د مراتبو سلسله (درجه بندي)

د مراتبو سلسله (له یوناني: ἱεραρχία، hierarkhia څخه، «د یو لوی کاهن حکومت»، له hierarkhes «د سپېڅلو رسمونو مشر» څخه اخېستل شوې) د توکو (اقلام، نومونه، ارزښتونه، کټګورۍ او نورو) یو ترتیب دی چې یو له بل څخه د «پورته والي»، «ټیټ والي» یا «په هماغه درجه کې» اوسېدل په کې ښکارېږي. د مراتبو سلسله په بېلابېلو زمینو، لکه معماري، فلسفه، ډیزاین، ریاضیات، کمپیوټر ساینس، سازماني نظریه، د سیسټمونو نظریه، سیسټماټيکې بیولوژي او ټولنیزو علومو (په ځانګړې توګه سیاسي فلسفه) کې یو مهم مفهوم دی.

یوه درجه بندي کولی شي نهادونه په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه او په عمودي یا عرضاني توګه له یوبل سره وتړي. په درجه بندۍ کې یوازې مستقیمې اړیکې، تر هغه ځایه چې سلسله مراتب لري، له خپل ځان څخه پورته او له خپل ځان څخه کښته مقامونو سره ساتل کېږي، که څه هم هغه سیسټم چې په عمده ډول سلسله مراتب یا درجه بندي په کې په پام کې نیول کېږي کېدای شي نورې بدیلې درجه بندۍ هم ولري. د درجه بندۍ اړیکې کېدای شي په «عمودي» توګه له پورته څخه کښته خوا ته په یوه اړخ کې د څو اړیکو له لارې، د یوه مسیر لورې ته وده ومومي. د درجه بندۍ هغه ټولې برخې چې په عمودي ډول له یوبل سره اړیکې نه لري، کولی شي په «افقي» توګه د یوه مسیر له لارې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه له خپل ځان څخه د پورته ګډ موقف پیدا کولو لپاره د درجه بندۍ څخه تېرېږي، او وروسته بېرته راکښته مقام پورې اړوند کېږي. دا دوه همکارانو یا ملګرو ته ورته ده؛ هر یو یې خپل ځان څخه پورته کس ته رپوټ ورکوي، خو نسبي اختیارات د دواړو یوشان دي. سازماني بڼې شتون لري چې د درجه بندۍ لپاره هم بدیل او بشپړوونکي دي. تنوع سالاري له هغو څخه یوه بڼه ده.

نومول سمول

درجه بندي خپل ځان ته ځانګړي ویي لري. د دې عبارتونو درک کول هغه وخت آسانه کېږي چې یوه درجه بندي انځور شي (لاندې ځای وګورئ).

په سازماني شرایطو کې، لاندې اصطلاحات ډېر د درجه بندۍ سره اړوند کارول کېږي:[۱][۲]

  • شی: یو وجود (د بېلګې په توګه، یو کس، برخه یا مفهوم یا د ترتیب یو عنصر یا د یوې ټولنې یو غړی)
  • سیسټم: د وجودونو ټولیز سیټ چې د سلسله مراتبو په اساس تنظیم شوي دي (د بېلګې په توګه یوه اداره)
  • بعد (اړخ): د «سیسټم» لپاره بل ویی دی چې له یوه تحلیلي بهیر څخه اخیستل شوی (د بېلګې په توګه مکعبونه)
  • غړی: په هره (درجه یا رتبه کې) په یوه (ټولګیز سیسټم، ټکسونومي یا بعد کې) یو (عنصر یا شی).
  • د موقعیت په هکله اصطلاحات
    • رتبه: د یو شي نسبي ارزښت، قیمت، پېچلتیا، ځواک، اهمیت، واک، درجه او نور
    • درجه یا کچه: د شیانو یوه ټولګه چې په یوه رتبه کې وي یا یو شان اهمیت ولري
    • ترتیب ورکول: د (رتبو یا درجو) تنظیم کول
    • د مراتبو سلسله: په (رتبو او درجو) کې د غړو د ځانګړې ټولنې ترتیب کول دي. ګڼ شمېر د مراتبو سلسلې په هر (بعدي ټکسونومي یا د طبقه بندي سیسټم) کې د امکان وړ دي، چې په هغه کې وروستنۍ ټاکنیزې کچې د جوړښت صافولو لپاره لرې کېږي.
  • د ځای پرځای کولو په هکله اصطلاحات
    • مشر، د مراتبو د سلسلې سر، چې په هغه کې د یوه بعد په لوړه درجه کې یوازې یو واحد یتیم (شی یا غړی) شامل وي. د سرچپه ونې د جوړښت ریښه ده.
    • غړی، یو (غړی یا غوټه) د مراتبو سلسلې د بُعد په هره درجه کې چې وي او هغه پورې (پورتني او کښتني) غړي تړل شوي وي.
    • یتیم، د یوه بُعد په هره درجه کې یو غړی دی چې پلرنی غړی نلري. اکثراً د یوې پرې شوې اړیکې د څانګې مشر وي. یتیم غړي کېدای شي بېرته د مراتبو له سلسلې سره یوځای شي کله چې په پورته کچه کې له یوه مشر سره اړیکه ټینګه کړي.
    • پاڼه، د یوه بُعد په هره درجه کې یو غړی دی چې د مراتبو په سلسله کې ځان نه ټیټ تابع نه لري.
    • ګاونډی: یو غړی دی چې له بل غړي سره په ورته (درجه یا رتبه) کې شتون لري. تل یو ملګری وي.
    • غوره: یوه پورتنۍ درجه یا هم یو شی چې په پورتنۍ درجه کې درجه بندي شوی وي (یو پلار یا یو مشر)
    • تابع: یوه ټیټه درجه یا هم یو شی چې په ټیټه درجه کې درجه بندي شوی وي (یو ماشوم یا کښته نسل)
    • ټولګه: ټول هغه شیان چې په یوه درجه کې وي (لکه ملګري)
    • ملګری: یو شی چې په ورته رتبه کې وي (او له همدې کبله په ورته درجه کې هم وي)
    • تعامل: له خپل ځان نه پورته او کښته تابع سره د د یو شي مستقیمه اړیکه ده (لکه د غوره/تابع جوړه)
      • - مستقیم تعامل هغه وخت رامنځته کېږي کله چې یو شی له بل شي څخه یوه درجه پورته یا هم یوه درجه کښته وي (د بېلګې په توګه په یوه ونه کې، دوه شیان د یوبل ترمنځ یوه کرښه لري).
    • واټن: د دوه شیانو ترمنځ د اړیکو ترټولو لږ حد، یعنې د هغو شیانو له تعدا څخه یو کم چې له یوه شي څخه بل شي ته لاره پیدا کولو لپاره باید له یوبل څخه «تېر» شي.
    • موده: د انځور کېدو په وخت کې د یوې درجې د عرض کیفیتي توصیف دی د بېلګې په توګه د تابع ګانو شمېر چې یو شی یې لري.
  • د طبیعت په هکله اصطلاحات
    • صفت: د یوې درجې په (غړو یا د هغوی په تابع ګانو کې) د میراث وړ یوه ځانګړتیا (د بېلګې په توګه د وېښتو رنګ)
    • د صفت ارزښت: د میراث وړ ځانګړتیا ځانګړی ارزښت (د بېلګې په توګه خرمایي)

(د ګراف نظریې) په ریاضیکي مفهوم کې چې کوم عمومي اصطلاحات کارول شوي دي، توپیر لري.

ډېری درجه بندۍ د خپلې موضوع پورې اړوند ځانګړي ويي کاروي، خو د هغوی تر شا آیډیا یوشان ده. د بېلګې په توګه، د ډېټا جوړښتونو سره، شیان د غوټو په توګه پېژندل کېږي، پورتني غړو ته پلرونه او کښته غړو ته د ماشومانو نوم ورکوي. په یو سوداګریز چاپېریال کې، پورتنی کس یو څارونکی/رئیس او یو ملګری هم همکار دی.

د انشعاب درجه سمول

د انشعاب درجه هغو کښته غړو یا ماشومانو ته اشاره کوي چې یو شی یې په مستقیمه توګه لري (د ګراف په نظریه کې، د نورو سرونو د شمېر معادل چې د بهر تللو کمانونو له لارې تړل شوي دي، البته په یوه مستقیم ګراف کې). کولی شو د مراتبو سلسله د «ترټولو لوړې درجې» په اساس، چې په سیسټم کې د شته ترټولو لوړې درجې په توګه طبقه بندي کړو. په دې توګه طبقه بندي څخه دوه پراخ ټولګي لاس ته راځي: خطي او څانګه‌یي.

د مراتبو سلسلې په یوه خطي بڼه کې، ترټولو لوړه درجه ۱ ده. له بله اړخه، ټول شیان کولی شو په یوه کرښه کې انځور کړو او هر شی (د پورتني او کښتني مواردو پرته) په دقیقه توګه یو مستقیم تابع او یو مستقیم پورتنی لري. پام ولرئ چې زموږ موخه شیان دي نه سطحې. د مراتبو سلسلې هره بڼه د سطحو اړوند دا ځانګړتیا لري، خو په معمول ډول هره سطح کولی شي لامحدود شمېر شیان ولري. د خطي مراتبو سلسلې یوه نمونه د ژوند د مراتبو سلسله ده.[۳]

د مراتبو سلسلې په څانګه‌یي بڼه کې، یو یا څو شیان ۲مه یا له هغه څخه لوړه درجه لري (او له همدې کبله ترټوله ټیټه درجه ۲ یا له هغې څخه لوړه ده). د ډېری خلکو لپاره، د «مراتبو سلسلې» ویی په اوتومات ډول د څانګه‌یي مراتبو سلسلې انځور وړاندې کوي. څانګه‌یي د مراتبو سلسله په ګڼ شمېر سیسټمونو کې لکه سازمانونو او د طبقه بندۍ طرحو کې شتون لري. د څانګه‌یي مراتبو سلسلې پراخې لړۍ کولی شو د درجې په اساس ووېشو.[۴]

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:Cite conference
  2. Simon, Herbert A. (12 December 1962). "The Architecture of Complexity". Proceedings of the American Philosophical Society. Philadelphia, Pennsylvania: American Philosophical Society. 106 (6): 467–482. CiteSeerX = 10.1.1.110.961 10.1.1.110.961. ISSN 0003-049X. JSTOR 985254. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Registration required
  3. کينډۍ:Cite conference
  4. کينډۍ:Cite conference