د مطالعې لپاره څه ډول او چیرته کښینو؟

د بدن وضیعت دمطالعې پرمهال خورا ډېر  رول لري. ډېر خلک د مطالعې پرمهال اوږده څملي، تکیه کوي، په لار روان وي او یاهم په موټرکې مطالعه کوي، چې دا ډول کړنې د مطالعې په وخت کې سمې ندي او د مطالعې په کیفیت بد تاثیر لري.

څملاستې د خوب او په لاره تګ د تمرکز د ګډوډ کېدو سبب کېږي.

شاید ووایاست، چې له دې ډول مطالعې سره مو عادت کړی او په دې ډول یې ښه زده کولای شئ، مګر دا عادت ناسم دی. ددې پر ځای باید ښه عادت خپل کړو. شاید کار په لومړیو کې آسانه نه وي خو که په ناسم عادت ډېرتمرکز ونه شي په خپله له منځه ځي او غوره عادت یې ځای نیسي، د مطالعې لپاره ترټولو غوره ځای د مطالعې میزاو راحت چوکۍ ده.

د یو ښوونځي دزده کوونکو د زده کړو بهیر ټکنی شوی ؤ، د دې ښوونځي مسؤلین په دې لټه کې شول، چې د دې ستونزې عامل په ګوته او د حل لار ورته پیدا کړي، له یو څه څېړنې وروسته دوی په دې وتوانیدل چې د ستونزې عامل پیدا کړي، دوی معللومه شوه، چې د مطالعې پرمهال کاږه کیناستل او تکیه کول ددې ستونزې له عاملینو څخه یو عامل دی.

له دې څخه معلومه شوه، چې د مطالعې لپاره ترټولو غوره ځای د مطالعې میز دی، چې هلته باید سم کینو، دا په دې معنی نه ده، چې په ځان فشار راوستل شي.

د مطالعې پرمهال د مطالعې د میز شاته په آرامه کینئ او بدن مو مه کلکوئ او باید په یاد ولرئ، چې د سترګو او کتاب ترمنځ مو فاصله ۳۰ سانتي متر وي، که تر دې کمه او یا زیاته وي نو سترګو ته مو ضرر رسوي.