د سور پوستو لرې کول/له صحنې ویستل

د سورپوستانو لرې کول یا له صحنې ویستل د متحده ایالاتو دولتي پالیسي وه چې له مخې یې د امریکا په ختیځ کې د اصلي امریکایانو خود مختاره قبیلې په جبري توګه د میسي سي پي سیند لویدیځو څنډو – په ځانګړې توګه د سورپوستو لپاره ټاکل شوې سیمې (تقریبا اوسنۍ اوکلاهاما) ته کډه شوې. د سورپوستانو د لرې کولو هغه کلیدي قانون چې له صحنې څخه یې د سورپوستانو د ویستلو اجازه ورکوله په ۱۸۳۰ زکال کې د ولسمشر اندروجکسون له خوا لاسلیک شو. په داسې حال کې چې جکسون د سورپوستانو پر وړاندې شدید دریځ درلود خو دغه قانون د مارتنی ون بورن د ادارې پر مهال پلی شو. په ۱۸۳۱ زکال کې د دغه قانون له تصویب وروسته د چروکي، ماسکوګي (کرېک)، سمینول، چیکاساو او چوکتاو ملتونو ته اړوند نږدې ۶۰۰۰۰ وګړي (د هغوی د زرګونو تورپوستو غلامانو په ګډون) په زور سره د خپلو اجدادو له سیمو وویستل شول؛ سربېره پر دې په دغه جبري خروج کې چې د (Trail of Tears) په نامه یادېږي په زرګونو کسان ووژل شول. [۱][۲][۳][۴]

د سورپوستو د صحنې ویستلو سیاست د سپین پوستو ترمنځ یو له محبوبو سیاستونو څخه و چې د استعمار په دوره کې په شمالي امریکا کې د اروپايي کډوالو او وروسته له هغه د شلمې پېړۍ تر نیمایي پولې د متحده ایالاتو د دولت (او د هغو د وګړو) له خوا د قلمروي تکامل د چارو پایله وه. د دغو سیاستونو رېښه د جیمز مونرو مدیریت ته اړوندېږي، په داسې حال کې چې ځینې مهال هغه د اروپایانو او اصلي امریکایانو ترمنځ له ۱۷ مې پېړۍ څخه تر ۱۹ مې پېړۍ پورې مخ پر زیاتېدونکو شخړو ته اړوند بلل کېږي (هغه مهال چې سپین پوستو مهاجرینو د تقدیر په مانیفیست باندې د کلتوري باور له مخې په لویدیځ باندې فشار راوړ). له همدغه مهال وروسته له صحنې څخه د سورپوستو د ویستلو اړوند تاریخي لیدلوري تر بیاځلي ارزونې لاندې ونیول شول. په هغه کلیدي پیښو کې چې د دغه قانون د پراختیا لامل وګرځېدې د فورټ میمز عام وژنه (Fort Mims massacre) او د آسونو د نعل (American Revolutionary) په نامه جګړه شاملېدله. د دغه چارې ملاتړ کوونکو همدارنګه یادونه کوله چې مسکوګي وګړي د امریکا د انقلابي جګړې پر مهال له بریتانویانو سره یو موټی شوي و. تاریخ لیکونکي د امریکايي بومي وګړو له صحنې ویستل د پلار پالنې (paternalism)، قومي تصفیې او یا هم د نسل وژنې په توګه توصیف کوي. [۵][۶]

انقلابي مخینه/بګرونډ سمول

د متحده ایالاتو د انقلاب او د هغو د دوران په لومړیو کې امریکايي رهبرانو د دې اړوند چې له بومي امریکایانو سره د افرادو یا ملت په توګه چلن وشي بحثونه کړي.

د خپلواکۍ اعلامیه سمول

د خپلواکۍ د اعلامیې په کیفري برخه کې د متحده ایالاتو بومي اوسېدونکي د «بې رحمه وحشي سورپوستو» په توګه یاد شوي چې په هغه مهال کې رایج لیدلوری منعکس کوي.

بنجامین فرانکلن سمول

د «کنفدراسیون د وړاندیزو شوو موادو» په مسوده کې چې د ۱۷۷۵ زکال د مۍ په ۱۰ مه نېټه قاره یي کانګرس ته وړاندې شوه؛ بنجامین فرانکلن په هغه هېواد کې چې د زیږون په درشل کې و له سورپوستو  په ځانګړې توګه د ایروکوئي کنفدراسیون له شپږو ملتونو سره د «دایمي اتحاد» غوښتنه وکړه:

یوولسمه ماده: هر هغه مهال چې شونې وي باید له شپږو ملتونو سره یو تهاجمي او دفاعي اتحاد رامنځته شي؛ حدود یې ځانګړي شي او هغوی ته تضمین ورکړل شي؛ د هغوی ځمکې به له تېري سره نه مخ کېږي، هغوی به هېڅ خصوصي یا استعماري پېر ته له دې وروسته اجازه نه ورکوي او د ځمکو اړوند به یې هېڅ هوکړه نه ترسره کېږي، مګر دا چې په اونونداګا کې د سور پوستو لویه شورا او عمومي کانګرس یې په اړه پرېکړه وکړي. د نورو سور پوستو پولې او ځمکې هم باید په همدغه ډول ترتیب، مالومې او له هغو ساتنه وشي.

د کانګرس لومړني ګامونه سمول

د کنفدرسیون کانګرس د شمال لویدیځ قلمرو اړوند فرمان په ۱۷۸۷ زکال کې تصویب کړ (چې له مخې یې په راتلونکو کلونو کې د متحده ایالاتو د قلمرو پراختیا ته لار برابروله) او د امریکايي بومي وګړو د «مالکیت، حقونو او آزادیو» څخه یې د ملاتړ غوښتنه کوله؛ په ۱۷۸۷ زکال کې د متحده ایالاتو اساسي قانون (د لومړي فصل اتمې مادې) کانګرس ته له سورپوستو قبیلو سره د سوداګرۍ د تنظیم کولو مسئولیت ورکړ. په ۱۷۹۰ زکال کې د متحده ایالاتو نوي کانګرس له سورپوستو سره د نه غرض لرلو قانون (په ۱۷۹۳، ۱۷۹۶، ۱۷۹۹، ۱۸۰۲، ۱۸۳۴ کې تجدید او اصلاح شو) د په رسمیت پېژندل شو قبیلو د ځمکنیو حقونو څخه د ساتنې او د هغو د تدوین په موخه تصویب کړ.

جورج واشنګټن سمول

ولسمشر جورج واشنګټن په ۱۷۹۰ زکال کې د خپلې وینا پر مهال سنکا ملت ته په خپلو خبرو کې له مشروطیت وړاندې د سورپوستو د ځمکو پلور «شرارت» وباله او زیاته یې کړه چې دغې دوسیې اوس تغیر کړی او ژمن شوی چې د امریکايي بومي وګړو لپاره «عادلانه حقوق» خوندي کړي. د ۱۷۹۲ زکال په مارچ او اپرېل میاشت کې واشنګټن د فلادلیفیا د قبایلو له ۵۰ مشرانو – د ایروکوئيانو په ګډون – سره ولیدل او د متحده ایالاتو او د هغوی ترمنځ یې د ملګرتیا په پیاوړي کولو خبرې وکړې. د همدغه کال په وروستیو کې واشنګټن کانګرس ته په خپل څلورم کلني پیغام کې له سورپوستو امریکایانو سره د سولې، باور او سوداګرۍ د رامنځته کولو په اړتیا ټینګار وکړ:

زه نشم کولای د سورپوستو د چارو موضوع رد کړم، پرته له دې چې تاسو ته دا توصیه وکړم چې زموږ د داخلي پولو دننه قوانینو ته د انرژي ورکولو په موخه باید د سور پوستو پر وړاندې د ظلم او ناروا څخه د مخه نیولو په موخه له کافي مصلحت کار واخیستل شي. له دغې چارې پرته د آرام سمندر لپاره به زموږ طرحې بې ګټې وي. [۷]

په ۱۷۹۵ زکال کې نوموړي کانګرس ته په خپل اووم کلني پیغام کې اعلان وکړ چې که چېرې د متحده ایالاتو دولت له سورپوستو سره د سولې غوښتونکی وي، باید له هغوی سره سوله ئیز چلند ولري. که چېرې متحده ایالات غواړي د سورپوستو بریدونه ودرول شي، په پولو کې د میشتو امریکایانو بریدونه هم باید ودرول شي.

توماس جفرسون سمول

توماس جفرسون د ویرجینیا ایالت په اړه په خپلو یاددښتونو (۱۷۸۵ زکال) کې د امریکايي بومیانو له کلتور دفاع وکړه او څرګنده یې کړه چې د ویرجینیايي قبایلو د «حق او باطل اړوند خپل اخلاقي احساس له مخې» « هېڅ قانون، هېڅ زور ویونکي ځواک او د حکومت هېڅ سیوري/اغېز ته نه تسلیم کېدو» حیران کړی. هغه د همدغه کال په وروستیو کې مارکي دوشاستلوکس ته ولیکل، «زه باور لرم چې سورپوستي له جسمي او عقلي پلوه له سپین پوستو سره یو شان دي». د جفرسون هیله، هماغه ډول چې د فرانسیس پل پروچا له خوا تعبیر شوې دا وه چې امریکايي بومیان له اروپايي امریکایانو سره ګډ او یو موټی وګړي شي. دغې موخې ته د رسېدو لپاره ولسمشر جفرسون د متحده ایالاتو یو شمېر سورپوستو ملتونو ته د امریکايي تابعیت او همدارنګه د سوداګرۍ د اسانتیاوو برابرولو په موخه د اعتبار ورکړې وړاندیز وکړ.

د ۱۸۰۳ زکال د فبروري په ۲۷ مه جفرسون په یوه لیک کې ویلیام هنري هریسون ته ولیکل:

په دې ترتیب سره به په تدریجي ډول د سورپوستو اړوند زموږ حدود راکمېږي او دوی به د وخت په تېریدو د متحده ایالاتو د وګړو په توګه له موږ سره ترکیب کېږي او یا به هم دوی له مي سي سي پي هاخوا ویستل کېږي. لومړۍ چاره په ډاډمنه توګه د هغوی د تاریخ له منځه تلل او د خوښې وړ کار دی. خو په ټولیزه کې د دغې چارې لپاره دا اړینه چې د هغوی مینه راوپاروو. د هغوی د وېرې اړوند موږ د دې تصور کوو چې زموږ قوت او ضعف اوس مهال پدې توګه د لید وړ واوسي چې هغوی وویني؛ موږ د هغوی د له منځه وړو په موخه خپل لاسونه تړلي او د هغوی په اړه زموږ ټولې آزادۍ یوازې د انسانیت له انګېزو سرچینه اخلي. [۸]

جفرسوني پالیسي سمول

د ولسمشر په توګه توماس جفرسون د سورپوستو اړوند خپل پراخ سیاست ته د دوه موخو لپاره پراختیا ورکړه. هغه غوښتل څو دا څرګنده کړي چې بومي ملتونه (نه بهرني ملتونه) په کلکه سره نوي متحده ایالاتو ته اړوند دي؛ ځکه هغه د ملت خوندیتوب مهم باله. هغه همدارنګه غوښتل هغوی متمدنه کړي څو د ژوند کرنیز ډول د راټولونکي ښکاري ژوند پر ځای غوره کړي. دغه موخې یوازې د هوکړو او سوداګرۍ له لارې ترلاسه کېدلای شوې.

جفرسون په پیل کې داسې امریکايي سیاست ترویج کړ چې امریکايي بومي وګړي یې جذب کولو یا «متمدنه کېدو» ته هڅول. هغه د ولسمشر په توګه د ډېرو بومي امریکايي قبایلو د ملګرتیا او همکارۍ جلبولو په موخه ترسره کړې او څو ځله یې د سپین پوستو او تورپوستو د واحد ملت لپاره خپله لیوالتیا څرګنده کړه.

سرچينېl سمول

  1. Thornton, Russell (1991). "The Demography of the Trail of Tears Period: A New Estimate of Cherokee Population Losses". In William L. Anderson (المحرر). Cherokee Removal: Before and After. د کتاب پاڼي 75–93. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Prucha, Francis Paul (1995). The Great Father: The United States Government and the American Indians. U of Nebraska Press. د کتاب پاڼي 241 note 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 0803287348. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ehle, John (2011). Trail of Tears: The Rise and Fall of the Cherokee Nation. Knopf Doubleday Publishing Group. د کتاب پاڼي 390–392. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780307793836. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "A Brief History of the Trail of Tears". www.cherokee.org. مؤرشف من الأصل في October 18, 2017. د لاسرسي‌نېټه October 17, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Indian Removal Act: The Genocide of Native Americans – UAB Institute for Human Rights Blog". sites.uab.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Stannard, David (1992). American Holocaust: The Conquest of the New World. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Founders Online: From Thomas Jefferson to William Henry Harrison, 27 February 1 …". founders.archives.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)