د مرجان سمندرګي جګړه

د مرجان سمندرګي جګړه، د ۱۹۴۲ز کال د مې میاشت له ۴مې تر ۸مې پورې، د جاپان امپراتورۍ سمندري ځواک (IJN) او د متحده ایالاتو او اسټرالیا د سمندري او هوایي ځواکونو ترمنځ لویه سمندري جګړه وه. دغه جګړه، چې د دوه‌یمې نړیوالې د آرام سمندر په جبهه کې رامنځ‌ته شوې، ځکه تاریخي اهمیت لري چې د هغې په ترڅ کې مخالفو سمندري ډلو نه یو بل ولېدل او نه هم ډزې یې وکړې، بلکې د الوتکو وړونکو بېړیو له‌لارې یې د افق دپاسه پر یو بل برید وکړ.

جاپانیانو د خپل دفاعي دریځ پیاوړي کولو لپاره تصمیم ونیوه چې پر پورټ مورسبي (نوې ګیانا کې) او تولاګي (د سلیمان ټاپوګانو په سویل‌ختیځ کې) برید وکړي او تر ولکې لاندې یې راولي. د «مو عملیاتو» په دغه پلان کې د جاپان ترکیبي سمندري لوا څوګونې سترې برخې شاملې وې. دوه الوتکه وړونکې بېړۍ او یوه سپکه الوتکه وړونکې بېړۍ د دغو برید کوونکو ځواکونو لپاره د هوایي ملاتړ دنده پر غاړه درلوده، چې د سمندري ځواکونو مشر «شیګیوشي اینو» تر عام او تام قوماندې لاندې وې. متحده ایالات د استخباراتي سېګنالونو له‌لارې د جاپان له پلان څخه خبرېږي او د شنډولو لپاره یې د متحده ایالاتو اړوند دوه سمندري ضربتي ځواکونه او یوه اسټرالیایي-امریکایي ګډه جنګي بېړۍ د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو مشر فرانک ژ. فلېچر تر قوماندې لاندې استوي.

که څه هم د جاپان څوګونې ملاتړې جنګي بېړۍ د متحده ایالاتو «یورک‌تاون» جنګي بېړۍ له‌لورې د یوه غلچکي برید په ترڅ کې ډوبې او یا هم زیانمنې شوې، خو د مې میاشت پر 3 او 4مې نېټې جاپاني ځواکونو په بریا سره «تولاګي» ونیوه او تر ولکې لاندې یې راوست. د جاپان سمندري بېړیو د دښمن د شتون خبرداری ترلاسه کړ او د متفقینو سمندري ځواکونو د موندلو او له‌منځه وړلو په موخه د مرجان سمندرګي په لور پرمختګ کوي. د مې شپږمې نېټې پر ماښام دوه جنګي بېړۍ تر 70nmi (کابو 81mi یا 130km) سره نږدې شوې خو په تورتم کې یې یو بل ونه‌پېژندل. پر راتلونکې ورځ دواړو بېړیو پر هغه څه باندې چې ګومان کېده د دښمن جنګي بېړۍ دي، هوایي بریدونه ترسره کړل، خو په واقعیت کې دواړو خواوو نور هدفونه ویشتلي وو. متحده ایالاتو د جاپان سپکه الوتکه وړونکې بېړۍ «سوهو» او جاپاني لوري د متحده ایالاتو یوه جنګي بېړۍ ډوبه او د «نیوشو» د نفتو کښتۍ یې ویجاړه کړه. په پای کې، د مې پر اتمه، دواړو خواوو د یو بل جنګي بېړۍ وموندلې او برید یې پرې وکړ، چې د جاپان «شوکاکو» جنګي بېړۍ زیانمنه او د متحده ایالاتو لېکزینګتون جنګي بېړۍ سخته ویجاړه او وروسته ورکه شوه، خو د یورک‌تاون جنګي بېړۍ ته لږ زیان واوښت.

دواړو لورو ته درانه زیانونه واوښتل، الوتکې یې له‌لاسه ورکړې او جنګي بېړۍ یې ډوبې یا هم ویجاړې شوې؛ د دواړو خواوو ځواکونه سیمه پرېښوده او شاتګ یې وکړ. د جنګي بېړیو د هوایي ملاتړ له‌لاسه ورکولو له‌امله «اینو» د پورټ مورسبي برید ته ځانګړې شوې جنګي بېړۍ هم راوغوښتې. که څه هم دغه جګړه د جاپان لپاره، د ډوبو شویو کښتیو د شمېر له‌مخې یوه تکتیکي بریا وه، خو متفقینو ته یې د ستراتیژیکې بریا بڼه درلوده. د دوه‌یمې نړیوالې جګړې د پیل راهیسې دا لومړی ځل ؤ چې د جاپان ځواکونو یو ستر پرمختګ، شاتګ ته اړ شو. تر هغو مهمه دا وه چې، شوکاکو زیانمنه وه او زوکاکو خپلې الوتکې له‌لاسه ورکړې وې او له‌دې امله دواړو بېړیو د راتلونکې میاشت د مېدوې په جګړه کې ونډه وانه‌خېسته، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو سمندري ځواک «یورک‌تاون» څه ناڅه ترمیم کړه او وروسته له‌دې چې په هوایي ډله کې یې د ساراتوګا الوتکې (CV-3) ځای په ځای کړې، د مېدوې جګړې ته یې واستوله. که څه هم د جاپان څلور الوتکه وړونکې کښتۍ د متحده ایالاتو له درې الوتکه وړونکو کښتیو پر وړاندې وې، خو د لېږدېدونکو الوتکو له‌مخې دواړو خواوې سره برابرې وې. د مېدوې په جګړه کې د جاپان څلور واړه الوتکه وړونکې کښتۍ ډوبې شوې، په‌دې سره د جاپان سمندري ځواک ضربتي قدرت فلج شو او د دوه‌یمې نړیوالې جګړې تر پایه په دفاعي حالت کې پاتې شو.

مخینه سمول

د جاپاني لورې پراختیا سمول

جاپان، د ۱۹۴۱ز کال د ډسمبر پر اتمه (د متحده ایالاتو پر وخت، د ډسمبر اوومه)، وروسته له‌دې چې پر مالایا، سنګاپور او هانګ‌کانګ او همدا راز په پیرل هاربر کې د متحده ایالاتو سمندري ځواک پر اډې برید وکړ، د متحده ایالاتو او بریتانیا ټولواکمنۍ پر وړاندې یې جګړه اعلان کړه. د دغې جګړې په پیل کې، جاپاني مشرانو د متحده ایالاتو د جنګي بېړیو شنډولو، د طبیعي زېرمو بډایو سیمو نیولو او د خپلې ټولواکمنۍ لېرو پرتو سیمو د دفاع په موخه د ستراتیژیکو نظامي اډو د ترلاسه کولو لپاره هلې‌ځلې وکړې. د جاپان ټولواکمنۍ د ترکیبي سمندري ځواک د ۱۹۴۱ز کال د نومبر لومړۍ نېټې «استخباراتي لومړي فرمان» له‌مخې، په پېښېدونکې جګړه کې د جاپان لومړیو عملیاتو موخې دا وې چې، «د هلند له ختیځ‌هند او فلپین څخه امریکایي او بریتانیایي ځواکونه بهر [او] د ځانواکې ځان‌بسیاینې او اقتصادي خپلواکۍ یوه پالیسي رامنځ‌ته کړي».[۱]

د دغو موخو ترلاسه کولو لپاره، د ۱۹۴۲ز کال په لومړیو څو میاشتو کې، جاپاني ځواکونو، پر مالایا سربېره، پر فلپین، سنګاپور، د هلند ختیځ‌هند، د وېک ټاپو، نوې بریتانیا، د ګېلبرت ټاپوګانو او ګوام باندې برید وکړ او په بریا سره یې کنټرول په لاس کې ونیوه او د متفقینو ځمکنیو، سمندري او هوایي ځواکونو ته یې درانه زیانونه ورواړول. جاپان غوښتل چې له نیول شویو سیمو څخه د یوه دفاعي محیط په توګه ګټه پورته کړي ترڅو خپله ټولواکمنۍ خوندي وساتي او له دغې لارې، د متفقینو د هر ډول متقابلو بریدونو د دفاع یا شنډولو لپاره تخریبي تکتیکونه وکاروي.[۲]

د جګړې له پیل څخه لږ وروسته، د جاپان سمندري ځواکونو عمومي قوماندان پر شمالي اسټرالیا باندې د یوه برید قومانده ورکوي ترڅو په آرام سمندر کې له اسټرالیا څخه د داسې یوې اډې په توګه کار وانه‌خېستل شي چې د جاپان محیطي دفاع لپاره ګواښ وي. د جاپان ټولواکمنۍ پوځ (IJA) دغه قومانده رد او څرګنده یې کړه چې د داسې عملیاتو ترسره کولو لپاره د بېړیو یا ځواکونو ظرفیت نه‌لري. په ورته مهال کې، د IJN د څلورمې جنګي بېړۍ ډلې (چې د سویلي سمندري ځواک په نامه هم یادېږي او په هغې کې د آرام سمندر سویلي سیمو ډېري سمندري ځواکونو برخې شاملې دي) قوماندان، د سمندري ځواکونو د مشر مرستیال « شیګیوشي اینو» د سلیمان ټاپوګانو په سویل‌ختیځ کې د تولاګي او په نوې ګیانا کې د پورټ مورسبي د نیولو له پلان څخه ملاتړ وکړ، چې په‌دې توګه شمالي اسټرالیا د جاپان د ځمکنیو الوتکو په محدوده کې راتللای شي. اینو باور درلود چې د دغو سیمو نیول او کنټرول به د نوې بریتانیا په راباول کې د جاپان لویې اډې د دفاع او امنیت لپاره خورا ګټور وي. د سمندري ځواک عمومي قوماندان او IJA د اینو غوښتنه ومنله او له دغو موقعیتونو څخه، د ملاتړ کوونکو اډو په توګه په ګټې‌اخېستنې سره، د نوې کالېدونیا، فیجي او ساموا د نیولو لپاره لا زیات عملیات ترسره کړل او د اسټرالیا او متحده ایالاتو ترمنځ د تدارکاتي او ارتباطي کرښو د پرې کولو په موخه یې هڅې وکړې.[۳]

د ۱۹۴۲ز کال په اپریل میاشت کې، پوځ او سمندري ځواک د «مو عملیاتو» تر نامه لاندې پر یو پلان کار وکړ. د دغه پلان له‌مخې، پر پورټ مورسبي باندې به د سمندر له‌لارې برید او د مې پر لسمه نېټه باندې به تر ولکې لاندې نیول کېږي. په دغه پلان کې، د مې پر ۲-۳ باندې د تولاګي نیول هم شامل وو، چېرې چې سمندري ځواک به، په سویلي آرام سمندر کې د متفقینو سیمو او ځواکونو پر وړاندې د بالقوه هوایي عملیاتو او د الوتکو د پېژندلو لپاره د یوې اډې رامنځ‌ته کولو په موخه، د الوتکو یوه سمندري اډه رامنځ‌ته کوي. د «مو» په بشپړېدو سره، سمندري ځواک پلان درلود ترڅو له «مو» څخه د خلاصو شویو کښتیو په کارولو سره د RY عملیات پیل کړي، تر څو د مې پر ۱۵مه «نارو» او «سمندري ټاپو» د فاسفېټ زېرمو د ترلاسه کولو په موخه ونیسي. د فیجي، ساموا او نوې کالېدونیا د نیولو عملیات (د FS عملیات) د MO او RY له بشپړېدو وروسته پلان شوي وو. په مارچ کې، د جاپان سمندري ځواکونه د نوې ګیانا پر لایې-سالاماوا سیمه باندې د برید پر مهال وو چې د متفقینو ځمکنیو او د جنګي بېړیو الوتکو ورباندې دروند برید وکړ، اینو له ترکیبي سمندري لوا څخه غوښتنه وکړه تر څو د MO لپاره د هوایي ملاتړ په موخه الوتکه وړونکې بېړۍ واستوي. اینو تر ډېره د متفقینو هغو بم‌غورځوونکو اندېښنه کوله چې د اسټرالیا د تاون‌سوېل او کوک‌تاون په هوایي اډو کې ځای پر ځای شوي وو او دغه اډې په لایې او راباول کې د جاپان د بم‌غورځوونکو له محدودې څخه بهر وې.[۴]

سرچينې سمول

  1. Parker 2017, p. 3; see also Millot 1974, pp. 12–13.
  2. Willmott 1982, p. 435; Willmott 2002, pp. 3–8; Millot 1974, pp. 12–13; Henry 2003, p. 14; Morison 1949, p. 6.
  3. USACMH Vol. II 1994, p. 127; Parker 2017, p. 5; Frank 1990, pp. 21–22; Willmott 1983, pp. 52–53; Willmott 2002, pp. 10–13; Hayashi 1959, pp. 42–43; Dull 1978, p. 122–125; Millot 1974, pp. 24–27; D'Albas 1965, pp. 92–93; Henry 2003, pp. 14–15; Morison 1949, p. 10; Parshall & Tully 2005, pp. 27–29. The Senshi Sōshō does not mention Inoue's role in the decision to invade Port Moresby, only stating it was a product of an agreement between the IJN and IJA in January 1942 (Bullard 2007, p. 49).
  4. Gill 1968, p. 39; Hoyt 2003, pp. 8–9; Willmott 1983, p. 84; Willmott 2002, pp. 12–13, 16–17; Hayashi 1959, pp. 42–43, 50–51; Dull 1978, pp. 122–125; Millot 1974, pp. 27–31; Lundstrom 2006, p. 138; Bullard 2007, p. 50; Parshall & Tully 2005, pp. 27–29, 31–32. The IJA and IJN agreed to wait until the planned operation to occupy Midway and the Aleutians was completed before attacking Fiji and Samoa (Hayashi 1959, p. 50). The Senshi Sōshō states IJN troops were also to seize Samarai Island to secure the China Strait through the Louisiades (Bullard 2007, p. 56).