د صربستان عملیات

د صربستان عملیات د هغو جنګي عملیاتو ټولګې ته ویل کېږي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې د صربستان پر وړاندې پیل شوې. لومړني عملیات د ۱۹۱۴ زکال د جولای په ۲۸مه هغه مهال پیل شول چې اتریش – هنګري د صربستان پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ. صربستان ته د «جزا» ورکولو دغه عملیات د اتریشي اوسکار پوتیوریک تر قوماندې لاندې و. دغه عملیات په صربستان باندې د اتریش – هنګري د برید له دریو نابریالیو هڅو ورسته چې صربیانو او د هغو موڼټینګرويي متحدینو یې پر وړانډې مقاومت وکړ پای ته ورسېدل. په ۱۹۱۴ زکال کې د اتریش – هنګري عملیاتو پر مهال د صربستان ماته په معاصر پوځي تاریخ کې یو له لویې نارامۍ څخه ګڼل کېږي.

د یاد برید څخه نږدې یو کال وروسته په صربستان باندې دویم برید د جرمني تر قوماندې لاندې د ۱۹۱۵ زکال د اکتوبر په ۶مه پیل شو، هغه مهال چې بلغاریايي، اتریشي او جرمني ځواکونو د فیلډ مارشال اګوست وون مکنسن تر مشرۍ لاندې په بریالي ډول له دریو اړخونو په صربستان برید وکړ او د سالونیک له لارې څخه یې له صربستان سره د متفقینو له مرستې څخه مخه ونیوله. دغه چاره د مونټينګرو او البانیا له لارې یونان ته د تخلیې لامل وګرځېده او له امله یې د مقدونیې جبهه له منځه لاړه. د صربستان ماتې مرکزي ځواکونو ته پر بالکان باندې د لنډ مهالې واکمنۍ اجازه ورکړه او د برلېن له لارې یې استانبول ته ځمکنی مسیر پرانیست په دې سره جرمنانو لار پیدا کړه څو د جګړې په اوږدو کې د عثماني سترواکۍ ملاتړ وکړي. مکنسن د ۱۹۱۵ زکال د نومبر په ۲۴مه د دغو عملیاتو پای اعلان کړ او اشغال شوی صربستان د اتریش – هنګري د سترواکۍ او بلغاریا ترمنځ وویشل شو. [۱][۲][۳]

وروسته له هغه چې متفقینو د ۱۹۱۸ زکال په سپټمبر میاشت کې د مقدونیې له جبهې څخه واردار برید پیل کړ بلغاریایانو او د هغو جرمني متحدینو ته یې ماته ورکړه او فرانسوي – صربستاني ځواکونو د اشغال شوو سیمو پر وړاندې مخکې تګ وکړ او په دې سره یې صربستان، البانیا او موټینیګرو آزاد کړل. صربستاني ځواکونه د ۱۹۱۸ زکال د نومبر په لومړۍ نېټه بلګراد ته ننوتل. [۴]

د صربستان پوځ په خپل اوج کې د ۴۲۰ زره تنو څخه د آزادۍ پر مهال ۱۰۰ زره تنو ته راکم کړای شو. د تلفاتو تخمینات هم بېلابېل و: صربستاني منابع ادعا کوي چې د صربستان پاچاهۍ له یو میلیون او دوه سوه زرو څخه زیات کسان (پوځي او ملکي تلفات) د جګړې په اوږدو کې له لاسه ورکړي چې د صربستان د ټولو نفوسو ۲۹ سلنه او ۶۰ سلنه نارینه کسان یې کېدل. لویدیځو تاریخ پوهانو دغه شمېرې ۴۵۰۰۰ پوځيان او ۶۵۰ زره غیر نظامیان یا د بلې شمېر له مخې ۱۲۷۳۵۵ پوځيان او ۸۲ زره ملکي کسان ښوولي.  د یوګوسلاویا د دولت له خوا د چمتو شوو شمېرو پر بنسټ صربستان ۲۶۵۱۶۴ سرتېري یا د خپلو بسیج شوو کسانو ۲۵ سلنه برخه له لاسه ورکړه. له دې سره په مقایسه فرانسې ۱۶.۸ سلنه، جرمني ۱۵.۴ سلنه، روسیې ۱۱.۵ سلنه او ایټالیا ۱۰.۳ سلنه تلفات لرل. [۵][۶][۷][۸]

مخینه سمول

اتریش – هنګري د بوسونیا او هرزګوینا د عثماني قلمرو په الحاق سره چې په ۱۸۷۸ زکال کې یې اشغال کړی و د ۱۹۰۸- ۱۹۰۹ زکال په اوږدو کې یې د بوسونیا کړکېچ لا چټک کړ. دغې چارې د صربستان پاچاهي او د هغو ملاتړي چې پان سلاویک او ارتودوکس روسي سترواکي وه په غصه کړل. په سیمه کې د روسیې سیاسي مانورونه د سولې د هوکړو د بې ثباتۍ لامل وګرځېدې ځکه له وړاندې څخه اروپا په ناسم حالت کې وه او دغه چارې «د اروپا د باروتو د زیرمې» په توګه ګڼل کېدې. [۹]

په ۱۹۱۲ او ۱۹۱۳ زکال کې د بالکان لومړۍ جګړه د یونان، بلغارستان، صربستان او موټینګرو ترمنځ د بالکان د اتحادیې او د ماتې سره د مخ کېدونې عثماني سترواکۍ ترمنځ ونښته. ورپسې د لندن په هوکړې سره عثماني سترواکي د البانیا د خپلواک امیرنشینه په جوړولو او د بلغاریا، صربستان، مونټینګرو او یونان د ځمکنیو حدودو په پراختیا سره کوچنۍ شوه. هغه مهال چې بلغاریا په صربیا او یونان دواړو باندې د ۱۹۱۳ زکال د جون په ۱۶مه برید وکړ د مقدونیې سیمې ډېرې برخې یې دغو هېوادونو ته له لاسه ورکړې او همدارنګه یې دوبروجا سیمه رومانیا او آدریانوپل (اوسنی ادرنه ښار) یې د بالکان په دویمه ۳۳ ورځنۍ جګړه کې ترکیې ته له لاسه ورکړ، همدا و چې په سیمه کې بې ثباتۍ پراختیا ومونده. [۱۰]

د ۱۹۱۴ زکال د جون په ۲۸ مه بوسنیايي صربستاني وګړي ګاوریلو پرنسیب چې د ځوانو بوسنیانانو په نامه د ملي انقلابیونو د سازمان غړی و د اتریش ارشیدوک فرانتس فردیناند چې د اتریش - هنګري د تاج او تخت وارث و د بوسونیا په سارایوو کې یې ترور کړ. د دغه ترور سیاسي موخه د اتریش – هنګري د سویلي ایالتونو خپلواکي وه چې تر ډېره پورې اتریش هنګري سترواکۍ ته اړوند سلواکي وګړي په کې استوګن و؛ خو دغه ترور په ناغوښتلې بڼه د داسې حوادثو لامل وګرځېد چې روسیه او لوی اروپايي ځواکونه یې له یو بل سره ښکېل کړل. دغې چارې د اتریش - هنګري، جرمني، روسیې، فرانسې او بریتانیا ترمنځ د دیپلماتیک مانور دورې ته لار جوړه کړه چې د جولای په بحران پېژندل کېږي. اتریش – هنګري صربستان ته د جولای ضرب الاجل وټاکه په دغه ضرب الاجل کې لس داسې نه منل کېدونې غوښتنې شاملې وې چې په عمدي توګه له صربستان سره د جګړې د تحریک په موخه وې. هغه مهال چې صربستان د دغو غوښتونو څخه له اتو سره یې موافقت وکړ او دوه یې رد کړې، اتریش – هنګري د ۱۹۱۴ زکال د جولای په ۲۸مه له صربستان سره د جګړې اعلان وکړ. [۱۱][۱۲]

د اتریش – هنګري او صربستان ترمنځ اختلافات د لومړۍ نړیوالې جګړې لامل وګرځېدل او په کې روسیه، جرمني، فرانسه او بریتانیا ور ګډ شول. د یوې اونۍ په ترڅ کې اتریش – هنګري اړ شو له روسیې سره چې د صربستان ملاتړی هېواد و او هغه مهال یې په نړۍ کې تر ټولو لوی پوځ درلود په جګړه کې مخامخ شي. نتیجه یې دا شوه چې صربستان په هغه لویه جګړه کې چې د اتریش – هنګري او روسیې په پوله کې پیل شوه د جګړې په یوه فرعي جبهه واوښت. صربستان تجربه لرونکی پوځ درلود، خو د بالکان په جګړو کې له نښتو ستړی شوی و او د تجهیزاتو کمښت یې لامل وګرځېد اتریش – هنګري دې باور ته ورسي چې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې سقوط کوي. د صربستان ستراتیژي بیا دا وه تر هغه مهاله چې کولای شي مقاومت کوي او دې ته یې تمه لرله چې روسان به وکولای شي د اتریش – هنګري اصلي پوځ د خپلو متحدینو پر مټ یا په یوازې ځان مات کړي. ورته مهال صربستان له خپل ختیځ دښمن ګاونډي بلغاریا څخه په وېره کې وه ځکه چې له دغه هېواد سره یې څو جګړې کړې وې او وروستی مورد یې هم د ۱۹۱۳ زکال د بالکان دویمه جګړه وه.

سرچينې سمول

  1. Hughes Philpott 2005, p.48
  2. Hart 2013, p.325>
  3. DiNardo 2015, p. 117
  4. Fred Singleton (1985). A Short History of the Yugoslav Peoples. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-27485-2. ww1 Serbian army entered belgrade. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Чедомир Антић, Судњи рат, Политика од 14. септембра 2008.
  6. Владимир Радомировић, Највећа српска победа, Политика од 14. септембра 2008.
  7. Tucker 2005، ص. 273.
  8. Sammis 2002، ص. 32.
  9. Keegan 1998, pp. 48–49
  10. Willmott 2003, pp. 2–23
  11. Willmott 2003, p. 26
  12. Willmott 2003, p. 27