د فلاويا کورنۍ

د فلاويا کورنۍ د ۶۹ او ۹۶ز کالونو تر منځ د روم سترواکۍ باندې واکمني وکړه، چې د ويساپاسين “Vesapasian” (۶۹ -۷۹ز) او د هغه د دوه زامنو ټايټس (۷۹ -۸۱ز) او ډوميټين (۸۱ – ۹۶ز) واکمنۍ رانغاړي. فلاويان د ۶۹ز کال چې د څلور سترواکانو د کال “Year of the Four Emperors” په توګه پېژندل کېږي، د کورنۍ جګړې پر مهال واک ته ورسېدل. وروسته له هغې چې ګالبا او اوتو په بېړه په يو بل پسې مړه شول، ويتيليس “Vitellius” د ۶۹ ز کال نيمايي کې سترواک شوږ د تخت په اړه د نوموړي ادعا سره ختيځو ولايتونو کې د مېشتو عسکري غونډونو له لورې په چټکۍ سره وننګول شوه، چې خپل قوماندان ويسپاسين يې د هغه پر ځای سترواک اعلان کړ. د بدرياکم دويې جګړې “Second Battle of Bedriacum” ياد انډول په پرېکنده ډول د فلاويايي ځواکونو په ګټه اعلان کړ، چې د ډسمبر په ۲۰ نېټه روم ته ننوتل. بله ورځ د روم د مشرانو جرګې يا سنا ويسپاسين د رومي سترواکۍ رسمي سترواک اعلان کړ او په همدې ډول د فلاوين کورنۍ دوره پيل کېږي. که څه هم يادې کورنۍ خپله لنډمهالي ثابته کړه، مګر د واکمنۍ پر مهال يې د پام وړ بېلابېلې تاريخي، اقتصادي او فوځي پېښې وشوې.

د ټايټس واکمني له ګڼو طبيعي ناورينونو سره مخ شوه، چې تر ټولو سخت يې ۷۹ز کا کې د ويسووييس په نوم اور غورځونکی غر “Mount Vesuvius” راخوټېدل وو. د پمپي او هيرکيولانيوم نږدې ښارونه تر ايرو او ويلي موادو يا لاوا لاندې په بشپړ ډول سوځېدلي وو. يو کال وروسته روم د اور او وبا يا طاعون تر بريد لاندې راغی. فلاوين کورنۍ په فوځي برخه کې د ۶۶ز کال له بې پايلې يهودي پاڅون څخه وروسته، په ۷۰ زکال کې د ټايټس له لورې د بيت المقدس د کلابندۍ او ويجاړۍ شاهد و.  د ۷۷ او ۸۳ز کالونو تر منځ سترې برتانيه کې د نايوس جوليس اګريکولا “Gnaeus Julius Agricola” په امر د يادونې وړ برياوې تر لاسه شوې، په داسې حال کې چې دوميتين د داکيانو “Dacians” پر وړاندې جګړه کې د پاچا ډيسيبالس “Decebalus” خلاف د پرکنده بریا ترلاسه کولو وړتيا درلوده. د دې تر څنګ سترواکۍ د “Limes Germanicus” په اوږدو کې د سنګرونو د پراختيا له مخې د خپلې پولې ساتنې پياوړې کړې.

فلاويانو اقتصادي او کلتوري سمونونه هم پيل کړل. د ويسپاسين تر مشرۍ لاندې د سترواکۍ د مالي چارو د بيا رغونې په موخه نوې ماليې وټاکل شوې، په داسې حال کې چې دوميتين د روم سکې وهلو ته د هغې د نقرې په زياتولو سره يو ځل بيا ارزښت ورکړ. د ټايټس له لورې په قانوني ډول د ودانۍ يو لوی پروګرام رامنځته شو، چې د فلاوين کورنۍ د پرمختګ نمانځلو په موخه يې په روم ښار کې ګڼې تل پاتې نښې پرېښودې، چې د زيات په زړه پورې يې د ازادې فضا فلاويايي نندار ځای “Flavian Amphitheater” و، چې د کولوسيوم “Colosseus” په نوم ښه پېژندل کېږي. س

فلاوين واکمني د ۹۶ز کال د سپټمبر په ۱۸ نېټه هغه وخت پای ته ورسېده، چې دوميتين ووژل شو. د نوموړي پر ځای د فلاوين کورنۍ ملاتړ او سلاکار مارکس کوکسييس نيروا “Marcus Cocceius Nerva” کېناست، چې د نيروا-انتوناين په نوم د اوږدمهاله کورنۍ بنسټ يې کېښود.

فلاوين کورنۍ د پرېنسېپېټ دورې “Principate Era” د څلورو کورنيو په منځ کې له دې امله ځانګړې وه، چې دا له يوې پراخې يا پالل شوې کورنۍ څخه پرته د يو شخص او د هغه د دوه زامنو کورنۍ وه.

تاريخچه سمول

رامنځته کېدنه سمول

د کورنۍ تاريخچه سمول

له ميلاد څخه مخکې د لومړۍ پېړۍ پر مهال د کورنۍ جګړې لسيزو د روم د پخوانۍ ارستوکراسۍ په له منځه وړلو کې ستره ونډه درلوده، چې په وار وار سره يې ځای د ۱ ز پېړۍ د لومړۍ برخې پر مهال د ايټاليا نوي اشرافيت ونيو. دا ډول يوه کورنۍ د فلاويانو يا د فلاويا جنس په نوم وه، چې يوازې په څلور نسلونو کې له يو څه ناپېژندنې څخه نامتووالي ته پورته شوه او د جوليو-کلاودين کورنۍ د سترواکانو تر مشرۍ لاندې يې شتمني او دريځ تر لاسه کړ. د ويسپاسين نيکه ټايټس فلاويس پيټرو د قيصر د کورنۍ جګړې پر مهال د پمپي په مشرۍ د سلو تنو د مشر په توګه خدمت کړی و. د نوموړي فوځي دنده په رسوايۍ سره هغه مهال پای ته ورسېده، چې له ميلاد څخه مخکې ۴۸ز کال کې د فارسالس جګړه “Battle of Pharsalus” کې د جګړې له ډګره وتښتېد. سره له دې هم پيټرو له خورا شتمنې ټيرټولا سره د واده کولو په واسطه وکولی شول خپل دريځ ته وده ورکړي، چې د هغې بخت ورته د پيټرو د زوی لومړي ټايټس فلاويس سابېنس مخ پورته خوځښت ډاډمن يا تضمين کړ. سابينس اسيا کې د ماليه راټولونکي او هيلويشيا (نني سويس) کې د بانک د مامور په توګه د خپلو خدمتونو له لارې په خپله هم زياته شتمني او د اس ساتنې شونی دريځ ګټلي وو. له ويسپاسيا پولا “Vespasia Polla” سره په واده کولو سره يې ځان په يو څه زياتې پتمنې پارتيزاني جينس ويسپاسيا کورنۍ سره يو ځای کړ، چې د سناتورۍ رتبې ته د نوموړي د زامنو دويم ټايټس فلاويس سابېنس او ويسپاسين رسونه يې تضمينوله.[۱][۲][۳]

له ميلاد څخه مخکې نږدې ۳۸ کال کې ويسپاسين له مشرې دوميتيلا “Domitilla the Elder” سره واده وکړ، چې د فيرينتيوم “Ferentium” د يو اس ساتونکي لور وه. دوی دوه زامن درلوده، چې ټايټس فلاويس ويسپاسيانس ۳۹ ز کال کې او ټايټس فلاويس دوميتينس ۵۱ز کال کې زېږېدلی و؛ يوه لور يې چې دوميتيلا نومېده، ۴۵ ز کال کې زېږېدلې وه. مشره دوميتيلا مخکې له دې چې ويسپاسين سترواک شي، مړه شوه. له دې څخه وروسته يې معشوقه کاينېس “Caenis” په ۷۴زکال کې د نوموړې تر مړينې پورې مېرمن وه. د ويسپاسين سياسي مسلک د محکمې د رئيس، aedile او سالار [له کونسل څخه ټيټه رتبه] په توګه دندې رانغاړي، چې په ۵۱ز کال کې استازيتوب يا کونسلۍ دندې ته پورته شو او دا د دومېتين د زوکړې کال و. نوموړي د يو فوځي قوماندان په توګه په ۴۳ زکال کې انګليستان باندې په رومي بريد “Roman invasion of Britain” کې د ګډون له مخې نوم يا شهرت تر لاسه کړ. سره له دې، لرغونې سرچينې د دوميتين د پالنې پر مهال د فلاوين کورنۍ د بې وسۍ ادعا کوي او ان ادعا کوي، چې ويسپاسين د کاليګيولا (۳۷ – ۴۱ز) او نيرو (۵۴ – ۶۸ز) تر سترواکيو لاندې بې اعتباره شوی و. معاصر تاريخ دا ادعاوې اعتباري کړي دي او وړانديز کوي، چې دا کيسې د جوليو- کلاوديين د لږې نامتو يا اعتباري کورنۍ تر سترواکۍ لاندې د بريا له منځه وړلو او د د کلاودييس (۴۱ – ۵۴ز) او د هغه د زوی برېتانيکس د سترواکيو د لاسته راوړنو د لوی ښودلو په موخه د تبليغاتي مبارزې د برخې په توګه د فلاوين واکمنۍ تر مشرۍ لاندې خپرې شوې وې. د ټولو ادعاوو په ښکاره کېدلو سره بيا هم د فلاويانو لپاره د سترواکۍ مينه يا لېوالتيا د ۴۰ او ۶۰ ز لسيزو په اوږدو کې لوړه وه. په داسې حال کې چې ټايټس د بريتانيکس شرکت کې د دربار يا محکمې زده کړې تر لاسه کړې، ويسپاسين بريالی سياسي او فوځي مسلک وڅاره. نوموړی د ۵۰ ز لسيزې پر مهال له دندې څخه د لاس اخېستنې (تقاعد) له يوې اوږدمهاله دورې څخه وروسته د نيرو په لارښوونه دولتي دندې ته راستون شو، چې په ۶۳ ز کال کې يې د افريقا ولايت “African province” د مرستيال کونسل په توګه خدمت پيل کړ او په ۶۶ ز کال کې يې له يونان څخه د رسمي کتنې پر مهال د سترواک ملتيا وکړه. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

ټایټس له ۵۷ څخه تر ۵۹ زکال پورې جرمنيا “Germania” کې فوځي استازی و او وروسته يې برېتاننيا کې خدمت وکړ. د نوموړي لومړۍ مېرمن اريسينا تيرتولا له واده څخه دوه کالونه وروسته ۶۵ز کال کې مړه شوه. ټايټس د مارسيا فرنيلا په نوم دويمه مېرمن وکړه، چې له يوې خورا نامتو کورنۍ څخه وه. که څه هم د مارسيا کورنۍ د سترواک نيرو له مخالفت سره نږدې اړيکې درلودې؛ يعنې خلاف يې وه. د نوموړې کاکا بريا سورانس او لور يې سرويليا د هغو خلکو له ډلې څخه وو، چې د ۶۵ زکال د زهرو ورکولو له بې پايلې دسيسې “Prisoning conspiracy” څخه وروسته وژل شوي وو. ځيني معاصر تاريخپوهان په دې نظر دي، چې ټايټس خپلې مېرمنې ته د دې له امله طلاق ورکړ، چې کورنۍ يې له دسيسې سره تړاو درلود. نوموړي بيا هيڅکله واده ونه کړ. داسې برېښې چې ټايټس ګڼې لورګانې درلودې، چې لږ تر لږه يوه يې د مارسيا فرنيلا څخه وه. يوازې يوه پېژندل شوې لور يې چې تر بلوغته پورې ژوندۍ پاتې شوه ده، جوليا فلاويا نومېده، چې ښايي دا له اريسينا څخه د نوموړي لوړر وه، چې مور يې هم جوليا نومېده. د دې دورې پر مهال ټايټس د قانون برخه کې هم کار وکړ او د محکمې د رئيس رتبه يې تر لاسه کړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې سمول

  1. Jones (1992), p. 3
  2. Jones (1992), p. 1
  3. Jones (1992), p. 2
  4. Townend (1961), p. 62
  5. Smith, William, Sir, ed. 1813–1893 (1867). A Dictionary of Greek and Roman biography and mythology. Boston: Little, Brown and co. د کتاب پاڼې 1248. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  6. Jones (1992), p. 8
  7. Suetonius, Life of Domitian 1
  8. Suetonius, Life of Domitian 4
  9. Jones (1992), p. 7
  10. Jones (1992), pp. 9–11
  11. Jones & Milns (2002), pp. 95–96
  12. Jones (1992), p. 168
  13. Townend (1961), p. 57
  14. Jones (1992), p. 11
  15. Jones (1992), p. 38
  16. Suetonius. "44". Life of Titus. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); with Jones and Milns, pp. 95–96