د لغمان ملي راډیو تلویزیون

د لغمان ولایت ملي راډیو تلویزیون د لغمان ولایت ملي راډيو تلوېزون په ١٣٨٣ لمريز کال په لغمان کې تاسيس شوى، چې راډيو يې اتلس ساعته او تلوېزون يې څلور ساعته خپرونې لري. د لغمان د ملي راډيو تلوېزون ټولې خپرونې رغنيزې، اصلاحي، ادبي او فرهنګې رنګ لري. د دغې راډيو تلوېزون مشر محب الله محب دى، چې له لسو ډېر کارکوونکي لري.