د متر کنوانسیون

د متر کنوانسیون (په فرانسوي ژبه کې: Convention du Mètre) چې د متر تړون په نامه هم یادیږي هغه نړیوال تړون دی چې د ۱۸۷۵ز کال د مې په ۲۰مه په پاریس کې د ۱۷ هېوادونو (ارجنټاین، اتریش-هنګري، بلجیم، برازیل، ډنمارک، فرانسه، جرمني، ایټالیا، پیرو، پرتګال، روسیه، هسپانیه، سویډن، سویس، عثماني سترواکۍ، د امریکا متحده ایالات او وینزویلا) استازو له خوا لاسلیک شو. یاد تړون د وزنونو او اندازه کولو نړیواله اداره (BIPM) رامنځته کړه، چې د وزن او اندازه کولو عمومي کنفرانس (CGPM) او د وزن او اندازه کولو نړیوالې کمیټې (CIPM) تر څارنې لاندې یو نړیوال سازمان دې چې د مټریک سیسټم پراختیا او نړیواله مټرولوژي همغږي کوي.[۱]

د متر تړون د غړو هېوادونو لپاره هغه دایمی جوړښت رامنځته کړ چې د BIPM د فعالیتونو د تمویل او مدیریت د څرنګوالي برسېره د واحدونو په اړه د اندازه کولو واحدونو پورې اړوند ټولو مسلو کې د ګډ تړون له مخې عمل وکړي.

د BIPM درې ارګانونه دا دي:

  • د وزنونو او اندازه کولو عمومي کنفرانس (CGPM) د BIPM عمومي اداره چې د ټولو قراردادي هېوادونو له استازو نه جوړه ده. 
  • د وزنونو او اندازه کولو نړیواله کمیټه (CIPM) د BIPM د لارښودنې او څارنې مسولیت لري، چې د ۱۸ بېلابېلو غړو هېوادونو له ۱۸ مخکښو میټرولوژیستانو نه جوړه شوې ده. 
  • د BIPM مرکزي دفتر د فرانسې په سینټ کلاوډ کې شتون لري، چې یاد دفتر شاوخوا ۷۰ کسان کارکوونکي لري او د BIPM د رسمي غونډو کوربه توب کوي.

په متر کنوانسیون کې د هېوادونو د غړیتوب سربیره د وزن او اندازه کولو عمومي کنفرانس (CGPM) په ۱۹۹۰ز کال کې د یو شمېر هېوادونو او اقتصادي ادارو لپاره د CGPM د شریک هېوادونو حیثیت رامنځته کړ ترڅو یاد هېوادونو او اقتصادي ادارې وکولی شي د ملي مټرولوژی انسټیټیوټ (NMIs) له لارې د BIPM په ځینو فعالیتونو کې برخه واخلي. دغه راز غړي هېوادونه باید متر کنوانسیون ته د غړیتوب په بدل کې فیس ورکړي، خو یو شمېر هېوادونه د کلونو په اوږدو کې د دې فیسونو په ورکولو کې پاتې راغلي او د یاد فیسونو د ورکولو تمه یې هم نه کېږي نو ځکه د هېوادونو دا کار د دې لامل شوي چې ځینې هیوادونه لکه شمالي کوریا له پروتوکول نه لرې شي. دغه راز د ۲۰۲۰ز کال د جنوري تر ۱۳مې پورې متر کنوانسیون کې ۶۲ هېوادونه او ۴۰ شریک هېوادونو او اقتصادي ادارو غړیتوب درلود.

په پیل کې د مټر کنوانسیون یوازې د وزن او اوږدوالي واحدونو پورې اړه درلود، خو په ۱۹۲۱ز کال کې د وزن او اندازه کولو عمومي کنفرانس (CGPM) په شپږمه غونډه کې بیاکتنه وشوه او د BIPM ساحه او مسؤلیتونه یې د فزیک نورو برخو ته هم وغځول. دغه راز په ۱۹۶۰ز کال کې د CGPM په ۱۱ مه غونډه کې د واحدونو سیسټم چې پخوا یې رامنځته کړی و، وروسته د واحدونو نړیوال سیسټم د SI لنډیز سره ونومول شو (چې فرانسوي نوم یېSystème International d'unites ده).[۲]

د تړون غځول (۱۹۲۱ز کال) او د واحدونو نړیوال سیسټم ( SI) پراختیا  سمول

د میټر کنوانسیون په اصل کې د اوږدوالي او د وزنونو معیارونو چمتو کولو په موخه رامنځته شوی و، چې د نورو واحدونو لپاره معیارونه د نورو ارګانونو له خوا لکه وخت د ستورپوهانو له خوا، بریښنایی واحدونه د یو لړ نړیوالو کنفرانسونو په واسطه کنټرول کېده او نور فزیکي معیارونه او مفاهیم د نړیوالو ادارو لکه د پلي شوي فزیک نړیواله ټولنې او د پلي شوي کیمیا نړیواله ټولنې له خوا تعریف شوي. همدارنګه د CGPM په ۸مه غونډه کې (۱۹۳۳ز کال کې) پریکړه وکړه چې د نورو نړیوالو ادارو سره همکاري وکړي ترڅو د بریښنایی واحدونو لپاره معیارونو باندې موافقه وکړي.[۳]

غړیتوب سمول

CGPM کې غړیتوب دوه ډوله ده، چې لومړۍ یې د هغو هېوادونو لپاره بشپړ غړیتوب دې چې غواړي د BIPM فعالیتونو کې برخه واخلي او دویم یې د هغو هېوادونو یا اقتصادي ادارو لپاره غړیتوب دې چې یوازې د MRA پروګرام کې برخه اخیستل غواړي. دغه راز غړي هېوادونه په CGPM کې د څارونکي حیثیت لري. لکه څنګه چې د کنوانسیون سازمانونو او حکومتونو ترمنځ ټولې رسمي اړیکې په فرانسه کې د غړو هېوادونو د سفیر له خوا اداره کېږي، دا په دې مانا ده چې غړي هېوادونه باید له فرانسې سره ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي، که څه هم د دواړو نړیوالو جګړو په لړ کې هغه هیوادونه چې له فرانسې سره په جګړه کې وو په CGPM کې خپل غړیتوب خوندي ساتلی و. دغه راز د هرې CGPM پرانیست غونډه د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر له خوا او ورپسې ناستې یې د فرانسې د علومو اکاډمۍ د رییس له خوا ترسره کېږي.[۴][۵][۶]

د ۱۸۷۵ز کال د مې په ۲۰مه د اوولسو هېوادونو استازو چې په ۱۸۷۵ کال کې یې د متر په کنفرانس کې ګډون کړی وو، د متر کنوانسیون لاسلیک کړ. د ۱۸۸۴ز کال د سپټمبر په ۱۷مه د برتانیې حکومت یاد کنوانسیون لاسلیک کړ، چې د کنوانسیون د غړو شمېر په ۱۹۰۰ز کال کې ۲۱ هېوادونو، په ۱۹۵۰ ز کال کې ۳۲ او په ۲۰۰۱ ز کال کې ۴۹ هېوادونو ته ورسېد او په ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ تر ۱۳ نیټې پورې د کنوانسیون په عمومي کنفرانس کې ۶۲ غړي هیوادونه، ۴۰ شریک هېوادونه او اقتصادي ادارې او څلور نړیوال سازمانونه ورسره یو ځای شو. [۷][۸]

د کنوانسیون پخواني غړي  سمول

لاندې پخواني غړي د کلونو په اوږدو کې د خپلو بقایاو د نه ورکولو له امله له کنوانسیون نه ایستل شوي:[۹] 

  • کامرون د ۱۹۷۰ ز کال د اکټوبر له ۲۲ نه تر ۲۰۱۲ز کال پورې غړی هېواد و.[۱۰][۱۱]
  • شمالي کوریا د ۱۹۸۲ز کال نه تر ۲۰۱۲ز کال پورې غړی هېواد و.[۱۲][۱۳][۱۴]
  • ډومینیکن جمهوریت د ۱۹۵۴ز کال د ډسمبر له ۳۱ نه تر ۲۰۱۴ز کال پورې غړی هېواد و.[۱۵][۱۶]
  • وینزویلا د ۱۸۷۹ د نومبر له ۱۴ نه تر ۲۰۱۸ز کال پورې غړی هیواد و.[۱۷]
  • یمن د ۲۰۱۴ز کال د جولای له ۲۱ نه د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ تر لومړۍ نیټې پورې د شریک هېواد حیثیت درلود.[۱۸]
  • زیمبابوې د ۲۰۱۰ ز کال د سپټمبر له ۱۴ نه تر د ۲۰۲۱ز کال د جنوري لومړۍ نېټې پورې د شریک هېواد حیثیت درلود.[۱۹]

سرچينې سمول

  1. "Treaty of the Metre". Encyclopædia Britannica. (2013). 
  2. "BIPM – history". www.bipm.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "System of Measurement Units". IEEE. 24 April 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "General Conference on Weights and Measures". Bureau International des Poids et Mesures. 2011. د اصلي آرشيف څخه پر 26 سيپټمبر 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه 30 سيپټمبر 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Members of the International Committee for Weights and Measures (CIPM)" (PDF). Bureau International des Poids et Mesures. October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The Metre Convention". La métrologie française. 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Quinn, Terry (2012). From Artefacts to Atoms: The Bipm and the Search for Ultimate Measurement Standard. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 133–135. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-530786-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Member States". Bureau International des Poids et Mesures. 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Report of the President of the CIPM on the Work Accomplished since the 24th Meeting of the CGPM (PDF), Saint-Cloud: International Bureau for Weights and Measures, November 2014, د کتاب پاڼې 5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  10. Proceedings of the 24th General Conference on Weights and Measures, 2011, page 437
  11. International Bureau of Weights and Measures official site: The Republic of Cameroon, retrieved 4 August 2013
  12. Lord, John (2001), "Spread of the Metric System", Sizes: The Online Quantinary, Santa Monica: Sizes Inc الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  13. Proceedings of the 24th General Conference on Weights and Measures, 2011, page 437
  14. Report of the President of the CIPM on the Work Accomplished since the 24th Meeting of the CGPM (PDF), Saint-Cloud: International Bureau for Weights and Measures, November 2014, د کتاب پاڼې 5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  15. Proceedings of the 24th General Conference on Weights and Measures, 2011, page 437
  16. "– Dominican Republic [Member State]". www.bipm.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "The Bolivarian Republic of Venezuela". BIPM. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "BIPM – Yemen". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "BIPM – Zimbabwe". BIPM. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)