ويکيپېډيا:د لویدیځ تمدن له رغنده ټکیو ګټنه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

== د لویدیځ تمدن له رغنده ټکیو ګټنه ==


=== په هېواد کې د اسلامي جمهوري نظام تر راتلو روسته، له نړیوالو سره مو پراخې اړیکې ټینګې شوي او په دې ترڅ کې بېلابېلو پرمختللیو او صنعتي هېوادونو ته مو د کتنې، موافقو لاسیلیکونو او... په نامو او همدغسې زده کړیالانو ته د خپلو پوهنتونو په علمي او پوځي برخو کې د زده کړې بورسونه ورکړي دي.

===

دوی چې هلته ځي له دوه څېزونو سره مخېږي؛ یو پرمختللي او صنعتي هېواد، له هغه هېواد سره مخېږي چې له پرمختګ او صنعته برخمن دی او بل، د مسلمانۍ او نامسلمانې مخامخېدنه ده. یو خوا داسې ټولنه او هېواد دی چې له اسلامه د برخمنۍ داعیه لري؛ خو په عمل کې له ترقۍ او صنعتي پرمختګه برخمن نه دی او په مقابل لوري کې داسې یو هېواد دی چې د مسلمانۍ دعوا نه لري او بلکې په ځینو برخو کې له اسلام سره پټه او ښکاره دښمني هم لري خو له صنعتي پرمختګه برخمن دی.

تاسې چې د ځیرګو، هېوادپالو او پر دین میینو انسانانو په توګه په دې هېوادونو کې پر زده کړه بوخت اوسئ او له نژدې یې له تکنالوژۍ او پرمختګ سره اشنا کېږئ؛ نو دا پوښتنه مو ذهن ته راځي ولې یوه ټولنه چې مسلمانه ده او دیني دعوا لري؛ خو په ظاهر کې روسته پاتې ده؟ او بله ټولنه چې مسلمانه نه ده او کومه دیني ادعا هم نه لري؛ خو پرمختللې ده؟ ان شونې ده وپوښتئ چې ایا په دې هېوادونو کې د پرمختګ او د ژوند د نورو چارو ترمنځ تړاو شته که نه؟

ایا دیني اخلاقو ته د ورشاکونې او د علمي پرمختګ ترمنځ څه لزوم شته؟ ایا زموږ په ټولنو کې د دیني پاتېدو او روسته پاتېدنې ترمنځ څه اړیکه شته؟ او ټولیز ډول پوښتنه په دې بڼه اوڅاروو: موږ مسلمانان یو، ولې روسته پاتې یو او دوی چې نامسلمانان دي ولې پرمختللي دي؟ دلته دا پوښتنه څېړم او که ښه سوچ پکې وشي؛ نو ګټور ټکي به ترې راوسپړل شي. پورته پوښتنه څلور خبرې رانغاړي: مسلماني (دینوالي)، روسته پاتېینه، نامسلماني (کافري یا بې دیني) او پرمختګ. دا پوښتنه چې ځوابوم؛ نو باید دا څلور برخې ښه وشنم. دلته د یو اسلامي اندیال نظریات را اخلو :

== “لومړی خبره؛ مسلماني: ==

موږ د مسلمانۍ ادعا لرو، مسلمان پیدا شوي یو او په یوې اسلامي ټولنې او اسلامي امت پورې تړاو لرو او ګروهن یو چې مسلماني هر ډول خیر او برکت رانغاړي او باوري یو، ناشونې ده څوک دې مسلمانان وي؛ خو له دنیوي نېکمرغۍ دې برخمن نه وي؛ بلکې تش یې د اخروي نېکمرغۍ ژمنو ته زړه خوشحاله کړی وي او ووایي که په دې دنیا کې نېکمرغي را پر برخه نه شوه، خدای به یې په بله دنیا کې را پر برخه کړي. لږ تر لږه خپله مسلمانان دغسې ګروهه نه لري او ګروهن دي که څه نېکمرغي، برکت او خیر دی، باید په دنیا او آخرت کې د ادیانو د لارویانو او له دې ځنې د مسلمانانو پر برخه شي. اوس پوښتوو، چې له آره د مسلمانۍ خواله په څه کې نغښتی ده؟ کومې ځانګړنې لرو که نه؟ په یوه ښوونځي، دین او مذهب پورې تړاو، کله هم په تشه خوله نه پوره کېږي. البته مسلماني ګروهه رانغاړي او یوازې په عمل نه ده؛ یعنې که څوک بې ګروهې نمونځ وکړي یا حج ته ولاړ شي یا زکات ورکړي، نه منلېږي؛ بلکې باید یو ډول ګروهه او نیت یې ملاتړ وي. د عمل ظاهر شرط نه دی. یو منافق په ظاهره نمونځ کړای او حج ته تلای شي؛ خو ظاهري کړه وړه یې واقعي نمونځ او حج نه ګڼل کېږي. په پرېکوني ډول، ګروهه یو د دیندارۍ له ارکانو ده. == د دینوالۍ لازم شرایط ==

انسان باید په درېیو مهمو ارکانو؛ خدای، معاد او نبوت ګروهن وي، چې مسلمان وشمېرل شي او پردې ګروهې عمل هم لازم دی، چې د پرهیزګارانو، صالحینو او د دین په رستینو لارویانو کې وګڼل شي. دا چې ووینو ایا په رښتیا مسلمانان وو او په دې شروطو مو وفا کړې که نه؛ نو باید د ځان له غوړه مالۍ لاس واخلو او تاریخي واقعیت ته مراجعه وکړو. ددې چارې څېړنې ته باید د اسلامي امت په تېره د خپل ټابوټي تاریخ ولولو.

موږ خو څه بې مخینه او بې تاریخي هویت درلودونکی نه یو؛ نو کله چې نن د ځان په هکله ورمندون - قضاوت کوو، باید خپل تېر تاریخ او تېر عمر په پام کې ونیسو، که نن د افغانستان په نامه یو او په تېرو کې د خراسان یا نورو په نامو؛ او باید د خپل تاریخ په لنډو او محدودو برخو بساینه ونه کړو.

زه دلته خپلو دوو تاریخي ځانګړنو ته اشاره کوم چې له مخې يې ورمندون - قضاوت وکړو، چې د مسلمانانۍ کچه څومره وه. موږ خو ډېره د مسلمانۍ دعوا کړې؛ خو د انصاف په تله د ورمندون - قضاوت لپاره بايد عمل ته مراجعه وکړو. په تېرو وختونو کې ټولنه مو د پاچاهي غونډال - نظام تر واکمنۍ لاندې وه. دا چې د پاچاهۍ نظام د اسلام ضد دی؛ نو په دې اړه ډېرو لږو عالمانو نظر ورکړی او يو لړ ديني عالمانو له پاچایانو سره لاسنيوي او همغږي درلوده او ان ځينو يې غوړه مالي هم کوله او په نامو يې کتابونه ورکښل. د هېواد په تاريخ کې يوازې د مشروطيت خوځښت چې ډېری يې ديني عالمان ول، د ټولواکي - سلطنتي غونډال سمونې ته د شرطونو په ايښودو، يو خوځښت رادبره کړ او وځپل شو. د مشروطیت په باب ارواښاد د میر قاسم رښتیا او ارواښاد عبدالحی حبیبي کتابونه ولولئ او کوم روڼ اندي چې د ټولنې سمونې ته یې ملا تړلې وي باید د هېواد او سیمې د سیاسي او اندېزو بدلونونو پېښې دې په ځیر ولولي.

په ایران کې د لومړي ځل لپاره ددې هېواد د اسلامي انقلاب مشر ارواښاد امام خمیني(رح) ډانګ پېیلي وویل چې ټولواکي غونډال - پاچاهي نظام، اسلام ضد غوڼدال دی او تر ده وړاندې چا دغسې څرګنده فتوا ورکړې نه ده. په پاکستان کې د جوړښت له وخته (۱۹۴۸ز) پوځیانو پکې استبداد چلولی او لنډمهاله ولسواکي یې درلوده، خو د پردې تر شا د غونډال آریز چلوونکي پوځیان ول. په هر صورت استبداد، استبداد دی، که پاچاهي وي یا په بلې نامې. په یو استبدادي غونډال کې چې راس - سر فاسد وي ګرد غونډال فاسدېږي «اوبه له چینې خړېږي نه له وچوبي». پر ټولنې مو ټولواکی غونډال - پاچاهي نظام اغېزمن و، موږ ټول یې پاتوړي - وارثان یو او ډېرې اغېزې یې راباندې پرتې او اخلاق یې راکې چلېږي، د استبداد خبیثې ونې ډېر آفتونه درلودل او زموږ د اوسنیو ناسمو کړنو ډېری جرړې ترې راټوکېدلي.

قانون ته نه درناوی یې یو آفت دی. سمول

که خپلمنځي دودیز اخلاق وڅېړو او په دې اړه یې له فرنګیانو سره پرتله کړو؛ نو عبرتناک ټکي به ومومو: فرنګیان قانون ته ډېر اهمیت ورکوي او دا قوانین یې خپله جوړ کړي دي او موږ یو بل ته وایو چې ددې قوم د پرمختګ یو لامل قانون ته درناوی دی؛ خو په موږ کې نه بشري قانون؛ بلکې الهي قانون واکمن دی او له نصایحو او اخلاقي کتابونو هم څه کم نه لرو؛ خو لکه څنګه چې ښایي قانون را کې نه چلېږي. له آره له قانونه تېښته ویاړ ګڼل کېږي. څوک چې سل په سلو کې قانون او مقرراتو ته غاړه ږدي، نو کمزوری یې بولي، اقتدار هغه دی چې څوک قانون لتاړ کړي، له قانونه وتښتي، نالیدلی یې وګڼي او قانوني چلوټې وکاروي چې خپل مطلب ترلاسه کړي. له ځان سره سوچ وکړو، چې ولې په تیورۍ کې چې پردې څېزونو پوهېږو، په عمل کې یې نه پلي کوو؟ علت یې دادی چې له پېړیو راهیسې د استبدادي غونډالونو په سیوري کې اوسېدلي یو، چې یو ډول ځانګړې اغېزې یې راباندې لا تر اوسه په خپل زور پاتې دی. سره له دې چې په هېواد کې له ۱۳۸۲ ل راهیسې اسلامي جمهوري دولت دی؛ خو ددې ناروغیو جرړه مو راونشوه ایستای. باید په ځیرنه او ټینګ هوډ ددې کار لپاره ملا وتړو که نه وختونه به راباندې تېرېږي او ناروغي به مولا بابېړي وکړي. ولې استبدادي غونډالونه انسان دغسې کوي؟ ځواب یې څرګند دی. د غونډال په سر کې پاچا دی او ټول واک او شتمني ورسره ده؛ یعنې یو وګړی دی چې د ځواک او شتمنۍ مرکز دی. نه شتمني عادلانه ویشي او نه ځواک. ټول واک او شتمني په یو ټکي کې راټوله ده، چې نامه یې پاچا دی.

ټولنه د ګوذارې چلولو لپاره هم ځواک ته اړتیا لري او هم شتمنئ ته. په یوې استبدادي ټولنه کې د هیچا چارې بې قدرته او بې ثروته نه ترسره کېږي؛ نو ځکه ټول هڅه کوي چې د ثروت او واک دې مخروط ته ورجیګ شي. په بله وینا، ټول هڅه کوي چې یو بل پاچا شي؛ خو البته په ټېتو مراتبو کې. هر یو هڅه کوي، چې ددې متراکم ځواک او شتمنۍ له برخو په یوه درجه نه په یوه کې یې برخمن شي. د ځواک او شتمنۍ قطب او مخروط ته د ورنژدې کېده لازمه د حق او قانون لتاړل دي، د قانون په مراعاتولو دې ځای ته وررسېدای نشي، باید تبعیض او توکم پالي وکړي، حق لتاړي وکړي، باید د کمزوریو حق نالیدلی وګڼي، باید دوی ولتاړي، تردې بدتر، باید غوړه مالي وکړي، دروغ ووایي، نوکري او چوکړي وکړي او ټولې اخلاقي کچې نالیدلي وبولي، چې دې قطب ته ورنژدې شي. ایا واکمن چې ټولواک دی او شتمني ورسره ده، د حق و عدالت له پوړۍ دې لوړ مقام ته وررسېدلی دی؟ هو، د زور زیاتي او ظلم له پوړۍ ورختلی او ملګري یې هم باید پر همدې پوړۍ وروخېژي.

د پاچایانو کرغېړنې لړۍ ته ووینئ چې څنګه پاچاهۍ ته وررسېدلي ،ډېر سخت زړي ول او باید وای، که نه پاچاهي یې نشوه کړای ویل یې چې ملک او پاچاهي زوی نه لري. مانا یې دا و، چې پاچا، زوی نه پېژني، که زوی خپل سیال وویني، ړندوي یا یې وژني. د ښوونځیو د تاریخ په کتابونو کې یې بېلګې لېدای شئ. د ځینو اسلامي سیمو پاچایانو به په خپل دربار کې سړي خواړه درلودل او ځینې مجرمان به یې سړي خورو ته ورکول چې ژوندي یې وخوري او دا یې د پاچاهۍ شرط و. هو پاچاهان د خپلې پاچاهۍ لپاره سل وژني.

ابوالفضل بیهقي لیکي: ګواه وم چې سلطان مسعود اوه وویشت پیلې شراب وخوړل، بیا یې خوله ومینځله او پر نمانځه ودرېد. پاچایان د زورورتوب، بې رحمۍ او حق لتاړولو په پوړۍ پاچاهۍ ته ورختل. دا د پاچاهۍ شرط و، نه دا چې د عدالت، حق، دیندارۍ او خداترسی په پوړی وروخېژي او څوک چې ښه متقي او عادل وي پاچا شي. اپوټه څوک چې ښه زورور، سخت زړی او اخلاقي موازینو ته ډېر بې اعتنا و، دې مقام ته رسېدل ورته اسان و.

کله چې په یوې ټولنې کې دغسې فاسد مرکز وي، کله چې خلک د خپل ژوند د چارو تېرولو لپاره دغسې مرکز ته اړمن وي او هڅه کوي چې ورنژدې شي؛ نو څه چاره نه لري چې ورنژدې کېدو ته له اخلاقي او عملي پلوه هم په څېر یې شي. کله چې ظالم او ځواکمن ټولواک ته ورنژدې کېږئ، ناچار اوسئ غوړه مالي یې وکړئ، ناچار یاست که څه ګناه کوي، سترګې پرې پټې کړئ، ان ګناه ته یې مخونه ورکړئ او ووایئ «کوم مچ چې شړې دا شاهین دی» ناچار یې چې پر آرونو پښې کېدې او آرونو ته د درناوي پر ځای، د وګړیو او اشخاصو درناوی وکړئ. غوړه مالي، ذلت او ظلم زغمل تر استبدادي غونډالونولاندې د ژوند تېرولو نور آفات دي.

شاعرانو ته وګورئ، شاعرانو مو څومره غوړه مالي کړې ده، څومره یې پکې دروغ ویلي او څومره یې دروغ ویل اسان ښوولي او خلک یې په دروغ ویلو روږدي کړي، څومره یې ذلت منل دود کړي او څومره یې د مریتوب بدتر اخلاق خپاره واره کړي دي. نن که غواړو ځان وپېژنو؛ نو کوم اخلاق، آداب، او دودونه چې راکې چلېږي مراجعه ورته وکړو او وپوښتو چې له کومه راغلي او جرړه یې څه ده؟ یو څوک پر داسې یو لقب یادوو چې په زړه کې یې کنځو. یو چا علي (ک) وستایه؛ خو په ځواب کې یې ورته وویل: څه دې چې په زړه کې دي ترې اوچت یم؛ خو څه دې چې پر خوله دي ترې ټیټ یم. یعنې دروغ وایې او غوړه مالي کوې.

په رښتینه کې منافقت کول، دروغ ویل، حق لتاړل، غوړه مالي، توکم پالي، د خلکو مالونو او شتمنیو ته اعتنا نه کول او تر ټولو بدتر نوکریتوب، چوکړتوب، مریتوب، اروايي ځوړتیا، ځانمني او... د استبداد د خبېثې ونې شاوخوا راټوکېدلي دي.

اوس چې د خدای په لورنې په هېواد کې د اسلامي جمهوري دولت خاوندان یو او له سیاسي پلوه مو له تېرو استبدادي غونډالونو توبه کړې؛ نو لازم دي چې له استبدادي اخلاقو یعنې پاچاهي اخلاقو هم توبه وکاږو. قوانین مراعات کړو، یو بل وزغمو، د رښیتنې رورۍ لاسونه ورکړو او د غونډال ستنې ټینګې کړو.

اوس که له اسلامه خپله همدا ساده پېژندنه مبنا وټاکو؛ نو ددې پوښتنې ځای شته چې ایا سلطاني اخلاق له واقعي اسلام سره اړخ لګوي؟ ایا کومه ټولنه چې د پورته ځانګړنو په درلودو سلطاني اخلاق ولري، په واقعي مانا مسلمانه ټولنه کېدای شي؟ کله چې وایو مسلمانان یو، یا مسلمانان وو؛ نو څه غواړو؟ ایا نباید مسلماني مو په عمل او خبرو کې ونه لیدل شي؟ کله چې د یوې ټولنې په راس کې دغسې یو واکمن ناست وي، چې د شاعرانو، غوړه مالانو، دروغجنو، منافقانو، نوکر صفتو، حق لتاړو او زوروریو ستر ټولی ترې راچاپېر وي او د یو ستر ولس وګړه لتاړي او له پاسه د ناوړو اخلاقو چټلې اوبه را تویوي، څنګه ادعا کړای شو، چې په دې ټولنه کې، د اسلام وږمه او دین چلېږي؟ ایا د دروغو، غوړه مالۍ، حق لتاړۍ او نفاق تعفن، توږم او بدبوی سپېږمې روغې رمټې ساتي؟

صوفي توب د ټولواک غونډال پر وړاندې «ټولنیز – سیاسي» غبرګون و. سمول

د ټولواکو غونډالونو - پاچاهي نظامونو پر وړاندې د مسلمانې ټولنې غبرګون صوفیتوب و. له «ټولنیز – سیاسي» پلوه د صوفيتوب دودېدل د ټولواک غونډال پر وړاندې یو غبرګون و، هغه غبرګون چې له ځواک، شتمنۍ او دنیوي خونده تښتېده او غنا، ځواک او خوند یې په روح، د مانا په نړۍ، ګوټناستۍ - خلوت، عزلت او ګوښوالۍ کې لټاوه او ناراسته دنیا یې دنیا پالو ناراستانو ته ورپرېښووه او د استغنا لاستوڼی یې ورباندې اچاوه. د استبدادي غونډالونو د راولاړې ناامنی په پایله کې، خلکو ګروهه درلوده: «استر ذهبک و ذهابک و مذهبک: تګ راتګ، شتمني او ګروهه دې پټه کړه».  مولوی هم وايي: 

در بیان این سه کم جنبان لبت - از ذهاب و از ذهب وز مذهبت

ښه، څوک چې ونه غواړي څه ووايي، رو رو باید پر ځای یې دروغ ووايي. لکه کله چې د چا د ګروهې په باب وپوښتل شي او سم ځواب یې مال و ځان له خطر سره مخامخوي، وګړی له ناچارۍ نفاق خپلوي او دروغ وايي، او په دې توګه د ناامنی، تجمل، دنیا پالۍ او ټیټو اخلاقو پر وړاندې چې کوم غبرګون رادبره شو، تصوف و له ټولو توابعو او آفاتو سره یې، او په دې توګه له ټولنیز پلوه په یوې بلې کنډرې کې ورولوېدو . البته که تصوف له پاچاهۍ او سلطنت سره پرتله کړئ؛ نو د پرتلې وړ نه دي. کوم ظلمونه، غوړمالۍ، دروغ، حق لتاړل، ځانمني او کوږووږتوب چې په پاچاهۍ کې دي په تصوف کې نشته. خو دا چې تصوف، د پاچاهۍ نیمګړتیاوې او عیوب نه لري کافي نه دي، نیوکه داده چې خپله ډېر عیوب او نیمګړنې لري.

د

== تصوف مهمترین پیغام: د شتمنۍ او ځواک نفې ==

د تصوف مهمترین پیغام د شتمنۍ او ځواک نفې وه؛ یعنې هماغه ښاماران چې په ټولواک غونډال - پاچاهي نظام کې وو. د تصوف مهمترین سبق دا و:

خرم آن کین عجز و حیرت قوت اوست - در دو عالم خفته اندر ظل دوست نفست اژدرهاست او کی مرده است؟ - از غم و بی آلتی افسرده است

مولوی بلخې راته وايي: نفس مو هماغه یخ وهلې او مړاوي ښاماران دي، چې د عراق په تاوده لمر کې یې سا واخسته او ړومبی یې مارګیر وچیچه او ورپسې یې پر نورو برید وکړ؛ نو ځکه باید ښاماران یخ وساتو.

د شتمنۍ او ځواک په نفې کې صوفیانه افراط د فقر او بېوسۍ په سپېڅلتیا پای ته ورسېده. سمول

دا خبره په یو انډول برید کې سمه ده؛ خو عمومي صوفیانو له دې خبرې د مطلق ځواک او شتمنۍ نفې وبلله. فقر، عجز، بېوسي او ذلت ورته سپېڅلي شول. څه عیب یې چې په ځواک کې لیده، پایله یې اخسته، چې حسن او ښه توب په مطلق بې واکۍ کې دی او باید بېوسي او ذلت ومنو. څه نیمګړتیا یې چې د واکمن په متراکمې شتمنۍ کې لیده، پایله یې اخسته چې ښه توب او حسن په فقر، بې پیسو توب، مسکینتوب، او فقیرانه ربړونې کې وي او په رښتیا یې خلک ورهڅول او دا ځانګړنې یې دودولې. د تصوف کار تر دې ورسېد چې مدعی شو، باید د پاچاهۍ په نامې بلا پر وړاندې لاس تړلي کېنو.

اګر زه کوه فروغلتد آسیا سنګی - نه عارف است که از راه سنګ برخیزد (ګلستان سعدي)

یعنې د عرفان شرط نه دی، چې له راروانې بلا وتښتئ.

چرا دست یازم چرا پای کوبم - مرا خواجه بی دست و پا می پسندد ندانم که ناخوش کدام است یا خوش - خوش است انچه بر من خدا می پسندد

د صوفیانه افراط کره کول، د صوفیانو د ښو ښوونو د نټې پر مانا نه ده. ټینګار کوم چې د تصوف دا یو دیني خوځښت و او په ترڅ کې یې ځیرنې اوښې ښوونې وې؛ خو بهرنی پلي کېدنه یې او په کومې موخې چې پای ته ورسېده دا وه : د کلمې په مطلق مانا له دنیا پرېکون، دنیا چټله ګڼل، طبیعت ناپاک بلل، او انسان په ظاهره تردې ټولو اوچت نیول او بچول یې چې هسې نه په طبیعت، دنیا، شتمنۍ او ځواک روږدی شې. خو، په دې دنیا کې د ژوند شرط دا دی چې انسان لږ شانته له ځواک، شتمنۍ او مکنته برخمن وي. که دا ټول مو یوې خوا ته کړل؛ نو دلته ژوند نه کوئ او واقعا ځینې صوفیان له دنیوي ژونده کړېدل او تلل یې پر پاتېدو غوره ګڼل او انګېرله یې چې دنیوي ژوند یې پر اوږو یو پېټی دی، چې ښه ده ژر یې کوز کړي. == د صوفیانو ځینې اخلاقی مفاسد: ==

ځانښوونه، زهد پلوري او ځانخوښي. صوفیانه اخلاق هم پر ځینو آفاتو اخته شول. یو له بدترینو مفاسدو چې د تصوف پر شاوخوا راوټوکېد، تظاهر، ریا، ځانښوونه او زهد پلوري وه. حافظ له ځانښوونې او ریا سره د مبارزې اتل دی. د حافظ حافظېدل په دې دلیل دی چې تر هر چا یې د صوفیانو ریاکاري ښه نومېرلې - تشخیص کړې وه او تر هر چا یې په څرګنده مبارزه ورسره کوله:

می صوفی افکن کجا می‌فروشند - که در تابم از دست زهد ریایی او یا ریا حلال شمارند و جام باده حرام - زهی طریقت و ملت زهی شریعت و کیش د صوفیانو عجب او کبر هم د زغملو وړ ورته نه و: ساقی بیار آبی از چشمه خرابات - تا خرقه ها بشوییم از عجب خانقاهی

دا څه صوفي ډولې ځانخوښوونه ده چې په دوو رکعته نمانځه او دوو ورځو روژو پر ټولو خلکو ویاړي او په سپکاوی ورته ګوري او جنت خپل مطلق ملک ګڼي. 

نصیب ماست بهشت ای خداشناس برو - که مستحق کرامت گناهکارانند

دا د ښاڅمنۍ - تکبر او ځانخوښۍ ګنده بوی چې درنه تر سپېږمو کېږي د شرابو تر بویه سل ګرایه بدتر دی. څوک خبر دی چې د چارو عاقبت او پای څنګه ده. ښایي دا خوشخویه رندان تردې تریوټندو زهد پلورو سبق واخلي: 

عیب مستان مکن ای خواجه کزین کهنه رباط - کس نداست که رحلت به چسان خواهد بود او یا : ترسم که روز حشر عنان بر عنان رود - تسبیح شیخ و خرقه رند شرابخوار او ښه کار دادی چې:

وفا کنیم و ملامت کشیم و خوش باشیم - که در طریقت ما کافری است رنجیدن مبوس جز لب معشوق و جام می حافظ - که دست زهد فروشان خطاست بوسیدن د ملامتیه ډلې راښکاره کېدل، د صوفیانو د ریاکارۍ پر وړاندې یو غبرګون و.

په صوفیانو کې د ملامتیه ډلې راښکاره کېدل په دقیق توګه پر همدې دلیل و. د ملامتیه وو آریز اند له نېکنامی او ریا سره مبارزه وه، داسې مبارزه چې د بدنامۍ یې څه پروا نه درلوده. او له پړې او ملامتې نه تښتېدل :

حافظ هم یو ملامتي و، او قلندران د ملامتیانو یوه ډله وه:

به می پرستی از آن نقش خود بر آب زدم - که تا خراب کنم نقش خود پرستیدن د حافظ په بل غزل کې وایو:

گرمن از سرزنش مدعیان اندیشم - شیوه رندی و مستی نرود از پیشم شاه شوریده سران خوان من بی سامان را - زانکه درکم خردی از همه عالم بیشم او بیا هم د سالوس، ټګیجنو او خرقه پوشانو په باب: خدا را کم نشین با خرقه پوشان - رخ از رندان بی‌سامان مپوشان در این خرقه بسی آلودگی هست - خوشا وقت قبای می فروشان در این صوفی وشان دردی ندیدم - که صافی باد عیش دردنوشان تو نازک طبعی و طاقت نیاری - گرانی‌های مشتی دلق پوشان چو مستم کرده‌ای مستور منشین - چو نوشم داده‌ای زهرم منوشان بیا و از غبن این سالوسیان بین - صراحی خون دل و بربط خروشان ز دلگرمی حافظ بر حذر باش - که دارد سینه‌ای چون دیگ جوشان

ملامتیانو هم په خپل کار کې افراط وکړ او تردې ورسېدل چې په فسق یې ویاړل. حافظ دلته اعتدال او منځلاري وښووه: دلا دلالت خیرت کنم به راه نجات - مکن به فسق مباهات و زهد مفروش == د تصوف یو بل آفت ==

د تصوف یو بل آفت همجنس بازي وه. زموږ په تېره ټولنه کې تقریباً ښځه له ټولنیز ډګره وتلې او غایبه وه. او صوفیان په دې دلیل چې کله ذوقیان او هنروال دي او ښکلا تحسينوي، رو رو د ښکلا دا تحسين يې د ځينو پرېوتو، پستو او کم ظرفيتو په نزد د همجنس بازۍ بڼه خپله کړه او ډېرې هېښنده مخونې يې هم پيدا کړې. شمس تبريزي مخکې تر دې چې له مولوی سره وويني له اوحدالدين کرماني سره يې ليدلي و. کرماني له هغو صوفيانو دی، چې له ښکليو او پي مخو سره په ناسته ولاړې مشهور دی او ويل يې مياشت په اوبو کې وينم؛ يعنې د مانا حسن د صورت په حسن کې وينم.

زان می نگرم به چشم سر در صورت - زیرا که معناست اثر در صورت این عالم صورت است و ما در صوریم - معنا نتوان یافت مگر در صورت

شمس ټپسوری کړ ورته يې وويل: ؛نو ولې سپوږمۍ په اسمان کې نه وينې. سعدي وايي: ښکلي يوازې د خدای صنع او پيدايښت نه دی، يو شپږ ورځينی ماشوم هم د خدای صنع ده. اوښ هم د خدای ښکارنده (آیت) ده. ښه ورته ووینه، او د دوی له لاری د خدای عظمت ومومه. گروهی نشینند با خوش پسر - که ما پاکبازیم و صاحبنظر زمن پرس فرسوده روزگار - که بر سفره حسرت خورد روزه دار چرا طفل یک روزه هوشش نبرد؟ - که در صنع دیدن چه بالغ چه خرد محقق همان بیند اندر ابل - که در خوبریان چین و چگل

د تصوف یو شمېر نور آفات: سمول

پر تصوف نور آفتونه هم راوټوکېدل، چې له دنیا تېښته، فسق خوښونه او له واکمنو سره ملتیا وه. سره له دې چې په تصوف کې رڼې ملغرلې وې او په دې لړ کې پاکان راښکاره شول؛ خو له بده مرغه د یوې ټولنېزې ښکارندې په توګه یې ډېر آفات راونغاړل. اوس دا پوښتنه اوڅارېږي که فرضاً ټولنه مو واقعاً د صوفیانو ټولنه وه او ټول صوفیان او خانقاه میشتي وای، ایا واقعاً په دې حال کې مو د مسلمان نامه ایښودای شوه؟ ایا د اسلام پېغمبر(ص) د منحطې درویشی تبلیغ ته راغلی و؟ هغه درویشي او ملنګي چې په راښکاره کېدو یې په اسلامي ټولنه کې ټول فعالیتونه څنډې ته کول، ټولو علومو ته یې سپک کتل، له واکمنو سره یې ملګرتوب کاوه، دنیا ته شاکونه او مخ پرځوړ او منحطه آخرتپالي یې دودوله؟ او هاغسې افراطي مرید او مرادبازي چې په تصوف کې وه، ایا واقعاً له مسلمانۍ سره سازګاره وه؟

د تصوف یو بل آفت: مرید – مرادي سمول

د تصوف یو بل آفت مرید او مرادبازی ده، چې اوس هم را کې شته، له بده مرغه په ټولنه کې مو د صوفيتوب، ملنګۍ، درویشۍ او خانقاه بازی ټغر خپور دی او وګړي بې له هیڅ وړتیا لوړې لوړې ادعاوې کوي او پرېمانه مرېدان راټولوي، مولوی له دې دروغجنو مدعیانو ډېر ژړېدلی دې.

ده مرو، ده، مرد را احمق کند - عقل را بی نور و بی رونق کند ده چه باشد، شیخ واصل ناشده - دست در تقلید و حجت در زده (مثنوي درېیم دفتر) بی نوا از نان و خوان آسمان - پیش او ننداخت حق یک استخوان او ندا کرده که خوان بنهاده ام - نایب حقم خلیفه زاده ام (مثنوي لومړی دفتر) حرف درویشان بسی اموختند - منبر و محفل بدان فروختند یا بجز ان حرفشان روزی نبود - یا در آخر رحمت امده ره نمود (مثنوي پنځم دفتر)

ددغسې یو قوم، کار یې رو رو دې ځای ته ورسېد چې ځانونه یې پاچایان وګڼل، او دا ډېره هېښتیاوړ ده؛ یعنې ددې قوم پر ټولنېزو غوښتنو ښه پوهېدای شئ. د صوفیه قطبونو پر نامو پسۍ د شاه کلمه څه ته ورزیاته شوه؟ ددې لپاره چې ووایي دا د هغه سلطنت پر وړاندې یو سلطنت دی او ضد یې دی. هغه یې دنیوي سلطنت باله او دا یې اخروي او مانیز. رو رو دا مانیز سلطنت د ځواک او شتمنۍ د راټولېدو مرکز شو. ځواک له ځان سره شتمني راولي. شتمني هم له ځان سره ځواک راولي. دوی د صبر او ظفر په څېر پخواني دوستان دي یو بل ته غږ کوي تداعي او تلازم لري. او په دې توګه تصوف مو په ټولنه کې په یو ناروغ بهیر واوړېد. ایا ټولنه چې د استبدادي پاچاهۍ او تصوف پر آفتونو اخته وي، اسلامي کېدای هم شي؟

پوښتنه مې داده کومه ټولنه چې په دې دوو سترو آفاتو اخته وي، مسلمانه یې ګڼلای شو؟ ادعا مو داده چې مسلمانان یو، قبلې ته نمونځ کوو، چې ومرو د مسلمانانو په هدیره کې مو ښخوي، دا ټول سم دي. انشأ الله چې خدای مو هم همدومره مسلماني مني او جنتي کوي مو. خدای خپلو بندګانو ته پلمه نه جوړوي چې دوزخ ته یې ورټېل وهي؛ بلکې په پلمه یې جنتي کوي. «جنت به بیه نه؛بلکې په پلمه یې ورکوي یا جنت په بها نه، بلکې په بهانه یې ورکوي» ایا موږ په دې حالاتو او ځانګړنو سره په رښتیا مسلمانان یو؟ ایا ټولنه مو د رسول الله(ص) خوښېږي؟ حق دادی چې نه.

اګر خواجه شفاعت نکند روز قیامت – باید که ز مشاطه نرنجیم که زشتیم. موږ له اسلامي عقیدې، اخلاقو او سالم عمل سره ډېر واټن لرو

موږ باید منلې نیمګړتیاوې ومنو، منښته وکړو، څه چې موږ کې روان دي، له بده مرغه نه روغ رمټه اسلامي گروهه - عقیده ده، نه سالم اسلامي اخلاق دي او نه سالم اسلامي کړه وړه دي. یو یې هم نه دي. زیاتره د دین په نامې ظاهري آداب او عادات لرو، همدا او بس.

وګورئ چې زموږ په دیني مدارسو او علمیه حوزو کې ډېر لنګر پر فقه اچول شوې او نه د فقې په ټولو ابوابو کې. د ګردو دیني عالمانو عمر پر فقه معروف شوی او د اسلام نورې څانګې هېرې یا پرېښوول شوې دي. ایا د ټولنې سیاسي غونډال مو اسلامي و؟ ایا وټیز - اقتصادي یا اخلاقي غونډال یې اسلامي و؟ ولې ځانونه مسلمان بولو؟ موږ کله په حقیقت د اسلام پر لور ګام ایښی؟ البته پلویان یې وو او په دې باب هیڅ اړنګ - شک نشته. درناوی یې مو کړی، د رښتیني مسلمانۍ حسرت مو خوړلی او خورو یې. دا ټول ارزښتمن کارونه دي؛ خو په عین حال کې، له بده مرغه په عمل او رښتینه کې ډېر قاصر یو او له اسلام سره مو واټن درلودلی دی.

د اسلام پېغمبر(ص) مسلمانانو ته نه کرغېړن ټولواک غونډال - پاچاهي نظام خوښ کړی او نه یې په غبرګون له آفاتو ډک تصوفي غونډال او له بده مرغه هغه نیغ لار چې ترمنځ یې وه، ډېر لږ لارویان یې درلودل. ځینو فقهاوو هم، انصافاً د تکفیر، تفسیق او سرسریتوب کار ته دې ورساوه چې د آزادګانو زړونه یې تپه تیاره کړل او شریعت یې هم کمزوری کړ.

دویمه د روسته پاتېوالي خبره سمول

دلته دا پوښتنه اوڅارېږي: فرض کړئ چې موږ په پینځمه هجري پېړۍ کې وو؛ یعنې نهه پېړې مخکې چې نننی علمي او رغاویز - صنعتي یو پرمختګ هم نه و. نړیوالو لږو ډېر د معرفت او معیشت له پلوه یو رنګ اوسېدل. او فرض کړئ چې واقعي مسلمانان هم وو؛ خو نه له دغو نیمګړتیاوو سره چې ومو ویل. هم د استبدادي او ټولواک غونډالونو له شره ازاد وو او هم د انحرافي او افراطي تصوف په غیږ کې ورلوېدلي نه وو.

ښه که دغسې فرض کړئ، نو په رښتینه کې زما ناویلې مدعا مو منلې ده. مدعا مې داده چې مسلماني او ښه مسلماني ، د یوې رغاویزې - صنعتي ټولنې له شتون سره هیڅ لزوم نه لري. په پینځمه پېړۍ کې د مثال په توګه ریاضیاتو یا صنعت یا طب یا نورو علومو د نن هومره وده نه وه کړې؛ نو ځکه شونې ده چې یوه ټولنه مسلمانه وي؛ خو د صنعت له اوچتې کچې برخمنه نه وي. د خبرې پایله داده چې لزوماً له مسلمانۍ د ټولنې صنعتي او علمي وده نه راوځي، البته ددې خبرې مانا دا نه ده چې مسلماني له صنعتي او علمي ودې سره په ټکر کې ده. عالم او عامي دواړه ښه مسلمانېدای شئ او د اسلام پر احکامو عمل وکړي. خو دا چې ووایئ یوازې په یوه طریقه مسلمانېدای شو او دا هم د شلمې پېړۍ په بڼه مسلمانېدل؛ خو دا خوشې خبره ده. د اسلام پېغمبر(ص) دا دین ټولو وختونو ته راوړی دی. == اسلام او مسلماني د علم و تخنیک له ټولو کچو سره یو ځای کېدونکې ده ==

نو اسلام، مسلماني او ښه مسلماني د تخنیک له ټیټې کچې او هم یې له لوړې کچې سره د یو ځای کېدو وړ ده. داسې نه ده چې مسلماني د ریاضیاتو او طب د ودې غوښتونکې یا یې د ودې خنډ شي. په بله وېنا دا دوه مقولې دوه خپلواک جریانونه دي او څوک نشي ویلای چې له اسلامه، د علم او تخنیک وده راوځي. که داسې وي دا پېښې چې په شلمې پېړۍ کې راپېښې شوې په اومې یا لسمې پېړۍ کې به پېښې شوې وای.

نو دویم مطلب، چې لنډ او مهم هم دی، دا دی چې موږ باید دا مانا ځان ته ډاګیزه کړو چې له مسلمانۍ او ښه مسلمانۍ څه تمه لرو. ایا تمه مو داده چې مسلماني، یو ځای علم و صنعت، سوکالي او پرمختګ راکوي؟ او یو دم د ریاضیاتو، طب او فلسفې باران راوروي؟ که نه؛ کولای شو مسلمان و او ساده ټولنه ولرو. او کولای شو مسلمان و او پېچلې پرمختللې ټولنه ولرو. 

دا د مسلمانانو په واک کې ده چې خپله مطلوبه ټولنه جوړه کړي،هم مسلمانه کلیواله ټولنه درلودای شو او هم مسلمانه پرمختللې ښاریزه ټولنه. اسلام نه د کومې يوې خنډ دی او نه یې غوښتونکی. دا مسلمانان دي چې باید هوډ وکړي او خپله مطلوبه ټولنه وټاکي او سازه یې کړي. هیڅ وخت نه ویل کېږي څوک چې په طب او ریاضیاتو ښه نه پوهېږي، اسلام یې مات ګوډ دی. ایا کوم یو عالم، متکلم یا فقیه د مسلمان په تعریف کې لیکلي چې ښه مسلمان هغه دی چې یو ښه طبیب یا یو ښه ریاضي پوه یا یو ښه ټولنپوه وي؟ ولې البته په عین حال کې هیڅوک مدعی نه دی چې مسلماني له طبابت او... سره په ټکر کې ده. نو مسلماني یوه زمینه او خاوره ده چې هم ساده ټولنه پکې راټوکېږي او هم پېچلې پرمختللې ټولنه. په دې پورې تړاو لري چې مسلمانان کومه یوه ټاکي، او بلکې کومه یوه یې په واک کې وي. په پینځمه پېړۍ کې د شلمې پرمختللې پېړۍ د ټولنې هوس نشو کړای، ان په خوب کې یې هم لیدای نشو. نو ځکه کله چې پوښتلېږي «موږ مسلمانان یو؛ نو ولې روسته پاتې یو؟» باید پام وکړو چې د فرض له مخې که د شته وضع نامه مو روسته پاتېینه وي؛ نو ړومبی خبره مو په واقعي مسلمانۍ کې ده، دویم فرض دا چې مسلمانان یو، ایا له اسلامه یوازې یو ډول ټولنه راټوکېږي؟

مسلماني، هم له ساده ټولنې سره سازګاره ده او هم له پېچلې سره. مسلماني د اسلام پر ضد اخلاقو او کړنو سره ناسازګاره ده، نه له علم، ساده یا پېچلې تخنیک سره. البته که څوک ازباد کړی چې صنعتي پرمختګ د اخلاقي ځوړتیا غوښتونکی دی او اخلاقي فضایل له توکیز - مادي پرمختګ او سوکالۍ سره ټکر لري؛ نو په دې حال کې، دینداري، فضیلت مندي او پرهیزګاري به له توکیز پرمختګ سره ناسازګاره وي؛ خو چېرې دغسې دلیل اقامه شوی دی؟

دین، د معیشت او معرفت کچه نه اړوي سمول

نو د ویینې پایله دا ده چې د معیشت کچه (ښاریزتوب، کلیوالي توب، بزګرتوب یا صنعتي توب یا...) او د معرفت کچه (په طب، ریاضي، فلسفه او... کې) له دینداری سره نیغ اړیکه نلري. دین د هوا په څېر دی چې خلک تل په هر ځای کې ورته اړمن دي. او په یوې ځانګړې جغرافیا او تاریخ پورې ځانګړی نه دی؛ بلکې له هر ډول ټولنې سره سازېږي، او که بې له دې وای، تلپاتېینه یې ناشونېده. == درېیمه د کفر خبر ده == د اسلام او کفر مسئاله : ړومبي مو پام وي چې دوه ډوله کفر شته: فقهې کفر او واقعي کفر، لکه چې دوه ډوله مسلماني هم شته: فقهي مسلماني او واقعي مسلماني دا بېلتون او تفکیک په عامو عباداتو او کړنو کې صادق دی.

یو عمل د فقیه خوښېدای شي؛ خو د خدای نه. هرومرو پوهېږئ چې فقه (یعنې مسایل او فرعي احکام چې یو مسلمان یې باید عملي کړي) یوازې د ظاهري عمل پر سموالي یا ناسموالي څارنه ده او د عمل په باطنو پورې څه کار نه لري. د فقیه له نظره، که څوک نمونځ وکړي، حمد او سورت یې سم وي، په غصبي ځای کې ولاړ نه وي، مخ پر قبله وي، اودس یې په لازمو شرایطو کړی وي؛ خو د نمانځه له پیله تر پایه یې ذهن په بل ځای کې وي، او د نمانځه د یوه ټکي پر مانا هم نه پوهېږي یا که پوهېږي، پام یې ورته نه وي، «مخ یې محراب او زړه یې په بازار کې وي.»

لمونځ یې له فقهي پلوه سم دی او قضا هم نه لري. فرض کړئ څوک روژه وي، خو ګرده ورځ په خلکو کې خوګانې لټوي، پېغورونه ورکوي، دروغ وايي، غیبت کوي، شیطاني نخچې کاږي او په ذهن کې په زرګونو خبیث افکار پالي؛ له فقهي پلوه د دغسې وګړي روژه نه باطلېږي، دا چارې روژه نه باطلوي. روژه دا څېزونه ماتوي: ستوني ته غلظې دوړې ورتېرېدل، خوراک څښاک، سر تر اوبو لاندې کول، پر خدای او پېغمبر(ص) دروغ ورتړل او.... چا چې دغسې چارې ونه کړې، روژه یې له فقهي پلوه سمه ده. البته دا روژه هیڅ معنویت نه لري؛ خو فقیه وايي، روژه یې نیولې او قضایي هم نه لري، او ټول فقهي احکام همدغسې دي. فقیه یوازې د عمل ظاهري بڼې ته ګوري، د عمل باطن ورسره نه دی.

عین همدا مانا د مسلمانۍ په هکله هم صادقه ده. یو فقهي ظاهري کفر لرو، او بل واقعي کفر. فقهي ظاهري کفر همدا دی چې په فقهي کتابونو او رسایلو کې یې لولو: هغه مسلمان نه دی چې په خوله اسلام نه اظهاروي؛ نو په کافرانو کې شمېرلېږي. څوک چې د رسول اکرم (ص) نبوت نه مني یا لږ تر لږه په خوله منښته - اعتراف پرې نه کوي، چې مني یې، څوک چې په خوله د خدای پر شتون منښته نه کوي، څوک چې پر معاد ګروهن نه دی او یا دا ګروهه نه اظهاروي. د مسلمینو له کتاره وتلی ګڼل کېږي. دا هماغه فقهي برید دی، چې د مسلمان او غیر مسلمان ترمنځ ایستل شوی دی . ځانګړي احکام هم لري، چې په حقیقت کې فقهي احکام دي. لکه د ځینو فتواوو له مخې دوی ناپاکان دي، او مسلمین یو لړ خپلمنځي اړیکې چې لري، له دې ډول کافرانو سره یې درلودای نشي، چې مسایل یې په فقهي رسالو کې راغلي او ترې خبر یاست. خو په دې مانا کفر د عذاب نه وړ کېږي. دا هغه کفر نه دی چې لزوماً انسان جهنم ته ورټیل وهي، لکه څنګه چې فقهي اسلام هم هغه اسلام نه دی چې لزوماً انسان جنت ته وربوځي. واقعي کفر هغه دی چې یو څوک د دین پر حقیقت پوهېدلی وی او ترې نمښتی - منکر شي او تر پښو لاندې یې کړي. (لکه توحید، معاد او...) لمر پرې ورځلېدلی وي؛ خو دا سترګې ترې پټې او تیارو ته ورمخه کړي، دا واقعي کفر دی. د کفر حقیقت، لکه چې په روایاتو کې راغلي نمښته - انکار او جحود دی؛ یعنې د حق تر څرګندیدو روسته د حق نټه - انکار. نه یوازې له حقایقو د ذهن تشوالی. او همدا کفر دی چې د آخرت پر ورځ به د عذاب لامل شي او انسان به له الهي قربه بې برخې کړي.

هر فقهي کافر، واقعي کافر نه دی سمول

داسې نه ده هر څوک چې له فقهي پلوه کافر دی؛ نو له حقیقي پلوه دې هم کافر وي او څوک چې له فقهي پلوه مسلمان وي، د حقیقت له مخې دې هم مسلمان وي. باید ددې دواړو حساب یو له بل بېل کړو. البته په دنیا کې مکلف یو چې مسلمان او کافر یو له بله بېل کړو. البته په دنیا کې مکلف یو چې د مسلمان او کافر ترمنځ برید وټاکو. دا برید یو «ګوندي – سیاسي» برید دی. موږ مسلمانان په نړۍ کې یو امت یو، د خپلو او نورو ترمنځ برید لرو، لکه چې د هېوادونو ترمنځ د ځمکې او اوبو پولي شته. خو دا توپیرونه هډو د الهي ورمندون - قضاوت کچه کېدای نشي. دا اعتباري توپیرونه دي او په بله دنیا کې بې اعتباره دي:

اندر آن بازار کاهل محشرند – حس مس را چون حسن زرکی خرند (مثنوي) کوم کارونه چې دلته کوو د دنیا د بازار وړ څېزونه دي، د آخرت په بازار کې نور توکي پېري. اوس په مسلمانانو کې داسې کسان شته چې واقعي کفر ته ورنژدې دی او په کافرانو کې داسې کسان شته چې واقعي اسلام ته ورنژدې دي؛ ځکه نه فقهي کفر تل له واقعي کفر سره اړخ لګوي او نه تل فقهي اسلام له واقعي اسلام سره سرخوري. باید دا توهم له ذهنه وباسو. په روایاتو کې راغلي چې ډېری قرآن لولي، حال دا قرآن یې لعنتوي (رب تال القرآن و القرآن یلعنه: بحار الانوار: ۹۲/ ۱۸۴ مخ) د قرآن باطن یې له ظاهر لوستو په چغو دی نمونځ کوي؛ خو نمونځ ترې فریاد کوي. د سعدي په وینا:

پارسیان روی در مخلوق – پشت برقبله می کنند نماز. قرآن د اسلام او ایمان ترمنځ توپیر ایښی دی

یوه قبلې ته واقعي مخه ده او دا هله وي چې د انسان زړه د خدای له کعبې سره وي، یو هم قبلې ته ظاهري مخه ده چې د انسان زړه خدای ته ورشا کړی وي؛ خو مخ یې قبلې ته دی. او تر ټولو غوره د دواړو یو ځای کېدنه ده: هم مخ پر کعبې او هم د کعبې خدای ته مخ ،خدای دننه او حال ویني، نه ظاهر او قال. هغه مسلمان چې بڅری هومره اسلامي اخلاق نه لري، کفر ته ورنژدې دی او کوم کافر چې متقي او د فاضله ملکاتو خاوند او له کینې لرې دی، واقعي اسلام ته ورنژدې دی. قرآن د اسلام او ایمان ترمنځ توپیر ایښی او دا ډېر مهم توپیر دی: قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ(حجرات/۱۴) = (بېدياني) عربان وايي : چې ايمان مو راوړى دى،(پېغمبره) ووايه : ايمان مو راوړى نه دى؛ خو(غوره ده چې) ووايئ : اسلام مو راووړ او په زړونو کې مو ایمان لا ورننوتی نه دی .

نو د اسلام او ایمان ترمنځ واټن شته دا «ایمان» هماغه واقعي اسلام دی، او «اسلام» همدا د خولې اسلام وي. پېغمبر اکرم(ص) بانډیڅیانو ته وايي، چې تر اوسه مو ایمان راوړی نه دی. ایمان راوړل یو اوچت مقام دی، فعلاً وواست اسلام مو راوړی دی. همدا ظاهري او فقهي اسلام. تر اوسه مو ایمان زړونو ته ورننوتی نه دی. هر وخت چې ورننوت هله د ایمان ادعا وکړئ. یوه مسلمانه ټولنه په ړومبي قدم کې د اسلام ادعا کړای شي چې ووایي مسلمانه یم؛ خو مؤمنوالی یې، څه اسان چار نه دی او په اسانۍ یې ادعا نشي کړای. کوم نعمتونه چې د مسلمانۍ پایلې دي، د واقعي مسلمانۍ پایلې دي.

اوس که دا توپیر، یو پر ځای توپیر وي چې دی، باید ووینو پایلې لري؟ پایلې یې دادي، کومې ژمنې چې مسلمانانو ته ورکړای شوي، کومې نېکۍ، برکتوته او نعمتونه چې د مسلمانۍ پایلې دي؛ په حقیقت کې د واقعي مسلمانۍ پایلې دي نه د فقهي مسلمانۍ او کوم عذابونه، بدمرغۍ او محرومیتونه چې د کفر پایلې ګڼل شوي، په حقیقت کې د واقعي کفر پایلې دي نه د فقهي کفر. د فقهي اسلام ځانګړنه یوازې په حقوقي مسایلو پورې ورایساره ده او بس. فقهي کفر هم همدغسې دی. د فقهي کافر او فقهي مسلمان، د چارو عواقب د دوی په واقعي حالاتو پورې اړوند دي. اوس چې له ځان سره وایو، ولې موږ چې مسلمانان یو په نړۍ کې مو دا وضعیت دی او ولې دوی چې کافران دي دا وضعیت یې پېداکړی دی – په دې فرض چې د کافرانو وضعیت زړه راښکونی، انساني او د خدای خوښ وبولو – باید سملاسی په دې قضاوت کې نوې کتنه وکړو.

ایا موږ واقعي مسلمانان یو؟ ایا لویدیځوال واقعي کافر دي؟ سمول

ایا موږ ځانونه واقعي مسلمانان بولو او دوي واقعي کافران؟ دا بې دلیله حکم له کومه راغلی دی؟ ډانګ پېیلې ده، چې موږ فقهي مسلمانانو یو او دوی هم فقهي کافران – او باید راروسته مرتبې ازباد شي. موږ باید د واقعي مسلمانۍ او واقعي کفر له مخې ورمندون - قضاوت وکړو. ایا موږ سل په سلو کې واقعي مسلمانان یو، چې له ځانه زیاتې تمې ولرو او ایا دوی واقعي کافر دي چې په اړه یې ځانګړي انتظارات ولرو. ایا په رښتیا دغسې ده چې په لویدیځ کې یو شمېر پیدا شول او ویې ویل، حقیقت مو لیدلی او پېژندلی؛ خو په لوی لاس یې لتاړوو؟ ایا دغسې وه او اوس هم دغسې ده؟ له استثنا تېرېږو، استثنا په موږ کې هم پیدا کېږي. قاعده څه وه؟ ایا لکه څنګه چې زموږ د مسلمانانو ډېره مسلماني تقلیدي او د پټو سترګو وه، د دوی نا مسلماني هم تقلیدي نه ده؟ ډېری مو، دا چې مور و پلار مو مسلمانان ول، مسلمانان یو. د دوی ‌ډېر هم چې مسیحي، یهودي او لاییک دي، مور و پلار یې، چاپیریال یې لاییک، مسیحی او یهودی دي. په موږ مسلمانانو کې څو سلنه چې د ځوانۍ سنګ او عقلي ودې ته رسیدلي څېړنه یې پیل کړې او یو یو دین او ښوونځی یې څېړلی، چې ددوی حقانیت او بطلان یې رابرسېره کړی وي او بیا یې په حق ترین زړه ورتړلی وي؟ عادي او عام خلک دې پر خپل ځای وي، ان لوستو او دیني عالمانو هم ډېر لږ دا کار کړی دی. په نامسلمانانو کې هم پېښه همدغه شان ده. تاسې عام مسیحیان، یهودیان یا زرتشیان وپوښتئ، ولې دغسې شوي یاست؛ نو وبه ومومئ، چې اغلب یې تقلیدي او کورنیز دي. اوس دا پوښتنه رامخې ته کېږي، چې ولې یو شمېر تقلیدي، د ناسمو عاداتو درلودونکي، له واقعي اسلامه لرې شوي، او د خدای نارضا نظامونو په سیورې کې پراته مسلمانان باید پر تمه وي چې برکات پرې وورېږي، ولې ځانونه د خدای لورونې وړ وبولي او تقلیدي نامسلمانانو ته ګرد سره آفات، کړاوونه او ناروغۍ وغواړو. د هستۍ بنسټ پر عدالت ولاړ دی. که د ځان په هکله دغسې بې پاره لورونو هیلې او تمې ولرو؛ نو باید د الهي عدالت په هکله خپل درک او پوهېدنه سمه کړو؛ ځکه ډېر نیمګړی درک دی. «دور فلکي یکسره بر منهج عدل است» ګروهه مو داده چې هستي پر عدالت پیل او پر عدالت ولاړه ده. او د عدل یوه څرګنده او ساده غوښتنه داده چې تبعیض او توکم به نه وي. چاته به بې استحقاقه او بې دلیله څه برخمني نه ورکوي او تش په دې چې یوه نامه یې پر ځان ایښې، کوم مقام به ورنه کړي.

دنیوي نېکمرغي او بد مرغی هم د واقعي ایمان او کفر ېیبره - محصول ده. سمول

موږ «صوري – تقلیدي» اسلام کچه او معیار کړی او کوم خدای چې غلط مو پېژندلی انتظار ترې لرو، چې د عدالت پر خلاف، دا «صوري – تقلیدي» مسلمانان بې دلیله عزتمن کړي او د ودې، تفوق او تکامل شونتیاوې وړیا او بې کړاوه ورپېرزو کړي او یو (صوري – تقلیدي کفر» مو معیار ګڼلی او انتظار لرو چې خدای د عدالت پر خلاف، دوی چې په هڅو او کړاوونو څه نعمتونه او کمالونه تر لاسه کړي ترې واخلي او مقابل لوري ته یې ورکړي. دا څه خوشې او بې حسابه شمېرانه - محاسبه ده؟ خدای تعالی «احسن الخالقین» او «سریع الحساب» او په عدل کې تر ګردو عادلانو عادلتر دی او له آره بشر ته عدالت ورزده کوي. لکه څنګه چې په آخرت کې ژغورنه د واقعي ایمان په ولکه کې ده او بدمرغي د واقعي کفر؛ نو په دنیا کې ژغورنه هم د واقعي ایمان په کړۍ او بدمرغي هم د واقعي کفر په ولکه کې ده. فقهي اسلام او کفر په دې مسایلو کې هیڅ دخالت نه لري. خدای تعالی هیڅوخت ژمنه نه ده کړې، چې که څوک په نامې مسلمانان شول، مرسته ورسره کوي یا که څوک له مسلمانۍ ناخبره وي، ځېل به ورسره کوي او د تکامل به یې خنډېږي: كُلاًّ نُّمِدُّ هَؤُلاء وَهَؤُلاء مِنْ عَطَاء رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاء رَبِّكَ مَحْظُورًا (اسراء/۲۰) دواړو(ډولو) هم دغو او هم هاغو ته خپلې پېرزوینی ورډالۍ کوو او د پالونکي ورکړه دې کله هم (له چا) منع شوې نه ده. د یو فرنګي تاریخپوه په وینا ټول امتونه له خدای سره یوه اندازه واټن لري. د خدای په نزد کرامت په تقوا دی: إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ (حجرات/۱۳) = په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى.

کرامت په تقوا دی او تقوا هم واقعي صفت او ځانګړنه ده او په «صوري – فقهي» اسلام پورې هیڅ اړه نه لري. یو فقهي کافر یو پرهیزګار انسان کېدای شي او یو فقهي مسلمان یو ناپرهیزګار وګړی کېدای شي.
  • د موسی(ع) اوشپون قصه؛ د ظاهري کفر او واقعي کفر قصه ده. په مثنوي کې د موسی(ع) او شپانه قصه شته، دلته هم دا قصه د ظاهري کفر او واقعي کفر قصه ده. موسی(ع) شپانه ته وویل:

گفت موسی های بس مدبر شدی - خود مسلمان ناشده کافر شدی (مثنوی دویم دفتر) گند کفر تو جهان را گنده کرد - کفر تو دیبای دین را ژنده کرد (مثنوی دویم دفتر) گر نبندی زین سخن تو حلق را - اتشی آید بسوزد حلق را (مثنوی دویم دفتر) گفت ای موسی دهانم دوختی - وز پیشمانی تو جانم سوختی(مثنوی دویم دفتر)

شپانه څه کول؟ له خپل خدای سره يې رازو نياز کاوه، داسې خبرې يې کولې چې په ظاهره يې له ديني ژبې سره اړخ نه لګاوه؛ خو زړه يې د ايمان له حقيقته ډک و. موسی (ع) متکلمانه او فقيهانه ورته وويل، دا څه چې وايې د خدای شان سره وړ نه دي.

شیر او نوشد که در نشو و نماست - چارق او پوشد که او محتاج پاست  (مثنوی دویم دفتر)

ایا خدای بچی دی چې شيدې وخوري او وده وکړی، ایا پښې لري چې څپليو ته اړمن وي؟ د شپانه زړه چې د خدای له مينې او معرفته ډک و، د موسی (ع) ټپسورۍ د کینې اور پکې بل کړ، او همدا موسوي ټپسوري يې د اوچتېدو يوه کوړه شوه. شپون له موسی(ع) جلا او «مخ پر بېديا شو او ولاړ».

وحی امد سوی موسی از خدا - بنده ما را ز ما کردی جدا تو برای وصل کردن امدی - یا خود از بهر برید امدی (مثنوی دویم دفتر) ما زبان را ننګریم و قال را - ما درون را بنګریم و حال را (مثنوی دویم دفتر) هندیان را اصطلاح هند مدح - سندیان را اصطلاح سند مدح(مثنوی دویم دفتر) هر کسی را سیرتی بنهاده ام - هر کسی را اصطلاحی داده ام (مثنوی دویم دفتر) گر خطا گوید ورا خاطی مگو - ور بود پر خون شهیدان را مشو خون شهیدان را از آب اولی تر است - این خطا از صد صواب اولی تر است در درون کعبه رسم قبله نیست - چه غم ار غوص را پاچیله نیست (مثنوی دویم دفتر)

خدای تعالی موسی(ع) ته وویل: دا څه دې ورته وويل؟ هر څوک يو مقام لري، له هر چا يوه تمه کېږي، زړه ته يې وويينه.

چند از این الفاظ و اضمار و مجاز - سوز خواهم سوز با ان سوز ساز(مثنوی دویم دفتر)

انګېري، چې په الفاظو خوشحالېږم، زه چې د خلکو خدای يم زما د مينوال زړه دې وسوځي، خوله چې څه وايي ودې وايي:

چونکه موسی این عتاب از حق شنید - در بیابان در پی چوپان دوید (مثنوی دویم دفتر) عاقبت دریافت او را و بدید - گفت مژده ده که دستوری رسید(مثنوی دویم دفتر) ای معاف یفعل الله ما یشا - بی‌محابا رو زبان را بر گشا هیچ آدابی و ترتیبی مجو - هرچه می‌خواهد دل تنگت بگو کفر تو دینست و دینت نور جان - آمنی وز تو جهانی در امان (مثنوی دویم دفتر)

ويې ويل دا ظاهري کفر دې عين د ديانت حقيقت دی؛ ځکه له خدای سره عشقي او د ميني اړيکه لرې. زړه دې په دې مينه روښانه دی. دا چې په ظاهره کفر ليدل کېږي، په زړه کې د ايمان حقيقت دی، « ايمنی و زتو جهانی در امان». د ايمان حقيقت دادی چې انسان له خپل لاسه آسوده او بې غمه وي او نور هم ترې آسوده او بې غمه وي. ته دغسې يو څوک يې، ته نه دنننی لانجه لرې او نه دباندې له چا سره شخړه. او په پای کې شپانه موسی (ع) ته وویل:

گفت ای موسی از آن بگذشته‌ام - من کنون در خون دل آغشته‌ام تازیانه بر زدی اسپم بگشت - گنبدی کرد و ز گردون بر گذشت محرم ناسوت ما لاهوت باد - آفرین بر دست و بر بازوت باد (مثنوی دویم دفتر)

ويې ويل نور دلته مخکې په څېر نه يم، هماغه ستا کوړې وځغلولم او که مخکې پر ځمکه وم اوس پر اسمان يم، خپله خوله مې هم سمه کړه؛ يعنې خوله مې له خپل واقعي ايمان سره انډول کړه او ظاهري ايمان مې هم ترلاسه کړ.

حال من اکنون برون از گفتن است – اين چه می گويم نه احوال من است

نننی احوال مو د خپل تاريخ زوکړه ده سمول

له دې داستانه دا سبق اخلو چې يو واقعي کفر لرو او يو ظاهري کفر، يو واقعي ايمان لرو او ظاهري ايمان، يو پرهيزګاري لرو چې په فقهي مسلمانانو او فقهي کافرانو کې رادبره کېږي او يوه ناپرهيزګاري لرو چې په دواړو کې راپيدا کېږي. نو که داسې ده بايد د ورمندون - قضاوت پر وخت، فقهي مسلماني او کافري څنډې ته کړو. دا د حقوقو او فقهې په کړۍ پورې اړوندېږي، واقعیاتو ته ووينو د واقعیت په ډګر کې موږ څه نه درلودل او دوی څه درلودل. په يوې تاريخي څېړنې موندای شو چې زموږ او د دوی ترمنځ څه عوامل ول که نه ول، چې په دوی کې په تخنيکي لوړتيا او علمي تکامل پای ته ورسېدل او په موږ کې نه. کوم حالات چې لرو، زموږ د تاريخ زوکړه ده. هغه مېوه ده چې زموږ د تاريخ ونې نيولې ده.

د دوی حالات هم همدغسې دي. کله وايو څه چې لويديزوال لري له موږ يې اخستي. پوهان مو په طبابت، جغرافيا، تاريخ، فلسفه ان فزيک او ميخانيک ته په ورنژدې علومو کې مخکښان وو. د اسلامي پوهانو ميراث لويديځ ته ورسېد او نن دوی د مسلمانانو د افکارو او زحماتو ميراثخواره دي. اوس نه غواړم په دې تاريخي مساله کې شخړه وکړم. انګېرم چې دا خبره سمه ده، چې تر يوه بريده هم سمه ده. په هر حال د يونيانو علوم ( ان که ونه وايو مسلمانانو هم څه پرې ورزيات کړل) د مسلمينو له لارې اروپا ته ورسېدل. اروپایانو راروسته خپل نيکونه کشف او وپېژندل، البته يوناني او سرياني علوم اسلامي عربي نړۍ ته ورولېږدول شو او د دوی له لارې د صليبي جګړو په ترڅ او په تېره د قسطنطنيه له سوبې روسته اروپا ته ورمات شول. تر دې مخکې د مسلمينو او نا مسلمينو ترمنځ راکړه ورکړه وه، رو رو د مسلمانانو ډېری آثار وژباړل شول. د اروپا په پوهنتونونو کې تدريس شول. داسې نښې نښانې شته چې ځينې ظريف ټکي چې مسلمانو پوهانو ترلاسه کړي وو، راروسته اروپايي پوهانو ګټنه ترې وکړه. په دې تاريخي حکم کې څه لانجه نه کوو. ان ددې پر سر هم نه نښلو چې ووايو مسلمين يوازې ساده ناقلين او لېږدوونکي وو او له ځانه يې د يونيانو پر مواريثو هيڅ ورزيات نه کړل. خو پوښتوو، ولې په موږ کې د همدې علومو وده تم شوه او بيا ونه غوړېده، خو په نورو کې راوټوکېده، مېوه یې ونیوه او وکارېده؟ له بېخه باید یو عیب را کې پیدا شوی وي. چې خپل میراثونه مو ونشو ساتلای او ګټنه مو هم ترې ونه کړه او نورو چې زموږ له مواریثو سره پردي ول ګټنه یې ترې وکړای شوه؛ نو یوازې ددې ویل چې یو وخت د علم او فضیلت بیرغچان وو، پوښتنه مو نه ځوابوي. ولې دا بیرغ مو له لاسه وووت؟ ولې موږ په خپلې پانګې ګټه ونشوه کړای؛ خو نور زموږ په پانګه ددې دومره شتمنۍ او ګټې خاوندان شول؟ دې پانګوال، دې د بې خرته شتمنیو وارث، څه کاري نیمګړتیا درلوده چې نور ترې مخکې شول؟ پوښتنه همدا ده.

د لویدیځ د علمي او تخنیکي پرمختګ یو لړ عوامل سمول

دلته په لنډو د لویدیځ د علمي او تخنیکي برلاسۍ په اړه اشاره کوم. (لومړی عامل) په لویدیځ کې د ولسواکۍ واکمنېدل ومویل، موږ د استبداد پر آفت اخته وو؛ خو په لویدیځ کې چې د دموکراسۍ (ولسواکۍ) نسیم ولګېد په ځان پسې یې ډېری برکتونه راوړل. او دا ددې ټاټوبي د تمدن د غوړېدا لومړی عامل و. دا چې ولې هلته د ولسواکۍ نسیم راوالوت، ولې د فرانسې انقلاب راپېښ شو او څه وشول چې د برابرۍ، رورۍ او ازادۍ شعارونه پر خولو شول، دا بلې څېړنې ته یوه موضوع کېدای شي.

د نوي علم په راښکاره کېدو د ولسواکۍ نسیم راوالوت سمول

هو، په لویدیځ کې د پرمختګ یو له عواملو له استبداد سره په ټینګه مبارزه او د ازادۍ او ولسواکي راختل و، چې له بده مرغه ختیزوال تر ډېره بریده ترې بې برخې پاتې شوې دي. په ګومان مې یو له مهمو علتونو چې لامل شو په لویدیځ کې، تر سختو مبارزو روسته استبدادي غونډالونه راوپرځېدل او د ازادۍ او ولسواکۍ نسیم راوالوت، د نوي علم راښکاره کېدل و. (دویم عامل) د پروتستانتېزم د خوځښت راښکاره کېدل و، چې له کلیسا یې مرجعیت او حجیت سلب او لرې کړ.

بل علت یې د کاتولېسېزم پر وړاندې د پروتستانتېزم د خوځښت راښکاره کېدل و، چې د کلیسا مرجعیت یې تر پوښتنې لاندې ونیو او روحاني استبداد یې ولړزاوه. دا ټول ددې لامل شو، چې د افکارو ودې ته فضا پرانستل شوه او عمل ته ډګر ورپراخ شو. د فکر د ودې ستر خنډ او وژونکی، د هغو وګړیو شتون دی، چې له علومو په یوه علم کې، د مرجعیت اړخ پیدا کړي او خبره یې حجت وي. هغوی چې ځان ته پر دغسې یو مقام قایل دي، ته وا لازم نه دي د خپلو مدعیاتو پر وړاندې کوم دلیل ترې وغوښتل شي. دوی د خپلو مدعیاتو دلیل خپله وګړه بولي. دا د علم ودې ته وژونکي زهر دي. علم هله وده کوي چې له وګړو واټن ولري او ترې لرې شی. خو که یو کس ددې پرځای چې خپلې خبرې ته حجت راوړي، پخپله حجت شي او وګړه یې عین دلیل شي، په هماغه آفت اخته کېږو چې د منځنیو پېړیو له ځانګړنو وه. ویل یې استاد دغسې ویلي (Magister dixit ) یعنې نور د بحث او ویینې ځای نه دی. او په دې توګه یو غندل شوی او په پټو سترګو بهیر غځېږي او په علمي ټولنه کې کره کتنه (نقادي) ښه نه دودېږي او درناوی یې نه کېږي؛ خو کله چې له وګړیو دا ډول حجتونه واخستل شو او عالمان ټول برابر کېناستل او حق له پیاوړي دلیل سره و،نه له ځواکمنې وګړې سره؛ نو په دې حال کې د علم ودې ته ښه لاره چاره پیدا کېږي. په لویدیځ کې له یو څه وخت روسته دا حالت واکمن شو او په همدې دلیل تجربي علومو پکې پښه ټینګه کړه.

تجربي علومو د معرفت سرچینې ډېرې او په پایله کې روحاني استبداد یې کابو کړ. تجربي علم له فلسفې سره دا توپیر لري، چې فلسفه یو استدلالي او تعقلي فن دی او وده یې تر ډېره برېده د وګړي په اندیز وس او ځواک پورې تړاو لري. حال دا د تجربي علم داور او قاضي بهرنۍ نړۍ ده او فلسفي پېچلتیاوې ترې لرې دي. دلته څوک عقلي استدلال درڅخه نه غواړي؛ بلکې باید په تجربه وښووای شئ چې بهرنۍ نړۍ پلانی حکم لري که نه، دا البته د تجربي علم له څېړنې او استحکامه څه نه کموي؛ بلکې د مازې عقلاني قوت له ډډې وهلو یې بچوي او دوهم مغالطې لاسوهنه او دخالت پکې کموي. کله چې عقلي علوم د بشري معرفت بیرغوال ول، شخصیتونو ته پاملرنه ډېره وه خو کله چې تجربي علوم د بشري معرفت بیرغوال شول، له شخصیتو پاملرنه راوګرځېده او د بهرنۍ نړۍ قضاوت ته ورواوړېده. په لویدیځ کې د تجربي علم وده له څو نورو کوچنیو او غټو پېښو سره مل وه،چې ځینې یې علت وې او ځېنې یې معلول. او دا ټول ددې ټاټوبي د پرمختګ لامل شو. د تجربي علومو ودې د کشیشانو او مسیحیی روحانیونو او شیخانو چټیات کابو کړل. دا یو مهم ټکی دی چې ارواښاد علامه اقبال لاهوري هم په خپلو لیکنو کې راوړی دی: کله چې یوازې د معرفت سرچینه یوه او دا هم د روحانیونو او ملایانو په واک کې وي، د روحاني استبداد ته لاره چاره برابرېږي؛ خو کله چې د معرفت څو سرچینې وي، وضع یو مخې اوړي. په همدې دلیل وایو، تجربي علم چې راوووت د کلیسایي استبداد او سرزورۍ پر وړاندې هم ودرېد. د کلیسایي استبداد راپرځېدل هماغه او د پاچاهي استبداد راپرځېدل هماغه.

د تجربي علم په نامې د یو معرفت راټوکېدنه، چې یو نږه عقل نه و او د چا په وګړې یې ډډه نه وه وهلې او د کلیسایانو ددیني معرفت سیال و او بشر ته یې په طبیعت کې د تصرف او لاسبری لار ورښوده او د فلسفې پرخلاف روشمند او مضبوط و، په نظر مې د لویدیځ په تاریخ کې یوه مهترینه پېښه وه چې پېښه شوه. او نورې پېښې یې په ځان پسې را پیدا کړې. څرګنده ده د علم د ودې او لوازمو له غوښتنو، او په تېره د تجربي علم، د آزادۍ مبادله ده. وګړي باید خپلې خبرې وکړای شي او خپل نظریات یو بل ته وویلای شي. نباید وګړې خپلې روستی خبرې وکړي. په دې فضا کې ګالیله، بوفون او داروین له کلیسا سره خپلې مبارزې پیل کړې او ازادي غواړیو او سیاسي فیلسوفانو، له پاچایانو، مستبدانو او دیکتاتورو واکمنو سره مبارزې پيل کړې، ددې ټولو پایله دا وه چې رشنالیزم - سولواله ته فضا پرانستل شوه او همدا رشنالیزم و، چې د بشر پاملرنه یې په دنیا کې توکیزې - مادي سوکالۍ ته ورواړوله. رشنالیزم - یعنې عقلانیت یا سولواله او د وبر په وینا له هستۍ د افسانو څنډنه  demystification) ) - یو څیز و، چې په لویدیځ کې پېښ او لامل شو چې د انسانانو، ځمکې، طبیعت او علمي قوانینو ته ورپام شي او له ډېری کږنو او انګېرنو - خرافاتو سترګې پتې کړي او دنیوي سوکالۍ ته یې ورپام شي او له علم سره په ملتیا او مرسته یې په تکنالوژۍ منګولې ولګوي، له دوی سره اړوند یا یې په مقتضا اخلاق رادبره کړي او یا یې وزغمي او په نننۍ مانا د پراختیا درلودونکي شي. 

لویدیځ غافلانه دا بهیر وواهه او د علم په څېر څربن څېز نورو عناصرو او څېزونو ته لار پرانسته داسې چې ویلای شو، غرتي ټولنه یوه «علم چورلیزه» ټولنه ده. په دې مانا چې ګرد څیزونه یې د علم چورلیزتوب ته په ورمخه کولو، توضیح کولای شو: سیاست یې، اخلاق یې، صنعت یې، پراختیا یې، هنر یې او نورې چار یې او دا د «وبري» عقلانیت یو بل تعبیر دی. د علم چورلېزېدل، زموږ په ختیځه ټولنه کې پېښ نه شول او حالات مو نوي نه شول، او د منځنیو پېړیو تاریخ مو لږو ډېر وغځېد او که هوډ وي چې د تجدد پر لور کوم خوځښت پیل شي؛ نو باید علم او عقل را کې خپل مقام ومومي. هو، شونې ده چې خپلې یو شمېر ستونزې په ښکیلاک او استکبار پورې وروتړو، چې یو سم او مهم ټکی هم دی. یعنې زموږ د تاریخ مزاج استبداد ته وړ و او لویدیځ میشتو زموږ په هېوادونو کې دا مستبدان پیاوړي کړل او د خپلو ګټو لپاره یې وکارول. همدې ښکیلاکي سیاستونو لوبڅي واکمنان راوتپل، له پردیو او خپلو وځورېدو. پردی د انسان په څېر راسره ونه چلېدل، او بې انصافه نظامونه یې راوتپل او که په تاریخ کې مو څه ناڅه طبیعي وده کړای شوه، ددې یې هم مخه ونیوه، خپله همدا مطلب د سوچ وړ دی، ولې هغه ملت چې څه قدرې مخکې شو، پر روسته پاتې ملت یې زړه ونه سېځه او لورنه یې پرې ونه کړه او بلکې په لغته یې وواهه او ذلیل یې کړ. په دې تمدن کې څه تېرېدل چې دغسې بې اخلاقه، نېشه او نا انسان شوی و؟ لویدیځوالو په داسې وخت کې پرمختګ وکړ چې د ښکیلاک سیوری ورباندې نه و او علم هغه وخت پکې راوټوکېد چې جدي سیال یې پر وړاندې نه و او دا یې یو بخت و؛ خو مسلمان او شرعي ملتونه، کله چې د پرمختګ په فکر کې شول؛ نو د ښکېلالګری جدي سیالان یې په څنګ کې ودرېدلي وو او د دوی لږ حرکت یې هم څاره او د پرمختګ پر وړاندې یې خنډونه ورپیدا کول. بې انصافه سیالان دا هغه ستونزه وه، چې د تاریخ په روستۍ پېړۍ کې مو درلوده. یوه برخه د داخلي پاچایانو ظلم راباندې و او یوه برخه د بهرني واکمنو، او د کار پای دا شوه، چې دادی ورسره مخ یو. == څلورمه خبره: پرمختګ == اوس د ودې او پرمختګ پر خبرې لیګا کېږو. که ښه ورځیر شو د غربي تمدن یو مخ هغه اخلاقي مفاسد دي، چې پکې شته دا مفاسد باید ددې تمدن تفالې اوبوسه وبولو، یا یو اعزې چې ددې ګل ترڅنګ راټوکېدلی دی. بل مخ یې استکبار او ښکیلاک دی چې مخکې وویل شو. دا بهرنی او دنننی فساد د لویدیځ حکیمانو نقد کړی دی. د لویدیځ تمدن بل مخ، عقلانیت، علم او تکنالوژي ده. غربي تمدن له علم و تکنالوژۍ، اخلاقي مفاسدو او ښکېلاکه جوړ یو مثلث دی

غربي تمدن یو مثلث دی؛ یوه ضلع یې علمي تخنیکي وده ده، بله یې دننني اخلاقي مفاسد دي او درېیمه ضلع یې دباندنی ښکیلاک دی. باید دا مثلث له درې واڼو ضلعو سره یې وپېژنو. اوس ستونزمنه پوښتنه داده چې دا درې واڼه ضلعې د یو بل لازم و ملزوم دي؛ یعنې یوه یې بې له دوو نورو شته کېدای نشي که نه، دوی یو له بله جلا کېدوني نه دي. او روسته، که مو وویل له سولیز - منطقی او عملي پلوه بېلېدوني دي؛ نو باید ووینو څه لامل شوي چې په لویدیځ کې دا ټول یو ځای او په نه جلا کېدوني ډول پېښی شوي، او یو له بل سره ټولنیز او دوستانه ژوند تېروي او تر ټولو مهمتر په ټول کې پر دغسې مثلث د یو تکامل موندونکی مثلث نامه ایښووای شو، او کمال یې په څه دی؟ دا ټکی ډېر سوچ وړ دی. == د یو موجود د ودې او د کاملېدو کچه او تعریف ==

لومړی د ودې او تکامل یوه کچه یا درښیم یا یو تعریف یې درته کړم. که ومنل شو؛ نو له مخې یې یو سنجول شوی ورمندون - قضاوت وړاندې کولای شو: کچه، معیار او تعریف دادی: یو څیز هله کامل او پوره کېږي چې ځان ته ورنژدې شي یا له ځانه زواید، پردي، خیري او زنګونه ښه وتوږي او وڅنډي. د یو موجود کاملېدل په ښه «خود = ځان» کېدو کچه کې یې دی، یا د دنننۍ ودې له لارې یا د بهرني خنډنو د لرې کونې له لارې. اوبه په پام کې ونیسئ، چې څومره مالګینې شوي وي د اوبو خوند پکې پاتې نه وي، دا اوبه څه وخت اوبه کېږي؟ څه وخت اوبه کېدو ته ورنژدې کېږي؟ کله چې بیخي دا پردی عنصر یعنې مالګه ترې لرې کړو او اوبه، نږه شي. دلته د اوبو نږه کېدنه د اوبو په کاملېدو او اوبو کېدو پای ته ورسېده. کله چې وایي پلانی ځای پاک او سوتره شوی دی؛ یعنې پرتې دوړې ترې څنډل شوي دي.

په ټولیز ډول د پردیو د لرې کونې پایله د تکامل پایله ده. څومره چې اغیار لرې کړئ او ډېر ځان ته متوجه شئ؛ نو ځانونه موږ، پوره او کامل کړي دي. د انسان په اړه همدغسې ده. رذایل اغیار دي، که ځان ترې سوچه کړو؛ نو نږه او پوره شوي به یو. دا د کمال یوه مانا ده. دا مانا په بل ډول هم ویلای شو، چې داده؛ له خپل تعریف سره د یو څیز ورنژدې کول. له څوکۍ یو تعریف لرو. فرض کړئ یو څیز وینئ چې له څوکۍ سره هیڅ ورته والی نه لري، پښې، د ناستې ځای او پشتي نلري. څه وخت دا څیز چوکۍ کېږي؟ هله چې دا د څوکۍ تعریف ته ورنژدې کړو. د چوکۍ تعریف څه دی؟ یو څیز دی چې څلور پښې، یوه پشتی او د ناستې ځای لري، که رو رو دا څیز دې تعریف ته ورنژدې کړئ؛ نو په دې حال کې مو چوکۍ کړې، نو نیمګړې او ناقصه چوکۍ، د چوکۍ له تعریفه ډېره لرې ده او څومره چې د چوکۍ تعریف ته ورنژدې کېږي کامله او پوره کېږي، تردې چې د څوکۍ پوره تعریف پرې تطبیع او صادق شي؛ نو هله پوره چوکۍ کېږي. کله چې وایو کامل او پوره انسان؛ یعنې بې نقصانه او سل په سلو کې د خپل تعریف له مخې انسان، هر انسان چې له دې تعریف سره سنجوو، څه چې له دې تعریفه کم لري نیمګړی دی، څومره چې دې تعریف ته ورنژدې کېږي انسانېږي. نو د کمال تعریف، خپل واقعي تعریف ته د یو موجود ورنژدې کېدل. یوه پوره سترګه څه ده؟ هغه سترګه ده چې ښه ویني. هغه سترګه چې ښه نه ویني نیمګړې او ناقصه ده.

کمال په انډولې او هر اړخېزې ودې کې رانغښتی دی سمول

ددې تعریف پایله دا ده، چې کمال په هر اړخېزې او انډولې ودې کې رانغښتی دی. لکه چوکۍ هله پوره چوکۍ کېږي، چې خپل تعریف ته د وررسېدو پر لور په هر اړخیز او انډول ډول حرکت وکړي، نه دا چې یوازې پښئ یې حرکت وکړي او پاتې نور څیزونه یې پر ټپه ولاړ وي. کله د یوې خوا وده د بلې خوا د ودې خنډېږي. کمال په انډوله وده کې نغښتی دی، کله نا انډوله وده، د کمال خنډېږي. ظاهر ویني انسانان پر یو اړخیزه وده غولېږي او انډول ته پام نه کوي. خو واقع ویني انسانان وده او انډول دواړه په پام کې نیسي او پوهېږي که یو یې د بل مله نه وي، د ګټې پر ځای به مو زیان کړی وي.

== په لویدیځ کې نا انډوله وده شوې ده

==

څه چې په لویدیځ کې پېښ شوي، د ودې ددې تعریف له مخې دي؛ خو ناانډوله وده ده (دلته د ودې یا پرمختګ د کلمې له کارولو مخ نه اړوم). یعنې یو موجود دی چې یو لړ اندامونو یې سرباندې - فوق العاده وده کړې؛ خو یو لړ نور اندامونه یې پوره په ټپه ولاړ او د ځوړتیا په حال کې پاتې دي.

د لویدیځ نا انډولې ودې ته کمال نشو ویلای سمول

په رښتینه کې یوه سرطاني وده پېښه شوې، چې هډو کمال یې نومولای نشو. اوس موندای شو چې ولې یو شمېر پر لویدیځ زړه وربایلی، یو شمیر ورشا کوي، یو شمېر یې ستایي او یو شمېر لعنت ورباندې وايي.

هغه چې د لویدیځ پر تمدن یې زړه وربایللی او د پرمختګ خبرې یې کوي، رښتیا وایي، دلته پرمختګ شوی، په هیڅ دلیل یې له پرمختګه نټه نشو کړای. او دا یوه ضروري او اړینه منښته ده. هغه چې وايي دلته ځوړتیا او انحطاط راپېښ شوی، رښتیا وايي؛ ځکه د ودې ترڅنګ ناانډولي ویني دا په لویدیځ کې یو با دبدبه شاهزاده ویني چې له دننه ناروغ دی. یو ښار ویني چې له نعمتونو او عظمته ډک دی؛ خو طاعون ځپلی دی. یو بې عشقه او بې میني عقل ویني او یوه بې ساتنه او بدن یو بې باطنه ظاهر، یو بې اخلاقه علم، دباندنېی ازادي او دنننی بند او اسارت.

ایا د لویدیځ میشتو وده له انډول سره اوږه په اوږه کولای شو؟ سمول

اوس مهمه پوښتنه داده چې دا وده له انډول سره ملګرې کولای شو که نه؟ په اوسني پېر کې د ختیځ او درېیمې نړۍ د ډېری روښانفکرانو ګرد سره درد همدا دی. فرانتز فانون ویل: « د اروپا تجربه را بسیا ده، دویمه اروپا کېدنه نه غواړو» دوی کله هم د لویدیځ علم او تکنالوژي نه نفې کوله؛ خو ویل یې چې دا مثلث له درې واړو اضلاعو سره نه غواړو. غواړو علم او تکنالوژي بومي او ځاني کړو او اجازه نه ورکوو چې هېوادنی او ځاني فرهنګ مو د غربي علم او تخنیک په منګولو کې را غونج او سا یې ټپه شي. هغې لورې ته داسې کسان ول، چې دا مثلث یې له درې واڼو اضلاعو سره پلوره او د مولوی په وینا «ای قصاب این ګرد ران با ګردن است.»

د درېیمې نړۍ په روښانفکري ډګر کې مهمه خبره داده چې له دې مثلثه تښتېدای شو که نه؟ ایا خپله لویدیځ میشتو د تېښتې لار درلوده او دا اړخونه یې جلا کولای شول؛ خو ویې نه کړل که نه؟ او یا په خپلواکه لار تلای شو که نه؟ ډانګ پېیلې ده چې د لویدیځ په تمدن کې یوه نیمګړنه او عیب شته او ددې بوټي په جرړه کې یوه ناروغي او آفت ورپرېوتی چې دا ترخې مېوې یې نیولي. خبره یې په درملنه کې ده.

د لویدیځ تمدن له طبیعته په برخمنۍ او هم دین ته په ورشا کونې کې د افراط لار خپله کړې ده. د لویدیځ تمدن له طبیعته په افراطي برخمنۍ کې اوس پر مهلکې پرخورۍ اخته شوی او بلخوا دین او معنویت ته یې چې ټینګه بې پامي وه؛ نو اوس هغه افراط او دا بې پامي خپل غچ اخلي. دوی د مسیحي شیخانو او روحانیونو د چټي خبرو او خوشې په خوشې چارو مخه ونیوه؛ خو د دین حقیقت داسې څه نه ول چې یو مخې له روحانیانو سره و. نن د بشر دې اړتیا او دې تشې ښه ورپام شوی دی.

دا خو څه بې لامله نه ده، چې دا پېر یې د «حسرت» پېر نومولی دی. انسانان د یو ایماني چاپېریال د درلودو هیلمن دي. دا چار په کمونیستي ټولنو کې هم تجربه شو. کمونستانو هم د معنویت لمر تت نشو کړای. نظریه یې ورکړې وه، چې دین د وټیزو شرایطو زېږنده او معلول دی، که شرایط واړوو، دینداري او دیني ګروهې به خپلې بسترې وتړي؛ خو ونشو. ختیځ میشتو ته د لویدیځ تاریخ یوه تجربه ده.

هو، موږ له لرې د لویدیځ تاریخ څارو؛ نو څه چې هلته پېښ شوي، باید سمه شننه ترې ولرو. په اوسني وخت کې ختیزوالو ته د لویدیزوالو تاریخ یوه تجربه ده. هیڅوک نه غواړي د لویدیځ دویمه نسخه وي. د کاپي کولو او د لویدیځ د حسرت خوړو وخت تېر شوی دی، نن درېیمه نړۍ سترګوره او هوښیاره شوې، پوهېږي چې د بشري تاریخ دا برخه نالیدلی ګڼلای نشي، خو نالیدلی ګڼل د نېغې نسخې اخستو پر مانا نه ده؛ بلکې پېژندنې، سبق اخستو او عبرت اخستو پر مانا ده، نه دا چې په پټو سترګو او بې دلیله لاروي ترې وشي. هسې نه څوک مې له خبرې استنباط وکړي، چې لویدیځ میشتي، اسلام یا واقعي مذهبي ایمان لري؛ نو ځکه په هغو نعماتو او برکاتو کې رانغاړل شوي چې مسلمانان ترې بې برخې دي. خبره مو دا وه که په کوم ځای کې یو کمال وي، که څه په نیمګړي ډول وي؛ نو دا کمال د یو واقعیت زیږنده او معلول دی او په خوشې ادعاوو او مازې تصادف له مخې تر لاسه شوې نه دی. د علم او تخنیک وده، د دروغو، حق لتاړولو، لټۍ، ظلم، تبعیض او توکم پالنې زوکړو او معلول نه وه. او دا کمال، مسلماً د نورو کمالاتو بچی دی، چې باید پیدا یې کړو. لویدیځ میشتو ان که له نورو غلا کړې، په خپلو منځونو کې یې په امانت ویشلې. له یوې سراسرې فاسدې ټولګې چې ګردې ژونکې - حجرې یې چټلې او فاسدې شوی روغ رمټ غړی را ایستای نشو. له دې سره سره له حقه غفلت او الهي دین ته ناپامي، اجازه نه ورکوي چې ژوند له باطني اړخ او په ژوره توګه پر مطلوبه وجه وي او انساني اړیکې له پاکۍ او ښه آرمانه برخمنې شي. او دا دی لویدیځ میشتي د دې مخ اړونې پر سزا اخته دي.

په لویدیځ کې، دنننۍ ازادي یو مخې هېره شوې ده سمول

دوی، که فرضاً له دباندېنۍ سیاسی ازادی برخمن دي، یو مخې یې دنننۍ ازادي هېره کړې ده (لکه چې موږ هم پرېمانه برخمني ترې نه لرو) او همدا لامل دی لکه څنګه چې ښايي بهرنۍ ازادي پایله ونه لري. مع الوصف، که په یوه چار کې یو حسن لیدل کېږي، باید دا بل حسن ته راجع وګڼل شي، او نباید د لویدیځ پر ضد دښمنانه یا جاهلانه دریځ ونیسو او د څو جاهلانو د خوشالۍ لپاره داسې خبرې وکړو، چې ته وا په لویدیځ کې نه حسن شته او نه څه هنر او نه څه کمال. او داسې ښکاره کړو چې ته وا هلته ناخبره، بېچارګان او بې هنره خلک دي، چې خوري څښي او الحاد یې خپل کړی، او خوشې په خوشې د علم، تخنیک، ولسواکۍ، ابادۍ، اګاهۍ او ازادې درلودونکي شوي دي. او موږ چې له هر ډول هنره برخمن یو، ټول په تصادف یا جبر، اسماني ټکه راپرېوتې او د زمانې پر تریوټندۍ اخته شوي یو. د دغسې خبرو پایله داده چې لا مو په ظلم او تیارو کې ساتي او د شننې او سمې هاند و هڅې وس را نه اخلي. باید له ذکر حکیم څخه واورو، چې د نعمت د کفران پایله د نعمت زوال دی:

وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللّهِ فَأَذَاقَهَا اللّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ (نحل/۱۱۲) = خداى (هغوى ته چې د نعمت ناشكري يې كړې ده) بېلګه راوړې ده : يوه د امن او ارام اباده سيمه وه (چې) له هر لوري پرېمانه روزي وررسېده؛خو د خداى د نعمتونو ناشكري يې وكړه او خداى (هم) د خپلو كړنو له امله د لوږې او وېرې خوند پرې وڅاكه .

او چې یو قوم ځان وانه ړوي، خدای یې نعمت ابادي او سوکالي نه وراړوي. ذَلِكَ بِأَنَّ اللّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمْ (انفال/۵۳) = دا (سزا) له دې امله ده، چې خداى يو نعمت كوم قوم ته ورپېرزو كړى وي؛نو تر هغه يې نه بدلوي،چې هغو خپله کړنلار اړولي نه وي.

او له همدې امله باید ووینو که مسلمین پر لوږه او بې امنیتۍ (جوع و خوف) اخته شول او که مسلماني له ابادۍ جلا شوې، او که کافرانو سوکالي ترلاسه کړې؛ نو کوم کفران یا شکر یې لامل و. او هېر مو نشي چې د نعمت کفران هم د کفر له مقولې او د نعمت شکر هم د ایمان له مقولې دی.”

هیلمن یم څومره چې لیک لوستي هېوادوالو ته د نوي څرک د را پیدا کېدو لامل وي، او هېواد ته په راستنېدا کې د خپلو هېوادني شرایطو په پامنیوي د بیارغاونې په چارو لاس پورې کړي، چې هم خپل دیني او ملي ارزښتونه وساتو او هم د تمدن له کاروانه پاتې نه شو. د خلق دموکراتیک ګوند او د طالبانو له واکمنۍ تجربه مو مخې ته پرته ده او باید په تدبیر، سنجول شویو کړلارو او زغم له بیخه د هېواد د نادودو له منځه وړو لپاره مټې رابډ وهوو.