د فلیپین انقلاب

د فلیپین انقلاب
د فلیپین انقلاب
د فلیپین انقلاب

د شخص معلومات
عملي ژوند
د فلیپین انقلاب چې هسپانویان ورته د تاګالوګ جګړه وايي هغه انقلاب و چې د یوې کورنۍ جګړې او ورپسې د هسپانیا د سترواکۍ (د هسپانیا پاچاهي) تر ادارې لاندې د هسپانوي ختیځ هند د استعماری چارواکو پر وړاندې د فلیپین د خلکو او یاغیانو له جګړې یې سرچینه واخیسته.[۱]

د فلیپین انقلاب د ۱۸۹۶ زکال په اګست میاشت کې هغه مهال پیل شو کله چې هسپانوي چارواکو د کاټیپونان استعمار ضد پټ سازمان کشف کړ. کاټیپونان سازمان د آندرس بونیفاسیو په مشرۍ د فلیپین د وګړو ترمنځ د نفوذ په پراختیا پیل وکړ او سربېره پر دې یې په ۱۸۹۵ زکال کې د کیوبایي ملت پالو پر وړاندې د هسپانیا له ماتې بشپړه ګټنه وکړه او د هسپانیا سترواکي یې د یوه کمزورې سترواکۍ په توګه خلکو ته معرفي کړه. په کالوکان کې د یوې لویې غونډي پر مهال د کاټیپونان مشرانو د انقلابي حکومت د جوړولو وویل او خپل نوی تاسیس کړی دولت یې «هارینګ بایانګ کاتاګالوګان» وباله؛ په دې سره هغوی د یوه سراسري وسله وال انقلاب اعلان وکړ. بونیفاسیو په پلازمینه مانیلا باندې د برید غوښتنه وکړه. دغه برید له ماتې سره مخ شو، خو د پلازمینې په چاپېر کې یو شمېر ایالتونو په پاڅون لاس پورې کړ. په ځانګړې توګه په کاویت کې د ماریانو آلوارز او بالدومرو اګوینالدو (دواړه د کاټیپونان د بېلابېلو برخو مشران و) په مشرۍ پاڅون کوونکو لومړنیو مهمو بریاو ته لاسرسی وموند. د انقلابیانو ترمنځ د واک پر سر شخړه د کاټیپونان په مشرتابه کې د بې اتفاقۍ لامل وګرځېده چې له امله یې بونیفاسیو په ۱۸۹۷ زکال کې اعدام شو او د انقلاب مشري هم امیلیو اګوینالدو پر غاړه واخیسته، هغه چې د نوي تاسیس شوي انقلابي دولت مشري یې پر غاړه لرله. همدغه کال انقلابیونو او هسپانیا د بیاک - نا- باټو تړون لاسلیک کړ او په دې سره د لنډ مهال لپاره تاوتریخوالي راکم شول. فلیپیني انقلابي افسرانو ځانونه هانګ کانګ ته تبعید کړل؛ خو بیا هم تاوتریخوالي په بشپړه توګه پای ته وه نه رسېدل. [۲][۳]

د ۱۸۹۸ زکال د اپرېل په ۲۱مه وروسته له هغه چې په هاوانا بندر کې یواس اس مېن بېړۍ ډوبه شوه د اپرېل په ۲۵مه د امریکا له خوا له هسپانیا سره د جګړې له اعلان وړاندې متحده ایالاتو د فلوریدا د ټاپووزمې په سویلي سواحلو کې د هسپانیا تر استعمار لاندې د کیوبا ټاپو کلابند کړ. دغه چاره په ۱۸۹۸ زکال کې د هسپانیا او امریکا په جګړه کې لومړنی پوځي اقدام و. د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په آسیا کې د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک ډلګۍ د جورج ډیوئي تر قوماندې لاندې د مانیلا د خلیج په جګړه کې هسپانوي سمندریز ځواک ته ماته ورکړه او په دې سره یې د مانیلا کنټرول په عملي بڼه په خپل واک کې واخیست. د مۍ په ۱۹مه اګوینالدو چې په غیررسمي ډول یې متحده ایالاتو ته لاس ورکړی و فلیپین ته راوګرځېد او د هسپانویانو پر وړاندې یې خپل بریدونه بېرته پیل کړل. تر جون میاشتې پورې یاغیانو یوازې له مانیلا پرته په نږدې بشپړه توګه د فلیپین واګې پر خپل لاس کې واخیستې. د جون په ۱۲مه اګوینالدو د فلیپین د خپلواکۍ اعلامیه صادره کړه؛ په داسې حال کې چې دا د انقلاب پای ټکی نه و؛ ځکه چې هسپانیا او متحده ایالاتو دواړو د فلیپین خپلواکي په رسمیت وه نه پېژنده. [۴][۵][۶]

په فلیپین باندې د هسپانیا حکومت په رسمي توګه د ۱۸۹۸ زکال د پاریس هوکړې پر بنسټ چې د هسپانیا او امریکا جګړې ته یې هم پای ټکی کېښود؛ پای ته ورسېد. په دغه هوکړه کې هسپانیا د فیلیپین او همدارنګه متحده ایالاتو ته د څېرمو نورو هسپانوي استعماري برخو کنټرول متحده ایالاتو ته وسپاره. په دې سره د مانیلا په چاپېر کې د امریکايي او کمزورو فلیپیني ځواکونو له خوا په نسبي ډول سوله ټینګه شوه.[۷]

د ۱۸۹۹ زکال د فبروري په ۴مه د امریکا او فلیپین ترمنځ د مانیلا جګړه د فلیپیني او امریکايي ځواکونو ترمنځ پیل شوه. اګوینالدو له ځنډ پرته امر ورکړ چې «له امریکایانو سره د ملګرتیا او سولې اړیکې له منځه تللې او نور به ورته د دښمن په سترګه کتل کېږي». د ۱۸۹۹ زکال په جون میاشت کې د فلیپین لومړي جمهوریت په رسمي توګه د متحده ایالاتو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ چې امریکایان ورباندې برلاسي شول.[۸][۹][۱۰]

له دې وروسته تر ۱۹۴۶ زکال پورې فلیپین په نړیواله توګه د یوه خپلواک هېواد په توګه چا په رسمیت نه پېژانده.

لنډیز سمول

په فلیپین کې اصلي انقلابي نظریاتو د ۱۹مې پېړۍ په پیل کې زور واخیست هغه مهال چې دغه هېواد په نړیواله سوداګرۍ کې ورګډ شو. په ۱۸۰۹ زکال کې لومړنی بریتانوي شرکت په مانیلا ښار کې رامنځته شو او په ۱۸۳۴ زکال کې د یوه سلطنتي فرمان پر بنسټ دغه ښار د نړیوالې سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شو. فلیپین له ۱۵۶۵ زکال راوروسته د مکسیکو څخه اداره کېده، چې استعماري اداري لګښتونه یې د ګالئون سوداګرۍ پر مټ پوره کېدل. له بهرنیو سوداګریو سره مخ پر ودې سیالۍ په ۱۸۱۵زکال کې ګالئوني سوداګرۍ ته پای ټکی کېښود. په ۱۸۲۱ زکال کې د مسکیکو د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو وروسته هسپانیا اړ شوه څو په مستقیم ډول له مادرید څخه په فلیپین حکومت وکړي او د خپل استعماري دولت د لګښت لپاره د عوایدو نوې سرچینې ومومي. په دغه مهال کې د فرانسې له انقلاب وروسته نظریاتو د ادبیاتو پر مټ دغه هېواد ته لار ومونده چې له امله یې د فیلیپین په ټولنه کې یوه روڼ آندې اصول پالونکې طبقه رامنځته شوه. [۱۱][۱۲]

په ۱۸۶۸ زکال کې هسپانیا د ملکې دویمې ایزابېلا استبدادي حکومت ته پای ټکی کېښود. د دغه خپل سري حکومت ځای د جنرال فرانسېسکو سرانو په مشرۍ یو لېبرال حکومت ونیو. په ۱۸۶۹ زکال کې سرانو؛ کارلوس ماریا دلاتور د ۹۱م عمومي ګورنر په توګه وټاکه. د دلاتور رهبرۍ په فلیپین کې د آزادۍ غوښتنې یا لیبرالېزم نظریات معرفي کړل. [۱۳]

د هسپانیا د پاچا په توګه د ساوي د آمادئوی ټاکنه لامل وګرځېده څو دلاتور په ۱۸۷۱ زکال کې خپل ځایګی له لاسه ورکړي. په ۱۸۷۲ زکال کې د راتلونکي ګورنر جنرال، رافائل دایزکویردو ترمشرۍ لاندې حکومت په کاویته ال ویجو سیمه کې د سان فیلیپ په پوځي اډه کې د فیلپیني ځواکونو د پاڅون شاهد شو. له دغه بغاوت اووه ورځې وروسته ډېری کسان ونیول شول او محاکمه شول. د نیول شوو کسانو په ډله کې د خوزه بورګوس، ماریانو ګومز او کشیش جاسینتو زامورا په نومونو درې تنه یې سیکولار کشیشان و چې بیا د هسپانوي چارواکو له خوا په باګومبایان کې اعدام شول. د هغوی اعدام په ډېری فلیپیني وګړو ژور اغېز وکړ؛ ملي اتل خوزه ریزال د ال فیلي بوسټریسمو (El filibusterismo) تر نامه لاندې خپل ناول د هغوی په یاد ولیکه. [۱۴][۱۵][۱۶]

ډیری فلیپیني وګړي چې د احتمالي پاڅون په تور نیول شوي و د هسپانیا جزايي مستعمراتو ته تبعید شول، خو یو شمېر نور یې بریالي شول څو هانګ کانګ، یوکوهاما، سنګاپور، پاریس، لندن، ویانا، برلین او د هسپانیا نورو برخو ته وتښتي. دغو کسانو په یادو ځایونو کې له فلیپیني زده کوونکو او نورو هغو تبعیدیانو سره چې له جزايي مستعمراتو تښتېدلي و ولیدل. هغوی د ورته برخلیک له امله یو بل ته لاس ورکړ او د تبلیغاتي خوځښت په نامه (Propaganda Movement) سازمان یې جوړ کړ. له سیاسي شرایطو څخه تښتېدلو دغو کسانو له خپلو لیکنو څخه په لومړۍ درجه کې د هسپانویانو د ناوړه ګټنو د څرګندولو او په استعماري دولت کې د سمون راوستلو په موخه ګټنه کوله. [۱۷]

د ما مه لمس کوه (Noli Me Tángere؛ ۱۸۸۷ زکال) او هغه جنګیالی چې په خپل هېواد کې جنګ نه غواړي خو نور یې په ظلم کې ګیر کړي وي (El Filibusterismo؛ ۱۸۹۱ زکال) تر نومونو لاندې د خوزه ریزال ناولونو په ټولنیز، سیاسي او مذهبي برخو کې د هسپانویانو ظلمونه افشا کړل. د هغه د لومړني ناول چاپ هغه مهال چې ډومنیکی هاسینداس د دولتي مالیاتو په ورکړه کې له ستونزې سره مخ شول؛ د نوموړي په زیږون ځای کالامبا، لاګانا کې د ۱۸۸۸ زکال د بزګرانو د بدنامې جګړې لامل وګرځېد. په ۱۸۹۲ زکال له امریکا لویې وچې څخه له را ګرځېدو وروسته ریزال د فیلپینا لا لیګا (فلیپیني ډله) په نوم پټ سازمان جوړ کړ او په استعماري دولت کې د اصلاحاتو په لټون کې شو. د دغه سازمان له جوړېدو څو ورځې وروسته هغه مهال چې هسپانویان خبر شول چې ریزال په فلیپین کې دی نوموړی یې ونیو او له هېواد څخه یې تبعید کړ.

وروسته له هغه چې داپیتان ته د ریزال د شړلو خبر خپور شو، د یاد سازمان غړي آندرس بونیفاسیو او ملګرو یې د کاټیپونان په نامه بل مخفي سازمان د مانیلا په ټونډو سیمه کې په یوه کور کې جوړ کړ، په داسې حال کې چې یو شمېر محافظه کارو غړو یې د دومینګو فرانکو او نومریانو آدریانو تر مشرۍ لاندې د Cuerpo de Compromisarios په نامه وروسته بل سازمان جوړ کړ. کاټیپونان ګڼ شمېر غړي پیدا کړل او د ټیټو طبقو ډېر کسان یې ځانته جلب کړل. د ۱۸۹۶ زکال په جون میاشت کې بونیفاسیو د ریزال د ملاتړ خپلولو په موخه یوکس داپیتان ته ولېږه، خو ریزال په وسله وال انقلاب کې له ګډون ډډه وکړه. د ۱۸۹۶ زکال د اګست په ۱۹مه کاټیپونان د یو هسپانوي راهب له خوا کشف شو چې د فلیپین د انقلاب د پیلېدو لامل وګرځېد. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې سمول

  1. Alexander M. Bielakowski (2013). Ethnic and Racial Minorities in the U.S. Military: A-L. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 204. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-427-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Guererro, Milagros; Encarnacion, Emmanuel; Villegas, Ramon (1996), "Andres Bonifacio and the 1896 Revolution", Sulyap Kultura, National Commission for Culture and the Arts, 1 (2): 3–12, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ نومبر ۲۰۱۰ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Guerrero, Custodio & Dalisay 1998
  4. Newton-Matza, Mitchell (March 2014). Disasters and Tragic Events: An Encyclopedia of Catastrophes in American History. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 165. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Marshall Cavendish Corporation (2007). World and Its Peoples: Malaysia, Philippines, Singapore, and Brunei. Marshall Cavendish. د کتاب پاڼې 1181. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Wesling, Meg (2011). Empire's Proxy: American Literature and U.S. Imperialism in the Philippines. NYU Press. د کتاب پاڼې 39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Guerrero, Custodio & Dalisay 1998
  8. Halstead 1898, p. 318
  9. Kalaw 1927, pp. 199–200
  10. Pedro Paterno's Proclamation of War, MSC Schools, Philippines, June 2, 1899, د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۰۷ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bautista, Ma. Lourdes S; Bolton, Kingsley (November 2008). Philippine English: Linguistic and Literary. Hong Kong University Press. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Spanish Colony 1565–1898". University of Alberta. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Tucker, Phillip Thomas (March 2002). Cubans in the Confederacy: Jose Agustin Quintero, Ambrosio Jose Gonzales, and Loreta Janeta Velazquez. McFarland. د کتاب پاڼې 95. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. O'Gorman Anderson, Benedict Richard (2005). Under Three Flags: Anarchism and the Anti-Colonial Imagination. Verso. د کتاب پاڼې 57. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Institut Kajian Dasar Malaysia (1996). José Rizal and the Asian renaissance. Institut Kajian Dasar. د کتاب پاڼې 193. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Nationalista Party History". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lone 2007, p. 42
  18. Titherington 1900, pp. 357–358
  19. Kalaw 1927, pp. 413–417Appendix A
  20. Guevara 1972, p. 10
  21. Kalaw 1927, pp. 423–429Appendix C
  22. Kalaw 1927, pp. 199–200 Ch.7
  23. Worcester 1914, p. 180
  24. "GENERAL AMNESTY FOR THE FILIPINOS; Proclamation Issued by the President" (PDF), The New York Times, 4 July 1902, د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۰۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)