د عثماني سترواکۍ زوال او عصري کول

د اتلسمې پیړۍ په وروستیو کې عثماني سترواکي (عثماني زوړ رژیم) له ګڼو دښمنانو سره مخامخ شو. د دې ګواښونو په ځواب کې، دې سترواکۍ د تنظیمات په نوم د کورنیو اصلاحاتو یوه لړۍ پیل کړه او دې سترواکۍ سره له دې چې بې اعتباره نړیوال موقف یي درلود، ویې کړای شو چې عثماني مرکزي دولت لا پیاوړی کړي. عثماني دولت د نولسمې پیړۍ په اوږدو کې، لا ډېر ځواکمن او منطقي شو او د نورو پخوانیو دورو په پرتله یې د خپلو خلکو تر منځ ډېر نفوذ پیدا کړ. د بیا رغاونې له ټولو هڅو سره سره، سترواکۍ ونه توانیده چې د توکمیزو اقلیتونو ترمنځ په ځانګړې توګه په بالکان ولایتونو کې د ملتپالنې د څپو مخه ونیسي. د نولسمې پېړۍ په بهیر کې او د شلمې پیړۍ په پیل کې، د خپلواکۍ لپاره بې شمیره بغاوتونه او جګړې وشوې او په شمال ختیځ کې د روسیې او فرانسې (او وروسته بریټانیا) له خوا د شمالي افریقا په ایالتونو کې پرله پسې یرغلونه د دې لامل شول چې د ډیریو سیمو ثبات له لاسه ورکړل شي.[۱]

په ۱۹۰۸ ز کال کې عثماني لښکر د لویدیځې اروپا د اردو په لیکو کې عصري او مسلکي شو. دا دوره د عثماني سترواکۍ د ماتې او زوال (۱۹۰۸-۱۹۲۲ز کلونه) نه وروسته تعقیب شوه.

د دې پړاو بنسيز مسائلسمول

د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې په ډېرو هېوادونو کې ملتپالنه زياته خپره شوه او په عثماني سترواکۍ کې يې هم په ډېرو سيمو اغېز وکړ. مخ پر وده قومي ويښتابه د مخ پر وده قومي ملتپالنې سره يو ځای د ملتپالنې احساس يو له هغو مهمو لويديځو نظرياتو څخه و چې عثماني سترواکۍ ته وارد شو. دا سترواکي په داخل او هم له خپلو پولو څخه دباندې د ملتپالنې په وړاندې له مقابلې سره مخ وه. د هغو انقلابي او پټو ټولنو شمېر په راتلونکي پړاو کې په هېښونکي ډول زيات شو چې په سیاسي ګوندونو واوښتې. د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې په عثماني سيمو کې پاڅونونو ډېرې پراخې پايلې درلودلې او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې يې ډېرې عثماني تګلارې جوړې کړې. عثماني واکمنو اشرافو ډېرو څېرو دا پوښتنه راپورته کړه چې ايا د دولت پر تګلارو ملامتي واچول شي که نه، ځينو باور درلود چې د قومي شخړو سرچينې بهرنۍ دي او تر حکومتي مسائلو پورې اړه نه لري. په داسې حال کې چې دا پړاو هم له ځينو برياليتونو خالي نه و، پر قومي پاڅونونو د عثماني دولت د اغېز وړتيا په جدي ډول تر پوښتنو لاندې راغله.

په دې پېړۍ کې د عثمانيانو د پخوانيو ايالتونو د ازادۍ د ملاتړ او بيا د بالکان د ټولو مريي شويو خلکو د بلغاريې تر واکمنۍ لاندې راوستلو يا په ختيځ کې د ارمينيايانو د استعمالولو د مرکزي موضوع سره يو ځای د روسيې پراختيا چمتو شوه. د پېړۍ په پای کې، د روسيې له ليدلوري څخه، د رومانیې، سربيا او مونټي نيګرو او بلغاريې خپلواکي تر لاسه شوې وه. دې وضعيت ستر ځواکونه ووېرول. د برلين له کانګريس وروسته، د بلغاريې په پراختيا سره د روسيې د پراختيا مخه ونيول شوه. د روسيې خلکو احساس کړه چې د برلين د کانګريس په پای سره، زرګونه روسي سرتيري له کومې موخې پرته مړه شول.

د اتلسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د عثماني سترواکۍ پوځ يو اغېزناک جنګي ځواک پاتې شو، تر دې چې دا سترواکي د ۱۷۶۸-۷۴ په جګړه کې د روسيې په وړاندې له ناوريني ماتې سره مخ شو. په ۱۷۸۹ز کال کې درېيم سليم د پوځي سمونونو لپاره له يوې هيله منې هڅې سره واک ته ورسېد. نوموړی ناکام او په ۱۸۰۸ز کال کې دويم محمود د هغه ځای ناستی وټاکل شو، چا چې د علمدار مصطفی پاشا په واسطه پوځي حکومت جوړ کړ. په لومړي سر کې، د ايالتي واليانو د ځواک د ماتولو په موخه هغه له انکشاري ځواکونو سره اتحاد وکړ، بيا يې انکشاري ځواکونو ته مخه کړه او بالاخره د ۱۸۲۶ز کال د يوې نېکمرغې پېښې پر مهال يې هغوی په بشپړ ډول له منځه لرې کړل. له دې نېکمرغې پېښې وروسته (۱۸۲۶-۱۸۵۸) د يو نوي نظام لپاره هڅې پيل شوې.[۲]

اقتصادي تاريخ پوه «پال بيروچ» استدلال کوي چې ازادې سوداګرۍ په عثماني سترواکۍ کې د صنعت له منځه وړلو کې مهمه ونډه درلوده. د چين، جاپان او اسپانيې د خونديتابه په خلاف، عثماني سترواکۍ يوه ازاده سوداګريزه تګلاره درلوده چې د بهرنيو وارداتو په وړاندې يې دروازې پرانيستې وې. د دې تګلارې رېښې د عثماني سترواکۍ تر تړونونو پورې رسېږي، کله چې په ۱۵۳۶ز کال کې له فرانسې سره لومړی په سوداګريزو تړونونو لاسليک شوی و او په ۱۶۷۳ او ۱۷۴۰ز کلونو کې هم منل شوي و، کوم څه چې پر صادراتو او وارداتو ماليات کم او تر ۳٪ پورې ورسول. ځينو برتانوي اقتصاد پوهانو لکه «جان رمسي ميک کلوچ» د سوداګرۍ په خپل قاموس (۱۸۳۴) کې د عثماني لبرال تګلارو ستاينه کړې ده، خو وروسته د برتانوي لومړي وزير «بينجامين ډزرايلي» په څېر برتانوي سياستوالو په دې تګلارو نيوکه وکړه، چا چې د «کارن لاز» (کارن لاز يا د جوارو قوانين هغه سوداګريز محدوديتونه وو چې په ۱۸۱۵ او ۱۸۴۶ز کلونو کې په برتانيه کې د خوراک او جوارو په وارداتو لګول شوي وو) په بحث کې عثماني سترواکي «د خپلسرۍ له سيالۍ څخه منځ ته راغلي  ټپ د بېلګې» په توګه ياده کړه.[۳]

په ترکيه کې ازاده سوداګري شوې او له دې څه توليد شوي دي؟ دې چارې د نړۍ يو لړ مهم توليدات له منځه يوړل. تر ۱۸۱۲ز کال پورې توليد بيا هم موجود و، خو له منځه وړل شوي وو. دا په ترکيه کې د سيالۍ پايله وه او د دې اغېزې هومره زيان رسونکې وې، څومره چې په اسپانيه کې د يو له بل سره ټکر لرونکو اصولو اغېزې وې.

د عثماني سترواکۍ (۱۶۸۳-۱۸۲۷) جمود او سمونونه  د عثماني کلاسيکي پوځ د ټوټه ټوټه کېدو سره پای ته ورسېدل. د عثماني سترواکۍ د سقوط او نويتابه (۱۸۲۸-۱۹۰۸) پر مهال موضوع يو داسې پوځ (امنيتي ماشين) جوړول و چې جګړې وګټي او خپل ولس ته امنيت ورکړي. دې موخې په دې پړاو کې ګڼ سلاطين د ګڼو نوي توبونو سره ملګري کړل. د دې پړاو په پای کې، په ۱۹۰۸ز کال کې د اساسي قانون د دويم پړاو سره، عثماني پوځ د اروپايي پوځونو په بڼه نوي او مسلکي شول.[۴]

نوي توب ۱۸۰۸-۱۸۳۹سمول

۱۸۰۸-۱۸۳۹ دويم محمودسمول

محمود دويم اړ و چې د پخوانيو نسلونو څخه هغه ته په ميراث پاتې له ګڼو ستونزو سره مقابله وکړي. دا ستونزې ټولې د هغه د واکمنۍ پر مهال روانې وې. په لنډ ډول، له روسيې، انګلستان او فرانسې سره د ختيځ موضوع او د باغي انکشاريانو او متعصبو علماوو سره منځ ته راغلي پوځي مسائل. هغه همداراز له مصريانو، وهابيانو، سربيانو، البانيانو، يونانيانو او شاميانو سره د ګڼو داخلي ستونزو سره مخ و، په ورته وخت کې له باغي پاشاګانو له خوا د انتظامي ستونزو سره هم مخ شوی و، چا چې د عثمان د کور په ويجاړيو نوې پاچايۍ جوړې کړې وې.

د دورې اصلي مسئلېسمول

د ۱۹ پیړۍ په اوږدو کې ملتپالنه په ډیرو هیوادونو کې راڅرګنده شوه، او د عثماني سترواکۍ په سیمو یې اغیزه وکړه. د ملي شعور وده، د قومي ملتپالنې د مخ پرودې احساس او ملي فکر د عثماني سترواکۍ لپاره د لویدیځ څخه په راغلې مهمې عقیدې بدل شو. سترواکۍ د خپلو پولو دننه او د باندې د ملتپالنې سره معاملې ته مجبوره شوه. د پټو انقلابي ټولنو شمیر چې په راتلونکې دورې کې په سیاسي ګوندونو بدل شو په ناڅاپه ډول لوړ شو. په ۱۹ پېړۍ کې د عثماني سترواکۍ په خاوره کې پاڅونونو پراخې پايلې درلودې او د شلمې پېړۍ په پيل کې يې د عثماني سياستونو ډېره برخه ټاکلې وه.

عصري کول ۱۸۰۸-۱۸۳۹ز کلونهسمول

دویم محمود د تیرو نسلونو څخه چې کومې مسئلې ورپاتې وې، په هغو کې ښکېل و. دې مسئلود هغه د واکمنۍ په اوږدو کې دوام درلود. لنډه دا چې له روس، انګرېز او فرانسې سره د ختیځ مسئلې او پوځي ستونزې د متعصبو پلي سپاهیانو او ګوندي مارو علماوو له خوا راپيدا شوې وې. هغه له مصريانو، وهابيانو، سربيانو، البانيانو، يونانيانو او سورييانو سره هم له بې شمېره کورنیو شخړو سره مخ و او د پاشايانو سره یي هم چې د عثمان ماڼي په کنډوالو کې یي نوي سلطنتونه جوړ کړل اداري ستونزې درلودې. محمود د پاچاهۍ ړنګېدو او د دولت د ستونزو د ډیریدو په اړه پوه شو او له ستونزو سره يې د خپل لید لوري له مخې چلند پيل کړ. د بېلګې په توګه، هغه د ضبط محکمه وتړله، او د پاچهیانو څخه یي ډیر واک واخیست. هغه په خپله په دیوان یا دولتي شورا کې ګډون وکړ او د اصلاحاتو یوه منظمه بیلګه یي جوړه کړه.

د تنظیمات دوره ۱۸۳۹-۱۸۷۶ز کلونهسمول

په ۱۸۳۹ ز کال کې، د هت شریف اعلامیي د تنظیمات (له عربي څخه: تنظیم tanẓīm، معنا «تنظیم») (۱۸۳۹-۷۶)، دوره پیل کړه. له لومړيو فرمانونو څخه دمخه، د ټولو هغو کسانو شتمنۍ چې شړل شوي وو او یا په مرګ محکوم شوي وو، پاچهۍ ته وسپارل شوې. دویم فرمان د ترکيې د واليانو پخواني حقونه له منځه يوړل چې کسان يې په خپله خوښه په سمدستي توګه په مرګ محکومول. پاچهانو، اغاګانو او نورو افسرانو ته امر وشو چې «دوی باید هیڅکله رایاوو یا ترکانو ته پرته د قاضي له قانوني حکم څخه چې لاسلیک شوی او صادر شوی وي د مرګ سزا ور نه کړي».

۱۸۶۱-۱۸۷۶ ز کلونه عبدالعزیزسمول

عبدالعزیز د تنظیمات او سمون اصلاحاتو ته دوام ورکړ. په ۱۸۶۴ ز کال کې نوې اداري سیمې (ولایتونه) تاسیس شوې او په ۱۸۶۸ ز کال کې د دولت شورا جوړه شوه. عامه زده کړې د فرانسوي موډل پر بنسټ تنظیم شوې او د استانبول پوهنتون په ۱۸۶۱ ز کال کې د عصري ادارې په توګه تنظیم شو. عبدالعزیز  لومړنی سلطان و چې بهر ته یي سفر وکړ. هغه په ۱۸۶۷ کال کې انګلستان څخه لیدنه وکړه.  په ۱۸۶۴ز کال کې د نورو مسایلو ترڅنګ د مطبوعاتو او ژورنالیزم مقررات وضع شول (مطبوعاتي نظامنامې، ۱۸۶۴ز کال). په ۱۸۷۶ ز کال کې د استانبول او د عثماني سترواکۍ هاخوا د ځمکو تر منځ د بریښنالیک لومړۍ نړیواله شبکه جوړه شوه. په ۱۹۰۱ ز کال کې دپوستي دفترونو له لارې په لومړي ځل د پیسو لېږد ترسره شو او  د کارګو خدماتو فعالیت پیل کړ. په ۱۸۶۸ز کال کې همجنسبازۍ جرم وګڼل شو.[۵][۶][۷]

عثماني اساسي قانون، ۱۸۷۶ ز کالسمول

د اصلاح غوښتنې دوره له اساسي قانون سره خپل اوج ته ورسېده، چې د ځوانو عثمانیانو له خوا لیکل شوی، د Kanûn-u Esâsî اساسي قانون (په عثماني ترکي کې «اساسي قانون» معنا لري) په نوم یادیږي او په ۱۸۷۶ ز کال د نومبر په ۲۳ کې خپور شو. دې قانون د ټولو اتباعو پر وړاندې د مساوات او آزادۍ عقیده رامنځته کړه. د سترواکۍ  لومړۍ اساسي دوره لنډمهاله وه، خو د عثمانیزم مفکوره اغېزمنه ثابته شوه. د اصلاح غوښتونکو یوه ډله چې د ځوانو عثمانیانو په نوم پیژندل کیږي چې په خاصه توګه یي په لویدیځو پوهنتونونو کې یې زده کړې کړي، په دې باور وو چې د اساسي قانون سلطنت به د سترواکۍ ډېرېدونکو ټولنیزو ناکراریو ته ځواب ووايي. په ۱۸۷۶ ز کال کې د یوې پوځي کودتا له لارې، دوی سلطان عبدالعزیز (۱۸۶۱-۱۸۷۶ز کلونه) دې ته اړ کړ چې د پنځم مراد په ګټه استعفا وکړي.

۱۸۷۶ ز کال پنځم موراتسمول

د عبدالعزیز له واکه د ګوښه کیدو وروسته مرات په تخت کېناست. تمه وه چې هغه به اساسي قانون لاسلیک کړي، خو د روغتیايي ستونزو له امله له ۹۳ ورځو وروسته مرات هم له واکه ګوښه شو. هغه د سترواکۍ تر ټولو د لنډ مهالې واکمنۍ سلطان و.

د اساسي قانون لومړۍ دوره، ۱۸۷۶-۱۸۷۸ ز کلونهسمول

د عثماني سترواکۍ لومړۍ اساسي دوره د اساسي قانون (په عثماني ترکي کې «اساسي قانون» معنا لري) له اعلان څخه وروسته دوره وه، چې د ځوانو عثمانیانو د غړو له خوا په ۱۸۷۶ ز کال د نومبر له ۲۳ څخه تر ۱۸۷۸ ز کال د فبرورۍ ۱۳ پوري لیکل شوی و. دا دوره د دویم عبدالحمید له خوا د عثماني پارلمان په ځنډیډو سره پای ته ورسیده.

۱۸۷۶-  ۱۸۷۸ ز کلونه دویم عبدالحمیدسمول

د روسیې-ترکیې جګړه ۱۸۷۷- ۱۸۷۸ز کلونهسمول

په بالکان کې د ملتپالنې پیل او همدارنګه د روسیې هغه اهداف چې غوښتل یي هغه ځمکې چې د کریمیا د جګړې په بهیر کې یې زیان لیدلی و بیرته ترلاسه ګړي او په توره بحیره کې خپل ځان بیا ځای پرځای کړي او د عثماني سترواکۍ څخه د بالکان هېوادونو د ازادولو لپاره سیاسي غورځنګ تعقیب کول په ۱۸۷۷-۱۸۷۸ ز کلونو پورې د روسیي او ترکیې د جګړو سرچینه وه. د جګړې په پایله کې، د رومانیا، سربیا او مونټینیګرو سلطنتونو، چې هر یو یې د یو څه وخت لپاره حاکمیت درلود، په رسمي توګه د عثماني سترواکۍ څخه خپله خپلواکي اعلان کړه.

اقتصادسمول

  اروپایي بانکونو ته د عثماني عامه پورونو په بیرته ورکولو کې سترواکۍ په اقتصادي لحاظ ستونزې درلودې، چې دا ستونزې د دې لامل شوې چې د عثماني عامه پورونو ادارې شورا جوړه شي. د نولسمې پېړۍ په پای کې د لویدیځو قدرتونو له خوا د سترواکۍ د نه فتح کولو اصلي لامل په سیمه کې د ځواک د توازن ساتلو هڅې وې. اطریش او روسیې دواړو غوښتل چې د عثماني سترواکۍ له لاسه ورکولو سره خپل ځواک او سیمې زیاتې کړي، خو تر ډیره د بریتانوي له خوا چې د مدیترانې ختیځو برخو کې یې د روسیي له واک نه یي ویره درلوده کنټرول شوې.

سرچينېسمول

  1. Quataert, Donald (1994). "The Age of Reforms, 1812-1914". In İnalcık, Halil; Donald Quataert (المحررون). An Economic and Social History of the Ottoman Empire, 1300-1914. 2. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 762. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-57456-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Aksan, Virginia (2007). Ottoman Wars, 1700-1860: An Empire Besieged. Pearson Education Ltd. د کتاب پاڼي 130–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-30807-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Woodhead, Christine (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "New Views on Ottoman History, 1453-1839"]. The English Historical Review (Oxford University Press) 123: 983. "the Ottomans were able largely to maintain military parity until taken by surprise both on land and at sea in the Russian war from 1768 to 1774.". 
  3. Paul Bairoch (1995). Economics and World History: Myths and Paradoxes. University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 31–32. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. L. S. Stavrianos, The Balkans since 1453 (London: Hurst and Co., 2000), pp. 248–250.
  5. NTV Tarih Archived 2013-02-12 at the Wayback Machine. history magazine, issue of July 2011. "Sultan Abdülmecid: İlklerin Padişahı", pages 46–50. (Turkish)
  6. PTT Chronology Archived September 13, 2008, at the Wayback Machine.
  7. Tehmina Kazi (7 Oct 2011). "The Ottoman empire's secular history undermines sharia claims". UK Guardian.