د لیونتوب دوره
د لیونتوب دوره
حجاج بن یوسف یوه ورځ د کوفې ښار ته به عام لباس کي وتلی وو، له یوه کوچي څخه یې پوښتنه وکړه، ستاسي د امیر په باره کي څه وایي؟
کوچي وویل: پر ده دي د خدای، ملائیکو او ټولو خلکو لعنت وي...!
ورته ویې ویل: پر حجاج؟
ویل: هو
حجاج ویل: ایا ته ما پیژنې؟
ویل: نه
: زه حجاج یم ستاسو امیر...!
کوچي وویل: او ته ما پیژنې؟
حجاج ویل: نه
ویل: زه مولی بنی عامر یم، په میاشت کي درې ورځي د لیونتوب دوره راباندي راځي، او نن تر ټولو سخته حمله وه...
حجاج یې وینا ته وخندل او پرې یې ښود.
کتاب: سرح العیون..