د لویې بریتانیا پاچاهي

د لویې بریتانیا پاچاهي (په رسمي ډول لویه بریتانیا) د ۱۷۰۷ زکال د مۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۱۸۰۱ زکال د جنوري تر لومړۍ نېټې پورې په لویدیځه اروپا کې خپلواک هېواد و. دغه هېواد په ۱۷۰۶ زکال کې د اتحادیې د قوانینو له مخې رامنځته شو؛ چې د انګلستان (د ولز په ګډون) او سکاټلنډ پاچاهۍ یې یو موټې او یوه واحده پاچاهي یې رامنځته کړه چې د لویې بریتانیا ټاپو او همدارنګه یوازې له من ټاپو او له مانش ټاپوګانو پرته د هغو شاوخوا ټول ټاپوګان په کې شاملېدل. دغه واحد دولت په ویسټ منیسټر ماڼۍ کې د واحد پارلمان له خوا اداره کېده خو په کې له جلا حقوقي نظامونو – انګلیسي قانون او سکاټلنډي قانون –ګټنه کېدله.[۱][۲]

د لویې بریتانیا پاچاهي
بە ئینگلیزیی بریتانیایی: United Kingdom of Great Britain
برخه دلوېديځه اروپا
بنسټ ايښودنه۱ی مې ۱۷۰۷
رسمي نښهUnited Kingdom of Great Britain
لنډنومВеликобритания، Great Britain، United Kingdom، Britain
Official languageانگليسي
AnthemGod Save the King
لويه وچهاروپا
هېوادد لویې بریتانیا پاچاهي
پلازمېنهلندن
Located in the present-day administrative territorial entityبرېتانيا
کوارډينېټي موقعيت۵۱°۳۰′۰″N ۰°۸′۰″W
Basic form of governmentمرکزي حکومت، constitutional monarchy
Office held by head of stateMonarch of Great Britain
هېوادمشردریم جورج
Legislative bodyParliament of Great Britain
د وگړو شمېر۱۰٬۵۰۰٬۰۰۰، ۹٬۲۵۰٬۰۰۰
Contains the administrative territorial entityانګلېنډ، سکاټلينډ، ولز
Currencypound sterling
ځايناستید بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
واک ورپاته کيدنه لهKingdom of England، Kingdom of Scotland
Language usedانگليسي، Scottish Gaelic، Welsh، Scots، Cornish
Dissolved, abolished or demolished date۱ی جنوري ۱۸۰۱
سيمه۲۳۰٬۹۷۷ کیلومتره مربع
Flagflag of Great Britain
Coat of armsRoyal coat of arms of Great Britain
Gregorian calendar start date۱۴ی سېپتمبر ۱۷۵۲
Map

دغه جلا پاچاهۍ د ۱۶۰۳ زکال د تاجونو له اتحادیې وروسته هغه مهال چې د سکاټلنډ شپږم جیمز د انګلستان او ایرلنډ پاچا شو په شخصي اتحاد کې سره یو موټې شوې. د جیمز د واکمنۍ له مهال څخه هغه چې ځان خپله د «لویې بریتانیا پاچا» باله د بریتانیا د پاچاهیو د دوه اصلي برخو ترمنځ د سیاسي اتحاد د رامنځته کېدو هڅې وشوې خو د انګلستان او سکاټلنډ دواړو د پارلمانونو له خوا به له ماتې سره مخ شوې. ملکې آن (۱۷۰۲-۱۷۱۴ زکال) پروتستانت واضح وارث و نه ټاکه او د ځای ناستوب سلسله یې په خطر کې واچوله؛ همدا و چې په دواړو جلا پاچاهیو کې د ځای ناستوب د قوانینو له امله د ۱۶۸۸ زکال په عظیم انقلاب کې تبعید شوې رومن کاتولیک ستورات کورنۍ د سکاټلنډ پاچاهۍ ته ورسېده.

رامنځته شوې پاچاهي له خپل پیل څخه د ایرلنډ له پاچاهۍ سره په قانوني او شخصي اتحاد کې وه، خو د بریتانیا پارلمان په سیاسي اتحاد کې د ایرلنډ د یوځای کېدو د هڅو پر وړاندې مقاومت کاوه. د متحدې پاچاهۍ لومړني کلونه د یعقوب پالونکو د پاڅونونو په ځانګړې توګه په ۱۷۱۵ زکال کې په یعقوب پالونکي پاڅون سره په نښه شول. د هانوفر پاچایانو نسبي کمزورتیا د پارلمان د واکونو د زیاتوالي لامل وګرځېد او د «لومړي وزارت» په نوم نوی رول د رابرټ والپول د واکمنۍ د اوج پر مهال راڅرګند شو. د «سویلي سمندرګي د حباب» په نامه اقتصادي کړکېچونه د سویلي سمندر د شرکت په پاشل کېدو سره چې یو له لومړنیو سهامي شرکتونو څخه و رامنځته شول. د یعقوب پالونکو مبارزات په ۱۷۴۶ زکال کې د ستورات یانو د آرمانانو په له منځه تلو (کالودن جګړې) پای ته ورسېدل.

د هانوور یا هانوفر پاچاهانو لړۍ خپل نوم جورجین دورې ته واړوه له همدې امله د «جورجین» اصطلاح معمولا د جورجین معمارۍ ټولنیز او سیاسي تاریخ ته کارول کېږي. د «اګوستان ادبیاتو» اصطلاح تر ډیره پورې د ۱۷۰۰ زکال څخه تر ۱۷۴۰ زکال پورې اګوستان ډرامې، اګوستان شاعرۍ او اګوستان نثر ته کارول کېږي. د «اګوستان» اصطلاح د لرغوني رومي جمهوریت څخه د لاتین کلاسیکې ژبې د اغېز تصدیق ته اشاره کوي.[۳]

په اووه کلنه جګړه کې بریا د بریتانیا د سترواکۍ د واکمنۍ لامل وګرځېده هغه چې د څه باندې یوې پېړۍ لپاره په لوی نړیوال ځواک واوښته. له دې وروسته لویې بریتانیا د هند په مستعمره کې د ختیځ هند د شرکت د سوداګریزې او پوځي پراختیا له لارې د هند په نیمه لویه وچې واکمني ومونده. د فرانسې پر وړاندې د جګړو له امله یې د پورتنۍ او لاندنۍ کاناډا کنټرول ترلاسه کړ او تر هغه مهاله چې د امریکا د خپلواکۍ په جګړه کې یې ماته وخوړه په دیارلسو مستعمراتو یې هم واک درلود. له ۱۷۸۷ زکال وروسته بریتانیا اسټرالیا ته د جزایي تبعید د لومړیو کښتیو په لېږلو سره د نوي سویلي ولز په استعمار هم پیل وکړ. بریتانیا د فرانسې په انقلابي جګړو کې له اصلي جنګیالیو څخه وه.

لویه بریتانیا د ایرلنډ له پاچاهۍ سره د ۱۸۰۱ زکال د جنوري په لومړۍ نېته د ۱۸۰۰ زکال د اتحادیې د قوانینو پر بنسټ چې د لویې بریتانیا او ایرلنډ له خوا د دریم جورج تر واکمنۍ لاندې تصویب شول ادغام او د بریتانیا او ایرلنډ متحده پاچاهي یې رامنځته کړه.

سیاسي جوړښت سمول

د انګلستان او سکاټلنډ پاچاهیو له ۹ مې پېړۍ را وروسته (له ولز سره چې انګلستان په ۱۶ مه پېړۍ کې ځانته الحاق کړی و) تر ۱۷۰۷ زکال پورې د جلا دولتونو په توګه شتون درلود. له دې سره په ۱۶۰۳ زکال کې هغه مهال چې د سکاټلنډ شپږم جیمز د لومړي جیمز په توګه د انګلنډ پاچا شو دغه پاچاهۍ په یوې شخصي اتحادیې واوښتې. د ستورات سلسې تر واکمنۍ لاندې د پاچاهانو دغه اتحادیه په دې معنی وه چې د لویې بریتانیا ټول ټاپو د یو پاچا له خوا اداره کېده او د انګلنډ د پاچاهۍ له مخې یې پر ایرلنډ هم پاچاهي کوله. د دغو دریو پاچاهیو هرې یوې خپل پارلمانونه او قوانین لرل. د من ټاپو او مانش ټاپوګانو پر ګډون یو شمېر کوچني نور ټاپوګان هم د پاچا تر حکومتولۍ لاندې و.

هغه مهال چې د ۱۷۰۷ زکال د اتحادیې قوانینو د لویې بریتانیا د واحدې پاچاهۍ او یو موټي پارلمان په جوړولو سره عملي بڼه ومونده دغې چارې په بشپړ ډول بدلون وکړ. تر هغه مهاله چې د ۱۸۰۰ زکال د اتحادیې قوانین اجرایوي شول ایرلنډ په رسمي ډول د خپل پارلمان په لرلو جلا پاتې شو. د سکاټلنډ د امنیت د ۱۷۰۴ زکال د قانون او د ۱۷۰۳ زکال کې د سولې او جګړې قانون پر ځای چې په ۱۷۰۷ زکال کې یې د یو شمېر قوانینو په لغو کېدو سره خپل اغېز له لاسه ورکړ؛ د ۱۷۰۷ زکال اتحادیې د ۱۷۰۱ زکال د استوګنې د انګلیسي قانون له مخې واک ته یوازې د پروتستانت ځای ناستوب کړنلار وړاندې کړه. د حل او فصل قانون دا لازمي کړه چې د انګلیسي تاج او تخت وارث باید د هانوفر د الکتریس سوفیا له لمسیانو څخه وي نه یو رومي کاتولیک. دغه چارې په ۱۷۱۴ زکال کې د لویې بریتانیا د لومړي جورج ځای ناستوب ته لار برابره کړه.[۴]

د قانون جوړونې ځواک د لویې بریتانیا د پارلمان په واک کې و چې د انګلستان او سکاټلنډ د پارلمانونو پر ځای رامنځته شوی و. په عملي بڼه دا د انګلستان د پارلمان دوام و چې د ویسټ منیسټر په هماغه موقعیت کې یې ځای درلود او له سکاټلنډ څخه یې استازولۍ ته پراختیا موندلې وه. د انګلستان د پخواني پارلمان او د متحدې پاچاهۍ د معاصر پارلمان په څېر د لویې بریتانیا پارلمان له دریو برخو جوړو و: د عوامو/ولسي جرګه، د مشرانو جرګه او تاج او تخت. په مشرانو جرګه کې د انګلیسي استازو حق له تغیر پرته د تېر په څېر په شان و په داسې حال کې چې سکاټلنډي سیال یې د نامتناسبې استازولۍ په لرلو سره د پارلمان د دورې تر پایه دغې جرګې ته یوازې د ۱۶ استازو د لېږلو اجازه لرله. په همدې ترتیب سره د انګلستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړو د نوې ولسي جرګې د غړو په توګه خپل کار ته دوام ورکړ، خو د دواړو هېوادونو د مالیاتي بنسټونو د سمې استازولۍ په موخه د سکاټلنډي استازو شمېر ۴۵ تنه وټاکل شو.[۵][۶]

د سکاټلنډ لپاره د یو جلا پارلمان د له منځه تلو سربېره دغه هېواد خپل قوانین او قضایه سیسټم وساته او همدارنګه یې په نویو تاسیس شوو پروتستانت کلیساو او ښوونځو خپل کنټرول وساته. ټولنیز جوړښت یې په پریمانه کچه د مراتبو د سلسلې لرونکی و او هماغه حاکمه طبقه له ۱۷۰۷ زکال وروسته په واک کې پاتې شوه. سکاټلنډ همدارنګه خپل پوهنتونونه لرل او د خپلې روڼ انډې ټولنې په لرلو سره یې په ځانګړې توګه په ایډنبورګ کې سکاټلنډي روڼ آندۍ په بریتانوي، امریکايي او اروپايي تفکر پام وړ اغېز له ځانه پرېښود.[۷][۸][۹]

سرچينې سمول

  1. "After the political union of England and Scotland in 1707, the nation's official name became 'Great Britain'", The American Pageant, Volume 1, Cengage Learning (2012).
  2. Parliament of the Kingdom of England, "Union with Scotland Act 1706 Article I", legislation.gov.uk, That the two Kingdoms of England and Scotland shall upon the First day of May which shall be in the year One thousand seven hundred and seven and forever after be united into one Kingdom by the name of Great Britain..." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lund, Roger D. (2013), "Chapter 1", Ridicule, Religion and the Politics of Wit in Augustan England, Ashgate الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Act of Union 1707, Article 1.
  5. Act of Union 1707, Article 3.
  6. Williams 1962، صص. 11–43.
  7. Broadie, Alexander, المحرر (2003), The Cambridge Companion to the Scottish Enlightenment, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-82656-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Herman, Arthur (2001), How the Scots Invented the Modern World: The True Story of How Western Europe's Poorest Nation Created Our World & Everything in It, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-609-60635-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Williams 1962، صص. 271–287.