د مستهلک اصالت

د مستهلک يا مصرف کوونکي اصالت يو ټولنيز او اقتصادي نظم دی، چې په تل پاتې ډول زياتېدونکو اندازو کې د توکو او خدماتو لاسته راوړنه هڅوي. په صنعتي اوښتون “Industrial Revolution” سره په ځانګړي ډول شلمه پېړۍ کې ډله ايز توليد د زيات توليد سبب شو، چې د توکو عرضه به د مصرف کوونکي له غوښتنې يا تقاضا څخه پورته وده وکړي او په دې ډول توليدونکو د مصرف کوونکو د لګښت په ښه ډول اداره کولو په موخه پلان شوي پرله پسې زوړوالي او اعلاناتو ته مخه وکړه. په ۱۸۹۹ زکال کې د تورسټين ويبلين “Thorstein Veblen” له لورې «د فارغه ډلې نظريه» تر سرليک لاندې د مستهلک يا مصرف کوونکي اصالت په اړه کتاب خپور شو، چې د شلمې پېړۍ په پيل کې يې د پراخه تفرېح يا فارغه وخت د لرلو تر څنګ راپورته کېدونکي پراخه ارزښتونه او اقتصادي بنسټونه وازمويل. ويبلين په دې کتاب کې د دې فارغه ټولګي يا ډلې د فعاليتونو او لګښت عادتونه څرګند او بې ځايه لګښت او ضايع ګڼي. دواړه د دريځ په ښودلو پورې اړه لري، نه په فعاليت يا ګټورتیا پورې. [۱][۲][۳]

د مستهلک اصالت ښايي په اقتصاد کې هغو اقتصادي کړنلارو ته وويل شي، چې پر مصرف يا استهلاک باندې ټينګار کوي. په لنډ ډول په پام کې نيول کېږي، چې د مصرف کوونکي خپلواکه ټاکنه بايد په پياوړي ډول د توليدکوونکو څه او څرنګه توليد په واسطه په کلکه غوره شي او د همدې له امله د يوې ټولنې اقتصادي سازمان (چې د توليد اصالت پرتله کوي، په ځانګړي ډول په برتانوي اصطلاحاتو کې) وغوړوي. [۴]

د مستهلک اصالت د اشخاصو او ماهرينو دواړو له لورې تر پراخه نيوکې لاندې راغلی دی. ياد اشخاص هغه خلک دي، چې په اقتصاد کې د ګډون نورې لارې چارې لکه ساده يا بطي ژوند غوره کوي او د متخصصينو په اړه د يادونې وړ ده، چې دوی پر نړۍ باندې د معاصر پانګه ايز نظام اغېزې ارزوي. متخصصين زياتره وخت ادعا کوي، چې د مصرف کوونکی اصالت فزيکي بريدونه لکه د ودې لازمي او ډېر مصرف لری، چې له طبيعي سرچينو څخه د زياتې ګټې اخيستنې يا د مصرف کېدونکو توکو د بېکاره موادو (خځلو) د لويو کچو او د سيده اغېزو او پراخه اغېزو (لکه د اقليم بدلون) په ګډون پر چاپيريال باندې پراخه اغېزې لري. په ورته ډول ځينې څېړنې او نيوکې د مستهلک پلوۍ د ټولنپوهنې اړوند اغېزو باندې تمرکز کوي. لکه: د پوړيز يا طبقاتي خنډونو پياوړتيا او د نابرابرۍ رامنځته کول. [۵]

اصطلاح سمول

د مستهلک اصالت “consumerism” اصطلاح ډول ډول پېژندنې لري. دا پېژندنې ښايي يو له بل سره تړاو ونه لري او په مغشوش ډول يو له بل سره ټکر کوي. [۶]

  1. ۱: د اصطلاح يو مفهوم د مصرف کوونکو د لېوالتياوو د ملاتړ په موخه هڅو پورې اړه لری. د ۱۹۷۰ ز لسيزې په لومړيو کې دا د يادې برخې لپاره يوه منل شوې اصطلاح وه او په لاندې ډول لارو چارو کې کارول يې پيل شول: [۶]
    1. د مصرف کوونکي اصالت هغه مفهوم دی، چې مصرف کوونکی بايد په بازار کې له پرېکړه کوونکو څخه خبر وي. په دې ځای کې د مصرف کوونکي اصالت په باوري معلوماتو لکه د توليد د ازمويلو راپورونو سره د د پرتله کېدونکو مصرف کوونکو څېړنه او تمرين دی. [۶]
    2. د مصرف کوونکي اصالت هغه مفهوم دی، چې په خپله بازار د مناسبو اقتصادي لارو چارو له لارې د ټولنيز عدالت د ډاډمنولو ځواب ويونکی دی. د مصرف کوونکي د خونديتوب کړنلارې او قوانين توليدکوونکي د توکو خوندي کولو ته اړ کوي. [۶]
    3. د مصرف کوونکي اصالت د څېړنې، منظمولو يا له بازار سره د تعامل يا غبرګون برخې ته ویل کېږي. د مصرف کوونکي خوځښت هغه ټولنيز خوځښت دی، چې د هغه بازار دننه ټولو عملونو او هستيو ته وايي، چې مصرف کوونکي ته پام کوي. [۶]
  2. ۲: په داسې حال کې چې پورتنۍ پېژندنې د رامنځته کېدلو په حال کې وې، ځينو نورو خلکو د مصرف کوونکي اصالت “consumerism” اصطلاح «د مصرف د لوړو کچو» په معنا کارول پيل کړل. دې پېژندې له ۱۹۷۰ ز لسيزې راهيسې نامتو والی تر لاسه کړی دی او په لاندې ډول لارو چارو کې کارونه يې پيل کړه: [۶]
    1. د مصرف کوونکي اصالت د توليداتو يا د اقتصادي مادي اصالت ځاني او سپک يا بې ګټې راټولونه ده. د دې وينا له مخې د مصرف کوونکي اصالت منفي او د مصرف کوونکي اصالت او ساده ژوند د مثبت ژوند ډول مخالف دی. [۶]
    2. د مصرف کوونکي اصالت د بازار له لورې هغه ځواک يا قوه ده، چې فرديت له منځه وړي او ټولنې ته زيان رسوي. ياد اصالت په نړيوالتوب پورې اړه لري او پر وړاندې يې ځيني خلک «د نړيوالتوب ضد خوځښت» ته وده ورکوي.

جان بوګاس “John Bugas” د ۱۹۵۵ زکال په يوه وينا کې (چې د فورډ په نوم د موټرو شرکت کې دويم شخص دی) د مصرف کوونکي اصالت اصطلاح د امريکايي اقتصاد د غوره تشرېح کولو په موخه د پانګه وال لپاره د ځايناستي په توګه رامنځته کړه: [۷][۸]

د مصرف کوونکي اصالت اصطلاح به هغه ټکټ يا وروستۍ برخه وټومبي يا مېخ کړي، چې په رښتيني ډول ورپورې اړه لري، چې هغه د امريکايي سيستم رښتينی مالک او ګټه اخېستونکی ښاغلی مصرف کوونکی “Mr. Consumer” دی. دا به زموږ د هغو نادوستانه نيوکه کوونکو تر پښو لاندې قالينه په ښه ډول راټوله کړي، چې په پانګوالۍ کې يې خورا اوږده او په لوړ غږ چاودنه کړې ده. په يو ډول زه يوازې د هغوی دا چیغه نه شم انځورولی، چې «له مصرف کوونکو سره ښکته راشئ!». [۹]

د بوګاس تعريف د مصرف کوونکي د حاکميت په اړه د اتریشي اقتصاد د بنسټګر کارل مينګر “Carl Menger” له ليد (د اقتصاد اصول تر سرليک لاندې د نوموړي د ۱۸۷۱ زکال په کتاب کې) سره سمون لري، چې په واسطه يې د مصرف کوونکي غوره توبونه، ارزښتونه او ټاکنې په بشپړ ډول اقتصاد اداره کوي (دا هغه مفهوم دی، چې د کار اخيستنې د نظام په توګه د پانګوال اقتصاد له مارکسي ادراک سره په سيده ډول مخالف دی). [۹]

وېنس پېکارډ “Vance Packard” هڅه وکړه، چې د مصرف کوونکي اصالت اصطلاح د مصرف کوونکی د لارو چارو په اړه له مثبت ويي څخه د پراخه ماديزم او ضايعاتو معنا ته بدله کړي. د “Waste Makers” په نوم د نوموړی د ۱۹۶۰ ز کال د کتاب لپاره اعلاناتو د مصرف کوونکي پلوۍ ويی په منفي ډول څرګند کړ. [۱۰]

کوونکي سمول

د مصرف کوونکي ټولنه د ۱۷ پېړۍ په وروستيو کې راڅرګنده شوه او د ۱۸ پېړۍ په اوږدو کې پياوړې شوه. په داسې حال کې چې ځينې خلک ادعا کوي، چې ياد بدلون د هغه مخ پر وده منځني پوړ له لورې پر شا وتمبول شو، چې د اړتيا پر ځای د پېرلو لپاره د يو منځګړي په توګه يې د عياشي مصرف او د فېشن يا سینګار د مخ پر وده ارزښت په اړه نوې نظريې خپلې کړې. زيات منتقدين استدلال کوي، چې د مصرف کوونکي اصالت د بازارونو او ګټو لپاره د پانګوالې سيالۍ د بيا توليد لپاره يوه سياسي او اقتصادي اړتيا وه، په داسې حال کې چې ځينې نور [څوک؟] په ټيکنالوژيکي ګټورتوب کې د يو چټک زياتوالي او د معالجوي وخت تېريو، کور لرلو او پور پر بنسټ د يو مصرف کوونکي کلتور ته د پرمختګ ورکولو لپاره د کتلست په توګه د اړتيا په کمښت کې د کموالي پر مهال د کاري پوړ د نړيوالو ادارو زياتېدونکي سياسي پياوړتیا ته اشاره کوي. د منځني پوړ نظر استدلال کوي، چې دې اوښتون د پراخه هېواد د ملکيتونو په جوړښت کې وده راونغاړله، چې په ځانګړي ډول د مخ پر وده بازار په نښه کوونکو مجللو توکو د زيات لاسرسي او ودې او هوساينې لپاره د اړتیا وړ توکو د برابرولو په موخه جوړ شوي [د چا له خوا؟] دي. د هوساينې دا ډول توکي بوره، تمباکو، چای او قهوه ده، چې په کارابيني سيمو کې په ثابت ډول د غوښتنې د لوړوالي له مخې په پراخه کښتونو کې په زياتېدونکي ډول (په تاريخي ډول د غلامانو په واسطه) کرل کېدل. په برتانيا کې په ځانګړي ډول د بورې مصرف د ۱۸ پېړۍ پر مهال يو پر شل برابره زيات شو. [۱۱][۱۲]

نيوکه کوونکي استدلال کوي، چې د استعمار اصالت په اصل کې د مصرف کوونکي اصالت سره مرسته وکړه، مګر دواړو به د هڅونکي عامل د تقاضا پر ځای پر عرضه باندې ټينګار وکړي. د باندنيو توليداتو زياتوالی او همدرانګه کورني توليدات بايد د خلکو د هغه ورته شمېر له لورې مصرف شي، چې د اړتیا جوړېدلو په پرتله خورا لږ مصرفېدل. په تاريخي ډول هغه نظريه چې د مصرف کوونکو توکو د مصرف لوړه کچه د بريا د تر لاسه کولو ته ورته څيز دی او ان خپلواکي د لويې کچې پانګوال توليد او استعماري وارداتو څخه مخکې نه وه. ياده نظريه په لږ يا زيات ستراتيژيک ډول د [چا له خوا] وروسته [کله] په دې موخه رامنځته شوه، چې په کورني ډول مصرف پياوړی کړي او مقاومت لرونکي کلتورونه د خپل لاسرسي د پراختيا په موخه د ډېرې نرمۍ وړ کړي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې سمول

  1. Czarnecka, Barbara; Schivinski, Bruno (17 June 2019). "Do Consumers Acculturated to Global Consumer Culture Buy More Impulsively? The Moderating Role of Attitudes towards and Beliefs about Advertising" (PDF). Journal of Global Marketing. 32 (4): 219–238. doi:10.1080/08911762.2019.1600094. ISSN 0891-1762. S2CID 182181403. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. bookrags.com, The Theory of the Leisure Class: Summary & Study Guide Description
  3. Veblen, Thorstein (1899): The Theory of the Leisure Class: an economic study of institutions, Dover Publications, Mineola, N.Y., 1994, کينډۍ:ISBN. (also available: Project Gutenberg e-text)
  4. "Consumerism". Britannica Concise Encyclopedia Online. 2008.
  5. greenscore.eco, Green Economics On The Horizon: A whitepaper that examines the mindset required by civilization if humanity is to achieve sustainability with the biosphere
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ ۶٫۴ ۶٫۵ ۶٫۶ Swagler, Roger (1997). "Modern Consumerism". In Brobeck, Stephen (المحرر). Encyclopedia of the Consumer Movement. Santa Barbara, Calif.: ABC-Clio. د کتاب پاڼي 172–173. د کتاب نړيواله کره شمېره 0874369878. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), which is based on Swagler, R. (1994). "Evolution and Applications of the Term Consumerism: Theme and Variations". Journal of Consumer Affairs. 28 (2): 347–360. doi:10.1111/j.1745-6606.1994.tb00856.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sugrue, Thomas J. (27 April 2014). The Origins of the Urban Crisis: Race and Inequality in Postwar Detroit - Updated Edition. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691162553. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Eriksson, Kai (20 November 2012). "On self-service democracy: Configurations of individualizing governance and self-directed citizenship". European Journal of Social Theory. 16 (2): 153–173. doi:10.1177/1368431012459693. S2CID 144688904. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Caldwell, Bruce J. (1990). Carl Menger and His Legacy in Economics. Duke University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Glickman, Lawrence B. (2012). Buying power : a history of consumer activism in America (الطبعة Paperback). Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 265. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0226298672. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Compare: Trentmann, Frank (2016). Empire of Things: How We Became a World of Consumers, from the Fifteenth Century to the Twenty-First. Penguin UK. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780241198407. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۸. McKendrick dated The Birth of a Consumer Society confidently to the third quarter of the eighteenth century, and located it in Britain. [...] Yet historians working on earlier European periods were not entirely happy to see their subjects treated as static or defective, little more than a 'traditional' backdrop to the main drama of the birth of modernity in Hanoverian Britain. A race got under way, as one after another claimed a 'consumer revolution' for their own period. Stuart historians have spotted it in seventeenth-century England, Renaissance scholars traced its roots to fifteenth-century Florence and Venice, while medieval historians detected its embryonic stirrings in a new taste for beef and ale and playing cards. Scholars of China added that the Ming dynasty (1368–1644), too, had a cult of things and deserved to be recognized as 'early modern'. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "recercat.net" (PDF). www.recercat.net. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Barber, Aja (2021). Consumed: the need for collective change: colonialism, climate change, & consumerism (الطبعة First). London. OCLC 1242465106. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-914240-04-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ewen, Stuart (2001) [1976]. Captains of Consciousness. Basic Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Ewen, Stuart; Ewen, Elizabeth (1982). Channels of Desire: Mass Images and the Shaping of American Consciousness. University of Minnesota Press (نشر 1992). د کتاب نړيواله کره شمېره 9781452900902. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Ewen, Stuart (1998). PR!: A Social History of Spin (الطبعة reprint). Basic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780465061792. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lears, Jackson (1995). Fables of Abundance: A Cultural History of Advertising in America. Hachette UK. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780786723225. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)