د متحده ایالاتو بنسټګر پلرونه

د متحده ایالاتو بنسټګر پلرونه، یا په ساده وینا بنسټګر پلرونه یا بنسټګران د امریکايي انقلاب د مشرانو هغه ګروپ وو کومو چې دیارلس مستعمرې سره یو کړي او له بریتانیا څخه یې د خپلواکۍ د جګړې مشري وکړه او د ۱۸مې پیړۍ په وروستیو لسیزو کې یې د امریکا د متحده ایالاتو لپاره د کلاسیک لیبرالیزم او جمهوریت غوښتنې د اصولو له مخې د حکومت چوکاټ (اساسي قانون) جوړ کړ.

د بنسټګرو پلرونو اصطلاح په ۱۹۱۶ کال کې د سناټور وارن جي هارډینګ له خوا رامینځته شوه. په ۱۹۷۳ کال کې، تاریخ پوه ریچارډ بي. موریس د بنسټګرو پلرونو په توګه اووه شخصیتونه په ګوته کړل: جان اډمس، بنیامین فرانکلین، الیکسانډر هامیلټون، جان جې، ټوماس جفرسون، جیمز میډسون او جیورج واشنګټن، چې دا کسان یې د هېواد د نوي حکومت په جوړولو کې د هغوی د اساسي او اصلي ونډو له مخې ټاکلي دي. اډمس، جفرسون او فرانکلین د پینځمې کمېټې غړي وو کومو چې د خپلواکۍ د اعلامیې مخلیکنه ترتیب کړې وه. هامیلټون، مډیسون او جې د فیدرالیانو د مقالو لیکوونکي وو کومو چې د اساسي قانون له تصویب څخه ملاتړ کاوه. هغه اساسي قانون چې د جې او اډمس له خوا د هغوی د ایالتونو نیویارک (۱۷۷۷) او مساچوسیت (۱۷۸۰) لپاره لیکل شوي وو نو دا دواړه د متحده ایالاتو د اساسي قانون د ژبې د رامینځته کولو پر مهال ډېر زیات وکاریدل.  جې، اډمس او فرانکلین د پاریس د تړون په اړه مذاکرې وکړي کوم چې د امریکا د انقلاب جګړې ته یې د پای ټکی کېښود. واشنګټن د وچې د پوځ اعلی سر قومندان ؤ چې وروسته بیا د اساسي قانون د کنوانسیون مشر شو. دې ټولو کسانو د متحده ایالاتو په لومړي حکومت کې اضافي مهمې دندې پر غاړه درلودې، چې له هغې ډلې واشنګټن، اډمس، جفرسون او مډیسون د ولسمشرانو په توګه دنده تر سره کړه، اډمس او جفرسون د مرستیال ولسمشر په توګه، جې د امریکا د لومړي قاضي القضات په توګه، هامیلټون د هېواد د خزانې د لومړني وزیر په توګه، او فرانکلن د امریکا تر ټولو ډېر پوخ ډیپلومات او وروسته بیا د پنسلوانیا حکومتي مشرؤ.  [۱][۲][۳][۴][۵]

کله نا کله د بنسټګرو اصطلاح په ۱۷۷۶ کال کې د خپلواکۍ د اعلامیې د نسخې لاسلیک کوونکو ته د اشارې لپاره کارول کېږي، که څه هم اصلي څلور بنسټګر لکه واشنګټن، جې، هامیلټون او مډیسون د خپلواکۍ د اعلامیې لاسلیک کوونکي نه وو. په دې سره باید لاسلیک کوونکي د جوړونکو (Framers) له اصطلاح سره غلط  نه کړو. ځکه چې جوړونکي لکه څرنګه چې د ملي ارشیفونو له خوا تعریف شوي دي عبارت له هغو ۵۵ کسانو څخه دي کوم چې د ۱۷۸۷ کال د اساسي قانون کنوانسیون ته د استازو په توګه ټاکل شوي وو او د متحده ایالاتو لپاره د وړاندیز شوي اساسي قانون په مخلیکنه کې یې ونډه اخیستې وه. له همدې ۵۵ جوړونکو څخه، یوازې ۳۹ یې د اساسي قانون لاسلیک کوونکي دي. د بنسټګرو پلرونو دوه نور ګروپونه عبارت دې له: ۱) هغه چې قاره یي ټولنه یې لاسلیک کړې، له بریټانیا سره د سوداګرۍ ممنوعیت او د یوه استعمارګر له خوا پر هغو خلکو ډزې کول چې د بریتانیا د حاکمیت پر وړاندې یې لاریون کړی وو او په ۱۷۷۴ کې د نه منلو وړ قوانین او ۲) هغه چې د متحده ایالاتو د لومړني اساسي قانون سند، د کنفدراسیون مادې یې لاسلیک کړي دي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

شالید سمول

د قاره اې کانګریس لومړۍ غونډه په لنډه توګه په ۱۷۷۴ کال کې د پنسلوانیا ایالت په فلادیلفیا کې تر سره شوه، چې له جورجیا پرته د ۱۲ مستعمرو استازو پکې ګډون کړی وو. په دغو استازو کې جیورج واشنګټن هم و، هغه څوک چې له له پوځي تقاعد کېدو وروسته بیرته د امریکا د انقلابي جګړې په درشل کې د قاره اې پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه وټاکل شو. همداشان په ګډونوالو کې پاتریک هینري او جان اډمس هم وو، چې د نورو استازو په څیر د خپلو مستعمرو د شوراګانو له خوا ټاکل شوي وو. په نورو استازو کې له ماساچوسیت څخه سامویل اډمس، له پنسلوانیا څخه جان دیکنسون او د نیویارک جان جې شامل وو. دغه کانګریس، بریتانیا ته د شکایت د طرحې له وړاندې کولو نه علاوه، د بریتانیا په وړاندې د بندیزونو د تر سره کولو لپاره قاره اې ټولنه هم جوړه کړه.

کله چې د ۱۷۷۵ کال د مۍ په لسمه د قاره اې کانګریس دویمه غونډه وشوه، نو هغوی د اړتیا له مخې لومړی کانګریس غونډه بیرته له سره جوړه کړه. زیاتره هغه ۵۶ استازې چې په لومړۍ ناسته کې یې ګډون کړی وو، زیاترو یې په دویمه ناسته کې هم ګډون وکړ. په دغه غونډه کې له پنسلوانیا څخه بنیامین فرانکلن او رابرټ موریس، له ماساچوسیت څخه جان هانکوک، له نیوجرسي څخه جان وایټ پرسن او له مریلنډ څخه چارلیز کارول نوي راغلي کسان وو. هانکوک له غونډې څخه دوه اوونۍ وروسته هغه مهال د کانګریس مشر وټاکل شو کله چې پیوټون رانډولف ویریجینیا ته وغوښتل شو څو هلته د بورګیس د غونډې ریاست پر غاړه واخلي. ټوماس جفرسون د رانډولف پر ځای له ویریجینیا څخه کانګریس ته راغی. دویم کانګریس د خپلواکۍ اعلامیه تصویب کړه. وایټرپرسون یوازینی هغه فعال روحاني کس و چې دغه اعلامیه یې لاسلیک کړه. نوموړې همداشان د کانفیدراسیون مادې لاسلیک کړي او په ۱۷۸۷ کال کې یې د نیوجرسي په کنوانسیون کې یې ګډون وکړ کوم چې فدرال اساسي قانون یې تصویب کړ. [۱۱][۱۲]

د متحده ایالاتو نوی جوړ شوی هېواد دې ته اړ شو څو نوی حکومت رامینځته او د بریټانیا د پارلمان د حکومت ځایناستی یې کړي. متحده ایالاتو د کانفیدراسیون مادې تصویب کړې، هغه اعلامیه کوم چې ملي حکومت یې د یوې خونې لرونکي قانون جوړونکې سره رامینځته کړ. د دیارلسو مستعمرو په تصویب دویم کانګریس ته نوی نوم ورکړل شو: د کانفیدراسیون کانګریس، کوم چې له ۱۷۸۱ تر ۱۷۸۹ پورې تشکیل شوی و. د اساسي قانون کنوانسیون په فلادیلفیا کې د ۱۷۸۷ کال د دوبي په موسم کې تر سره شو. که څه هم دغه کنوانسیون د دې لپاره را بلل شوی وو څو د کانفیدراسیون مادې تر نظر تیرې کړي، خو له لومړي سر څخه د جیمز مډیسون او الیکسانډر هامیلټون په ګډون د ځینو غړو اراده د اوسني دولتي جوړښت پر ځای د یوه نوي حکومتي چوکاټ رامنځته کول ؤ. استازو جیورج واشنګټن وټاکه څو د همدې کنوانسیون ریاست وکړي. بالاخره د همدې کنوانسیون پایله دا شوه چې د امتحده ایالاتو اساسي قانون رامینځته او د قاره اې کانګریس پر ځای د متحده ایالاتو کانګریس راشي. [۱۳][۱۴]

د بنسټګرو پلرونو لړلیک سمول

د هغو دولتي اسنادو په مینځ کې چې له ۱۷۷۴ تر ۱۷۸۹ کلونو پورې د قاره اې کانګریس له خوا خپاره شول، څلور موارده یې مهم دي: قاره اې ټولنه (CA)، د خپلواکۍ اعلامیه (DI)، د کانفیډراسیون مادې (AC) او د متحده ایالاتو اساسي قانون (USC). ټولټال، ۱۴۵ کسانو لږ تر لږه دغه څلور سندونه لاسلیک کړي دي. په هره برخه کې، نږدې ۵۰ سلنه لاسلیک کوونکي نومونه د هغه سند اړوند کسان دي. شپږو کسانو بیا د همدې څلورو اسنادو دری اسناده لاسلیک کړي دي او یوازې د کانیکټیکټ استازي، راجر شرمن بیا دغه څلور سره اسنادونه لاسلیک کړي دي. لاندیني کسان د امریکا د متحده ایالاتو د بنسټګرو پلرونو په توګه پیژندل کېږي، چې په دې کې ځینې هغه کسان هم شامل دي چې تکویني سند یې نه دی لاسلیک کړی:[۱۵]

ټولنیز شالید او مشترکات سمول

بنسټګرو پلرونو په ۱۸مه پیړۍ کې د متحده ایالاتو د نږدې هرې برخې د رهبري استازیتوب کاوه. د کارولین رابینز له خوا د ژوند لیکونو د څېړنې له مخې:

له زیاترو سیمو څخه راغلي یاد لاسلیک کوونکي پوه او لوستي نخبه ګان، د پخوانیو مسکوني سیمو اوسیدونکي وو او پرته له څو استثناوو د متعادلو قشرونو له منځنۍ طبقې سره یې تړاو درلود. هغوی یا بومي خلک یا له هېواد څخه بهر زیږیدلي او د انګریزانو له قومه وو او د پروټیسټانو د عقیدې لرونکي وو.[۱۶][۱۷]


هغوی په خپلو ټولنو کې مشران او ګڼ شمېر یې په ملي چارو کې مخکښ کسان وو. نږدې ټولو یې د امریکا په انقلاب کې ګډون کړی وو. د اساسي قانون په کنوانسیون کې لږ ترلږه ۲۹ تنو یې د وچې په پوځ کې خدمت او زیاترو یې د قومندانۍ په پوستونو کې کار کړی وو.[۱۷]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Bernstein, R. B. (2011). The Founding Fathers Reconsidered. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 3–5. doi:10.1093/acprof:osobl/9780199832576.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-983257-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Richard B. Morris, Seven Who Shaped Our Destiny: The Founding Fathers as Revolutionaries (New York: Harper & Row, 1973).
  3. Kettler, Sarah. "The Founding Fathers: Who Were They Really?". Biography. د لاسرسي‌نېټه April 5, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "About America, The Constitution of the United States" (PDF). World Book. د لاسرسي‌نېټه September 17, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. PBS NewsHour (July 4, 2015). "Forgotten Founding Father". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Did any of our "Founding Fathers" NOT sign the Declaration of Independence?". Harvard University. د لاسرسي‌نېټه January 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. National Archives (November 3, 2015). "Meet the Framers of the Constitution". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. US Constitution Online. "The Framers". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Carl G. Karsch. "The First Continental Congress: A Dangerous Journey Begins". Carpenter's Hall. د اصلي آرشيف څخه پر January 18, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Stanfield, Jack. America's Founding Fathers: Who Are They? Thumbnail Sketches of 164 Patriots (Universal-Publishers, 2001).
  11. Burnett, Continental Congress, 64–67.
  12. Fowler, Baron of Beacon Hill, 189.
  13. "Confederation Congress". Ohio Historical Society. د اصلي آرشيف څخه پر April 25, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Calvin C. Jillson (2009). American Government: Political Development and Institutional Change (الطبعة 5th). Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-88702-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Werther, Richard J. (October 24, 2017). "Analyzing the Founders: A Closer Look at the Signers of Four Founding Documents". Journal of the American Revolution. د لاسرسي‌نېټه May 2, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Caroline Robbins. "Decision in '76: Reflections on the 56 Signers". Proceedings of the Massachusetts Historical Society. Vol. 89 pp 72–87, quote at p. 86
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Brown, Richard D. (July 1976). "The Founding Fathers of 1776 and 1787: A Collective View". The William and Mary Quarterly. 33 (3): 465–480. doi:10.2307/1921543. JSTOR 1921543. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)