د لرغونې نړۍ بیزو

د لرغونې نړۍ بیزو یو عام انګليسي نوم دی چې د «پرايميټ» (د ژويو په ځانګړي ډول د بیزوګانو د نسل نيکونه يا اصل منشا پرايميټ بلل کېږي، چې بېلا بېل انواع لري) د هغې کورنۍ لپاره کارول کېږي، کومه چې په ډلبندۍ کې د « Cercopithecidae» په نوم پېژندل شوې. څلوروېشت جنسونه او يو سل او اته دېرش انواع يې پېژندل شوي، په دې ډول، دا په «پرايمیټ» کې تر تولو ستره کورنۍ ده. د لرغونې نړۍ بیزو په جنس کې «بمبونز» (د  Papi جنس)، سور کولوبوس (د Piliocolobus جنس) او ماکاکيوس (د Macaca جنس) شامل دي. د لرغونې نړۍ د بیزوګانو په نورو عامو نومونو کې «talapoin، guenon, colobus, douc، (douc Langur، genus Pygathrix)، Vervet، Gelada، Mangabey (د genera يوه ډله)، Langur، mandrill، surili (Presbytis)، patas،  او proboscis » بیزوګیان شامل دي. له «فيليو جينيتکي» اړخه، دوی ټول د نوې نړۍ د بیزوګانو په نسبت «ايپ» ته ډېر نژدې دي. دوی له پنځه څلوېښت نه تر پنځه پنځوس ميلیونه کاله مخکې، د نوې نړۍ د بیزوګانو له يو شريک اصل نه جلا شوي وو.[۱]

د لرغونې نړۍ تر ټولو کوچنۍ بیزو « talapoin» ده، چې د سر او تنې اوږدوالی يې له څلور دېرش نه تر اووه دېرش سانتي متره پورې ده، وزن يې له صفر اعشاريه اووه نه تر يو اعشاریه درې کيلوګرامه دی. تر ټولو ستر يې « mandrill» دی چې اوږدوالی يې اويا سانتي او وزن يې پنځوس کيلو ګرامه دی. د لرغونې نړۍ د بیزوګانو د څېرې ځانګړتياوې مختلفې دي؛ ځينې يې پوزې (وربوز) لري، ځينې يې د اوارې پوزې او ځينې يې رنګه دي. ډېری يې لکۍ لري، خو له دوی نه چاپېرېږي نه (هغه لکۍ چې سترې وي او ژوی يې د بدن نورو څنډو ته رسولای شي).[۲]

د لرغونې نړۍ د بیزوګانو اصلي استوګنځای اوسنۍ افريقا او اسيا دي، چې په ګڼو ټولنو کې ژوند کوي: په استوايي باراني ځنګلونو کې، سوانا، د بوټو لرونکو سيمو کې او په غره ييزو سيمو کې، په تېر کې د اروپا په ډېرو سيمو کې اوسېدلي دي؛ اوسمهال په اروپا کې يواځې د جبل الطارق د « Barbary macaques» په نوم نوع يې پاتې ده. دا نه ده معلومه چې دوی د جبل الطارق اصلي اوسېدونکي دي او که انسانانو دلته راوستي دي.

د لرغونې نړۍ ځينې بیزوګان په ونو کې ژوند کوي، لکه:«کولبوس» بیزوګان، ځينې يې بيا د ځمکې اړوند دي، لکه:«بابونز». ډېری يې لږ تر لږه تر يو بريده هر څه خوري، خو ډېری يې بوټي خوښوي، کوم چې د دوی د خوراک ستره برخه جوړوي. ډېری یې زيات موکه پرست دي، د مېوو خوراک ته لومړيتوب ورکوي، خو ټول هغه خوراکي توکي خوري، چې په لاس ورځي، لکه: ګلان، پاڼې، غوټه لرونکي توکي، ډنډر لرونکي، خځنده ګان، ګوګنټې، کوچني تي لرونکي ژوی او خځلې او د انسانانو له خوا جوړ شوي شيان. [۲]

د درجه بندۍ له اړخه ډلبندي او فايلوجيني (د ژويو د توکم تکامل). سمول

دوه ډوله فرعي کورنۍ پېژندل شوې دي، لومړۍ یې « Cercopithecinae» ده، چې په عمده توګهً افريقايي دي، خو په دوی کې د « macaques» په نامه جلا شوی جنس هم شامل دی، کوم چې اسیايي او شمالي افريقايي دی، دويمه کورنۍ يې « Colobinae » ده، په کوم کې چې تر ډېره بريده اسيايي نسلونه شامل دي، خو افريقايي «کولوبس» بیزوګیان هم په کې شامل دي.

لايني (سويډني ژوپوه لانيس ته منسوب ترتيب دی) ډلبندي له پیاوړې کورنۍ نه پيليږي، چې په لاندې ډول ده:

  • د «Cercopithecoidea» پياوړې کورنۍ.
    • د « Cercopithecidae»کورنۍ: د لرغونې نړۍ بیزوګیان.
      • فرعي کورنۍ «Ceropithecinae».
        • قبيله «Ceropithecini».
          • جنس «Allenopithecus»-الين سوامپ بیزو.
          • جنس «Miopithecus» - talapoins.
          • جنس «Erythrocebus» - پټاس بیزوګیان.
          • جنس «Chlorocebus».
          • جنس «Ceropithecus» - ګنون.
          • جنس «Allochrocebus» - ځمکنی ګنون.
      • قبيله «Papionini».
        • جنس «Macaca»- مکاکوس.
        • جنس «Lophocebus» - تاج لرونکي مانګابيس.
        • جنس «Rungwecebus» - kipunji.
        • جنس «Papio» -بابون.
        • جنس «Theropithecus» - جيلاډا.
        • جنس «Cerocebus» - د سپينو سترغليو مانګابيز.
        • جنس «Mandrillus» - مانډريل او ډريل.
      • فرعي کورنۍ «Colobinae».
        • افريقايی ډله.
          • جنس «Colobus» تور او سپين کولوبس.
          • جنس «Piliocolobus» -سور کولوبس.
          • جنس «Procolobus» - زيتوني کولوبس.
        • لنګور(پاڼو بیزو) ډله.
          • جنس «Semnopithecus» - خړ لنګور يا هنومان لنګور.
          • جنس «Trachypithecus» - لوتونګس.
          • جنس «Presbytis» - سوريليس.
        • د نااشنا پزې ډله.
          • جنس «Pygathrix» - ډوکس.
          • جنس «Rhinopithecus» د بندې پزې لرونکي بیزوګیان.
          • جنس «Nasalis» - پروبوسکس بیزو.
          • جنس «Simias» - د خنځيز ډوله لکۍ لنګور.

د ايپ او بیزوګانو تر منځ توپير، د دوديز «پيرافيلي» له امله پېچلی دی: ايپس په « catarrhines» کې د لرغونې نړۍ د بیزوګانو د خور ډلې په توګه راڅرګند شوي، کومه چې خپله د نوې نړۍ د بیزوګانو خور ډله ده. په همدې بنسټ، په کلاډيسکي توګه، ايپ، catarrhines او د هغوی معاصر اړوند له منځه تللې ډلې، لکه: « Parapithecidae» هم د بیزو د يو جلا تعريف له مخې بیزوګیان دي. [۳]

په قانوني ډول، د لرغونې نړۍ په بیزوګانو کې « catarrhines» هم شاملېدای شي، د ايپس او له منځه تلليو نسلونو په ګډون، لکه: « Aegyptopithecus»، په دې حالت کې به ايپس، «Cercopithecoidea» او «Aegyptopithecus » ان « Platyrrhini» د لرغونې نړۍ بیزوګانو په ډله کې راڅرګند شول. له تاريخي اړخه، د لرغونې نړۍ بیزوګیان (افريقايي-عربي) نږدې څلوېښت ميلیونه کاله مخکې، په يو ډول نوې نړۍ ته ولېږدېدل او په دې ډول يې د نوې نړۍ بیزوګیان (platyrrhines) منځ ته راوړل. ايپس په افريقايي-عربي ډله کې وروسته راڅرګند شول.[۴][۵]

ځانګړتياوې سمول

د لرغونې نړۍ د بیزوګانو اندازه، له منځنۍ نه نيولې بيا تر سترو پورې رسېږي، د ونو له ډولونو نه، لکه: «کولوبس» بیزوګیانو نه نيولې، بيا تر ټولو ځمکنيو ډولونو پورې رسېږي ،لکه:«بمبون». تر ټولو کوچنی يې «ټالاپوين» دی، اوږدوالی يې له سر سره له څلور دېرش نه تر اووه دېرش سانتي متره دی، وزن یې له صفر اعشاريه اووه نه نيولې بيا تر يو اعشاريه درې کيلو ګرامه پورې رسېږي، په داسې حال کې چې تر ټولو ستر يې «مانډريل» دی(د دې نوعې ښځينه یې په څرګند ډول کوچنۍ ده)، اوږدوالی يې اويا سانتي متره او وزن يې تر پنځوس کيلو ګرامه رسېږي.[۶]

د لرغونې نړۍ ډېری بیزوګیان لکۍ لرونکي دي(د کورنۍ د نوم معنا يې ده «لکۍ لرونکي ايپ»)، د بې لکۍ ايپ پر عکس، چې لکۍ نه لري. د لرغونې نړۍ بیزوګانو لکۍ، د دوی له ځانه نه تاوېږي (خپره نه وي)، لکه چې د نوې نړۍ د بیزوګانو « platyrrhines» همداسې وي.

له « platyrrhines» نه د « catarrhines» توپير د «رينيريم» په جوړښت پورې اړه لري او د لرغونې نړۍ د بیزوګانو او ايپس تر منځ توپير په غاښونو پورې تړلی دی (په دواړو کې د غاښونو شمېر يو شان دی، خو بڼې يې توپير لري). په « platyrrhines» کې د سپږمو مخه يو لوري ته وي، په داسې حال کې چې په « catarrhines» کې سپږمې ښکته لور ته کږې وي. په نورو نښو کې يې يوې نلکې ته ورته «اکټوټيمپنک» (د غوږ هډوکی) او په « catarrhines» کې د دوولسو پر ځای اته «پريمولرز» (طواحن غاښونه) شامل دی. په دې ډول، د دوی د غاښونو فارموله په دې ډول ده: 2.1.2.32.1.2.3

د لرغونې نړۍ ډېر بیزوګیان، له اناتومي اړخه نا اشنا دي، د بېلګې په ډول: کولبوس بیزوان د ګوتې لپاره يوه کنده لري، تر څو له دوی سره په ونو د خوځښت لپاره مرسته وکړي، «پروبوسس» بیزو، غیر معمولي پزه لري، په داسې حال کې چې د لنډې پزې بیزوګیان نژدې بېخي پزه نه لري.

د سره «منډريل» نارينه تانسلي اله سور رنګ لري او د خصيتينو کڅوړه يې ژيړبخونه وي؛ د مخ رنګ يې هم روښانه رنګ لري. تر ډېره بريده په نارينه کې يې رنګ ډېر روښانه وي.[۷]

استوګنه او وېش سمول

د لرغونې نړۍ بیزوګیان، اوسمهال په افريقا اواسيا کې اصلي استوګنه لري، په بېلا بېلو ټولنو کې ژوند کوی؛ په استوايي باراني ځنګلونو کې، ساواناز، د وښو په ځمکو کې او په غره ييزو سيمو کې. دوی د «نيوجن» پړاو پر مهال، د اروپا په ډېره برخه کې اوسېدلي دي؛ نن سبا په اروپا کې يواځيني پاتې شوني يې په جبل الطارق کې «باربري مکاک» دي.[۸]

چلند او ايکولوژي سمول

خوراک سمول

د لرغونې نړۍ بیزوګیان، لږ تر لږه تر يو بريده هر څه خوري، خو ټول يې بوټي خوښوي، کوم چې د دوی ډېريو خوراک دی. «ليف» بیزوګیان تر ډېره بريده نباتات (شنه بوټي) خوري، په بنسټيز ډول په پاڼو ژوندي پايي او يوازې ډېر کم شمېر یې خزنده ګان خوري، په داسې حال کې چې نور انواع يې ډېر موکه پرست دي، اول مېوې خوري، خو بیا هر هغه څه خوري، چې لاس رسی ورته پيدا کوي، لکه: ګلان، پاڼې، ډنډر لرونکي توکي او غوټه لرونکي توکي، خزنده ګان، ګونګټې او ان نور هغه کوچني ژوي، چې د ملا تېر لری. د ««باربري مکاک» خوراک تر ډېره بريده پاڼې او د بوټو رېښې وي، خو دوی بيا هم خزنده ګان خوري او د سروی ونه، د اوبو د سرچينې په توګه کاروي.[۹][۱۰]

سرچینې سمول

  1. Perez, S.I.; Tejedor, M.F.; et al. (June 2013). "Divergence times and the evolutionary radiation of New World monkeys (Platyrrhini, Primates): an analysis of fossil and molecular data". PLOS ONE. 8 (6): e68029. Bibcode:2013PLoSO...868029P. doi:10.1371/journal.pone.0068029. PMC 3694915. PMID 23826358. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Brandon-Jones, Douglas; Rowell, Thelma E. (1984). Macdonald, D. (المحرر). The Encyclopedia of Mammals. New York: Facts on File. د کتاب پاڼي 370–405. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87196-871-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "GEOL 204 The Fossil Record: The Scatterlings of Africa: The Origins of Humanity". www.geol.umd.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. AronRa (2010-01-16), Turns out we DID come from monkeys!, مؤرشف من الأصل في ۲۱ ډيسمبر ۲۰۲۱, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  5. "Early Primate Evolution: The First Primates". anthro.palomar.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جنوري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Brandon-Jones, Douglas; Rowell, Thelma E. (1984). Macdonald, D. (المحرر). The Encyclopedia of Mammals. New York: Facts on File. د کتاب پاڼي 370–405. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87196-871-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Setchell, Joanna M., and Alan F. Dixson. "Developmental variables and dominance rank in adolescent male mandrills (Mandrillus sphinx)[مړه لينکونه]." American Journal of Primatology 56.1 (2002): 9-25.
  8. Agustí, Jordi; Antón, Mauricio (2002). Mammoths, Sabretooths, and Hominids: 65 Million Years of Evolution in Europe. New York: Columbia University Press. د کتاب پاڼي 216–218. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-231-11640-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Ciani, Andrea Camperio, Loredana Martinoli, Claudio Capiluppi, Mohamed Arahou, and Mohamed Mouna. "Effects of Water Availability and Habitat Quality on Bark-Stripping Behavior in Barbary Macaques." Conservation Biology 15.1 (n.d.): 259-65. JSTOR. Web. 14 Nov. 2012.
  10. Brandon-Jones, Douglas; Rowell, Thelma E. (1984). Macdonald, D. (المحرر). The Encyclopedia of Mammals. New York: Facts on File. د کتاب پاڼي 370–405. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87196-871-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)