (وچه مرۍ) او ټراچيول نه جوړ دی، کوم چې د ځمکې ارټوپوډونو نه ميتابوليک ګازونه نسجونو ته انتقال او همدا ګازونه له نسجونو بېرته لېږدوي. د خزنده ګانو په ډېرو لهتيبونو کې د «سپاډېريکل» وېش ډېر مختلف وي، خو په عمومي توګه ًد بدن هره برخه يوازې يوه جوړه سپاډېريکلز لري، هر يو يې له يوې خونې سره نښتی وي او له شا يې د ساه اخستلو يوه سلهه نلکه «ټراشيل» لري.[۲۳][۲۴]

سرچینې سمول

  1. May, Robert M. (16 September 1988). "How Many Species Are There on Earth?". Science. 241 (4872): 1441–1449. Bibcode:1988Sci...241.1441M. doi:10.1126/science.241.4872.1441. JSTOR 1702670. PMID 17790039. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Richards, O. W.; Davies, R.G. (1977). Imms' General Textbook of Entomology: Volume 1: Structure, Physiology and Development Volume 2: Classification and Biology. Berlin: Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-412-61390-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Howey, Richard L. (1999). "Welcome to the Wonderfully Weird World of Rotifers". Micscape Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Roper, C.F.E. & P. Jereb (2010). Family Cranchiidae. In: P. Jereb & C.F.E. Roper (eds.) Cephalopods of the world. An annotated and illustrated catalogue of species known to date. Volume 2. Myopsid and Oegopsid Squids. FAO Species Catalogue for Fishery Purposes No. 4, Vol. 2. FAO, Rome. pp. 148–178.
  5. Tucker, T. G. (1931). A Concise Etymological Dictionary of Latin. Halle (Saale): Max Niemeyer Verlag. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Skeat, Walter William (1882). An etymological dictionary of the English language. Clarendon Press. د کتاب پاڼې 301. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Pechenik, Jan (1996). Biology of the Invertebrates. Dubuque: Wm. C. Brown Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-697-13712-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Brusca, Richard C.; Brusca, Gary J. (1990). Invertebrates. Sunderland: Sinauer Associates. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87893-098-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Brown, Lesley (1993). The New shorter Oxford English dictionary on historical principles. Oxford [Eng.]: Clarendon. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-861271-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Louis Agassiz (21 March 2013). Essay on Classification. Courier Corporation. د کتاب پاڼي 115–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-15135-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. The World Conservation Union. 2014. IUCN Red List of Threatened Species, 2014.3. Summary Statistics for Globally Threatened Species. Table 1: Numbers of threatened species by major groups of organisms (1996–2014).
  12. The World Conservation Union. 2014. IUCN Red List of Threatened Species, 2014.3. Summary Statistics for Globally Threatened Species. Table 1: Numbers of threatened species by major groups of organisms (1996–2014).
  13. Louise R. Page (2006). "Modern insights on gastropod development: Reevaluation of the evolution of a novel body plan". Integrative and Comparative Biology. 46 (2): 134–143. doi:10.1093/icb/icj018. PMID 21672730. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Symmetry, biological, cited at FactMonster.com from The Columbia Electronic Encyclopedia (2007).
  15. Nicholls, J.G. and Baylor, D.A., (1968). Specific modalities and receptive fields of sensory neurons in CNS of the leech. Journal of Neurophysiology, 31: 740–756
  16. Pastor, J., Soria, B. and Belmonte, C., (1996). Properties of the nociceptive neurons of the leech segmental ganglion. Journal of Neurophysiology, 75: 2268–2279
  17. Byrne, J.H., Castellucci, V.F. and Kandel, E.R., (1978). Contribution of individual mechanoreceptor sensory neurons to defensive gill-withdrawal reflex in Aplysia. Journal of Neurophysiology, 41: 418–431
  18. Castellucci, V., Pinsker, H., Kupfermann, I. and Kandel, E.R., (1970). Neuronal mechanisms of habituation and dishabituation of the gill-withdrawal reflex in Aplysia. Science, 167: 1745–1748
  19. Fischer, T.M., Jacobson, D.A., Counsell, A.N., et al., (2011). Regulation of low-threshold afferent activity may contribute to short-term habituation in Aplysia californica. Neurobiology of Learning and Memory, 95: 248-259
  20. Illich, P.A and Walters, E.T., (1997). Mechanosensory neurons innervating Aplysia siphon encode noxious stimuli and display nociceptive sensitization. The Journal of Neuroscience, 17: 459-469
  21. Eisemann, C.H., Jorgensen, W.K., Merritt, D.J., Rice, M.J., Cribb, B.W., Webb, P.D. and Zalucki, M.P., (1984). "Do insects feel pain? — A biological view". Cellular and Molecular Life Sciences, 40: 1420–1423
  22. St John Smith, E. and Lewin, G.R., (2009). Nociceptors: a phylogenetic view. Journal of Comparative Physiology A, 195: 1089-1106
  23. Westneat, Mark W.; Betz, Oliver; Blob, Richard W.; Fezzaa, Kamel; Cooper, James W.; Lee, Wah-Keat (January 2003). "Tracheal Respiration in Insects Visualized with Synchrotron X-ray Imaging". Science. 299 (5606): 558–560. Bibcode:2003Sci...299..558W. doi:10.1126/science.1078008. PMID 12543973. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  24. Wasserthal, Lutz T. (1998). Chapter 25: The Open Hemolymph System of Holometabola and Its Relation to the Tracheal Space. In "Microscopic Anatomy of Invertebrates". Wiley-Liss, Inc. کينډۍ:ISBN.