د معاصرې دورې وروستۍ برخه

د بشر تاریخ په ډېریو زمانو او دوره بندیو کې، د معاصرې دورې وروستۍ برخه د معاصرې دورې له لومړۍ برخې نه پیروي کوي. دا دوره د اتلسمې پېړۍ په منځنۍ دورې کې پیل او د لیکوال په اند له دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته پای ته رسېدلې یا دا چې تر نن ورځې پورې دې دورې کې شاملېږي. په دې دوره کې د پام وړ تاریخي پېښې لکه د امریکا انقلاب، د فرانسې انقلاب، صنعتي انقلاب او د روسیې انقلاب شامل دي. د بشر تاریخ تر ۱۸۰۴ ز کاله پورې وخت ونیوه، ترڅو د نړۍ د نفوس کچه یې تر ۱ میلیارده نفرو پورې ورسېده، چې بل میلیارد یې یوازې یوه پېړۍ وروسته په ۱۹۲۷ ز کال کې پوره شو.[۱]

مهمې پیښې سمول

د معاصرې دورې په لومړۍ برخه کې د صنعتي انقلاب او دغه راز سیاسي انقلابونو په پایله کې د مدرنیزم نړۍ لید رامنځته شو. د لویې بریټانیا د پاچاهۍ له صنعتي کېدو سره د ډېریو هېوادونو صنعتي کېدل پیل شوو. د معاصرې دورې وروستۍ برخې پورې اړوند مهمې ځانګړنې په لاندې ډول دي:

  • د علم او ټکنالوژۍ زیاتېدونکی رول
  • د ټولنیزو خوځښتونو پراختیا
  • د استازولۍ د ډیموکراسۍ بنسټونه
  • د غلامۍ لغوه کول
  • نوی امپریالیزم او د افریقا لپاره مبارزه او بیا د استعمار له منځه وړل
  • صنعتي کول
  • ښاري ژوند یا ښاري کېدل
  • د روغتیايي پاملرنو او درملو د ونډې ډېروالی
  • ټولییز یا جمعي لیک لوست او د ډله ییزو رسنیو پراختیا
  • د ښځو حقوق
  • سوسیالیزم او سړه جګړه
  • د جمعیت یا نفوس لېږد
  • د کرنې اړوند برخې زرغون انقلاب
  • د ۲۰مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې د معلوماتو دوره

د معاصرې دورې د وروستۍ برخې په پراختیا کې نورې مهمې پېښې په لاندې ډول دي:

  • په چین کې د تریاکو اړوند جګړې او غیر مساوي تړونونه (د ۱۹مې پېړۍ په منځنیو وختونو کې)
  • په اروپا کې د ۱۸۴۸ ز کال ناکام انقلابونه
  • د شاوخوا ۱۸مې ز پېړۍ په وروستیو کې د تلګراف پراختیا او د ۱۹مې پېړۍ په منځنیو وختونو کې د مورس د قانون تصویبول
  • د امریکا کورنۍ جګړه (۱۸۶۰-۱۸۶۵) او د امریکې په متحده ایالتونو کې د غلامۍ لغوه کول (۱۸۶۳-۱۸۶۵)
  • په جاپان کې په ۱۸۶۸ ز کال کې د میجي بیارغونه
  • د فرانسې او پروس جګړه (۱۸۷۰-۱۸۷۱ ز)، د المان یووالی (۱۸۷۱ ز)، او د ایټالیا یووالی (۱۸۷۱ ز)
  • د برلین کنفرانس (۱۸۸۴-۱۸۸۵ ز) او د افریقا لپاره لانجه.
  • د راډیويي مخابراتو پراختیا (۱۸۹۴ ز)
  • د هسپانیې او امریکا جګړه او دغه راز له امریکا سره د فیلیپین ملحق کېدل
  • لومړۍ نړیواله جګړه (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ ز) او د اتریش، مجارستان او عثمانۍ سترواکیو ړنګېدل
  • د بریتانیا او فرانسۍ سترواکیو تر منځ د سایکس – پیکو هوکړې (۱۹۱۶) د سوریې او عراق معاصره پولې رامنځته کړې.
  • د روسیې انقلاب (۱۹۱۷ ز) او د روسیې کورنۍ جګړه (۱۹۱۷ – ۱۹۲۲ ز)
  • د ترکیې د خپلواکۍ جګړه (۱۹۱۹-۱۹۲۲ ز)، د یونانیانو نسل وژنه (۱۹۱۳ – ۱۹۲۲ ز)، د ارمنیانو نسل وژنه (۱۹۱۴ – ۱۹۲۳ ز) او د اشوریانو نسل وژنه (۱۹۱۴ – ۱۹۲۴ ز).
  • د روم اړوند لاریون او په ایټالیا کې د فاشیزم وده (۱۹۲۲).
  • له ۱۹۲۹ ز نه د ۱۹۳۰ ز لسیزې تر وروستیو پورې په ټوله نړۍ کې د لوی فشار او ناورین او په متحده ایالتونو کې نوې معاملې رامنځته کېدل.
  • په ۱۹۲۳ ز کال د پوتش بییر په صالون کې ناکامه کودتا او په المان کې د هیتلر واک ته رسېدل (۱۹۳۱ – ۱۹۳۳ ز).
  • د شوروي قحطي یا لوږه (۱۹۳۲ – ۱۹۳۳ ز)، لکه هولودومور د شوروي په اوکراین کې او د قزاقستان قحطي د شوروي په قزاقستان کې.
  • په منچوریا باندې د جاپان یرغل (۱۹۳۱ ز) او د چین ـ جاپان دویمه جګړه (۱۹۳۷ ـ ۱۹۴۵ ز).
  • دویمه نړیواله جګړه (۱۹۳۹ – ۱۹۴۵ ز) او د نازیانو په وسیله اشغال شوې اروپا کې د هولوکاسټ جګړه (۱۹۴۱ ـ ۱۹۴۵ ز).
  • د ملګرو ملتونو اړوند ټولنې (۱۹۲۰ – ۱۹۴۶ ز) د ځایناستي په توګه د ملګرو ملتونو د سازمان تأسیس (۱۹۴۵ ز).
  • د بنګال قحطي یا لوږه (۱۹۴۳ ز) او له بریټانوي سترواکۍ نه د هند جلا کېدل (۱۹۴۷ ز).
  • د چین کورنۍ جګړه (چې په ۱۹۲۷ ز کال کې پیل شوه) او د چین کمونیستي انقلاب (۱۹۴۵ – ۱۹۴۰ ز).
  • سړه جګړه (۱۹۴۷ – ۱۹۹۱ ز)، چې د برلین د محاصره (۱۹۴۸ – ۱۹۴۹ ز)، د کوریا جګړه (۱۹۵۰ – ۱۹۵۳ ز)، د مجارستان پاڅون (۱۹۵۶ ز)، د کیوبا انقلاب (۱۹۵۳ – ۱۹۵۹ ز)، د کیوبا اټومي ناورین (۱۹۶۲ ز)، د ویتنام جګړه (۱۹۵۵ – ۱۹۵۷ ز)، په چکسلواکیا کې د پراګ زرغونېدل (۱۹۶۸ ز) او د شوروي او افغانستان جګړه (۱۹۷۹ – ۱۹۸۹ ز) په کې شامل دي.
  • په شوروي اتحاد کې د سټالین راپرځول (د ۱۹۵۰مې ز لسیزې په شاوخوا کې) او دغه راز د خروشچف تاو (د ۱۹۵۰ څخه د ۱۹۶۰ ز لسیزې تر لومړیو پورې) او د دې دواړو په تعقیب د چین او شوروي جلا کېدل (۱۹۶۶ – ۱۹۷۶ ز).
  • په چین کې د پرمختګ پر لور ستر حرکت او خوځښت (۱۹۵۸ – ۱۹۶۸ ز)، د چین لویه قحطي یا لوږه (۱۹۵۹ – ۱۹۶۱ ز) او په چین کې فرهنګي انقلاب (۱۹۶۶ – ۱۹۷۶ ز).
  • د امریکې په متحده ایالتونو کې د مدني حقونوغورځنګ (۱۹۵۴ – ۱۹۶۸ ز).
  • لومړنۍ فضايي الوتنې، د فضایي دورې پیلېدل (له ۱۹۵۷ ز څخه تر اوسه) او فضایي سیالۍ، په فضا کې لومړنی انسان په (۱۹۶۱ ز) کال کې او سپوږمۍ کې لومړنی انسان (۱۹۶۹ ز).
  • د بنګله دیش نسل وژنه (۱۹۷۱ ز) او دغه راز له پاکستان نه د بنګله دیش د خپلواکۍ جګړه (۱۹۷۱ ز).
  • شپږ ورځنۍ جګړه (۱۹۶۷ ز)، په اسرائیلو کې د یوم کیپور جګړه (۱۹۷۳ ز) او د دې په تعقیب د غربي هېوادونو په ضد د اوپک د تیلو بندیز (۱۹۷۳ ز).
  • د کمبودیا نسل وژنه (۱۹۷۵ – ۱۹۷۹ ز).
  • د ایران اسلامي انقلاب (۱۹۷۹ ز) او د ایران او عراق جګړه (۱۹۸۰ – ۱۹۸۸).
  • په کویټ باندې د عراق یرغل (۱۹۹۰ ز) او د فارس خلیج جګړه (۱۹۹۰ – ۱۹۹۱ ز).
  • د شوروي اتحاد او ختیځ بلاک منحل کېدل (۱۹۹۱ – ۱۹۸۹ ز) او دغه راز د شرقي او غربي المان بیا یوځای کېدل (۱۹۹۰).

د معاصرې دورې د وروستۍ برخې احتمالي پای سمول

د معاصرې دورې د وروستۍ برخې د پای یا احتمالي نتیجې د تعریف او بیانولو لپاره بېلابېلې تګلارې موجودې دي، یا په اصل کې دا چې ایا رښتیا هم داسې کېدای شي چې کومې پایلې ته رسېدلي وي که نه؟ که رښتیا هم هغه دوره پای ته رسېدلې وي، نو د راتلونکې دورې یعنې اوسنۍ معاصرې دورې د بیانولو څرنګوالي لپاره بېلابېلې لارې شته، لکه څنګه چې لاندې تشریح او بیان شوې دي:

  • د معلوماتو دوره یوه تاریخي دوره ده، چې د شلمې پیړۍ په نیمایي کې پیل او د دودیزې صنعتي دورې له چټک بدلون سره چې د صنعتي انقلاب په وسیله رامنځته شوی، د هغه اقتصاد له لارې ځانګړی کېږي چې ډېری د د معلوماتو تکنالوژۍ پر بنسټ ولاړ وي[۲][۳][۴][۵]
  • یو شمېر څېړونکي د معاصرې دورې د وروستۍ برخې پای په ۱۹۵۰ ز کال کې د چاپیریال په هکله د پیل شویو اړوندو اندېښنو په وسیله څرګندوي، ځکه چې دا پر طبیعي نړۍ باندې د بشر د واکمنۍ په هکله د معاصر باور پای دی. [۶]
  • له ماډرن را وروسته دوره د ټولنې اقتصادي یا فرهنګي وضعیت او شرایط دي، چې له عصري کېدو یا مدرنیتې نه وروسته رامنځته شوي. یو شمېر فکري مکتبونه په دې باور دي، چې د عصري کېدو دوره یا مودرنیته د شلمې پېړۍ په وروستیو یعنې په ۱۹۸۰ لسیزې یا د ۱۹۹۰ یمې لسیزې په لومړیو کې پای ته ورسېده او بیا پوسټ مادرنیته یا پوست مودرنه زمانې یې ځای ونیوه. دغه راز یو شمېر نور بیا عصري دورې یا د موډرنیته زمانې ته وده ورکوي، ترڅو هغه بدلونونه تر پوښښ لاندې راولي، چې د پوست موډرنیته په وسیله څرګندېږي. حال دا چې یو شمېر بیا په دې باور دي چې عصریت یا د موډرنیته زمانه پای ته رسېدلې ده. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د پوسټ موډرنیزم اړوند دورې وضعیت کله وخت د داسې یو فرهنګ په توګه بیانېږي، چې په هر خطي یا خپلواک حالت کې یې د فعالیت کولو وړتیا له منځه تللې وي، د بېلګې په توګه لکه د عصریت یا موډرنیزم د پرمختللي ذهني حالت پر وړاندې د قهقرایي یا بېرته پاتې انزوا غوښتنې مخالف دي.[۷]
  • پوسټ ماډرنیزم یو ډول فکري دریځ یا د خبرو اترو یوه طریقه ده او د هغه څه پر وړاندې د شک ګرایۍ په لیدلوري سره تعریف کېږي، چې د سترو روایتونو او د موډرنیزم اړوندو ایډیولوژیو په توګه یې تشریح او بیانوي. دا لیدلوری د ۱۷مې پېړۍ اړوند د عقلانیت روښانتیا اړوند لیدلوري تر پوښتنې یا انتقاد لاندې راولي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

سرچينې سمول

  1. "World Population to Hit Milestone With Birth of 7 Billionth Person". PBS.org. 2011-10-27. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Zimmerman, Kathy Ann (September 7, 2017). "History of Computers: A Brief Timeline". livescience.com. مؤرشف من الأصل في August 9, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 10, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The History of Computers". thought.co. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The 4 industrial revolutions". sentryo.net. February 23, 2017. مؤرشف من الأصل في October 17, 2019. د لاسرسي‌نېټه November 10, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Manuel, Castells (1996). The information age : economy, society and culture. Oxford: Blackwell. OCLC 43092627. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0631215943. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Williams, Michael (1998). "'The End of Modern History'?". Geographical Review. 88 (2): 275–300. doi:10.2307/215805. JSTOR 215805. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Jameson, Fredric, The Cultural Logic of Late Capitalism, Postmodernism (London 1991), p. 27
  8. Nuyen, A.T., 1992. The Role of Rhetorical Devices in Postmodernist Discourse. Philosophy & Rhetoric, pp.183–194.
  9. Torfing, Jacob (1999). New theories of discourse : Laclau, Mouffe, and Z̆iz̆ek. Oxford, UK Malden, Mass: Blackwell Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-631-19557-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Postmodernism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Spring 2015). (5 February 2015). Metaphysics Research Lab, Stanford University. 
  11. Duignan, Brian. "Postmodernism". Britannica.com. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)