د متحده ایالاتو استعماري تاریخ

د شمالي امریکا د اروپایي استعمار تاریخ د ۱۷مې پېړۍ له لومړیو څخه د خپلواکۍ د جګړې تر پایه او له متحده ایالاتو سره د ۱۳ مستعمرو تر الحاق پورې مهال دی. د ۱۶مې پېړۍ تر وروستیو پورې انګلستان، فرانسې، هسپانیې او د هالنډ جمهوریت په شمالي امریکا کې د استعمار لویې برنامې پلي کړې. د لومړنیو کډوالو تر منځ د مړینې کچې ډېره لوړه وه او ځینې لومړنۍ هڅې لکه د انګلستان ورکه شوې د رانوک/ Roanoke مستعمره په بشپړ ډول له منځه لاړې. له دې سره د څو لسیزو په بهیر کې بریالۍ مستعمرې رامنځته شوې.[۱]

اروپایي کډوال له بېلابېلو ټولنیزو او مذهبي ډلو څخه راغلي وو، چې پېښه لټونکي، کروندګر، اجاره یي خدمتکاران، سوداګر او لږ شمېر اشراف په کې شامل وو. په کډوالو کې د نوي هالنډ هالنډیان، د نوي  سویډن فنلنډيان او سویډنیان، د پنسلوانیا ایالت انګرېزي کویکران، د نیو انګلنډ انګرېزي پیوریتان، د وېرجینیا د جېم ټاون انګرېزي کډوال، د مريلنډ ولایت انګرېزي کاتولیکان او د انګلستان له رسمي کلیسا سره ناموافق پروتستان، د جورجیا ولایت "ارزښتمن بې وزله" هغه جرمنیان چې د منځني اتلس سمندر په  مستعمرو کې  مېشت شول او د اپالاچي غرونو اولسټر سکاټلنډیان شامل وو. دغه ټولې ډلې د متحده ایالاتو یوه برخه وې یادو هېوادونو په ۱۷۷۶ ز کال کې خپلواکي ترلاسه کړه. روسي امریکا او د نوې فرانسې او نوې هسپانیې ځینې برخې په وروسته وختونو کې له متحده ایالاتو سره یوځای شوې. بېلابېلو استعمارګرانو له دغو بېلا بېلو سیمو څخه له بېلو ټولنیزو، مذهبي، سیاسي او اقتصادي سبکونو سره مستعمرې جوړې کړي.

د وخت له تېرېدو سره د مي سي سي پي سیند په ختیځ کې غیرانګلیسي مستعمرې ونیول شوې او ډېری اوسېدونکي يې جذب شول. که څه هم په نوا اسکوشیا کې انګرېزانو فرانسوي اکادیان بهر/ اخراج کړل او ډېری په لوزیانا کې ځای پر ځای شول. په ۱۳ مستعمرو کې هېڅ کورنۍ جګړه پېښه نه شوه. دوه اصلي وسله وال بغاوتونه په وېرجینیا کې د ۱۶۷۶ او په نیویارک کې له ۱۶۸۹ -۹۱ کال پورې لنډمهالې ماتې وې. ځینو مستعمرو د غلام لرلو قانوني سیستمونو ته پراختیا ورکړه. چې د غلامانو د سوداګرۍ عمده محور په اطلس سمندر کې متمرکز و. د فرانسې او هند د جګړو په بهیر کې د فرانسویانو او بریتانویانو تر منځ جګړې بیاځلي کېدې. فرانسې په ۱۷۶۰ ز کال کې ماته وخوړه او مستعمرات یې بریتانیا ولکه کړل.[۲]

په ختیځ ساحل کې، څلور بېلې انګرېزي سیمې چې د نیوانګلنډ، منځنۍ مستعمرې، د چساپيک خلیج مستعمرې (پورتنی سویل) او سویلي (لاندینی سویل) مستعمرې وې. ځینې تاريخ پوهان د «فرانټير» پنځمه سیمه هم ورزیاتوي چې هېڅکله په جلا ډول تنطیم نه شوه. په ختيځه سیمه کې د مېشتو لرغونو امریکایانو د پام‌وړ شمېره له ۱۶۲۰ ز کال څخه مخکې د ناروغۍ له امله له منځه تللې وه چې په احتمالي ډول لسګونه کاله وړاندې د کاشفانو او بېړۍ چلوونکو له خوا هغوی ته ورپېژندل شوې وه (که څه هم هېڅ قطعي دلیل نه دی مشخص شوی).[۳]

د استعمار موخې سمول

استعمارګران له اروپايي پاچاهیو څخه راتلل چې پوځي، دولتي، سمندري وړتیاوې او د نویو کارونو د رامنځته کولو خورا پرمختللی توان یې درلود. هسپانيې او پرتګال د فتحې او استعمار په برخه کې له خپلې پخوانۍ تجربې سره د رېکونګیستا (د اندلس بیا ولکه کول) په بهیر کې په نویو سمندرونو کې د خپلو سمندري بېړیو د چلولو له مهارتونو سره د نوې نړۍ د استعمار تمایل او وړتیا ته لار هواره کړه. دا هڅې په ترتیب سره د کاسا ډي کانټرېټسین (Casa de Contratación) او کاسا ډې انډیا (Casa da Índia) په واسطه اداره کېدې.

انګلنډ، فرانسې او هالنډ په وېسټ انډيز/لویديځ هند کې خپلې مستعمرې رامنځته کړې وې. هغوی د سمندري بېړيو د جوړولو ړتیا لرله، خو د هسپانیې او پرتګال په کچه یې د بهرنیو ځمکو په استعمار کې پیاوړې تاريخچه نه لرله. که څه هم انګرېزي متشبثانو خپلو مستعمرو ته د سوداګرو پر بنسټ د پانګونې بنسټ کېښود، داسې برېښېده چې له دولت څخه ډېر لږ ملاتړ ته اړتیا لري.  [۴]

په لومړیو کې د مستعمراتو اړوند مسائل تر ډېره د انګلستان د خصوصي شورا او د هغو د کمېټو په واسطه مخته وړل کېدي. په ۱۶۲۵ کال کې د سوداګرۍ کمیسیون د لومړني ځانګړي بنسټ په توګه رامنځته شو چې د استعمار اړوند مسائلو (کرنه) د مشورې په اړه رامنځته شو. له ۱۶۹۶ ز کال څخه د امریکا د انقلاب تر پایه پورې استعماري چارې د اړونده بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د سوداګریز هیئت پر غاړه وې، چې په ۱۷۶۸ ز کال کې د استعمار لپاره د بهرنیو چارو له وزارت څخه د سویلي څانګې د بهرنیو چارو وزارت ته بدل شو.  [۵][۶][۷][۸]

مېرکانتلیزم سمول

مېرکانتلیزم بنسټیز سیاست و چې بریتانیا له ۱۶۶۰ ز لسیزې څخه پر خپلو مستعمرو وتپه، په دې معنا چې دولت د سیاسي واک او شخصي شتمنۍ د ډېرولو په موخه په انګلیس کې له مېشتو سوداګرو سره شریک شو. دا چاره د نورو امپراتوریو او ان د دوی په خپله مستعمره کې د ګڼو سوداګرو د له منځ وړلو لامل شو. دولت په لندن کې مېشت سوداګر خوندي کړل او نور یې د سوداګریزو موانعو او د مقرراتو او بسپنې له لارې اعظمي کچې ته د داخلي صنایعو له رسولو سره او سیمې ته د وارداتو په کمولو سره لرې وساتل.

دولت همداراز له قاچاق سره مبارزه وکړه او هغه مهال چې د هغوی عادي سوداګریز فعالیتونه د بېړۍ چلولو د قانون پر بنسټ د «قاچاق» په توګه طبقه‌بندي شول، د ا موضوع د شمالي امریکا له سوداګرو سره د مناقشې په اصلي سرچینه بدله شوه. په دې کې هغه فعالیتونه شامل وو چې مخکې عادي سوداګریزې معاملې وې، لکه له فرانسویانو، هسپانویانو، هالنډیانو او پرتګالیانو سره مستقیمه سوداګري. د مېرکانتلیزم موخه د سوداګریز مازاد/زیاتوالي رامنځته کول وو تر څو په لندن کې سره او سپین زر وبهېږي. دولت د عوارضو او مالیاتو له طریقه خپل سهم تر لاسه کړ او پاتې برخه په بریتانیا کې سوداګرو ته ورسېده. دولت د خپل عاید لویه برخه پر سلطنتي سمندري ځواک ولګوله تر څو د بریتانیا له مستعمراتو څخه دفاع وکړي او همدارنګه یې د ګڼو نورو امپراتوريو مستعمرې هم ګواښلې او ان ځینې وختونه یې ولکه کولې هم. په دې توګه په ۱۶۶۴ ز کال کې د بریتانیا سمندري ځواک نیو امستردام (نیویارک) ونیوه. د نیول شویو/اسیرو بازارونو مستعمرې د بریتانیا صنایع وې او موخه یې د مورني هېواد غني کول وو. [۹]

له مذهبي ځورونې څخه خلاصون سمول

د مذهبي ځورونې لرلید د انګلستان د کلیسا او د تاج او تخت د چارواکو په واسطه د پام وړ شمېر استعماري هڅې راوپارولې. پېلګرېمان (له شمالي امریکا څخه په انګلستان کې مېشت کډوال) جلاغوښتونکي پیوریتان وو چې په انګلستان کې له ځورونې او زورزیاتي څخه لومړی هالنډ او وروسته په ۱۶۲۰ ز کال کې د پلې‌موټ پلنټېشن (Plymouth Plantation) ټولنې ته وتښتېدل. وروسته د نورو ۲۰ کلونو په بهیر کې هغه کسان چې د لومړي چارلز پاچا له ځورونې څخه تښتېدلي وو د نیو انګلنډ په ډېره برخه کې مېشت شول. په ورته ډول د ماريلنډ ایالت هم تر یوې کچې د رومي کاتولیکانو د پناه‌ځای په توګه رامنځته شو.  [۱۰]

سرچينې سمول

  1. Cooke, ed. North America in Colonial Times (1998)
  2. Wiecek, William M. (1977). "The Statutory Law of Slavery and Race in the Thirteen Mainland Colonies of British America". The William and Mary Quarterly. 34 (2): 258–280. doi:10.2307/1925316. JSTOR 1925316. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Richard Middleton and Anne Lombard, Colonial America: A History to 1763 (4th ed. 2011) p. 23
  4. Wallace Notestein, English People on Eve of Colonization, 1603–30 (1954)
  5. "Board of Trade and Secretaries of State: America and West Indies, Original Correspondence". The National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Charles McLean Andrews, Colonial Self-Government, 1652–1689, (1904)
  7. Charles M. Andrews, British Committees, Commissions, and Councils of Trade and Plantations, 1622–1675, (1908)
  8. American and West Indian colonies before 1782, The National Archives
  9. William R. Nester, The Great Frontier War: Britain, France, and the Imperial Struggle for North America, 1607–1755 (Praeger, 2000) p, 54.
  10. Sheils, William Joseph (2004). "Matthew, Tobie (1544?–1628)". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press.